تفصیل | شهادت 

15th December, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

افغانستان او سیمه ایز بحران (دویمه او اخري برخه )

استاد قریب الرحمن سعید

2017-11-20

که د ۲۰۰۱ کال د سپتمبرپیښو امریکا په قهر کړه اود افغانستان په ګډون یی ټول اسلامی امت تر خپلی استبدادي ولکی لاندی راوست ، نړیواله ټولنه یی ټوله دخپل مظلومیت په ښوولو تر خپل شا و دروله ، د نړۍ ټولی طبیعی زیرمی یی په خپل واک کی واخستی او د یوه قطبی نړیوال زبرځواک په څیر یی تر ټولی نړۍ غیږ را چاپیره کړه ، نو د ۲۰۱۱ کال دسپتمبر پیښو یو ځل بیا دادی دغه نړیوال یو قطبی ځواک را قهرولی خو دا ځل یی دخپل پخوانی دوست او فداکار په خلاف .

پاکستان د امریکایانانو تر څنګ ولاړ هیواد دی ، ددی هیواد سیاسی نظام تل د سیکولر او غیرمذهبی خلکو په لاسو کی اوړي را اوړی . ددی هیواد اردو د امریکایانو په لاسو روزل کیږی . دی هیواد په ۱۹۴۷کال د هند څخه خپله خپلواکی تر لاسه کړه ، اوپه همغه کال انګلیسانو او امریکایانو د خپلو وچو مټو په زور یهودانو ته په فلسطین کی ځای ورکړ ، اودهغوی موجودیت یی د یهودو د ریاست په څیر په رسمیت وپيژاند. په هغه وخت کی همدغه دوه هیوادونه ، پاکستان او اسرايیل، د مذهبی هیوادونو په بڼه را څرګند شول. خو یهودان په خپل مذهب ولاړ پاته شول او د پاکستان مزي د دی هیواد د جوړونکی محمد علی جناح څخه نیولی تر ننه پوری د سیکولر کسانو په لاسو کی لویدلي او په نزدی راتلونکی کی هم ددی هیله نه شته چی کوم اسلامی ګوند دی پری حاکم شي . پاکستان څو ځله دهند سره جګړه کړی ، هندوستان دامریکایانو اوروسانو په مټ توانیدلی دا هیواد سره و شیندی ، بنګال تری جدا کړی ، کشمیر تری خپل کړی او اوس یی دادی د ایم کیوام او نورو لنډغرو ګوندونو په واسطه ددی هیواد د سیاسی کمزوری نظام څخه په ګټی اخستو دتجزیه کولو هڅې رواني کړي دي .

که څه هم د پاکستان د جوړښت نه مخته دپښتنو هغه سیمی چی دافغانستان څخه د انګلیسانو د توطئو په واسطه د لوی هند سره یو ځای شوې وې باید بیرته افغانانو ته ورکړل شوی وی خو له یوه اړخه هلته دپښتنو هندوپاله نا اهله قیادت او د بله اړخه د انګلیسانو د خپل انګلیسیت نه د ګټی په اخستو سره دا موضوع هیره او د پښتنو جدا کړل شوی سیمی یی د پاکستان برخه وګرځولی او په بین المللی توګه یی د افغانستان سره د ډیورنډ کرغیړنه پوله په رسمیت و پيژندله .

پاکستان دخپل جوړښت دهمغی لمړۍ ورځی څخه راپدیخوا د عیسوی صلیبیت په سترګو داغزي په څیر راڅرګند شوی ، هندوانو د اسلامی ریاست په څیر په رسمیت نه دی پيزندلی ، او یهودانو د اسلام په نامه ددی هیواد د بنسټونو دراپرځولو له پاره ملا تړلې ده . روسانو که څه هم دپخوا څخه د هندوانو په ملګرتیا ددی هیواد د له منځه وړلو له پاره هر ډول هڅی کړی خو د ۱۹۷۸ کلیزو را هیسی ، یعنی هغه وخت چی افغانانو دپاکستان د خاوری څخه د خپلی ازادۍ او استقلال له پاره ، دروسي سرو لښکرو په خلاف ، فعالیتونه پیل کړل ، او په پای کی د روسانو د له منځه تللو سبب ګرزیدلی ، ددی هیواد سره خپله دښمنی له یاده نه ده ویستلی .

