تفصیل | شهادت 

11th December, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د لوګر ولایت جهادي او قومي مشرانو د حزب اسلامي له امیر سره وکتل :

فرهنګي او نشراتي څانګه

2017-10-09

د حزب اسلامي امیر د لوګر ولایت له یو شمېر جهادي او ولسي شخصیتونو سره په لیدنه کې د هېواد په روانو سیاسي او امنیتي حالاتو خبرې وکړې. د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوال حاجي عبدالحمید حامد د نورو په استازیتوب وویل، دا یو حقیقت دی چې افغانان له حزب اسلامي او حکمتیار صاحب سره د زړه له تله مینه لري. نور به د خپل ولسي قوت د زیاتوالي لپاره پیسې او وسلې کاروي خو حزب اسلامي د افغانانو په زړونو کې ځای لري، افغانان ورسره اخلاص لري، دا ځکه چې حزب اسلامي په هره ناخواله کې د ملت تر څنګ درېدلی. موږ راغلي یو چې له خپل حزب سره یو ځل بیا د ملاتړ ژمنې تازه کړو. ښاغلي حامد همدا راز وویل، موږ یو واحد، ځواکمن، او وړتیاوو او اصولو ته ژمن حزب اسلامي غواړو، هېڅوک باید د حزب له اصولو سرغړونه ونه کړي، او باید د حزب په لاځواکمنولو کې یې تر خپلې وسې هڅې وکړو. 

ښاغلي حامد وویل، ډېری هېواوال حزب اسلامي ته په تمه دي چې د الله عزوجل په مرسته سره به دې دردناک حالت ته د پای ټکی ږدي. په ولس کې د کار زمینه برابره ده، نو حزب اسلامي هم باید خپل تشکیلات بیا ورغوي، په ولایتونو کې باید په هره برخه کې فعالیت پيل کړي. 

د حزب اسلامي امیر انجنیر ګلبدین حکمتیار د لوګر له مشرانو په مننې او کور وداني سره وویل، د لوګر مؤمنو او شریفو خلکو د هېواد په ازادۍ ځلانده ونډه وه، په دې لاره کې یې ډېرې قربانۍ ورکړې دي، هیله من یو چې د ټولو هېواوالو قربانۍ به چې د یو ځواکمن اسلامي نظام د رامنځته کېدو لپاره یې ورکړې دي؛ رنګ راوړي. 

له نېکه مرغه په حزب کې افغانان د عقیدې او اسلامي اخوت په بنسټ راټول شوي دي، په کلونو کلونو یې د دین او هېواد لپاره قربانۍ ورکړې دي او په پوره ډول په خپلو ژمنو کې صادق او وفادار پاتې شوي دي. په داسې یوه حزب کې تشکیلات او بیا جوړونه چې له کلونو محرومیتونو، منفي تبلیغاتو وروسته هم کېږي، اسان کار دی، په دې برخه کې کار پیل شوی دی، پخوانۍ اجرائیه شورا بیا جوړه شوه، په مرکزي شورا کار روان دی، تمه ده چې په نیږدې راتلونکي کې به جوړه شي. همدارنګه د یو معتبر پوهنتون او تلویزون کار هم روان دی چې ان شاالله ژر به دا خلاوې هم ډکې شي. 

ورور حکمتیار زیاته کړه، موږ خپلو وروڼو او خویندو ته ډاډ ورکوو چې حزب د قوت په لور روان دی، اوس یې د پلویانو شمېر میلونونو ته رسېږي، په ملت کې یې اعتبار او حیثیت ډېر لوړ دی، ټول دین او هېواد ته ژمن هېوادوال په کې له هر ډول تبعض پرته راټول شوي دي، دا په داسې حال کې ده چې نورې ډلې د مزیدې تجزیې په لور روانې دي. حزب اسلامي ته لوی فرصت په لاس ورغلی، ملت یوازې له حزب اسلامي څخه تمه لري چې هېواد به له دغو ناخوالو څخه وباسي. 

د حزب اسلامي امیر وویل، د دې دردناک حالت پای ته رسولو تر ټولو اسانه او اغېزمنه لاره د ملت ویښتیا، یووالی او سالمه پرېکړه ده. ملت کولی شي چې د ټاکنو له لارې دې دردوونکي حالت ته د پای ټکی کېږدي، ملت کولی شي چې په ټاکنو کې روڼوالی او عدالت قایم کړي، ملت کولی شي چې پارلمان ته د صالحو، مؤمنو، زړه سواندو، دین او هېواد ته ژمنو اشخاصو په کامیابولو سره د پارلمان له منځه تللی اعتبار او عزت بیا راژوندی کړي. ټولو هېوادوالو ته وایو چې راشئ د راتلونکو انتخاباتو په مرسته په حالت کې ژور بدلون راولو! 

د حزب اسلامي د امیر دفتر – فرهنګي او نشراتي څانګه 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

11th December, 2017