تفصیل | شهادت 

15th December, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

راځئ ریښتیني اتلان شئ:

استاد قریب الرحمن سعید

2017-11-17

ریښتیا یی ویلي چې د انقلاب  بریالي کول   یوې لورې ته اود انقلاب ساتل  بلي لورې ته، یو دبل نه   جدا او ځانګړي  هڅي غواړي.  مونږ په  افغانستان کي دا هرڅه په خپلو سترګومشاهده کړل ، په سترګو مو ولیدل ، ورونه ، کورنۍ  او دوستان مو دانقلاب په دي بټۍ کي  لکه د جوارو د نینو په څیر  و تړکیدل ، خو ددښمنانو دهغو پلانونو او هڅو دمخنیوي په وړاندي  چي ددي انقلاب په خلاف یی پیل کړي وو بریالي  نه شو او و نه  توانیدو چي  دغه  ستره پدیده  چي دمیلیونو انسانانو په وینو تر اخري  پړاو پورې  رسیدلي وه  په سهي توګه  په خپل ځآي  کینوو.  داسي بریښي چې  مونږ خو یا د نړۍ د نورو انقلابونو څخه درس نه  و اخستي ، احساساتي او ناپوهه وو ، دنړیوال پیچلی سیاست نه بی خبره او دخپل غرور په دریاب کي لاهو شوي وو، او یا دا چي  دنړۍ  نور ستر ستر انقلابونه دداسي دښمنانه پلانونو سره ، چي هم ګاونډیانو زمونږد ايېل کولو په خاطر په سر کي درلودل او هم بین المللي استعمار دافغانانو دازادۍ او استقلال  د غرورد مروړلو له پاره کارول ، نه وو مخ  شوي .

زمونږ  په  هیواد  په لږه موده کي د څوسترو بدلونونو  یاانقلابونو شاهد وو د پادشاه محمدظاهرخان  څلویښت کلنه واکمني  د هغه د اکا د زوي  په لاسو اوپه  شوروي کی د روزل شوی  ملي اردو د منصبدارانو  په لاسو ړنګه  شوه او  د اکا زوي یی محمد داودخان ، دعسکري وینه تویونکي کودتا له لارې دهغه  ځاې ناستي و ګرزید.  خو دهغه  له لاسه هم و ښویده او په شوروي کي  روزل شووملګرو عسکري  منصبدارانو یی پرې باور  له لاسه ورکړ ، هغه یی دخپلې   کورنۍ د معصوموکوچنیانو او ښځو سره یو ځاې  د تیغه  تیر کړ او دسرې روسیي روزل شوو عسکرو دهیواد واکمني په خپلو لاسو کي واخسته . د افغانستان بیرغ یی بدل   اودهیواد د ولسمشرۍ په  ماڼۍ یی  روس پلوه سور بیرغ  رپانده کړ .دوې  داسي یو وینه تویونکي انقلاب راوست  چې دسون لمړني  اوهر ځاې تر لاسه کیدونکي مواد یی   پخپله  ددی هیواد  اصیل  بچیان  وګرزیدل  .  دوه میلیونه افغانانو  ددوې په دی سور  خونړي  انقلاب کی سر وخوړ  او په میلیونو نوربیګناه هیوادوال مو معیوب او یا هم  دژ وند دډیرو خرابو حالاتو سره مخ شول . 

