تفصیل | شهادت 

24th November, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د انټرنټ د استعمال په اړه خپل زوى ته د يوه عالم څو نصيحتونه

2017-10-16

ګرانه زویه!!

ټولنیزې شبکې لکه: ګوګل، ټویټر، فېسبوک، وټس اپ دا داسې بحرونه دي چې د خلکو اخلاق یې ډوب کړل، د ځوانانو عقلونه یې له ستر فکري بحران سره مخامخ کړل، ان ډېر با حیا او با عفته خلک یې په سپکو سپک کړل نو د دې شبکو له افراطي کارونې څخه ځان وساته، کله دې چې د کارولو اراده وکړه نو بیا ځان څخه د شاتو مچۍ جوړه کړه! په ګل ګل شیانو ګرځه! له بدو نشراتو غلطو پاڼو، او اړیکو ځان وساته!!

ګرانه زویه!! 

چې کله دې نېټ استعمالولو نو ځان څخه مچ مه جوړوه! چې په ښو او بدو دواړو ګرځي چې په ځان خبر هم نه وي او مرضونه له ځان سره انتقالوي.

ګرانه زویه!! 

انټرنټ د یو لوی بازار په څیر دی څوک پکې وړیا څه شی نه خرڅوي خامخا یې بیه غواړی څوک غواړی چې ستا اخلاق خراب کړي، څوک غواړي چې ستا فکر او نظر خراب کړي، څوک بیا د شهرت تږي دي، خو څوک بر عکس بیا ښه خلک وي ستا اصلاح او رغونه غواړي نو هر چا سره ښه په سوچ او فکر سودا کوه!!

ګرانه زویه!!

څه چې خپروې که پوسټونه وي یا تبصرې، نو له خپرولو یې وړاندې شرعي حیثیت وګوره هسې نه چې د الله جل جلاله د قهر سبب ونه ګرځی.

ګرانه زویه!!

زه په تا ډېر ویرېږم، هسې نه د انټرنټ بحر دې غرق نکړي او د حرامو، شهواني ویډیو ګانو په کتلو روږدی نشې! که دې حالت ته ورسیدې نو بیا د انټرنټ له نړۍ څخه داسې وتښته لکه د زمري د حملې له ویرې چې خلک تښتي، کنه نو بیا به دې ځای جهنم وي او الله جل جلاله ته به شرمنده وې!

ګرانه زویه!! 

د شیطان دوه ډېر مضره دامونه دي یو غفلت بل شهوت، او د انټرنټ د افراطی کارولو پایله په همدې دواړو مرضونو تمامېږی نو پوه شه! چې انټرنټ ستا د خدمت لپاره دی نه د غفلت لپاره، نو کوښښ وکوه چې ته انټرنټ وکاروې نه دا چې انټرنټ تا وکاروي، باید تا اباد کړي نه دا چې تا ونړوي، د ځان لپاره یې دلیل جوړ کړه داسې نه چې ستا په خلاف حجت او دلیل وګرځي.

یا الله ته شاهد اوسه! چې ما خپل مسؤلیت اداء کړ.

پای .



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

24th November, 2017