که څه هم پاکستان او هلته حاکم کمزوري ، په اداري فساد کی ککړ نظام دخپل جوړښت دهمغه لمړیو ورځو څخه د امریکایانو تر څنګ ولاړ دی ، او دا ملاتړ یی ان تر ننه پوری په داسی حال کی دوام لري چی د پاکستان خپله خاوره د امریکایی بی پیلوټه الوتکو د حملو مرکز ، د امریکایی نظامی ځواکونو او جاسوسي شبکو د فعالیتونو له پاره بی پوښتنی میدان ګرزیدلی دی ، خو هغه څه چی امریکایانو غوښتل په افغانستان کی ددی هیواد او ایران په ملاتړ تر لاسه کړي ، تر اوسه یی تر لاسه نه شو کړای . امریکایان په خپل دغه لس کلن جنګ کی چی اوس هم روان دی او دا معلومه نه ده چی تر کومه به روان وي ، په دی و نه توانیدل چی دخپلو عسکرو له پاره مصئون تمځایونه برابر کړی . د طالبانو رژیم یی له منځه یوړ خو دهغه بدتر رژیم یی د افغان ولس په اوږو سپور کړ . یو شمیر کچه او مدهوشه عناصرو ته یی د هیواد واګی په لاس کی ورکړی چی طبیعی غبرګون یی د همدوي په خلاف په پاڅون باندی منتج شو . د سعودی د جاسوسۍ د شبکی دمشر ترکی الفیصل وینا ده چی په افغانستان کی اوس جنګ د یوی طبقی نه بلکه یو ملی پاڅون دی او امریکایان باید د دی هیواده د باعزته وتلو په فکر کی شي .

طبیعی ده چی دا ملی پاڅون به د دی زبرځواک د ماتولو له پاره دګاونډیو له اړخه ملاتړ کیږی . دادی ایران دافغانستان په مسائلو کی د امریکایانو ا و ناټو تر سترګو لاندی بربنډه مداخله کوی . له یوه اړخه دولسمشر کرزي دفتر ته په تورو خلطو کی په میلیونو ډالر را روان دی ، تر څنګ یی دپارلمان ګڼ شمیر غړي معاش خواره دی ، د هزاره ګانو سره نیغ په نیغه بسپنه او کومک کوی ، غواړي په افغا نستان کی د لبنان د حزب الله په څیر د شیعه هزارګانو یو ځواکمن نظامی خوزښت تیار کړی ، د بهرنیو او اطلاعاتو او کلتور وزارتونه یی د یو شمیر نورو وزارتونو په ګډون تر ولکی لاندی دی ، خپل پوهنتونه لري او ځانګړی خلک په کی د ځانګړی عقیدی اوګروهی له پاره روزی ، شهرکونه جوړوی او شیعه اوهزاره لږکیو ته یی ورسپاري ، په هیواد کی د اوبو د بندونو د جوړولو څخه ممانعت کوی او د هیواد رژیم یی حکم په پټو سترګو منی او ....او ... ددی هر څه ترڅنګ په بربنډه او ښکاره توګه د طالبانو څو ډلی په وسلو اوپیسو سنبالوي ، د مولوی منصور نیټ ورک یی نیغ په نیغه په لاسو کی دی ،هغوی ته دنده ورکوی چی د شیعه او هزاره سیمو سره به غرض نه کوي ، سنیان چی څومره وژلی شي هغومره ووژنئ ..او دا طالبان هم بیا د خپل وحشت نه په کار اخستو سره هغه کانی کوی چی د انسانی تاریخ د قرون اولی پاڼی یی هم دشرم نه سرښکته کوی . تاسی غزنی کی ووینۍ چی په سني میشته ولسوالۍ کی مکتبونه ، کلینکونه او .... له منځه ځی خو تر څنګ یی دهزاره میشتو ولسوالیو لسګونه ښځینه او نارینه مکتبونه هرڅه نه یواځی فعال دی بلکه د امنیت له اړخه خوندي هم دی . دا خبره د خوښۍ وړ ده چی هلته ښوونځي شته خوکه دی ښاغلو په نورو ولسوالیو کی هم د تعلیم او تعلم سره ، د کلینک او شفاخانی سره خپله جاهلانه دښمنی پریښودی وای نو زموږ راتلونکی نسل به د علم او تعلم څخه بی بهری شوی نه واي .

