تفصیل | شهادت 

16th October, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د پلچرخي په زندان کې د حزب اسلامي يو زنداني په شهادت رسېدلی دی :

د ح ا ا د فرهنګي چارو رياست

2017-10-12

د کابل د پلچرخي په زندان کې د مولوي محمد وزیر په نوم د حزب اسلامي یو متعهد زنداني، چې د هلمند اصلي اوسېدونکی دی؛ د يو بل زنداني لخوا د چړو په وسيله په شهادت رسېدلی دی.

مولوي محمد وزیر د عبدالغفور زوی چې د هلمند د نوزاد ولسوالۍ اوسیدونکی دی، تېره ورځ د پلچرخی زندان په دریم بلاک کې د يو بل زنداني لخوا په چاقو ګانو ووهل شو، چې په ټپي حالت کې روغتون ته ولېږدول شو او نن سهار يې په روغتون کی ساه ورکړه۰
نوموړی د حزب اسلامي یو متعهد، ستر داعي، پوه، متقي او یو صابر شخص و، چې نوم يې د حزب اسلامي د بندیانو په لیست کې هم شامل و.
ويل کيږي چې په دغه پېښه کې د محبس ساتونکو او مسؤلينو د مقابل لوري ملاتړ کړی دی او په نتيجه کې يې يو شمېر نور زندانيان ټپيان شوي هم دي.
د پلچرخي په زندان کې تر دې مخکې هم دا ډول پېښې را منځته شوي دي اوهغه بندیان چې د اعدام په سزا محکوم شوي او د خپل تریخ  ژوند وروستۍ شپې سبا کوي، د لنډغرو له لوري وهل ټکول شوي او يا په ډزو کې ټپیان شوي؛ چې وروسته بيا روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
زموږ غوښتنه داده چې دولت او په ځانګړې توګه امنيتي ارګانونه باید په دې اړه جدي ګامونه واخلي او دغه  ډول مغرض، متعصب او لنډغر کسان ددې بلاکونو څخه تبدیل او د خپل عمل په سزا ورسوي .
موږ سوله غواړو او ټولو خواوو ته مو د ورورئ لاس غځولی دی او حتی هغو کسانو ته مو هم عفوه کړې چې د حزب اسلامي پر ضد جنګېدلي، خو په دې هم پوره باور لرو چې د حزب اسلامي د افرادو نيول او په زندانونو کې زور زياتی په حکومت کې د ځينو خاصو کړيو لخوا ترسره کيږي، دوی د سولې مخالف دي، د حزب اسلامي له شتون څخه په ويره کې دي او غواړي چې جګړه د تل لپاره دوام وکړي.

د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي چارو رياست
مطبوعاتي څانګه



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

16th October, 2017