تفصیل | شهادت 

15th December, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

خیر القرون: آتم درس صحابه چاته ویل کیږي؟

استاد احمد الله عاطفي

2017-11-17

دسیدناه حضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) دصحابې او صحابیه نوم، امتیاز او ارزښت هر هغه چا تر لاسه کړی،چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) یې د ایمان په حالت کې په ویښه لیدلی وي، څه یې ترې اوریدلي وي یا ئې ترې روایت کړي وي،که څه هم دا کار په ژوند کې یو ځل شوی وي، همدا جمهور تعریف او غوره قول دی.

نور تعریفونه فرض که صحابي هغه شخصیت چې دحضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) سره ئې ملګر تیا کړی وي، غزا کې ورسره ګډون کړی وي ، په خدمت ئې مامور شوی وي یا داسي نور...، دا تعریفونه په مجموع کې د صحابه کرامو په اړوند داهلسنت او تشیع  ترمینځ دروانې ستونزې دپای ټکی نه دی.

اهل سنت په مجموع کې دحضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) صحابه دفضیلت او عظمت خاوندان او دجنت اوسیدونکي بولي.

ستونزه دادی چې اهل تشیع که دصحابه کرامو په اړوند کرکه یامخالفانه څرګندونې کوي ،عام صحابه نه بلکه هغه شخصیتونه دي چې قرآنکریم اوحضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) ئې په اړوند دریښتینولي تائید،تذکیه او تصدیق کړی،په سابقون الاولون،عشره مبشره، بدري صحابه،بیعت رضوان صحابه،مهاجر، انصاراو... په نومونو یاد شوي، په جهاد مبارزه، سوبواو روایاتو کې ستر مقام لري.   

مهاجرین (رضی الله عنهم)

 د آدم (علیه السلام) په اولاد کې دغوره شخصیتونو څخه چې الله سبحانه وتعالی دخپل استازي(سیدنا حضرت رسول اکرم ،صلی الله علیه وسلم) وزیران، ملګرتیا لپار اوددین خوریدو اتلولي لپاره انتخاب کړي،صحابه کرام وو،چې له صحابه وو نه دمهاجرینو فضیلت الله سبحانه وتعالی دقرآنکریم په متعددو آیتونو کې بیان کړی،چې دلته ئې په یوه بیلګه یادونه کوو.

قال الله تبارک وتعالی: لِلْفُقَرَاءِ الْمُهَاجِرِينَ الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِن دِيَارِهِمْ وَأَمْوَالِهِمْ يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِّنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا وَيَنصُرُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ ۚ أُولَٰئِكَ هُمُ الصَّادِقُونَ . (الحشر : ۸)

ژباړه :اوهغه نا توانه مها جرین هم پکی بر خه من دی چې له خپلوکورونو او ما لونو څخه ویستل شوی، دالله دفضل اوخوښی لټونکي اودلله او دهغه درسول ملا تړی دی،هو! همدغه ریښتیني دي.

مهاجرین صحابه(رضی الله عنهم) لمړنۍ ډله دی چې دحضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) مننه ئې وکړه او دستري قربانۍ په ورکولو سره ئې هرډول ستونزو ګاللو ته اوږه ورکړه، او بالاخره دهدایت سره سم  له مال، دارائې، ټاټوبي ، او خپل خپلوانو څخه تیر شول دهجرت لار ئې غوره کړه.

الله سبحانه وتعالی په دي مبارک آیت کې دمهاجرینو د فضیلتونو په لړ کې لمړی صفت دهجرت یادوي، چې دوي دمکې مشرکینو تیري وګالل تردي چې له خپلي پانګې او دارائې تیر شول دهجرت لار ئې غوره کړه او داسي ستونزو سره مخ شول چې ځيني له ولږې په خپل خیټو کاڼي وتړل او ځینو دیخني نه دځان ساتلو په غرض دزمکي په تل کي غارونه وکندل، حال داچې دوي په مکه کې وړاندي له مسلمانیدو پانګوال او سوکاله ژوند درلود.