د ایران ددی بربنډي مداخلی په اړه نه یواځی د افغانستان دغربی ولایاتونو مسؤلین ، بلکه پخپله امریکایان او انګلیسان هم خبر دی او په دی اړه کله نا کله څرګندونی هم کوی .خو زور یی نه رسي .

پاکستان لا دپخوا څخه د طالبانو د غورزنګ ملاتړی هیواد دی ، دا خبره د امریکایانو او ناټو د غړو هیوادو څخه ځکه پټه نه ده چی د طالبانو د غورزنګ په جوړښت کی دوی سره ګډ لاس درلود. خو اوس چی طالبانو په افغانستان کی د جنګ تاکتیک ته بدلون ورکړی او دامریکایی زبرځواک په مقابل کی یی ګوریلا جنګ ته لاس اچولی ، د امریکایانو او ناټو د غړو هیوادونو څخه یی هم لاره غلطه کړی . په دی اساس په پاکستان زور راوړي چی د طالبانو اوپه ځانګړی توګه د حقاني د شبکی په خلاف نظامی عملیات پیل کړی . خو پاکستان نژدی لس کاله کیږی چی په پښتون میشته سیمه کی دغه ډول عملیات کوی ، امریکایانو هم دخپلی نوی تکنالوژۍ په استعمالولو سره دی کار ته دوام ورکړی او د رسمی شمیرو له مخی تر اوسه پوری دپاکستان تر ولکی لاندی پښتون میشته سیمو کی نژدی ۳۵ زره مظلوم او معصوم پښتانه دامریکایانو دعلویت او کبر د لوړ ساتلو په خاطر وژل شوی .

امریکا غواړی د خپلی ماتی له پاره یوه بله قرباني ولټوي او هغه قربانی به په طبیعی توګه د پاکستان کمزوری رژیم وی . دوی پاکستان ګواښی چی د حقانی د شبکي د له منځه وړلو له پاره جدی قدمونه واخلی ،

په ځانګړی توګه په دی وروستیو کی د پاکستان او امریکا تر منځ په کابل کی د امریکا په سفارت د طالبانو دبرید وروسته اړیکی ډیر خراب شوی دي .

خو درسنیو له مخی د پاكستان پوځي جنرالانو د لوى درستيز اشفاق كياني په مشرۍ په همدا تیره ورځ ،د سپتمبر په ۲۵مه ، په خپلی غونډه كې ډاګیزه کړه ، (چې د امريكا له دباو سره سره به په شمالي وزيرستان كې د حقاني شبكې پرضد عمليات ونه كړي. دوى زياته كړه، چې د امريكا د غوښتنې په وړاندې به دريږي او همدارنګه يې پر وزيرستان د امريكا د ممكنه بريد په اړه هم خبرې وكړې. )

خو امريكايي چارواكي وايي، چې د پاكستان په وړاندې هر ډول لار كارولى شي. د امريكا په مشرانو جرګه كې د جمهوري غوښتونكي ګوند غړى لينډي سي ګراهم وايي، چې امريكا له خپل پوځ نه د دفاع په ګډون ټولې لارې كارولى شي:(موږ ته پکار ده چې پاکستان ته خبرداری ورکړو، که دوی د خپلې ملي ستراتیژۍ د یوې برخې په توګه د ترهګرۍ ملاتړ ته دوام ورکوي، موږ ته پکار ده چې د خپلو پوځیانو د دفاع په شمول پر ټولو انتخابونو غور وکړو.»

