تفصیل | شهادت 

15th December, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د الجزيرې له عربي تلويزيون سره د حزب اسلامي افغانستان د امير ځانګړې مرکه :دریمه برخه

د ح ا ا د فرهنګي چارو رياست

2017-12-01

پوښتنه: په افغانستان کې د بهرنيانو شتون ته په کتو سره تاسو منلې چې کابل ته ستانه شۍ او د سياست په ډګر کې ځان ورګډ کړئ، او ټاکنې هم رانيږدې دي، خو داسې ويل کيږي چې له حزب اسلامي سره لکه د نورو پخوانيو جهادي احزاب په څېر څوک چندان علاقه نلري، آيا دا سمه ده او کنه، په دې هکله ستاسو ځواب څه دی 

ځواب: موږ فيصله کړې چې ټولې هغه ستونزې چې زموږ هېواد او مظلوم ولس ورسره مخامخ شوی د جنګ پر ځای له بلې لارې حل کړو. انتخابات يو له دغو لارو دی. موږ غواړو چې دولت کې هم له همدې لارې تغير راشي او زموږ موجوده ستونزې د همدې لارې راشي.موږ پرېکړه کړې چې انتخاباتو کې برخه اخلو او باور مو دادی چې د ملت غوڅ اکثريت د حزب له تګلارو او دريځونو ملاتړ کوي. 

پوره يقين لرم، چې که انتخابات شفاف او عادلانه وي او په دې کې د پخوا په څېر درغلي و نه شي، نو دا انتخابات به زموږ ډيرې ستونزې حل کړي او موږ به ددې انتخاباتو په نتيجه کې يو ځواکمن معتبر او اغيزمن پارلمان ولرو موږ همدا لاره غوره کړې ټاکنو کې ګډون ته چمتو يو. 

متاسفأنه هغه ګوندونه چې خپل اعتبار او حيثيت يې په ولس کې له لاسه ورکړی، نور په ولس کې د هغوی ريښې وچې شوي دي، ملت د هغوی ملاتړ نکوي، قدرت په لاس ورغی، ولې بد امتحان يې ولس ته ورکړی.  

د همدې په نتيجه کې  هغوی په قوم کې خپل اعتبار او حيثيت له لاسه ورکړی دی. دوی له ټاکنو ويريږي، د وی د خپل ملت له قضاوت نه ويريږي او د همدې لپاره هڅه کوي چې د انتخاباتو په وړاندې خنډونه رامنځته کړي. 

موږ اعلان وکړ چې ټاکنې بايد په خپل وخت ترسره شي او غوښتل مو چې د انتخاباتو په کميسيون کې هم بدلون رانشي. ځکه تغير په دې خاطر راوستل کيږي چې انتخابات و ځنډول شي. سره له دې چې موږ پدې کميسيون کې حضور نلرو، دا کميسيون د نورو ډلو په خوښه رامنځته شوی او دا کميسيون هم لکه د ملي وحدت حکومت په څېر يو سهامي شرکت ته ورته دی. 

موږ د حکومت په ارتباط هم وايو، چې که څه هم موږ پکې برخه نلرو، ولې نه غواړو چې دا حکومت سقوط وکړي، د غير اصولي او غير قانوي لارو دا حکومت سقوط وکړي، غواړو چې دا حکومت پاتې شي، خپله موده دې پوره کړي، که تغير راځي په اصولي او سوله ييزه توګه دې راشي او د انتخاباتو په نتيجه کې دې راشي، تر هغه وخته پورې بايد انتظار وکړو. که تغير راځي د ټولو ګوندونو په توافق دې راشي، هغه مهال دې تغير راشي چې موږ د هغه لپاره مناسب بديل ولرو . همدې د ټاکنو د کميسيون په ارتباط زموږ دريځ دا وه چې پريږدو دا کميسيون خپل کار ته دوام ورکړي او انتخابات دې دهمدې کميسيون تر مشرۍ لاندې ترسره شي، خو ددې لپاره چې تقلب و نشي د سياسي ګوندونو نظارت دې ددې پروسې له پېل نه تر پايه تضمين شي او ګوندونه دې پر دې اکتفا وکړي چې د ټاکنو پر پروسې نظارت ولري د فهرستونو له جوړولو تر نتايجو تر اعلان پورې، په دې ټولې پروسې دې سياسي ګوندونه نظارت ولري، ولې متأسفانه ځينو ګوندونو او ځينو کورنيو او بهرنيو کړيو چې له شفاف او عادلانه انتخاباتو ويريږي، هڅه وکړه چې دا انتخابات و ځنډيږي او د همدې لپاره يې د ټاکنو په کميسيون کې تغير راوست او په يو اړخيزه توګه يې فېصله وکړه چې کميسيون کې بدلون راشي. 

