تفصیل | شهادت 

11th December, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

انسانیت دځانکندن په درشل کې

ابو الحســـن ندوی

2017-10-12

له شکه پرته شپږمه او اوومه میلادي پېړۍ د تاریخ له ټیټو او سپکو پړاونو څخه یو پړاو ؤ،  له پېړیو راپدېخوا انسانیت بې باکه او د لوېدو لور ته په حرکت کې ؤ، د ځمکې پر مخ داسې کوم ځواک نه ؤ تر څو ئې لاس و نیسي او د بدمرغۍ او سقوط څخه ئې وژغوري، د وخت په تېریدو سره ئې د بدمرغۍ او بدبختۍ لوری ته حرکت ګړندی کیده.  انسان په دغه پیړۍ کې خپل خالق، خپل ځان او خپل برخلیک  هیر کړی ؤ ، خپل عقل ئې له لاسه ورکړی ؤ ، د خیر او شر او د ښه او بد تر منځ ئې د توپیر وړتیا له لاسه ورکړی وه.

د پیغمبرانو دعوت له یوې اوږدې مودې څخه مړاوي شوی ؤ، کوم چراغونه چې دوی بل کړی وو، د هغه توپانونو له امله مړه شوی وو، چې تر دوی وروسته راغلل، او یا داسې پاتې شوی وو ، چې رڼا ئې ضعیفه او ډیره کمه وه ، او که کومه رڼا پاتې هم وه، نه توانېدله چې پرته له ځینو زړوڼو څخه  ټول کورونه او ښارونه رڼا کړي.  ملایانو او د دین عالمانو د ژوندانه له ډګر څخه   د دې کبله چې له فتنو او د ژوند د ستونزو او مکلفیتونو څخه خپل ځان وژغوري ، او یا د دین او سیاست او د روح او مادې تر منځ د راولاړې شوې مبارزې د ویرې له کبله، پښې سپکې، او کلیسا ګانو، عبادتخانو او جوماتونو ته یې مخه کړه، او که له دوی څخه ځینې د ژوندانه په دغه بهیر کې پاتې هم شول د پادشاهانو او د دنیا پالانو سره ئې جوړ جاړی وکړ، او ور سره ئې د ګناه او تیری په سر ته رسولوکې، او په ناروا توګه  ئې د محکومو او بې وزله خلکو د دولت او مال  په خوړلو کې مرسته کوله . 

دینونو او ملتونو ته کتنه:

ستر ستر دینونه د بې باکانو، تحریفګرانو او منافقانو لوبه ګرځېدلې وه، تر دې بریده چې خپل ماهیت او ډول یې  له لاسه ورکړی ؤ،او که لومړنی اتباع یې راژوندي شوي وی، نو له پیژندلو څخه به یې عاجز شوی وی. د تمدن، فرهنک، سیاست، حکومت مرکزونه د واکمنانو د ظلم، بې نظمۍ، بې باکۍ او اختلال نندارتون ګرځیدلي وو، په خپل ځان باندې بخت، نه یې د نړیوالو لپاره سوچه پیغام درلود او نه یې د ملتونو لپاره روڼ دعوت، له معنوي اړخه د مطلب په نیستۍ آخته شوي وو، او د ژوندانه سر چینه یې وچه شوې وه، نه یې د آسماني دین څخه رڼه پروسه  درلوده  او نه یې د بشري حکومت څخه ثابت نظام.

عیسویت په شپږمه میلادي پیړۍ کې:

د تاریخ په اوږدو کې یوه ورځ هم عیسویت د داسې روڼتیا او څرګندتیا څیښتن نه ؤ، او د انسانانو د ستونزو په هوارولو کې د داسې قدرت څیښتن نه ؤ، چې د رغنده تمدن بنسټ وګرځی او په رڼا کې یې حکومت  جوړ شي، خو د عیسی علیه السلام د لارښونې نښې او د ساده توحیدي دین نښې پکې لیدل کیدې، خو لومړي پاپپه خپل راتګ سره د هغه رڼا، رنګ  او خوند په هغو خرافاتو او ناسمو دودونو چې ورڅخه راستون شوی ؤ، او هغه بغاوت او بت پرستي چې پکې یې ژوند کړی ؤ، له منځه یووړ او څه چې پاتې وو، قسطنطین له منځه یووړل او په پای کې عیسویت د یوناني خرفاتو، رومي بت پرستۍ،مصري افلاطونیت او رهبانیت څخه د یوه ګډ معجون په څېر را څرګند شو، چې په څنګ کې یې د عیسی علیه السلام  ساده او پاکې لارښونې  په سمندر کې  د یوې اوښکې په څېر له منځه ولاړې.