د امریکا په سفارت او د ناټو په مرکزونود برید پړه امريكايي چارواكو د حقاني په شبكی ور واچوله او اوس وايي، دا شبكه د اى اېس اى مټ ده او د دې څارګرې ادارې په مرسته يې د كابل بريد كړى دى.

امريكايي چارواكي دا هم وايي، چې په كابل د بريدڅخه مخكې وسلوالو داسې ټليفوني اړيكه نيولې، چې فكر كيږي د اى اېس اى سره به وي، خو پاكستان دا ډول تورونه ردوي.

خو پرون د پاكستان د پوځ وياند تورنجنرال اطهر عباس له رسنيو سره په خبرو كې منلې ده، چې دغه څارګره اداره اى اېس اى له حقاني شبكې سره اړيكي لري او دا اړيكي د همكارۍ په معنا نه دي.

نوموړي له سي اېن اېن تلوېزون سره په مركه كې زياته كړې، د دوى معلومات ښيي، چې حقاني شبكه پر اى اېس اى سربېره له نورو ادارو سره هم اړيكي لري.

د نوموړي دا خبرې په داسې حال كې دي، چې نيويارك ټايمز ورځپاڼې په پرونۍ ګڼه كې ليكلي، چې حقاني شبكې د كلونو كلونو لپاره د امريكا متحده ايالتونو له سي اى اې او د سعودي عربستان له څارګرو ادارو سره اړيكي لرل.

نيويارك ټايمز ته د سي اى اې پخواني چارواكي چې د افغان- شوروي جګړې پر مهال يې له حقاني شبكې سره كار كاوه ويلي، چې امريكا ته اوس پخوانى ملګرى په بد دشمن اوښتى او زياتوي دا حيرانوونكې نه ده، چې پرونى دوست په ننني ترټولو بد دښمن بدل شوى دى.

دپاکستان د بهرنیو چارو وزیری هملته په امریکا کی د ملګرو ملتونو د غونډي په تالار کی وویل چی « دا پخپله امریکا ده چی د حقاني شبکه یی منځته راوړی ده . هغه وایی چی د امریکا د سي ای اې جاسوسي سازمان د نړۍ دزیاتو تروریستي شبکو سره اړیکی لري او دحقانی شبکه هم دهمدی تنظیم په واسطه ملاتړ کیده او دهمدی تنظیم په لاسو جوړه شوی ده .هغی امریکا ته ګوتڅنډنه وکړه چی دپاکستان صبر دی نه ازمایی .او کنه پاکستان حق لري دخپل ځان څخه ددفاع په خاطر خپل عکس العمل ښکاره کړي ، که چیری امریکا دپاکستان په مقابل کی خپلی روش کی بدلون را نه وړی نو مونږ به دخپل ځان څخه په دفاع کولو مجبور اوسو»

دپاکستان د کورنیو چارو وزیر هم په خپل غبرګون کی ویلی چی نه خو د حقانی شبکه دوی جوړه کړی او نه ددوی د لاس محصول دی بلکه دغه شبکه په ۱۹۸۰ومو کلونو کی د امریکا د جاسوسی شبکو له اړخه د پخوانی شوروی اتحاد دسرو لښکرو سره دمقابلی په خاطر جوړه شوی او ملاتړ یی په خپله امریکایانو کاوه او کسان یی هم همدوی روزل .

خو دامریکا دفوځونو لوی درستیز مایک مولن وایی چی دحقانی شبکه د پاکستان د نظامی استخباراتو ځواکمن مټ دی او دهمدی شبکی له لاری پاکستان په افغانستان کی خپل اهداف په نښه کوی. مولن وایی چی دامریکا په سفارت او دناټو په نظامی مرکز باندی د ۱۳م د سپتمبرطالبانی یرغل د پاکستان د نظامی استخباراتی کړیو دمرستی پرته شونی نه و . تیره اونۍ په اسلامی اباد کی دامریکا سفیر دا ډاګیزه کړه چی امریکا سره داسی لاسوندونه شته چی هغه ډاګیزه کوي چی په کابل کی دامریکا په سفارت او د ناټو په نظامی دفترونو باندی د القاعدی او حقانی دشبکی په یرغل کی دپاکستان لاس و و . کامرون وایی چی دحقانی د شبکی او د پاکستان د نظامی کړیو تر منځ اړیکی دلمر په څیر روښانه دی او په دی تیرو وختو کی دحقانی دډلی کسان په وزیرستان کی تر سترګو شوی دی . په دی اساس پاکستان باید سمدلاسه دحقانی دشبکی سره خپل اړیکی پری کړی .(رسنۍ)

