تفصیل | شهادت 

16th October, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

ورور حکمتيار : د ښمنان غواړي قومونه يو د بل پر ضد وجنګوي

د ح ا ا د فرهنګي چارو رياست

2017-10-10

د حزب اسلامي افغانستان مشر انجنير ګلبدين حکمتيار د سې شنبه په ورځ د پکتيا د څمکنيو ولسوالۍ له يو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره په کتنه کې وويل، د هېواد د ښمنان زموږ ملي يووالی نه شي زغملی، غواړي چې قومونه يو د بل پر ضد وجنګوي او ددې کار لپاره پانګونه کوي.

د حزب اسلامي مشر زياته کړه، د هېواد دښمنانو د افغانانو د ملي يووالي د لمنځه وړلو لپاره ځينې کړۍ استخدام کړې دي، دوی ځانونه افغانان نه بولي، د افغانستان نوم هم په خوله نه اخلي او د فدرالي نظام غوښتونکي دي.
ښاغلي حکمتيار وويل، دوی د قومونو ترمنځ تصفیه او نفاق غواړي او هڅه يې داده چې تر خپلې ولکې لاندې سيمو کې د ټاکنو برخليک وټاکي، خو ښاغلي حکمتيار وويل، افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دی، قومونه بايد متحد شي او خپل يووالی وساتي.
د راتلونکو پارلماني ټاکنو په هکله د حزب اسلامي امير وويل: زموږ غوښتنه داده چې د اداري واحدونو پر بنسټ استازي و نه ټاکل شي، ځکه اداري واحدونه د نفوسو د شمېر په اساس ندي جوړ شوي.
هغه وړانديز وکړ، چې په ټول هېواد کې دې د ۲۴۹ ټاکنيزې حوزې جوړې شي او هره حوزه بايد يو استازی غوره کړي.
ورور حکمتيار وويل، د ټاکنو پايلې بايد ټولو ته د منلو وړ وي او بريالی هغه څوک دی چې اکثريت خلک يې ملاتړ وکړي.
د حزب اسلامي امير زیاته کړه افغانستان يو ځواکمن حکومت او جمهور رئيس ته اړتيا لري او د ټاکنو په نتيجه کې بايد يو ځواکمن حکومت جوړ شي، نه داچې بهرنیان د ټاکنو په پايلو کې لاسوهنه وکړي.
ورور حکمتيار يو ځل بيا د رڼو او عادلانه ټاکنو په ترسره کېدو ټينګار وکړ او زياته يې کړه د مهاجرينو په ګډون ټولو افغانانو ته بايد په ټاکنو کې د برخې اخيستو زمينه مساعده شي.

د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي چارو رياست
مطبوعاتي څانګه



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

16th October, 2017