د نژدې پنځلس کاله  پرلپسي  وینې بهیدونکي،خپلمنځي او خونړۍ  جنګ  جګړي وروسته دمجاهدینو ترنامه لاندې  نامنظمولښکرو دوې مات کړل ،  انقلاب یی راوست  خو ددوې انقلاب هم،دخپلمنځي تربګنیو، حسادتونو، او دقدرت دلیونتوب په مینه مستیوکی په خړ سیلاب لاهو شو، ترڅنګ یی د بدنیته او حسودو ګاونډیانو د سترګو اغزي هم وګرزید او ددی انقلاب د ناکامولو له پاره یی دخپلو روزل شوو مهرو څخه کار واخست . بین المللی  جاسوسي کړیو هم ورته پوکي ورکړ او د ولس دغه ستر بري یی  بیرته دهمغو پخوانیو وینه تویونکو کړیو په  لاسو کي ور واچاوو،د واکمنۍ او زور ازمویني دوره پیل شوه ،  هر ځآي  قومندان سالاري  او جنګ سالاري حاکمه شوه ، هر څه  چي د چا په لاس کی وو هغه یی خپل ملکیت  و ګاڼه  او کوم  ډول فساد  یی چې  په وس کي پوره  وو  هغه  یی د حاکمي ډلي په  هوکړه تر سره کاوو .  دوې هم  خپل انقلاب  دپردیو د مداخلي  او د قدرت او واکمنۍ په جنګ  کي بایلود . ان تر دي  چې حاضر نه وو د دغه مصیبته د ولس د وتلو له پاره دحل لارې  پیدا کړي ،  هره  پریکړه  دمجبوریت  او زور  له مخي کیده  خو پلي کونکي عناصر  یی ډیر کمزوري او د قدرت  لیوني وو . په هیواد کې د ثبات  له پاره د امن  تضمینونکي  هیوادونه هم هسي دخپل وخت د تیرولو اویا هم په کړکیچ کې  ددخیلو اړخونو څخه د یوه  اړخ  سره د خپلو باورونود ټینګښت  او  په افغانستان کي د راتلونکو ژورو ستراتیژیکواو جیوپولیټیکو بدلونونو په خاطر حاضر نه و  په  منحرف کیدونکي  اړخ  باندی  د تیري  کونکې  په نامه غږ وکړي .

دټولټاکنو مسئله  څو ځلي  مطرح او په اصولي توګه  د پریکړي لاندی راغله  ،خو هغوې  چي خپله واکمني یی په  زور د چوکۍ او قدرت د ساتلو په  محک کي کتله  ، دهغوې  ډیره کي یی حاضر نه وو چي  د صندوق  مخي ته ولاړ شي اودخپل اعتبار او  باور  له پاره دخپل ولس  لمن و نیسي . هغوې  دولس د  لمني دنیولو په ځآي دبهرنیو استخباراتي کړیو له اړخه ورکړل شوو ټوپکو ته مخه کړه ، دشاوخوا  ګاونډیو دوستانو څخه یی دخپلو نورو هموطنو ورونوپه خلاف  مرسته وغوښته او بین المللي سازشي  کړۍ یی دهغه څه  په خلاف  راوبللي  چې دوي یی  دیموکراسي  او دولس دخوښي د نظام د جوړښت  په نامه یادوي .چې دا ټول هرڅه اوس په  زغرده  په کتابونو کي د تاریخ په شکل بیانیږي . 

د نظار دشورا دقومندان ، احمدشاه مسعود، هغه لیک اوس د تاریخي کتابونو زینت  ګرزیدلي  چي په کی یی دپاکستان د وخت  صدراعظمی بي نظیر بوټو ته، دهغي دلازیاتی مرستي د راجبولو په خاطر او غربي ایجنسیو ته د ډاډ اواطمینان له پاره،  لیکلي وو چي  دوې  په افغانستان کي د بنسټ پالۍ په خلاف .....» . همدا راز د مرحوم احمدشاه مسعود په اړه دامریکا غږ رادیو، د واشنګتڼ پوست د یوه خبرنګار«سیف کود» دخپور شوی کتاب، یو راپور خپور کړې  چي په کي راغلي «  چې  د افغان شوروي  جګړي په وخت کي  په افغانستان کي د امریکا سفارت وتړل شو  اود سي اي  اې  (C ) اداره مجبوره شوه چي د افغانستان له پاره خپل دفتر په اسلام اباد کي پرانځي . خو سي ای  اې   (C )  وروسته  بیا د «ګیري شرین »  په مشرۍ په کابل  کې دفتر پرانست. ددغه  نوي مامور  لمړنۍ وظیفه  داوه چي د افغانستان  هغو پنځو سوو  قومندانانو ته معاشونه ور ورسوي  چې  لا دپخوا څخه د سي اې اې  (C )  معاش خواره وو .یواځي  احمدشاه مسعود ته،‌دپورتنی کتاب د اسنادو له مخي ، سي اې اې دمیاشتي  دوه سوه زره ډالر ورکول  خودا خبره دپاکستان د اې اس اې(ISI)دنظامي استخباراتي  ادارې  نه پټه   ساتل کیده  ، او دلیل یی داو چي قومندان احمد شاه مسعود د اي اس اي نه  هم  هره میاشت  ډیرزیات  معاش  تر لاسه کوو .