امریکا چی دپاکستان څخه کومه غوښتنه کوی پاکستان دهغی غوښتنی منلو ته تیار نه دی ، د پاکستان فوځی جنرالان د پخوا پرخلاف دامریکانانو سره سترګی په سترګی دی . څه موده مخکی د پاکستان د فوځ جنرال ، جنرال کیاني د امریکایانو څخه و غوښتل چی په شمالی وزیرستان کی د خپلو الوتکو عملیات و ځنډوي ، دغو امریکایانو ته د فوځی دیکتاتور جنرال مشرف له اړخه دهر ډول عملیاتو د کولو له پاره اجازه ورکړل شوی وه . خو دپاکستان جنرالانو هغه وخت د امریکایانو سره خوا بده کړه چی امریکایانو د مۍ په میاشت کی د ایبټ اباد په سیمه کی د القاعدی دمشر ، اسامه بن لادن په کور ، دپاکستانیانو د پوهیدا پرته یرغل وروست او هغه یی هملته په خپل کور کی له منځه یووړ.

پاکستان د حقاني د شبکی په خلاف د فوځی عملیاتو د پیلامی غوښتنه په کلکه رد کړه . دډیره کو پاکستانو سیاست پوهانو آند دادی چی : پاکستان باید د نورو له پاره دخپلو افغانی انډیوالانو سره لاس و ګریوان نه شي . دوی د دیکتاتور مشرف په هغو کړنو او ژمنو هم پښیمانه دي چی امریکایانو ته یی په خلاص لاس د هرډول نظامی او استخباراتي عملیاتو اجازه ورکړی وه . دپاکستان نظامی واکمنان د ا مني چی دحقانی د نیټ ورک سره اړیکی لری او غواړی دا اړیکی د سولی دپایښت له پاره استعمال کړی . خو پاکستانیان په هر صورت داسی یو نیټ ورک ته اړتیا لري چی دهغوی د موخو له پاره کار وکړي . پاکستان نه غواړي افغانستان ورته یو بل هندوستان وګرځی . هغوی د شمال د ټلوالی سره د نژدی اړیکو دپیدا کولو هڅی وکړی ، په همدی خاطر په ۱۹۹۲ کال کی د وخت صدراعظم نواز شریف دپیښور په ګورنر هاسو کی هڅه وکړه د نظاردډلګۍ مشر مسعود دافغانستان ولسمشر و ټاکی خو دغونډی دبرخوالو له مخالفت سره مخ شو . بیا یی هڅه وکړه هغه د پروفیسور ربانی تر څنګ د تلپاتي وزیر دفاع په څیر و ټاکی او دا کار یی و کړ . خو د شمال ټلواله د هندوانو ، روسانو او ایرانیانو په ولکه کی وه او پاکستان و نه توانید دهغوی څخه د خپلو موخو له پاره کار واخلی ، بلکه مسئله ددواړو ترمنځ په سختو تربګنیو باندی بدله شوه . ترڅنګ یی په پاکستان کی وروستۍ بمبګذارئ هم ، درسنیو د شنونکو دویناو په اساس ، ویل کیږی چی د مسعود دپخوانی ساتونکي او د کرزی درژیم د امنیت د پخوانی مسؤل

امرالله صالح له اړخه اودهمغه په امر تر سره کیدی ، او دا اوس هم امریکایانو او ناټو ته همدا د شمال ټلواله لارښوونه کوی تر څو دغسی کارونو ته بډی راووهي .