عیسویت د باورنو او دودونو  هغه  وچه وودل شوې تخته وګرځېدله ، چې نه یې اروا تغذیه کوله ، نه عقل ته رسېدله او نه یې احساسات راپارول، نه یې د ژوند ستونزې هوارولې، نه یې لاره رڼا کوله، بلکې د تحریف کوونکو د تحریف او د جاهلانو د تاويلونو له امله د انسان، علم او فکر تر منځ حایل واقع شو، او د وخټ په تېرېدو سره یو بټ پرست دین شو.

انګلیسۍ ته د قران ژباړونکی (SALE) د شپږمې میلادي پېړۍ د عیسویانو په اړه وایی: عیسویانو د پاپونو او د عیسی علیه السلام د انځورونو د عبادت اړوند  دومره مبالغه وکړه، چې په دې اړه تر ننیو کاتیلوکانو څخه هم ډیر وړاندې وو.

په رومي هېوادونه کې کورنۍ دیني جګړه:

ډیره موده تېره نه وه، چې د عیسویت د بنیاد په هکله کلامي مجادلو او ژورو بې ګټو بحثونو د امت آند او فکر په داسې توګه بخت او مشغول کړ، چې ځیرکتیا او هوښاري یې له منځه یوړه، د کار او زیار ځواک یې له لاسه ورکړ، په بې شمېره برخو کې خو په خونړیو جګړو، مرګ ژوبله، تعذیب او ځور، چور، چپاول، غارت، ترور، غصب  او تجاوز باندې بدل شو، او ښوونځي، کلیساګانې، کورونه، یې په دیني نظامي سیالو اډو باندې بدل کړل او ټول ښارونه په کورنۍ جګړه کې ښکيل شول، او کولای شوو د نوموړي دیني اختلاف او کړکیچ  تر ټولو روښانه او جوته مظاهر له یوه اړخه  د شام او روم د عیسویان او له بله اړخه د مصر د عیسویان تر منځ و ګورو یا په بل عبارت د ملکانیت او مونوفیسیت تر منځ.

د ملکانیت شعار د حضرت عیسی علیه السلام د طبیعت په هکله د ترکیب په باور باندې ولاړ ؤ، خو مونوفیسیتان بیا په دې باور وو، چې حضرت عیسی علیه السلام د یوه طبیعت لرونکی ؤ، او هغه هم الهي طبیعت دی، چې د حضرت عیس علیه السلام بشري طبیعت  پکې د هغې سرکې د څاکي په څیر دی، چې په ژور سمندر کې ولوېږي او ثبات ونه لري. او دا اختلاف د نوموړو حزبونو تر منځ په شپږمه او اوومه پیړۍ کې دومر ه ژور شو، لکه چې د دوو سیالو دینونو تر منځ په بشپړه توګه عیار شوی جنګ وي، او لکه چې دا د یهودانو او عیسویانو تر منځ جنګ وي، هرې ډلې بلې ته ویل: هغه هیڅ ده.

 ډاکټر الفرد،ج،بتلر وایی: " نوموړې دوې پېړۍ د مصریانو او رومیانو تر منځ د پرله پسې جګړې مهال ؤ، د دغې مبارزې او جګړې اور ته دیني او نژادي اختلافاتو لمن وهله، خو دیني اختلافات څه ډیر ژور وو، ځکه چې د هغه مهال د جګړې اصلي لامل د ملکانیت او مونوفیسیت تر منځ د دښمنۍ او اختلافات  شتون ؤ، او لومړۍ ډله څرګنه یې چې نوم دلالت کوي ، د امپراتورۍ د دولت د مذهب او د پادشاه او هېواد حزب ؤ، نوموړې ډله د موروثي باور پر بنسټ د حضرت عیسی علیه السلام په ترکیبي طبیعت باندې عقیده درلوده، په داسې حال کې چې دوهمه ډله مونوفیسیتان یعني د مصر قبطیانو د دغې عقیدې څخه کلک نفرت درلود، او په ټول توان او وس سره یې د دغې عقیدې پر وړاندې مبارزه کوله، د نوموړو سختدریځیو د حقیقت تصوراو په ماهیت باندې یې پوهېدل، د هوښیارانو او هغو خلکو په منځ کې چې په انجیل ایمان لري زموږ لپاره ستونزمن دي. "

د روم امپراتور هرکلیوس په کال (۶۱۰-۶۴۱) وروسته لدې چې په کال ۶۲۸کې پر ایران باندې مسلط شو، په دولت کې په خپل منځۍ جګړه باندې دآخته مذاهبو تر منځ د یو والي هڅې وکړې، او د لومړنۍ  توافقنامې څرنګوالی په لاندې ډول ټایید شو: چې خلک دې د حضرت عیسی علیه السلام د طبیعت په هکله د بحثونو څخه چې یو صفت لري که دوه ، ډډه وکړي، خو دا چې الله تعالی پخپله د یوې پریکړې او یوې ارادې لرونکی دی، غاړه کېږدي، د ۶۳۱ کال په پیل کې نوموړې موضوع  ټولو  ومنله، او مونوفیسیت مذهب د دولت  او د عیسوي کلیسا د اتباعو  رسمي مذهب اعلان شو.

