تفصیل | شهادت 

15th December, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

خاطره : ای خاطره خاطرې به دي شي هېرې__ که بیان کړې داودزي خاطرې تېرې

ډاکټر داودزی

2017-11-18

کور مو په دویم ځل روسانو په بمبار لوټه لوټه کړې وه له همدې کنډواله کور نه کورنی سره په ښپی ابله وکوچیدو موږ د پیښور فقیر اباد او بیا هریپور کیمپ هغه لمړي  مهاجر وو چې خیمو کې مو ژوند کاوه شنه غنم له خیمو راتاو وه تندو بادونو به د خیمو تناونه وشکول مرحوم پلار به مې غږ کړ بچیو د خیمو بڼسان کلک کړي موږ به یوې خیمی ته راغونډ شوو د خیمی بڼسان او تناونه به مو کلک ول د جمعی ورځ وه سهار لس بجی وې محمد اکبر کاکا له لغمان نه  ناڅاپه مو په کور راننوت مرحوم پلار مې حیران سه او په ورختائې مخې ته ورغې ورته ئې ویل اکبریه وایه کوم ځوی مې شهید شوې څه خبره ده نننه هیڅ خبره نده خیر او خیریت ده مرحوم پلار مې راټینګ کړ ګوره اکبریه انقلاب ده حتما کوم ځوی مې ټپی یا شهید ده ناوخته کوه مه لاری اوږدي دي د ښپو مزلی دي تر نواپاسه او بیا له کنړ نه تر لغمانه پیاده مزل ده حال راته وایه محمد اکبر کاکا ژړغونی شو په ساړه اوسیلی ئې سر پورته کړ واې نسیم خان ټپی شوې تاسو ئې غوښتی یاست له زنډ پرته مو په نیم ساعت کې  له مور پلار او وړوکی ورور سره ځانونه تیار کړل د باجوړ په لور مو حرکت وکړ یوه ورځ بعد ماسپښین د نواپاس په کنډو واوړیدو مازدیګر وه چې چغسرای ته ورسیدو تر خیوی لار مجاهدینو سره وه موټر نه پیدا کیدل له موږ سره پیسی هم کمی وی ولږی داسې پسی اخیستی وو چې مرحوم پلار به مې زموږ په حال نری نری اوښکی تویولی په یوه ډاډسن کی له نورو سورلیو سره شاته کیناستو د ګمبیری شګلنه دښته کې له درونټی او ننګر هار نه بیم چهل لږیدل شګه کې مو موټر بند شوو له موټر ټولو ټوپونه کړل موټروان غږ کړ هلی ښکته شي چې توپونه راځی مور ته مو ویل تاسو اوسی موږ موټر ټیله کوو یو وخت وپوهیدم چې پدې شګلنه دښته کې له موټر پاتې شوې یم بلا توپونه راتلل چیغې سوران تندی هیبت پسی اخیستې وم شګلن باد مې ستونې وچ کړې وه بلا ناري مې دادا دادا ادۍ ادۍ ته وکړې خو زما غږ صرف زما تر غوږونو رسیده دوي ما پسی ګرځیدل او زه دوی پسی یو لار ورکې موټر مې په خوا کې ودرید واې څه کوې مال ورک یم په خندا شوه واې چغسراې ته ځې که چهار باغ ته مال راجائې ته دوي زما د کلی نوم چیرته پیژنده هغه د نایک خبره واې چیشې مال راجائې ته ځم څڼورو مجاهدینو له وزرو ونیولم موټر ته ئې پورته کړم د چهار باغ بازار په کوڅه ورننوتو ګورم چې پلار مې حیران ولاړ په سپینه ګیره ئې د اوښکو څاڅکي لکه شبنم داسې پراته وه له موټر مې ور ټوپ کړ غیږ کې ئې ونیولم ونیولم د شکر الحمد الله په ویلو ئې ښکل کړم او د مورکۍ څنګ ته ئې بوتلم مور مې راته په خپل پیڅکی شګي او ګردونه له خولی پاک کړل نیم پړونی ئې پر ما راخور غیږ کې ئې ویده کړم د شپی دوه نیمی بجی وی د تور غر او لغمان ټولو جبهو قرار ګاوي وي نه پوهیږم د ناصر منصور جبهی يو قوندان وه او که كوم بل  وه خټکی ئې راوړل واې د محمد نسیم پلاره دا وخوري باور وکی یوه ورځ بعد مو په دې خټکیو شخوند وواهه له لږ ځنډ وروسته په همدې نیمه شپه مو د شمنګل په کمینی لار حرکت وکړ بلا خطری د سیند شور او د کمونیزم داړه مارانو په پرش کړو بمونو او توپونو دې شپې خاموشی په خورا ایرجن حالت تبدیل کړې وه زموږ په لار د مجاهدینو قطارونو او محلی تجارانو کاروانونه به کمونیستی سپیو داړل او  په منډو منډو به روان وه شپه په همدې مزلو تیره روڼ  سهر پیل شوه هرمل کې مو دمه وکړه غرمه مو کټل ته ورسوله موږ به له مور او پلار نه پټ پټ کله مسکی کله په ژړا سوو په لار به ډیرای څڼور مجاهدین په مخه راتلل بادام بګۍ وان د علینګار له لوری راروان وه چې موږ ئې ولیدو په خندا خندا ئې غږ وکړ پخیر راغلی پخیر راغلی نسیم خان رک روغ ده تیار تکړه وه همدا اوس تری راغلم دې سره مې د مور له خولی یوه ستړې کړیکه راووته اه زما ځویه همدې سره بادام ماما په خپلۍ بګۍ لکه مرسډیز بینز یا بی ایم ډبلیو ئې بریکان ونیول قیضه ئې پری راکش کړه بګۍ جوخته راتاوه شوه موږ پکې کیناستو لا لږ وړاندې تللی نه وو چې د قومندان شیخ منګل د بیم یو ویشتونکې مجاهد زر جان ماما مو مخې ته راغې موږ ونه پیژنده خو په لوړ اواز ئې وویل نسیم اوس ښه دې ورختا کیږي مه شنګ سو بګۍ ئې د نالونو په کړپا کړپا کې تر مخی تیره سوه کلې ته ورسیدو زموږ خپلو خپلوانو کلیوالو ټولو زما د ورور د مرګ شیبی شمارلی بګۍ له سړک لاندې شګو کې نشوه تلاې موږ ترې بی اختیار ټوپونه وکړل د کلی همزولي خپل او خپلوانو تره زامن او ترور زیان هک پک حیران وه چې دوي څنګه زر راورسیدل موږ هم سری بنداره پلاستیکی څپلی کلکي وتړلي او د کور په لور مو منډي کړي د ورور سر ته مې شهید انجنیر شیر محمد ناست وه د ده هرې اه او سوران سره  اهسته اهسته د ادۍ ادۍ ناره خوله کې وه مجاهدین له کوټې ووتل مور مو هم راورسیده ورور مې چې له میاشتو میاشتو بی هوښی راوتې وه د مور په زړه سوانده غږ سره سم په خبرو راغې د مور په لیدو ئې بلا دردونه هیر کړل تر ډیره ئې خواکې کیناستو په ټپی ټپی حالت کې ئې ویل دوعا کوي چې زر زر ښه سم بیرته له خپلو ملګرو مجاهدینو سره یوځاې سم 

خدای تعالی مو تر ډیره ژوندي لره مورجانی او ورونو

 

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

15th December, 2017