تفصیل | شهادت 

15th December, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د غاصبو یهودو په زندان کې د یوې مجاهدې خور دردوونکې کیسه

2017-12-03

د (رملې) په زندان کې یې په لمړۍ ورځ له حجاب څخه هغه ستنگونه (سنجاق) راڅخه وسپړل چې حجاب مې پرې ټومبلی وو، له لمړنۍ محکمې چې بیرته را وګرځېدم را ته وویل شول چې دزندان دننه لاس ماغو(دسکلې) په لاس کول منع دي په دې دلیل چې هغه د جامو برخه نه ده، را څخه وایخستې او نېږدې د گندگیو ټوکرۍ ته یې ور وه غورځولې د لاس ماغوګانو په نه شتون مې په دې پلمه صبر وکړ چې د کمیس لستوڼو خولې مې یې تنګې وې چې هغو ته ډېره اړتیا نه لیدل کېده.

یوه شپه چې په پوسطه کې له اوږدې ورځې تیرولو خپلې پنجرې ته را وګرځېدم، په خپل ځای کې پرېوتم، باڼه مې لا نه وو سره ورغلي چې د تحقیق لپاره یې وروغوښتم، ځان مې چمتو کړ جورابې مې تازه وینځلې وې مسې لمدې مې پر پښوکړې د زندان نوکرې چې کله زولنې راته اچولې وه يې ویل کله چې له تحقیق څخه را وګرځېدې جورابې به وباسې!!

د شپې یوه نیمه بجه له تحقیق څخه را وګرځېدم د زندان نوکره لا زما په انتظار وه، جورابې یې را څخه واخستې او د ګندګیو په نېږدې ټوکرۍ کې یې واچولې.

لس ورځې تیرې شوې خو زه لاهم له نورو څخه جلا خو خپل پالونکي رب ته په دې هیله چې له دې عذاب څخه مې وژغوري، له خپلو دعاوو، مناجات، تلاوت او رب ته په زاریو او ژړاو سره بیله ساتل کېدم زه چې په زندان کې د ارامتیا او توازن بیلګه وم، دا په داسې حال کې چې د کوټه قلفي برخه به تل ښکنځلو، چیغو، نارو او سورو په سر اخستې وه، کله چې د پنځم ځل لپاره محکمې ته ورغلم او بیا کله چې بیرته زندان ته را وستل شوم، د زندان مسؤل راته غږکړ، وه یې ویل له نن وروسته به په وینګ کې حجاب او څادر نه اغوندې.

د دې خبرې په اورېدو نه پوهېدم چې په کومه ژبه او تعبیر یې پوی کړم چې دا هیڅکله دمنلو وړکار نه دی، زه چې ډېره غښتلې وم تر دې چې هیڅ کله مې د ساتونکې په وړاندې د دې لپاره نه ژړل چې ښایی زما له اوښکو تویولو به خوند واخلي، او یا به مې په زور وهلو ډبولو له ژړا څخه منع کړي.

د دې ټولو برڅېره مې په هغه ورځ خپلې اوښکې ایسارې نشوې کړای، په کرېږو مې د هغه پر وړاندې وژړل، ومې ویل دا نشي کېدای، هیله کوم دا کار مه کوئ!!

خو زه یې د ځانګړې برخې دروازې ته وروستم، او د زندان نوکرې راته د حجاب لرې کولو امر وکړ!!

ورسره یې د پړوني لرې کولو امر راته وکړ او ګواښ یې وکړ چې د ضد په صورت کې به یې په زور لري کړي!!

له لاچارۍ یې د دوی پر وړاندې لرې کولو ته اړه شوم.

پنجرې ته یې ورننه ایستم له ډېرې غوسې په هیڅ نه پوهېدم، ډېره هڅه مې وکړه د خپلو اوښکومخه ونیسم خو ساندو واخیستم په چیغوچیغومې وژړل بې اختیاره مې د بې وسۍ اوښکې روانې وې. زه چې څلویښتو کلونو ته ورلنډه وم له اووه کلنۍ را په دیخوا هیچا له حجاب پرته نه وم لیدلې او نه کوم پردې سړي له پنځلس کلنۍ را په دیخوا بې پړونې لیدلې وم، خونن د تر ټولو رذیلو او پرېوتو پر وړاندې بې ستره بې پردې او بې حجابه ولاړه وم!!

هیڅکله مې په هغه ډول نه وو ژړلي، په لوی کومي مې چیغې وهلې، سلګیو اخستې وم، تکبیرونه مې ویل نارې مې وهلې وا معتصماه ، وه مېړنیه صلاح الدینه، ای زما ربه، وا ژغورنکیه وا اسلاماه ، وا معتصماااه!

