تفصیل | شهادت 

24th November, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د بیان آزادي که نورو ته سپکاوی؟

ف مندوزی

2017-10-16

د بیان آزادي د هر وګړي حق دی تر څو پرته له دې چې د چا لخوا وګواښول شي خپله نیوکه، وړاندیز او شکایت په آزاده توګه بیان کړي.

د بیان د آزادۍ لپاره په هر هېواد کې ‌‌‌‌‌‌ډېر کارونه ترسره کېږي تر څو د ټولنې وګړي وکولای شي د بیان آزادي ترلاسه کړي او په دې برخه کې په تېره یوه نیمه لسیزه کې افغان حکومت هم ښه ګامونه اخیستي او ښې لاسته راوړنې لري.

د بیان د آزادۍ تعریف ته که موږ راشو نو په ‌‌‌‌‌‌ډېرو ساده او لنډو ټکو کې یې داسې تعریف کولای شو چې :
پرته له کوم ‌‌‌‌‌‌ډاره او پرته له کوم فشاره د حقایقو بیان، رغنده نیوکې، وړاندیزونه او د قانون سره د سمو غوښتنو څرګندولو ته د بیان آزادي وايي.

نو د پورته یادو شویو ټکو په پام کې نیولو سره د ټولنې هر وګړی هغه که په رسنیو، دولتي دنده، شخصي دنده کې وي او یا هم لوړ پوړی چارواکی وي،کولای شي خپل غږ پورته کړي تر څو مسؤول چارواکو ته ورسېږي او د حل لار ورته پيدا کړي.

د بیان له آزادۍ څخه که ناوړه ګټه پورته شي یا دغه یاد شوي ټکي او اصول مراعات نشي نو ددې سبب ګرځي چې د وګړو ترمنځ یو بل ته سپکاوی، شخصي ګټو ته پر ملي ګټو لومړیتوب ورکول او د بیان آزادي د اصولو تر پښو لاندې کولو رامنځ ته شي.
همدا علت دی چې په اوسنیو شرایطو کې زموږ په هېواد کې تر ‌‌‌‌‌‌‌ډیېه دا اصل تر پښو لاندې شوی او په سمه توګه ګټه نده ورنه اخیستل شوي چې د بېلابېلو ستونزو د رامنځته کیدو لامل شوی.

نو که راشو پر دې موضوع بحث وکړو چې څوک او څنګه د بیان له آزادۍ څخه ناوړه ګټه پورته کوي نو باید یادونه وکړو چې په عام ډول درې ‌‌‌‌‌‌ډوله اشخاص د بیان آزادۍ اصول نه مراعات کوي، چې د هغې ‌‌‌‌‌‌ډلې ځینې رسنۍ، زورواکي او د ټولنې یو شمېر وګړي دي چې تر ‌‌‌‌‌‌ډېره یې د بیا آزادۍ څخه ناوړه ګټه پورته کړې ده.

لومړی ډله هغه زورواکي دي چې د خپل مقام او زور څخه په ګټې اخیستنې د بیان له آزادۍ څخه ناوړه ګټه پورته کوي چې نورو ته سپکاوی کوي هغه که مخامخ وي، د تلویزیوني خپرونې په ترڅ کې وي او یا هم د ټولنیزو رسنیو له لارې. دا هغه اشخاص دي چې تر ډېره خپلو شخصي ګټو ته د ملي ګټو پر ځای لومړیتوب ورکوي، او د خپلو شخصي ګټو د برحقه ښودلو په موخه، هر ډول اصول او اخلاق تر پښو لاندې کوي، له همدې امله تل پر لوړ پوړو او ټېټ پوړیو دولتي چارواکو او آن دا چې تر ولسمشره پورې، بې ځایه تورونه پورې کوي او د بیان آزادۍ څخه په ناوړه ګټه اخیستې سره نورو ته سپکاوی کوي.

دویم هغه شمېر رسنۍ دي چې د چارو واګې یې د زورواکو او یا هم ځینو پردیو هېوادونو په لاس کې دي چې له همدې لارې د مختلفو سیاسي، ټولنیزو او داسې نورو خپرونو په واسطه هغه اشخاص او هغه ډلې خپلو سیاسي بحثونو کې میلمانه کوي چې د حکومت پرضد او یاهم د یوې خاصې ډلې او یوې خاصې نظریې په مقابل کې خپل مخالفت څرګندوي چې په دې سره د بیان آزادي تر پښو لاندې کوي او د مقابل لوري سپکاوی کوي، خو د یادې موضوع د څېړلو پرمهال سره لدې چې د بیان آزادي ستایي، پر خپل ځان د لګول شويو تورونو پړه پر ځان نه مني، همدارنګه وروسته بیا د بېلابېلو مدني حرکتونو او د بیان آزادۍ ته د درناوي نه کولو په موخه مبارزه کوي په داسې حال کې چې په خپله نورور ته سپکاوی یو جرم ګڼل کېږي.

درېیمه ډله کې هغه شمېر عام وګړي دي چې په ناغېړۍ او یا قصدي توګه د بیان آزادي تر پښو لاندې کوي چې له بده مرغه پر یادو اشخاصو د پورته دوه ډلو په پرتله ژر قانون پلی کېږي او د قانون منګولو ته سپارل کېږي په داسې حال کې چې که قضیه ژوره وڅېړل شي په ډاګه کېږي چې دا ډله خلک تر ډېره د پېښو اصلي قربانيان دي.
 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

24th November, 2017