همدا راز دنظار دشورا غړې او دمزار والي  محمدعطارنورپه خپله یوي تلویزوني وینا کي ، بیا د نورو ترڅنګ دګاونډي هیواد ایران په  اړه په یوې تازه مرکه کي وایی  چې : «همدا ایرانیان وو چې  دانقلاب مرسته یی وکړه او همدا ایرانیان وو چي د انقلاب  قهرمان ،احمدشاه مسعود، یی ملاتړ کړ، پیسي  یی ورکړې ، او وسلي  او مهمات  یی د روسیي  څخه واخستل  اود مقاومت  دجبهي (د شمال د ټلوالی) په واک  کي یی ورکړل ، زه یی ددې همکارۍ څخه هم ممنون  یم ...... »

دنورو ترڅنګ  ایران ، پاکستان ، او لري ګاونډیان لکه هند او روسیه  هم دهیواد، افغانستان ، په کورنیو مسایلو کی ډیر دروند لاس لري .  ایران دخپلو موخو په خاطر که له یوه اړخه  دامریکایانو سره  تماشایی دښمني  څرګندوي  خو دبله اړخه د شمال ټلواله  او هزاره  قومی  ډلي ټپلي  پالي او غواړي  دهمدوي  په مټو افغانستان دخپل کنترول لاندی و نیسي او خپل تجارتي او ستراتیژیک  مرکز یی  و ګرځوي .لکه دایران دانقلاب دپاسدارانو مشر چي وایی : د افغانستان دري ولایتونه اوس نیغ په نیغه زمونږ دامنیتي او استخباراتي پوښښ لاندی دي،خو پخپله ایراني ولسمشر بیا په افغانستان کي ددي هیواد په خپلو روانو اوبو دبندونو جوړول نشي تحمیل کولي او وایی چي اجازه به ورنکړي  هلته داسي بندونه جوړ کړل شي چي د ایران یو شمیر ولایتونه د اوبو دنشتوالي سره مخ کړي او ...

 پاکستان  غواړي د افغانستان د محبوریتونو څخه په ګټي اخستو سره دغه هیواد خپل ستراتیژیک  عمق  و ګرځوي ،هڅه کوي په دی هیواد کی  یو لاسپوڅي  نظام را منځته کړي . او دا مسئله  دکورنیو چارو د وخت  د وزیر بسم الله خان د سفر نه وروسته نوره هم را ډاګیزه شوه چي دپاکستانیانو سره یی موافقه  وکړه چې د افغانستان  د پولیسو په روزلو کي  غوړه ونډه واخلي او دا دټولو  خطرناکه  منصوبه اوپروګرام دي ، ځکه ددی لاري  پاکستان  هر وخت  چي وغواړي دهیواد نظام بې ثباته  اودخپلوموخو د تر لاسه کولو له پاره  یی مجبوره کړي . چې مونږه یی ډیره ترخه تجربه په روسیه کي د افغان اردو  د منصبدارانو په روزنه کي  همدا  اوس  اوس  و کتله .  په همدي توګه هند غواړي د پاکستان سره  خپل رقابت  دلته په افغانستان کي تر سره کړي  او دا  ډیره خطرناکه لوبه ده ، چې ددې لوبې د سون خام مواد به په طبیعي توګه  همدا مظلوم او بې وسه افغانان وي .او ......

