تفصیل | شهادت 

15th December, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

خیر القرون: نهم درس انصار(رضی الله عنهم)

احمد الله عاطفي

2017-12-03

له صحابه(رضی الله عنهم) سره مینه او محبت داهل سنت والجماعت دایمان له اصولو څخه دی.

په مجموع کې الله سبحانه وتعالی دصحابهء کرام دواړه ډلي(مهاجر او انصار) ستائيلي، خوښي تري ښودلي او دجنت بشارت ئې ورکړی او دسیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) خوږ دیدار،تائيد او سپارښتنه ئې په برخه شوي. 

دسیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) په صحابه ئې کرامو کې دانصارو(رضی الله عنهم) لوړ همت او مقام دومره سپیڅلی او تاند دی چې دبشر په تاریخ کې ئې مثل نه لیدل کیږي.

 انصار(رضی الله عنهم) دومره په اخلاص اوکمال د فدا کاري دقرباني هر ډګر په میړانې او اتلولي ګټلی چې تاریخ کې ئې بیلګه نه شته ،یو موټی انصار دسیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) اودحق کلیمي لوړوالي لپاره دټولې نړۍ د کفارو مقابلي ته ئې سینې سپر او ککري په لاس کې ونیولې،ځکه فضیلت ئې رب العالمین فرمايې.

قال الله تبارک وتعالی: وَالَّذِينَ تَبَوَّءُوا الدَّارَ وَالْإِيمَانَ مِن قَبْلِهِمْ يُحِبُّونَ مَنْ هَاجَرَ إِلَيْهِمْ وَلَا يَجِدُونَ فِي صُدُورِهِمْ حَاجَةً مِّمَّا أُوتُوا وَيُؤْثِرُونَ عَلَىٰ أَنفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ ۚ وَمَن يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ.(الحشر: ۹) 

ژباړه: اوهغه خلک هم پکې برخه من دی چې دمها جرینو له راتګ څخه  وړاندی يې په مدینه کې ځاي نیولې او ایمان يې خپل کړی وو اوله هغو خلکو سره مینه کوی چې دوی ته يې هجرت کړی دی،او دهغه مال په لور يې هیڅ هیله نه پیدا کیږی چی مها جرو ورونوته يې ور کړای شی پر خپلو ځا نونو يې غوره کوی که څه هم په خپله اړ من وی واقعت همدا دی چې هر څوک له بخیلي څخه وژغورل شو نوهمد وی بری من دی.

له یويخوادانصارو فضیلت چې درسول الله دهجرت ښار کي له وړاندي میشت وو، وړاندي له دي چې مهاجرین راشي دوي دایمان په نورمنور شوي وو(مِن قَبْلِهِمْ)،نه یواځي انصار فضیلت لري بلکه مدینه طیبه دځانګړي فضیلت څښتنه ده په همدي اساس ټولي سیمي او شارونه دجهاد په برکت فتحه شوي حتی مکه مکرمه ،خو مدینه طیبه په ایمان فتحه شوي، همدا مطلب امام قرطبي هم ذکر کړی.

دانصار(رضی الله عنهم)له سترو فضیلتونو، یو ځانګړی صفت(يُحِبُّونَ مَنْ هَاجَرَ إِلَيْهِمْ ) بیان شوی ،چې دمخ دزمکي له اوسیدونکوبرخلاف دهغو خلکو(مهاجرین) په وړاندي کرکه زړه تنګوالی او حسادت نه بلکه په ډیر میړاني او محبت ئې ښه راغلاست وویل، یواځي په ښه راغلاست ئې بسیا ونه کړه بلکه خپل کورونوکې هستوګن او په ملکیت کې شریکان وګڼل.

دطبعي نفسي غوښتنوبرخلاف،چې ورور او حتیډیر وختونه او تاریخي واقعات شته چې پلار او زوی ددنیا په مال او مطاع یو بل سره وژلي،تاسو ګورئ چې په دي اړوند الله سبحانه وتعالی دانصارو څنګه ننګه کوي(وَلَا يَجِدُونَ فِي صُدُورِهِمْ حَاجَةً مِّمَّا أُوتُوا )نه مومي په خپلو زړونو کي تنګي دهغه څیزونو نه کوم چې مهاجرینو ته ورکړل شي.