نیږدې دوه ګړۍ مې وژړل، په هغه ورځ مې له حجاب او پړوني پرته لمنځونه وکړل، الله ته مې دعا کوله چې که خوب مې یوسي او کنه نو زړه به مې له ډېرې ژړا وچوي، بیا تر سحره خوب وړې وم، سحر د زندان نارینه ساتونکي د بندیانو د شمیرنې لپاره راننوتل، بیا په ژړا شوم په داسې حال کې چې سر او مخ مې په لاسونو پټاوه.

کله چې ماسپښین شو نارینه ساتونکي د پنجرې لیدو ته بیا راغلل، د هغوی د قانع کولو لپاره مې بیا په ژړا او زاریو پیل وکړ هڅه مې وکړه دوی پوی کړم چې حجاب مې د بدن برخه ده د هغه لرې کول مې د سپینولو او څرمنې ښکلو په معنی دي له هغه پرته مې لمونځ نه صحیح کېږي او نه مې سړیوته له هغه پرته د لیدو جواز شته…

په هغه ورځ یې له خپلې کوټې بلې ته یوړم، خوپه سبب یې پوهه نه شوم، ما ګومان کاوه چې هغه به تر مخکنۍ ښه وه، خو کله یې چې وروستم ایله یې سور اوبر دوه متره په دوو کې وو، د کمود اوبه یې په غولي بهېدې، یوه ورسته توشکه(تولایي،نالۍ) پرته وه چې پورته مې کړه تر لاندې مړه شوی کړندی (د ورږو مورینې ،یو ډول خزنده) سخا اوبه چې وچې شوې وې، کمود له ګنده ګیواو کاغذونو ډک وو د ټانکۍتڼۍ ته مې زور ورکړ چې د کمود ګنده ګي له اوبو سره لاړه شي اوبه ورتوی شوې خو د ټانکۍ ټڼۍ جام پاتې شوه چې بیا ټوله شپه جارې روانې وې، خو داسې غږ ورسره مل و چې د کوټې اوسېدونکی یې لیونتوب ته رساوه…

دوه کامرو د بندی د خوب ځای چړچوبی (تشناب) او د چړچوبي ښیښه یي شفافې دروازې تر شا ځای څاره، پنجرې د ساتونکو کوټو ته مخامخ وې چې کولای یې شو له خپله ځایه ټول بندیان او دې ناولي زندان ته نوي راتلونکي د هغوي په خپلو خونو کې وڅاري.

حقیقت دادی چې تشناب په زندان کې نه و بلکې زندان په تشناب کې و؛ د ماخوستن لمانځه لپاره مې اودس وکړ، لمونځ مې له پړوني، حجاب او سجدو پرته وکړ ځکه چې د پنجرې غولی ناولی و، راتلونکي ورځ یې پړونۍ اوحجاب راکړ ترڅو محکمې ته ورشم. اوږده سفر مسلسل ژړا ټوله شپه د کمود اوبو شڼه هار اوپه اجباري ډول بې خوبۍ مې پر مخ د غم او اندیښنو تصویر جوړ کړی و.

کله چې مې خپل وکیل ته د هغه حالت تصویر وړاندې کړ چې څه ډول یې پړونۍ او حجاب راڅخه لرې کړ او داچې د لمړي ځل لپاره پردیو خلکو بې پردې ولیدم لمونځ مې له حجاب او د غولي د ناولتیا له کبله له سجدو پرته ادا کړ، په هغه ورځ مې نو دټولې نړۍ قهر او غوسه د مخ په کاسه کې راغونډه شوې وه، اوبیا کله مې چې د پنجرې د ناولتیا حال ورته ووایه او هغه هم قضائې پلاوي او حاضرینوته زما د حجاب، په زندان کې د روان وضعیت او د پنجرې په اړه معلومات وړاندې کړل په غونډه کې ټول ګډونکوونکي په قهر شول، او په دې سره وکیل پر دې بریالی شو چې له قضائي پلاوي څخه مې د حجاب امر واخلي او خپلې پخوانۍ پنجرې ته مې واستوي

له محکمې چې را وګرځېدم غوښتل یې یو ځل بیا مې په هغه ناولي مسلخ کې څرمنه راڅخه بیله کړي؛ خو دا ځل مې یې له ځانه سره وپتییله چې خپل حق ترې اخلم ولو که په غاښونو هم وي، پورته شوم او د څلورو ساعتونو لپاره مې په پرلپسې ډول په لوړ غږ د تکبیر او الله اکبر نارې وکړي تردې چې د زندان مدیر مې دیته اړه کړچې راشي او د محکمې قرار ورته وښیم چې بیا همداسې وشو او د خپل حق التزام ته مې اړ کړ.

دا خدیجه خویص ده د أقصي جومات څخه دفاع کوونکې مجاهده خور.

حسبنا الله ونعم الوكيل . إليه المشتكى 

ژباړن: علي أحمد  “راصد”



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

15th December, 2017