باور مو دادی چې که انتخابات عادلانه او شفاف وي، نو د حزب اسلامي ونډه به په دې انتخاباتو کې ډېره ځلانده وي. دا کميسيون بايد واقعأ بېطرف وي دا کميسيون بايد له اوسني حالت نه چې يو سهامي شرکت دی و ايستل شي. 

موږ ته بيا داسې کميسيون د منلو وړ نه دی چې ځينې لوري به يې جوړوي يا بهرنۍ کړۍ به يې د افغانستان لپاره غوره کوي، دا تغير غير اصولي دی او که تغير راځي نو په اصولي توګه دې راشي. که په دې کې ځينې ليرې کيږي د ځينو ډلو په خوښه، د هغوی په غوښتنه، بيا به زموږ مطالبه دا وي چې په ټول کمېسيون کې بدلون راوستل شي. خو په هېځ ډول دا نه منو چې انتخابات وځنډيږي، انتخابات بايد په خپل وخت ترسره شي. 

پوښتنه: ستاسو منتقدين فکر کوي چې له حکومت سره ستاسو له يو ځای کېدو او کابل ته راتګ وروسته، کوم نفوس چې تاسو په مخالفينو او طالبانو کې درلوده هغه مو له لاسه ورکړی دی او لامل يې دادی چې تاسو له حکومت سره سوله کړې او مخالفين مو هم سولې ته رابللي ؟ 

ځواب: حزب اسلامي لا په حکومت کې برخه نده اخيستې، موږ تصميم ندی نيولی چې په حکومت کې برخه واخلو کنه، دې ته ترجيح ورکوو چې په حکومت کې مشارکت ونکړو. تر انتخاباتو پورې انتظار وکړو، د حزب غړو ته مې هم مشوره داده چې صبر وکړي. ددې پر ځای چې په يو ناکام حکومت کې د ضعيف مشارکت له لارې خپل اعتبار او حيثيت ته زيان ورسوي او نتيجه يې هم هېڅ وي، ښه به دا وي چې صبر وکړو، هغه مهال د حکومت جوړولو اراده وکړو، چې باور ولرو یو قوي او ځواکمن حکومت جوړولی شو او خپل ولس او خپلو اهدافو ته خدمت کولی شو. 

موږ اوس په حکومت کې برخه نلرو او د مشارکت پرېکړه مو لا نده کړې. ضعيف مشارکت هېڅکله نه منو، ځواکمن او اغيزمن مشارکت باندې به غور کوو. 

داچې ملت د حزب اسلامي د تګلارو او دريځونو ملاتړ کوي، يو لامل يې دادی چې حزب اسلامي په حکومت کې برخه نده اخيستې، نورو ګوندونو حکومت کې برخه واخيستله، ناکام شول، نه يې د خپلو آرمانونو او اهدافو خدمت وکړ او نه د خپل ولس او ملت. د همدې لپاره يې خپل اعتبار او حيثيت له لاسه ورکړی. او که حزب په ملت کې ريښه لري او له ملاتړ نه برخمن دی لامل يې دادی چې تر اوسه په دغسې ناکامو حکومتونو کې ندی شريک شوی. 

پوښتنه: د افغانستان ستونزه اوس نړيوال اړخونه لري، لکه د روسې او امريکا، هند او پاکستان، ايران او سعودي ترمنځ رقابتونه، په داسې يو حالت کې د افغانستان او امنيتي راتلونکي حالت څنګه ارزوئ.؟ 

ځواب: زه راتلونکي ته هيله من يم، جنګ د تل لپاره دوام نشي کولی، که دا په داخل د يو هېواد کې وي او که دا د هېوادونو ترمنځ د رقابت جنګ وي. جنګ به حتمأ ختميږي زه يې ختمېدو ته هيله مند يم او هيله مو داده چې ددې جنګ په ختمېدو کې حزب اسلامي فعاله ونډه ولري. 