کوم مال او امتیاز چې مهاجرینو ته ورکول کیږي که څه هم ددوي حق وي نه کینه کوي اونه په خیال کې بدګرځوی اونه زړه تنګوالی کوي،نه یواځي داچاري بلکه له خپلو ځانونو نه مهاجرین لوړ او مستحق بولي،همدا دایمان لوړمعیار او دپیروزینيوروستی سرحدو په همدي بنأ الله سبحانه وتعالی ددوي په ارزښت کې فرمايې(فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ) همدوي دي مراد او فلاح موندونکي.

په همدي وینا سره دانصار(رضی الله عنهم) دایثاراو پیرزويني  لنډه بیلګه:حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) دمهاجرینو او انصارو ترمینځ مواخات(ورورګلوي ټینګه کړه) انصارو پرته له توپیره چې کوم مهاجر په خپل ټاټوبي کې څه درلود او کومې کورنۍ سره ئې تړاو و خپلورونه بلکه دخپل نسبي ورونو څخه ئې زیات ګڼل، سیدنا حضرت سعد بن الربیع انصاري او دسیدنا حضرت عبدالرحمن مهاجر(رضی الله عنهما) ترمینځ رورګلوي برابره شوه، حضرت عبدالرحمن دتن پتولو لباس نه پرته نور هیڅ نه درلودل، سیدنا حضرت سعد بن ربیع(رضی الله عنه) ورته وړاندیز وکړ: الحمد لله پراخ کور اوزیاته پانګه لرم دا درسره نیمه وم،له دي پرته دوه نکاح کړې میرمنې لرم، هریو چې ستا خوښه وي طلاقوم، ته ئې په نکاح کړه!

سیدنا حضرت عبدالحمن بن عوف (رضی الله عنه)په ډیري منني سره وفرمائيل: زما وروه! تاته دخپل مال او عیال مبارک وي، زه دا یو وړاندیز هم نه منم، وروګلوي مو په خپل ځای دومره مرسته وکړه چې ماته د بازارلار په ګوته کړه، زه هلته مذدوري کوم،همداسي وشو دلږي مودي په تیریدو حضرت عبدالحمن بن عوف(رضی الله عنه) دمال جائیداد او نکاح مالک شو!

په مجموع کې دانصارو دایثار او قربانۍ حد او جذبه دمهاجرینو په اړوند: الله سبحانه وتعالی خپل رسول(صلی الله علیه وسلم) ته دفئ مال دلګښت او ویشلو اختیار ورکړ،(فئ هغه پانګه او جایداد ته ویئلی شي چې پرته له جګړي غنیمت شي) تر دي دمه مهاجرین دانصارو په کورونو کې اوسیدل او دهغوي له باغونو او زمکو ئې ضرورتونه پوره کول، دبني نضیر او بني قینقاع،کورونه،جائیداد او پانګه چې دفئ په توګه د سیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) په اختیار کې و،ده مبارک دانصارو سردار حضرت ثابت بن قیس بن شماس وغوښت، ورته ئې وفرمائیل: انصار ماته را ټول کړه،هغه مبارک عرض وکړ یواځي خپل قوم(خزرج) که ټول انصار؟

حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) وفرمائیل: ټول انصار.

انصار (رضی الله عنهم) راټول شول، رسول الله(صلی الله علیه وسلم) په خطبه کې له حمد اوثنا وروسته دانصارو دسترې پيرزوئيني، اخلاص او قربانۍ چې دخپلو مهاجرو ورونو په وړاندي تر سره کړي مننه وکړه بیائې انصار مخاطب کړل وي فرمائيل: الله سبحانه وتعالی تاسوته دبني نضیر مالونه درکړي، که غواړئ چې زه دا اموال او جائیدادونه په تاسو ټولو(مهاجر او انصار) برابر وویشم،همداسي به وکړم او مهاجر به دپخوا په شان تاسو سره اوسیږي، په بل روایت: ستاسي او دبني نضیر املاک ګډ او بیا په شریکه توګه په ټولو برابر وویشو، دویمه خبره: تاسي خپل املاک ځان سره وساتئ، دبني نضیر جایداد به په مهاجرینو وویشو تر څو دوي ځان ته ودانۍ او سر پنا جوړ کړي او هلته اووسیږي.