 هرکلیوس  د بېلابېلو وسایلو په ذریعه کوښښ وکړ ، چې دا نوی مذهب د نورو مذاهبو په اتباعو ومني، خو قبطیان یې په کلکه په وړاندې ودرېدل، او له نوموړي تحریف او بدعت څخه یې برائت اعلان کړ، او د خپلې زړې عقیدې په لارکې یې په ټول وس او ټوان سره استقامت وکړ، امپراتور د دوهم ځل لپاره د مذاهبو د یووالي او اختلافاتو د له منځه وړلو په موخه خپل چانس و آزماوه او دا ځل یې یوازې د خلکو په دې اعتراف چې الله تعالی د واحدې ارادې لرونکی دی بسنه وکړه، خو د کشالې د بل اړخ په اړه، چې آیا نوموړې اراده په ريښتیا نافذه ده که نه یې بحث  وځنډاوه، او خلک یې هم په دغې موضوع کې د بحث کولو څخه منعه کړل، او دا مساله یې د رسمي قانون په څیر د هغه مهال ټول خټیځ ته واستوله، خو یاد قانون هم په مصر کې شته کړکیچونه کم نه کړل، او د قیرس په لاس په مصر کې ډیر ستمونه او ظلمونه وشول، چې لس کاله یې دوام وکړ، او په لړ کې یې ډیرې خطرناکې پیښې رامنځ ته شوې، خلک به يې تر تعذیب وروسته په ډله ییزه توګه اوبو ته غورځول، او ځینې به یې د اور په لمبو کې اچول، چې د حرارت له کبله به یې د بدن وازدې اوبه کېدې، بدبخته زندانیان به یې د ریګ څخه په ډکو بوجیو کې اچول او په اوبو کې به یې غورځول، او دا راز نورې بې شمېره فجایع.

ټولنیز فساد او اقتصادي ستونزې:

د رومي په ختیځ دولت کې ټولنیز فساد خپل اوج ته رسېدلی ؤ، سره له هغو ستونزو چې خلک ورسره لاس اوګریوان وو، مالیې او رشوتونه هم څو برابره ګرځېدلي وو، مصادره او د خلکو د اموالو ظبط یو بل لوي مصیبت ؤ، چې خلک یې له حکومتونو څخه په داسې ډول متنفر او قهرجن کړي وو، چې پر دوی باندې یې  هر بل پردي حکومت  ته ترجیح ورکوله.

په دې اړه پراخه لاریونو او نښتې تر سره شوې، په کال ۵۳۲م کې په یوه نښته کې په پلازمینه کې دری زره کسه له منځه ولاړل. 

سره لدې چې د ژوندانه په لګښتونوکې کلک کمښت ته اړتیا محسوسې وه، خلکو د ژوندانه  په  چارو کې په پراخه کچه اصراف لاس پورې کړی ؤ، او د اصراف تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي وو، له هرې لارې د مال او ثروت تر لاسه کولو او په نامشروع متعې او د شهوترانۍ د تسکین  په لاره کې  یې لګول د هر چا هېله ګرځېدلې وه.

د اخلاقي اصولو او فضیلت ستونونه له منځه تللي او نابود شوي وو، خلکو د قیدونو او بندونو څخه د آزادۍ په موخه د شهواني غرایزو د تسکین لپاره د مجردۍ ژوندانه ته پر متاهل ژوندانه باندې ترجیح ورکوله.

څرنګه چې سیل وایی:

" عدالت د جامو په څېر په بازارونو کې پلورلکېده، خیانت او د رشوت اخیستل دهغه مهال په ټولنه کې تشويقدل،".

ګیبون وایی:

" د شپږمې پېړۍ په پای کې دولت د سقوط د پای درجې ته رسېدلی ؤ،.. "

" د روم ختیځ حکومت  په حقیقت کې د یوې سترې ونې په څیر ؤ، چې د نړۍ خلکو یې  د سیورې لاندې ژوند کاوه، او اوس یې د وچې تنې نه پرته بل څه نه وو پاتې، چې ورځ تر بلې تر دې هم مړاوې کیده."

"  هغه لوی هېوادونه چې په چټکتیا سره د ړنګیدو لوری ته په حرکت شول او خپله لویي او پیاوړتیا یې بیا تر لاسه نه کړه، د هغه مصیبت شاهد وو، چې د روم حکومت  د له منځه تللو پر مهال د درنو مالیاتو، د اقتصادي انحطاط، د کرنې د پریښودو او د ښهارونو د نه رغونې  له کبله ورسره مخ شو..

نور بیا

لیکنه : ابو الحســـن ندوی

ژباړه: عبدالرحمن فرقانی

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

11th December, 2017