تفصیل | شهادت 

11th December, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د څمکنیو ولسوالۍ یو شمېر قومي مشرانو، علماوو او ځوانانو د حزب اسلامي له امیر سره وکتل :

د ح ا ا د فرهنګي چارو رياست

2017-10-10

د حزب اسلامي امیر انجنیر ګلبدین حکمتیار د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ له یو شمېر قومي او جهادي شخصیتونو، علماوو، مشرانو او ځوانانو سره په کتنه کې د هېواد په روان سیاسي او امنیتي وضیعت او د سولې په لارو چارو خبرې وکړې. 

په دغه غونډه کې چې د حزب اسلامي د امیر په کور کې وشوه، څو مشرانو د نورو په استازیتوب خبرې وکړې، په سر کې په ولسي جرګه کې د پکتیا وکیل، ډاکتر مجیب الرحمان څمکني وویل، موږ د خپل ولس په استازیتوب د حزب اسلامي له امیر څخه مننه کوو چې په هېواد کې یې د سولې بندې دروازې پرانیستې، موږ پوهېږو چې ډېرو منفورو او د سولې او سوکالۍ ضد څېرو د سولې مخه نیوله خو الحمدلله چې دا بهیر په بریالیتوب سره پای ته ورسېده، او زموږ ازاد، سرلوړي او بیدار ولس د حزب اسلامي سوله په پراخه کچه وستایله او هرکلی یې وکړ. 

ښاغلي څمکني زیاته کړه، د څمکنيو ولسوالۍ د امن کور دی، له شلو زیات دولتي او خصوصي روغتیایي مرکزونه او ۱۲ لېسې لري، لسګونه زره ماشومان مو زده کړې کوي، زموږ په ولسوالۍ کې یوازې د هغو نجونو شمېر کې مکتبونو ته ځي (۹۸۰۰) تنو ته رسېږي چې د دې سیمې د ودانۍ او راتلونکي لپاره خورا مهم بلل کېږي. دا ټول هغه څه دي چې د څکمنیو غیرتي او پر دین او هېواد مین ولس یې په دفاع کې هرې قربانۍ ته چمتو دي او هلې ځلې یې پسې کړې دي. 

د ښاغلي څمکني په وینا، ټول افغان ولس د زړه له تله حقیقي او پایداره سوله غواړي، د سولې لپاره قربانۍ ته هم چمتو دی. موږ ټول هیله من یو چې حزب اسلامي به دې مظلوم او دردېدلي ولس ته د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې د سولې په اړه لوی زیرې راوړي. 

قومي مشر حاجي ظریف څمکني له حزب اسلامي سره د خپل قوم په استازیتوب د هر اړخیز ملاتړ ژمنه وکړه، زیاته یې کړه زموږ د ولس یوازینۍ غوښتنه سوله او ډاډمن امنیت دی چې له تاسو نه په دې برخه کې د ډېر څه کولو تمه لرو. 

قومي مشر حاجي ګلاب جان څمکني او د مشرانو جرګې غړې اغلې فوزیې څمکنۍ هم په سوله او د ولس په یوالي ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د حزب اسلامي رول اړین وباله. 

د حزب اسلامي امیر انجنیر ګلبدین حکمتیار وویل، لویې پکتیا د تاریخ په اوږدو کې د هېواد د ازادۍ لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې، په جهاد کې یې ځلانده ونډه وه، د لویې پکتیا ټولې درې او کلي د مجاهدینو له ډاډه ډک سنګر وو چې کابو ټول مجاهدین پرې تېر شوي دي، او پر مخ به یې د پکتیاوالو دېرې او جوماتونه خلاص وو. هیله من یو چې د لویې پکتیا غیرتمن قومونه به د خپل تاریخي شالید له مخې په هېواد کې د سولې، سوکالۍ او ډاډمن لپاره مټې راونغاړي، موږ ډاډه یو که لویه پکتیا متحده شوه، په ټول هېواد کې اتحاد راتلی شي، او د جګړې او ناامنۍ لمن ټولېدی شي. 

ورور  حکمتیار زیاته کړه، له بده مرغه د ټول هېواد حالت دردوونکی دی. فقر، جګړو، ناامنیو، بې عدالیتیو او ټولنیزو ستونزو مو هېوادوال سخت کړولي. د دې دردناک حالت پای ته رسولو تر ټولو اسانه او اغېزمنه لاره د ملت ویښتیا، یووالی او سالمې پرېکړې دي. ملت کولی شي چې د ټاکنو له لارې دې دردوونکي حالت ته د پای ټکی کېږدي، ملت کولی شي چې په ټاکنو کې روڼوالی او عدالت قایم کړي، ملت کولی شي چې پارلمان ته د صالحو، مؤمنو، زړه سواندو، دین او هېواد ته ژمنو اشخاصو په کامیابولو سره د پارلمان له منځه تللی اعتبار او عزت بیا راژوندی کړي. ټولو هېوادوالو ته وایو چې راشئ د راتلونکو انتخاباتو په مرسته په حالت کې ژور بدلون راولو! 

همدارنګه ورور  حکمتیار وویل، هر څوک باید تر خپل شمېر او حق زیات څه ونه غواړي، په هر څه کې باید عدالت قایم شي، ټاکنیز سیستم ډېرې ستونزې لري چې باید د نورو ستونزو حلولو ترڅنګ د ناامنو سیمو وګړي او مهاجرین له تاکنو بې برخې نه شي. 

ورور  حکمتیار زیاته کړه، نه لرې او نه نیږدې ګاونډي، او نه هم نوره نړۍ قوي، سولییز، او پرمخ روان افغانستان غواړي، په کمزوري او محتاج افغانستان کې د دوی ډېرې ناولې سیاسي او اقتصادي ګټې دي، چې زموږ ملت یې باید په دغو بدو عزایمو ښه پوه وي. 

د حزب اسلامي د امیر دفتر – فرهنګي او نشراتي څانګه 

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

11th December, 2017