اوس چې افغانستان   د امریکایانو سره د امنیتي تړون د لاسلیک وروسته ، په مکمله توګه دهغوې تر لاسو لاندې  لوبیږي . او دملې  حکومت تر نامه لاندې  جوړشوې نظام هم  دومره وخت  نه لری چې  دخپلو ذاتي ستونزو څخه سر را بیرون   او د خپل ولس  پوښتنه وکړې ،برعکس ورځ تر بلي خپل ځانونه د امریکایانو په غیږ کي ورغورځوي، ګورو  چې دهیواد امنیتي حالات  ورځ تر بلې دخربیدو او شړیدو په لور  روان دي. پخپله ددولتي راپورونو له مخي د هیواد د نیمایی زیاته خاوره یا د وسلوالو ځواکونو تر کنترول لاندي ده او یا یی امنیتي حالات  دومره خراب دي چي دولت پري ،دمرکزونو پرته هم کنترول نه لري.

ولس د وروستیو ټاکنو  اوپه ځآنګړې توګه  دښاغلي اشرف غني د حکومت  د جوړښت  نه   ډیره  هیله درلوده . ویل کیده چې  کیدئ شي  اشرف غني و توانیږي د هیواد اوسنۍ ادارې  بیرته ترمیم  او په ښه صورت یی  پر مخ بوزي . دا ګمان هم کیده چې   ښاغلې اشرف غني یو تیکنوکرات دې او ددې لارې به  دغه نظام  په ښه توګه  راتلونکو نسلونو ته منتقل کړاې شي  په دې خاطر  دهمدې نظام څخه  ټول  ولس د سولې  او امنیت د قیام په ارزو  ،  هیله  او امید ملاتړ وکړ چي اوس یی هم دا ملاتړ تر یوه ځآیه د نظام د نه بدیل په شتون کي ، که لږ هم دی ،دوام لري. 

  اوسنې  امنیتي ، اقتصادې او ټولنیز حالات  څه بلمنګه وړاند وینه کوي . خو د هیواد د ورونو ولسونو ، قومونو او ټولو مظلومو پرګنیو د هیلو غوټۍ په امن اوسوله کې  دغوړیدو  له پاره ځانونه تیاروي ، او وایی چې :

«زمونږ دهیواد دستونزو او بحران د حل لاره  یواځي او یواځي زمونږ د میړني ولس د ټولو پرګنیو  په یووالي  او اتحاد کې رانغښتې ده .»

راځئ ددې پورتنې ارمان د پوره کولو  له پاره دپخوانیو تجربو نه په ګټې اخستو سره ، یو بل ته لاس ورکړو او دغه مخکې پرتې  ستونزمنې او خطرناکه ننګونې او چیلنجونه په خپل یووالي سره له منځه یوسو.

 په همدې خاطر مو ددولت  او د دولت  د مختلفو مخالفووسلوالو ډلو  تر منځ  دتلپاتې سولې دخبرو اترو او ددغو اوسنیو جریاناتو،ستونزو او ننګونودحل په خاطر،هیله اوامید دادی چي ټول مخالفین او دولتي چارواکي دی دپردیو د ځنځیري کړیو څخه ځانونه را وکاږئ او د ریښتینو افغانانو په څیردی دیوه میز تر شا دخپل دغه مظلوم ولس له پاره دمسیحا کردار اداء کړئ، ترڅو مو نوم د افغانستان د تاریخ په زرینو پاڼو کي د ریښتینو اتلانو په څیر ثبت کړل شي.

 

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

15th December, 2017