د انصارو دوو سترو سردارانو(حضرت سعد بن عباده او حضرت سعد بن معاذ،رضی الله عنهما) په نوبت ودریدل او دټولو انصارو په نمایندګي ئې عرض وکړ: ائ دالله رسوله!(صلی الله علیه وسلم) دفئ ټول مال او جائیداد زمونږ په مهاجرو ورونو وویشه او دوي دپخوا په شان به هم زمونږ په کورونو او باغونو کې هم برخمن او اوهستوګن وي، دي پریکړي سره ټولو انصارو په یوه خوله وویل: زمونږ دټولو همدا پریکړه دی. الله اکبر!

دانصارو په یوه خوله د پریکړې تاید سره سیدنا حضرت ابو بکر صدیق(رضی الله عنه) وفرمائيل:جزاکم الله یا معشر الانصار خیرا ! ژباړه: الله دغوره بدله درکړي اې انصارو! (بلاذري)

رسول الله(صلی الله علیه وسلم)دانصارو احساساتو په لیدو دوي او ددوي اولاد ته دعا وکړه او دبني نضیر ټول جائیدادونه ئې په مهاجرینو و وي شه ، له انصارونه دوه تنو هریو ابو دجانه ،سهل بن حنیف او په بل روایت حارث بن الصمه (رضی الله عنهما)ته چې ډیر ناتوانه ول برخه ورکړه.(ابن هشام او...)

 دامام مظهري په روایت دیهودي سر دار (ابن ابی الحقیق) قیمتي توره حضرت سعد بن معاذ(رضی الله عنه) ته ورکړل شوه.

دانصارو دپیروزئیني بله ستره مالي پانګونې قرباني،کله چې بحیرین فتح شو،حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) غوښتل چې دانصارو میړانه چې دبني نضیر دجائیدادونو په اړوند ئې کړي وه تقدیر کړي،په همدي خاطر ئې طمه څرګنده کړه چې دبحرین ټوله شتمني یواځي په انصار(رضی الله عنهم) وویشي،خو انصارو په کلکه عرض وکړ چې مونږ تر هغي دبحرین له شتمنیو څه نه اخلو چې زمونږ مهاجر ورونو ته ئې ورنکړي.(بخاري شریف دحضرت انس په روایت)

انصار نه یواځي له مهاجرینو سره مینه او ایثار درلود بلکه دمهاجرینو اړوند هرشی ورته ارزښت او فوقیت درلود...

امام ترمذي دحضرت ابو هریره(رضی الله عنه) نه او همدا راز امام قرطبي او نورو مفسرینو په روایتونو ، چې واقعه یو، خو دکلماتو او الفاظو په توپير بیانوي: یوه ورځ  یوتن(مسافر یا د رسوالله،صلی الله علیه وسلم) میلمه راغی، رسول الله (صلی الله علیه وسلم) امهات المومنینو ته ځواب واستو چې دمیلمستیا لپاره کور کې خواړه شته؟ ټولو عرض وکړ چې زمونږ په کورونو کې پرته له اوبو نور څه نشته!

حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) په مجلس کي ناستو اصحابوته وفرمائيل: څوک شته چې نن شپه دي ته میلمستیا ورکړي؟ ، یوتن انصاري عرض وکړ: زه به ئې میلمستیا وکړم.

کوربه اومیلمه دکور په لور روان شول،حضرت انصاري(دځینو روایتونو په بنأ:حضرت ثابت بن قیس،رضی الله عنه) له خپلي ماندیني پوښتنه وکړه چې خواړه شته؟، هغي عرض وکړ: دومره خواړه شته چې ماشومان ئې وخوري.