دپاکستان او امریکایانو تر منځ حالات تر دی پوری ور رسیدل چی دپاکستان صدراعظم خپله دبهرنیو چارو وزیره ، میرمن کهر، له نیویارکه په بیړنۍ توګه راوبلله . همدار از یی خپل یو لوړ پوړی چارواکی سعودی عربستان ته ولیږه . د پاکستان د فوځونو جنرال ، جنرال کیانی خپله د لندن دوره چی ټاکل شوی وه دسپتمبر په ۲۶مه تر سره شي ، او ددی هیواد د فوځی جنرالانو سره په کی خبری وکړی هم معطل کړه . همداراز د چین چی دپاکستان نزدی دوست هیواد ګڼل کیږی یو لوړ پوړی هیئت په ۲۵ او ۲۶ م په اسلام اباد کی و ، چی د یوی اعلامیی په طرز کی یی دپاکستان څخه د هر ډول ملاتړ اعلان وکړ .

دا چی پاکستان ولی د پخوا په خلاف اوس په داسی حال کی چی امریکایان یی په ګاونډ کی پوره فوځی شتون لري ، داسی سخت عکس العمل ښیئ داسی ډاګیزه کیږی چی نور نو هغوی له یوه اړخه دی پایلو ته رسیدلی چی امریکایان په افغانستان کی نور د بري تمه نه لري ، او دماتی په درشل کی دی ، د بله اړخه امریکایان غواړی خپله ټوله فوځی ماتی په پاکستان باندی را واچوي او په پایلو کی دوی ملامت کړی . خو تر هر څه ډیره مهمه به داوی چی پاکستانیان نور د امریکایانو د اوامرونه په تنګ راغلی . غواړي په یوه ترتیب سره ددی غلامانه ژوند څخه ځآن و کاږي . په هرصورت دا هر څه به وروستۍ پیښی را څرګند کړی . خو هغه څه چی باید یاد کړل شي هغه دا چی غربی نړۍ د هر هغه چا سره چی ددوي سره سترګی برابروي ، ویره او ترهه احساسوی . په عراق او افغانستان د امریکایانو یرغل همغه وخت صورت و نیوه چی په دی ډاډ من شول چی په دی یوه هیواد کی هم دهغوی سره دمقابلی وړ وسایل نه شته . خو کله چی د ایران نوبت راغی نو ډیرځله امریکایانو او یهودانو اعلان وکړ چی د ایران په اتومی بټیو باندی به یرغل کوی ، اما ایران ورته سر ټیټ نه کړ او د یوه متحد قوم په څیر ورته ګواښ وکړ چی په ایران به یرغل امریکایانو ته په سیمه کی ډیر دروند تمام شي . همدا علت دی چی ایرانیان اوس په سیمه کی د بدمعاشانو رول لوبوي ، همدا اوس څو ورځی مخته یی امریکایی جاسوسان و نیول ، بندیان یی کړل اوبیا یی تر ی دهریوه په مقابل کی نیم میلیون ډالر تاوان واخست او رخصت یی کړل . امریکا دخپل ټول ځواک سره ، چی هم د عراق او هم دافغانستان د پولو څخه ایران ګواښي ، و نه توانید خپل دغه دوه کسه بندیان ازاد کړي . تر څنګ یی په افغانستان کی دښکاره لاس وهنی سره سره بیاهم امریکایان ددی جرئت نه لري چی دهغوی په مقابل کی کوم قدم پورته کړی . ځکه امریکایان په دی پوهیږی چی دایران سره ښکر په ښکر کیدل به ورته په سیمه کی سور اور وګرځی . همدا راز شمالی کوریا چی دجنوبي کوریا په ګډون دامریکا او انګلیسانو د سخت ګواښ لاندی وه او څو ځلی اعلان وشو چی امریکایان غواړي د شمالی کوریا اتمی بټۍ تر بمباریو لاندی راوړي، ځینی وختونه به دا اعلانونه دومره جدي وو چی هر سهار به فکر کیده چی شمالی کوریا به اوس له منځه تللی وی خو شمالی کوریا هم خپلی پښی کلکی کړی او امریکایان یی و ګواښل . ځکه د هغوی سره لری واټن ویشتونکی داسی میزایل وو چی اتمی سرګلولی یی دامریکا د نظامی تمځایو پوری په اسانۍ سره ور رسولی ، دادی اوس یی څوک نوم هم نه اخلی . نو که چیری پاکستان چی یو معلوم او اعلان کړل شوی اتمی هیواد دی او د لری او نژدی واټن زیات شمیر میزایل هم له ځانه سره لری ، امریکایانو ته ډاګیزه کړی چی په دی هیواد باندی حمله او یرغل به ورته ډیر ګران تمام شي نو امریکایان بیا ددی جرئت نه لري په داسی یوه هوډمن هیواد باندی تیری وکړی . که څه هم دهغوی سره په دښمنۍ کی پروت وي .

