تفصیل | شهادت 

24th November, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د هیواد سیاسي فضا

استاد قريب الرحمن سعيد

2017-10-19

د هیواد سیاسي فضا ډیره نا ارامه ، او د ډیرو ناخوالو ډکه ده . په هیواد کي د نظام په خلاف وسلوال ګروپونه دمختلفو اړخونو له خوا تمویلیږي ، او دا کار پټ نه ترسره کیږي بلکه په څرګنده او ښکاره توګه ، د هیواد د امن او سولي د فضا د خرابیدو په خاطر یوشمیربهرني هیوادونه د معلومو وسلوالو ګروپونو مرسته او ملاتړ کوي . نه زمونږ ګاونډیان پرمونږ د ترحم نه کار اخلي او نه بین المللي ټولني زمونږ په اړه د خیر نظر لري . بلکه ټول په دغه جنګ ځپلي هیواد کي دخپلو ناولو ګټو په فکر کی ډوب دی . یو شمیر یی غواړي زمونږ د مجاهد ولس نه دخپلو پخوانیو ماتو او شکستونه بدله واخلي . یو شمیر نور بیا غواړي دغه هیواد د خپلو تولیداتو په ستر مارکیټ بدل کړي . خو یو شمیر نور بیا په کي دخپلو پرمختللو وسلو د ازمیښت له پاره کار اخلی . په همدي خاطر هر استعماري هیواد که هغه ګاونډي دي او که نوری بین المللي کړۍ ، هڅه کوي په دي هیواد کي د خپلو ناولو ګټو د ساتلو په خاطر وسلوالي ډلي استخدام او دهغوي په واسطه خپلي موخي تر لاسه کړي . او دهمدي وسلوالو ډلو په واسطه زمونږ په هیوادوالو د خپلی خوښي مهري حاکمي کړي ، تعمیراتي کارونه د ځنډ سره مخ کړي . پانګوال دپانګي څخه منعه کړي ، د ترور ، وحشت ، ویری او دهشت فضا حاکمه کړي .



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

24th November, 2017