صحابي(رضی الله عنه) خپلي ماندیني ته وفرمائيل: ماشومان په یوه ډول ویده کړه او خواړه تیار کړه، کله چې دستر خوان ته کیناستو په یوه پلمه ډیوه مړه کړه،چې میلمه پوه نشي ، داسي وانګیري چې مونږ هم له دي سره خواړه خورو ، خو ماو تا به خواړه نه خورو پریږده چې درسول الله (صلی الله علیه وسلم) میلمه عذر شي!

خواړه چې کله په دستر خوان کیښودل شول، بي بي دهدایت سره سم ډیوه مړه کړه، میړه او ماندینې تر اخره میلمه ته ښوده چې دوي ورسره په خواړو کي ملګرتیا کوي!

الله سبحانه وتعالی دوحي په ذریعه رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ته دشپني واقعي حالات معلوم کړل او خوښي ئې وښودله!

سحر چې کله انصار صحابي راغی حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم)ورته دشپني میلمستیا او تیر شوي واقعي خبر ورکړ او وي فرمائیل: الله سبحانه وتعالی ته ستاسو(میړه اوماندیني) دتیري شپی واقعه ځوښه شوي او رضایت ئې وښود!(الله اکبر)

 دانصار(رضی الله عنهم)نور ډیر دپیرزويني او قربانۍ واقعات دي چې دخپلو مهاجرو ورونو په وړاندي تر سره کړي ، په همدي اساس، ددوي(رضی الله عنهم) شان او عظمت دسیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم)په مبارکو ارشاداتو کې هم ښه روښانه شوی،په مجموع کې له صحابه وو سره محبت دایمان نښه او کینه دنفاق علامه دی.

وعن أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ (رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ) عَنْ النَّبِيِّ (صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ) قَالَ: آيَةُ الْإِيمَانِ حُبُّ الْأَنْصَارِ، وَآيَةُ النِّفَاقِ بُغْضُ الْأَنْصَارِ.(متفق علیه)

ژباړه:حضرت انس بن مالک(رضی الله عنه) روایت کوي: سیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) فرمايې: دانصارو سره محبت دایمان نښه دی او له دوي سره کینه دنفاق علامه.

 وفي رواية مسلم: آيَةُ الْمُنَافِقِ بُغْضُ الْأَنْصَارِ وَآيَةُ الْمُؤْمِنِ حُبُّ الْأَنْصَارِ.

ژباړه: دمنافق نښه له انصارو سره کینه او دمومن نښه دانصارو سره مینه او ریښتینولي. 

 وفي أخرى:  لَا يُحِبُّهُمْ إِلَّا مُؤْمِنٌ وَلَا يُبْغِضُهُمْ إِلَّا مُنَافِقٌ, فَمَنْ أَحَبَّهُمْ أَحَبَّهُ اللَّهُ وَمَنْ أَبْغَضَهُمْ أَبْغَضَهُ اللَّهُ.

ژباړه: دانصارو سره مینه نه لري مګر مومن، دوي سره کینه نه کوي مګر منافق،څوک چې دانصارو سره محبت لري الله له هغه سره محبت کوي، څوک چې دانصارو سره کینه ساتي دالله له رحمة لیري دي.  

وفي الأخرى: لَا يُبْغِضُ الْأَنْصَارَ رَجُلٌ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ.

ژباړه: هیڅ یو مومن ،چې په الله او داخرت په ورځ باور لري، د انصارو سره کینه نه کوي.

دسیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) په مبارک ارشاد کې دانصارصحابه(رضی الله عنهم) فضیلت بیان شوی،  

همدوي وو چې داسلامي ټولني او دولت بنسټونه ئې دسیدنارسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) په حضور،هدایت او لار ښووني کیښودل، په هره مرحله او شرایطو کې درسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) دمرستي نه ځانونه په څنګ نه کړل، کمال دایمان محبت له اوس او خزرج سره دی چې دوي په ریښتیني توګه دالله(جل جلاله) او دهغه له پیغمبر(صلی الله علیه وسلم) سره په کړیو ژمنوپه کمال دصداقت او ایمانداري وفا وکړه.  

په مجموع کې له صحابه(رضی الله عنهم) سره محبت د دین له فرائضونه دی(فتح الباري لابن رجب: لمړی جلد ۳۱ صفحه)

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

15th December, 2017