دویم صفت(يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِّنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا ) دا چې دوي په کمال دصداقت، ایمانداري او اخلاص هر څه ته شاکړه یواځينۍ هدف ئې دالله سبحانه وتعالی  رضأ او درسول الله(صلی الله علیه وسلم) ملګرتیاوه، دوي په خپل تعهد کې ریښتیني وو،په عمومي توګه  لفظ د (فضل) دنیاوي  نعمت لپاره اولفظ د(رضوان) اخروي نعمت لپاره استعمالیږي،مطلب داچې مهاجرین دالله رضأ تر لاسه کولو په موخه ددنیا له ټولو سهولیتون تیر شول،چې په دي اړوند یواځی دحضرت سیدنا سهیب رومي(رضی الله عنه) دهجرت واقعه دبیلګې په ډول یادوو.

سیدنا حضرت سهیب بن سنان بن مالک له لمړنیو مسلمانانوڅخه شمیرل کیږي، چې اصلاً دمکي اوسیدونکی نه و،

دده په اړوند بیلا بیل روایتونه دي کومه چې پخه خبره دی هغه داچې حضرت سهیب رومي(رضی الله عنه) سره له دي چې دمکي اوسیدونکی نه و،دسوداګري په چارو کي پوهه،تجربه او ځانګړتیا درلود،په همدي اساس د عبدالله بن جدعان سره په سوداګري کې شراکت درلود، په تجارت کې دزیاتي پانګې مالک او دعربو دمشهوروغشي ویشتونکو څخه شمیرل کیده، قوت، میړانه ، پانګه او حمیده اخلاق داسي امتیازات ووچې ټولو ورسره مینه درلوده او په هر چائې قدر و، همدا محبوب شخصیت چې کله له مکي دهجرت په نیت روان شو،مشرکینو ئې مخه ونیوله، حضرت سهیب(رضی الله عنه) چې مشهور غشی ویشتونکی و، دمشرکینو په مقابل کې ئې سنګر ونیو او اعلان ئې وکړ هر څوک غواړي مور ئې بوره او ښځه ئې کونډه شي را وړاندي دشي! مشرکین،چې پوه شول مرګ ژوبله ور اوړي، وي وئيل: ته کولی شي په یوشرط هجرت وکړې، پانګه او دارائې دې زمونږ نه ګټلی داهر څه مونږ ته پریږ ده.

حضرت سهیب رومي(رضی الله عنه) له ټولي پانګي او دارائې تیر شو دهجرت لار ئې غوره کړه، دده په دغه سوداګري چې حضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) خبر شو دوه یا دري ځله ئې وفرمائيل:رَبِحَ صهیب. یعني سهیب ګټه وکړه، دګټي سوداګري ئې وکړه.

دمهاجرینودریم صفت(وَيَنصُرُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ ۚ) دوي ټوله قرباني ددي لپاره ورکړه چې دالله(جل جلاله) او درسول الله (صلی الله علیه وسلم)مرسته وکړي،چې دلته له مرستي نه ددین خدمت او خورول دي ،چې په ریښتیني توګه ئې په دي لار کي قرباني ورکړه اوپه اخلاص ئې ایماني دنده ترسره کړه.  

څلورم ضفت(أُولَٰئِكَ هُمُ الصَّادِقُونَ)همدوي ریښتیني او په تعهد وفاکونکي دي ، الله سبحانه وتعالی دټولو مهاجرینو دریښتینولي اعلان وفرمایه!

هرڅوک چې دالله سبحانه وتعال دمبارک ارشاد په خلاف دمهاجرین صحابه کرام په شان کې ګستاخي یا داسي الفاظ استعمالوي چې دقرآن له وینا خلاف وي پرته له شکه مسلمان نه دی.آعوذ بالله من الشیطن الرجیم... 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

15th December, 2017