پوښتنه: په تېرو شلو کلونو چې تاسو د خلکو له نظره پټ وئ دقيقآ چېرته اوسېدئ؟ 

ځواب: زه په ۲۰۰۱ کال کې له ايران ووتلم، ايران غوښتل چې ما امريکايانو ته تسليم کړي، تصميم يې دا و چې زه بايد له ايران نه په داسې لارو ووځم چې امريکايان مې ونيسي، ماته راغلل او ويل يې چې په راتلونکو دوو ورځو کې بايد له ايران ووځې، ما ويل چېرته لاړ شم، ويل يې چې دا پرېکړه به ته پخپله کوې. ما ويل ډير ښه! زه وځم او بيابه له تاسو سره مشوره وکړو. مازيګر هغوی د کابينې پرېکړه اعلان کړه او ماښام ما پرېکړه وکړه چې له تهران نه ووځم او سهار له لمر ختو سره زه د ايران له سرحده ووتلم. له هغه وروسته زه په افغانستان کې وم. امريکايانو زما په خاطر ګڼ شمېر کورونه تلاشي کړل، د هېواد په شرق، کونړ لغمان او ننګرهار کې، په غرب، هلمند زابل او کندهار کې، جنوب، پکتيا او خوست کې په پروان او کابل کې هم ګڼ شمېر کورونه يې زما لپاره تلاشي کړي. 

په کونړ کې د بې پيلوټه الوتکی لومړنی راکټي بريد هم پر ما شوی دی، په هماغه شپه بي بي سي او امريکا غږ هم اعلان وکړ چې په ده باندې راکټي بريد وشو شپږ کسان يې ووژل شول او دده برخليک لا معلوم ندی. بيا زما د نيولو لپاره ډېرې زياتې هڅې وشوې، ۲۵ ميليونه ډالره يې زما په سره جايزه ټاکلې وه، که څوک معلومات ورکړي او يا څوک زما په نيولو او وژلو کې مرسته وکړي. داسې هم شوي دي چې امريکايي کومانډو ځواکونه ماته دومره رانيږدې شوي دي چې ما د هغوی غږ اوريدلی او په خپلو سترګو مې ليدل، کله به زه د غونډۍ په سر وم، دوی به لاندې و او که به دوی د غونډۍ پر سر و او زه به لاندې وم. داسې هم شوې دي چې زما او د هغوی ترمنځ درې شپې داسې تيرې شوې دي چې زه د يوې غونډۍ په سر وم او دوی د بلې غونډۍ په سر او ترمنځ مو له ۵۰۰ نه تر ۸۰۰ مترو پورې واټن وو. درې شپې مو يو د بل څنګ کې تېرې کړي، خو هغه مهال زه په داسې حالت کې نه وم چې د دوی پر ضد مو وسله کارولې وه. زه په دغسې يو حالت کې پاتې شوی يم، تر هغو پورې چې معاهده لاسليک شوه او زه کابل ته راغلم. 

پوښتنه: ويل کيږي چې تاسو له سعودي او ترکيې سره ښې اړيکې درلودې، آيا کابل ته ستاسو په راتګ کې دغو هېوادونو کوم رول درلود او کنه؟ 

ځواب: زما په راتلو کې هېڅ بهرني هېواد ونډه نه درلوده، نه درترکيې، نه د سعودي، نه دپاکستان ، نه د امريکا او نه د کوم بل هېواد. دوی په دې برخه کې نه وساطت کړی او نه يې ماته مشوره راکړې او نه ماسره په تماس کې و. پخپله حزب اسلامي په خپلواکه توګه وضعيت داسې څېړلی چې اوس د مصالحې وخت دی، زموږ اجرايې دا پريکړه کړې ده او د همدغې پريکړې په اساس موږ د کابل له حکومت سره مذاکرات پېل کړل او مذاکراتو مثبته نتيجه ورکړه. 

پوښتنه: د اسلامي هېوادونو څخه ستاسو غوښتنه څه ده؟ 

ځواب: موږ له ټولو اسلامي هېوادونو سره دوستانه تعلقات غواړو او د اسلامي هېوادونو ترمنځ هم د ورورګلوۍ غوښتونکي يو. هيله مو داده چې دوی خپلې ستونزې او رقابتونه د ورورۍ په فضا کې حل کړي. 

موږ د ټولو ترمنځ و حدت او يووالی غواړو او دا د اسلامي امت په ګټه ګڼو او د دوی ترمنځ رقابت د اسلام او اسلامي امت د دښمنانو په ګټه ګڼو. هيله مو داده چې د دوی ترمنځ دا رقابتونه پای ته ورسيږي. که دا پخپله د عربي هېوادونو ترمنځ دي، که د سعودي او ترکيې ترمنځ دي او که دا د نورو هېوادونو ترمنځ دي. هيله مې داده چې دا رقابتونه او اختلافات ختم شي او د دوی ترمنځ د وروري فضا رامنځته شي. موږ نه غواړو چې په دې اختلافونو کې يو لوری واقع شو. پای 

د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي چارو رياست 

مطبوعاتي څانګه 

۱۳۹۶/ لړم/ ۲۶ 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

15th December, 2017