تفصیل | شهادت 

11th December, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

ورور حکمتيار: په ټاکنو کې هېڅ بهرني ته د مداخلې اجازه نه ورکوو

د ح ا ا د فرهنګي چارو رياست

2017-10-11

د حزب اسلامي افغانستان امير انجنير ګلبدين حکمتيار د چهار شنبه په ورځ د خروټو قوم يوې سترې غونډې ته په وينا کې وويل، د راتلونکو ټاکنو پايلې دې په هېڅ ډول نه ځنډول کيږي او هېڅ بهرني ته بايد په ټاکنو کې د مداخلې حق او اجازه ورنکړل شي.

د حزب اسلامي مشر وويل، اوسنی حکومت د خلکو د رايو په نتيجه کې ندی جوړ شوی، بلکې د بهرنيانو لخوا د دوو ډلو ترمنځ ويشل شوی دی، خو د راتلونکو ټاکنو په بهير کې بايد بهرنيانو ته د مداخلې اجازه ورنکړل شي او هېڅوک دا حق ونلري چې د ټاکنو پايلې و ځنډوي.
ورور حکمتيار زياته کړه، په تېرو ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوي او د ملت يوه لويه برخه په ټاکنو کې له ګډون څخه محروم شوي دي. هغه د بېلګې په توګه د غزني يادونه وکړه چې په دغه ولايت کې يواځې د څلورو ولسواليو اوسېدونکو د ټول غزني استازي ټاکلي دي.
ورور حکمتيار څرګنده کړه، ځينې سياسي ګوندونه د ټاکنو له ترسره کېدو څخه وېره لري او مخالفت يې کوي، خو زياته يې کړه د ټانګونو او توپونو په زور د ارګ په ديوالونو د اوښتو وخت نور تېر دی.
ورور حکمتيار وويل، ټاکنې بايد حتمي او په خپل وخت ترسره شي د تېرو ټاکنو ترخې تجربې تکرار نه شي او د تېر په څېر ټاکنې موږ ته د منلو وړ نه دي .
ورور حکمتيار يو ځل بيا د رڼو او عادلانه ټاکنو په ترسره کېدو ټينګار وکړ او زياته يې کړه، هر افغان بايد د خپل استازي په ټاکلو کې ونډه واخلي د ټولو سياسي ګوندونو ناظرين بايد په ټاکنيزه حوزه کې د ټاکنو نظارت وکړي او رايې بايد له شمېرل کېدو وروسته مرکز ته ولېږدول شي. 
هغه دا هم وويل چې په بهرنيو هېوادونو کې افغان مهاجرينو او داخلي بېځايه شویو کډوالو ته دې په ټاکنو کې د ګډون زمينه مساعده شي او که په ناامنه سيمو کې ټاکنې نه ترسره کيږي، نو په امن لرونکو سيمو کې دې ورته د رايو صندقونه کېښودل شي.

د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي چارو رياست
مطبوعاتي څانګه



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

11th December, 2017