تفصیل | شهادت 

15th December, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

ګارډين افغانستان کې د CIA په پټ زندان کې له وحشتونو پرده پورته کړې : ددروند مجاهد شهیدګل رحمن د شهادت قصه.

.

2017-10-10

برتانوۍ ورځپاڼې ګارډين پرون په يوه راپور کې پر هغو وحشي طريقو رڼا اچولې، چې امريکايي استخباراتي ادارې CIA افغانستان کې په خپل يوه پټ زندان کې کارولې دي. دغه زندان «کوبالټ» نومېږي چې د بنديانو تر منځ د «تيارو» په نوم يادېږي.

شل سيمټي کوچنۍ خونې چې هيڅ رڼا او تودوخه نه لري او په ۱۶ کې يې اوسپنيز ځنځيرونه پراته دي، چې بنديان پرې تړل کېږي. څلور نورې د ځانګړو پلټنو په موخه کارول کېږي چې بنديان په کې د دې لپاره د خونې په چت پورې راځوړندول کېږي، چې له خوب او ارامه بې برخې شي. دا او په زندان کې ۲۴ ساعته داسې ساز غږول کېږي چې د بنديانو د اورېدو حس له منځه وړي.

«هلته حالت ښه و، کرکجن خو خوندي». دا څرګندونې په ۲۰۰۳ز کې د جون بروس جيسين په نامه د روانپوهنې هغه عالم وکړې چې له سي ایې ای سره يې کار کاوه. دا خبرې يې د ګل رحمان په نامه له هغه بندي څخه د تحقيق پر مهال وکړې، چې تر تحقيق لاندې يې ساه ورکړه.د ګارډين راپور د تحقيقاتو د پراخو او شکنجه کوونکو طريقو پړه پر جيسين او د هغه پر ملګري جيمز ميچل اچوي، هغوی د ۲۰۰۲ کال په نومبر مياشت کې ياد بندي لس ورځې په پرله‌پسې توګه شکنجه کړ.

د ګل رحمن د مرګ خبره هغه مهال رسوا شوه، چې کورنۍ يې او د همدې زندان دوو پخوانيو بنديانو محمد بن سعود او سليمان بن عبد الله د يادو امريکايي روانپوهانو پر ضد په قضا کې عريضه وکړه. خو له دې هر څه سره دا قضيه په چوپ ډول اواره شوه او جيسين او ميچل ته له مسووليته د تېښتې فرصت ورکړل شو. خو ۲۷۴ نورو اسنادو پتنټاګون او سي ايې ای اړ کړل چې د پلټنو ډګر کې ترې پرده پورته کړي.

ګارډين دې ته اشاره کړې، چې په دې اسنادو کې ډېر اغېزمن يې هغه و، چې ۳۲ مخه کېده او پلټونکو او استخباراتي ادارې د سي ايې ای د مشر مرستيال جيمز بافيټ ته تيار کړی و او د بندي د مرګ په اړه په کې ګڼ شمېر وېروونکي جزيات ورکړل شوي وو.

په دې دوسيه کې څرګنده شوې وه، چې ګل رحمن دحزب اسلامی موهیم شخصیت وه دحکمتیار سره دنژدی شخص په تور او له القاعده سره په اړيکو تورن و، جيسين په دوو اونيو کې ۶ ځل ترې تحقيق کړی و، چې په زندان کې د سختې يخنۍ له کبله يې ساه ورکړه.((انالله و انا الیه راجعون))

راپور کې ويل شوي، چې جيسين د زندان د ساتونکو مشر په دې قانع کړی و، چې د يخنۍ او بد چلن په اړه د ګل رحمن شکايت يوازې هغه ټګي ده، چې د القاعده غړي يې کاروي.

ګارډين ليکلي چې دا بندي له مرګ وړاندې لږ تر لږه پوره دوه اوونۍ له سختې يخنۍ وکړېد.

راپور څرګنده کړې ده، چې «د تحقيق په ځانګړې خونه» کې بندي ته د هيڅ ډول جامو اغوستلو اجازه نه و، يوازې جورابې او داخلي جامې (نېکر) د دې له امله ورته پرېښودل کېدې، چې تشناب (د غټو متيازو ځای) ته د تګ اجازه ورته نه کېده. د سي ايې ای يوه لوړپوړي چارواکي چې د بندي له مرګ وروسته سمدستي هلته تللی و، دا خبرې تاييد کړې.

راپور کې ټينګار شوی، چې جيسين په خورا سړه سينه د دې بندي د کړاو شېبې او حالت څاره او په خپلو يادښتونو کې يې ثبتاوه، تر دې چې د خبرو کولو له امله يې پر بندي د يخو اوبو اچولو امر هم وکړ.

جيسين د «تيارو» زندان د پرېښودو پر مهال د زندان ساتونکي ته وويل: «د ګل رحمن د مقاومت ماتولو لپاره دا هڅې بس نه دي، زما په اند په پرله پسې توګه څو مياشتې دا ډول چارې به يې «همکارۍ» ته اړ کړي»، خو ګل رحمن ۵ ورځې وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړ.

پخوانيو دوو بنديانو چې د امريکايي روانپوهانو پر ضد يې عريضه کړې وه، ټينګار وکړ، چې زندان کې د ګل بې رحمه او وېروونکې وژنې هيڅ بدلون را نه ووست او له وحشته ډکې طريقې بيا هم د زندانيانو د ځورولو لپاره کارول کېدې.

ګارډين دې ته اشاره کړې چې جيسين او ميچل نېغ په نېغه د «تيارو» زندان کې د رامنځته شويو پېښو مسوولين دي او همدې دواړو په ۲۰۰۲ کې د «د تحقيق د طريقو لپاره د القاعده د غړو د مقاومت پر ضد لارې چارې» په نوم راپور خپور کړ او «کوبالټ» زندان يې د دغو لارو چارو د ازمويلو لپاره د لابراتوار په توګه کاراوه.

شنونکي په دې اند دي چې دا په افغانستان کې د امريکايي او نورو بهرنيو استبخاراتو د جنګي جرمونو يوازې يوه بېلګه ده او کومې چې د خلکو له نظره پټې دي، خورا ډېرې دي. افغانستان لپاره د ولسمشر ټرمپ د نوې تګلارې له اعلان وروسته يو ځل بيا اندېښنې څرګندېږي، چې سي ايې ای به خپلو پټو عملياتو او نورو فعاليتونو ته زور ورکړي، چې له امله به يې دا ډول جنګي جرمونه لا پسې پراخ شي.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

15th December, 2017