په هرصورت که چیری امریکایان په افغانستان کی دخپلی ابرو او عزت د خوندي ساتلو په خاطر د خپل ډیر نزدی ملګری پاکستان په خلاف کوم نظامي اقدام وکړی ، نو طبیعی پایلی به یی د افغانانو له پاره ډیری خطرناکی وی . ځکه چی دا جنګ به هغوی د افغانستان څخه رهبری کوی او په طبیعی توګه به دا فغانستان د فوځ څخه هم په کی کار اخلی ، نو که پاکستان تر اخري مرحلی پوری ورسید او د اتمي سرګلولو د استعمال څخه یی دریغ و نه کړ نو ښکاره ده چی دا به هم په افغانستان کی د امریکایانو او ناټو په خلاف استعمالیږی چی پایلی یی زمونږ دخوارکي هیواد له پاره په هیڅ صورت د زغم وړ نه دی .

اما داسی انګیرل کیږی چی امریکایان د سیمی څخه سخت نا هیلی شوی او غواړی د خپلو وتلو او ځواکونو د ویستلو نه مخته دخپل غرور او تکبر د په ځای ساتلو په خاطر همداسی یوه معامله رامخته کړی تر څو ټوله سیمه نا ارامه او دوی په کی خپلی موخوی تر لاسه کړی . که چیری امریکایان دی حد ته ورسیږی چی دخپل پاکستانی ملګری په خلاف ټوپک را وڅرخوي نو ددی طبیعی پایلی به نه یواځی د پاکستان بلکه د ټولی سیمی په تجزیی باندی منتج کیږي . او دسیمی جغرافیه به یو نوی شکل او نوی بڼه خپلوی . په دی توګه به امریکایان د افغانستان د تجزیی په اړه هم خپل خوب تعبیروی او دشمال ټلواله به د یو ځانګړی نظام په جوړولو ډاډمنه کوی اوپه دی توګه به دهغوی د خدماتو بدله ورکوي . او دا ټول هغه څه دی چی د شمال ټلواله یی ارزو لري . په همدی خاطر هغوی غواړي دا اور په ټوله سیمه کی خپور شی ، دسولی او امن د راوستلو مخالفت کوی او د مخالفینو سره د سولی د پروسي د دریدو هڅی کوي . ځکه سوله او امن په هر صورت د مافیایی او مجرمو عناصرو له پاره ښی پایلی نه لري .

دعلامه اقبال څومره ښه ویلي : افغانستان یک پیکر اب وګل است ، ملت افغان دران پیکردل است

از فساد او فساد اسیا ، از کشاد او کشاد اسیا

هغه په رښتیا سره د افغانستان جغرافیه په ډیره ښه توګه انځور کړی ده . په دی اساس په افغانستان کی د بحران پیدا کیدل ټوله سیمه د بحرانو سره مخامخوي . او په طبیعی توګه دد ی خطی امن او سکون به ټولې سیمې ته امن او سکون راوړي .

امریکایان ، ددی په ځای چی سیمه په اور کی را ونغاړي دخپل څادر سره سم زمونږ دهیواده د بیرته ستنیدلو فکر وکړي ، ځکه په دی هیواد کی یی شپی را ته ګرانی معلومیږی .(پای)



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

15th December, 2017