تفصیل | شهادت 

15th December, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

راتلونکی کال ۳ میلیونه او ۳ لکه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

2017-12-05

ملګري ملتونه وايي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې به درې میلیونه او درې لکه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په هغه رپوټ کې چې پرون دوشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۳» ملګرو ملتونو خپور کړ ویل شوي چې په افغانستان کې د جګړې له امله کورني بې ځايه شوي او له ایران او پاکستانه ستنېدونکي افغانان مرستو ته ډېره اړتیا لري.

ملګرو ملتونو وویل، په افغانستان کې یوازې په اکټوبر کې د وسله‌والو طالبانو د جګړې له امله ۳۶۰ زره کسان بې کوره شوي دي.لږ تر لږه نهه لکه افغانان چې د جګړې له امله بې کوره شوي.

د رپوټ په حواله، لږ تر لږه ۵۶۰ زره افغان کډوال له ایران او پاکستانه سږ کال خپل هېواد ته ستانه شوي چې په افغانستان کې د بېړنیو مرستو لپاره اړتیا يې لا زیاته کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ ادارې ویلي چې لږ تر لږه نهه لکه افغانان چې د جګړې له امله بې کوره شوي، په ناوړه وضعیت کې په کمپونو کې اوسي.

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ "یو.اېن" د افغانستان د چارو مشرې، فتیحه عبدالله تېره اوونۍ نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه.

فتیحه عبدالله زیاته کړه:

"«یو، اېن، اېچ، سي، ار» خېمې او د نورو موادو مرستې کوي خو په دې برخه کې نړیوالې مرستې هم مهمې دي. موږ د افغانستان له حکومت سره مرستو ته متعهد یو او له نورو مرسته کوونکو ادارو مننه کوم."

ملګري ملتونه وايي، ۴۰ فیصده کوچنیان د ودې لپاره لازم شرایط نه‌لري او په افغانستان کې د داسې ناروغیو له امله چې درملنه یې په اسانۍ ممکنه ده، د کوچنیانو د مړینې شمېر د نړۍ په کچه ډېره لوړه ده.

د ملګرو ملتونو د رپوټ په حواله، په افغانستان کې د روان میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې لږ تر لږه ۲۴۸۰ کوچنیان د جګړې له امله وژل شوي او ۶۰ فیصده کوچنیان له روانې ناکرارۍ ځورېدلي، ځکه د کورنیو غړي يې وژل شوي یا په دوامدار ډول په وېره کې اوسي.

د ملګرو ملتونو په اټکل، د افغانستان د ۳۴ نیم میلیونه وګړو ۳۹ فیصده د فقر د کرښې لاندې ژوند کوي، ۱۰ میلیونه افغانان ابتدايي روغتیايي خدمات نه‌لري او نېږدې دوه میلیونه افغانان په داسې سخت فقر کې چې حتی د خوراک لپاره څه نه شي موندلای، اوسي.

ملګرو ملتونو په خپله کلنۍ څېړنه کې چې سږ دوبی خپره شوه، افغانستان د هغو هېوادونو له ګڼې واېست چې جګړه په کې پای ته رسېدلې او د هغو هېوادونو په کتار کې يې شامل کړ چې جګړه په کې روانه ده.

ملګري ملتونه وايي، د افغانستان د وګړو تر نیمايي زیاته برخه چې ښايي ۱۴ میلیونه وګړي وي، په هغو ولسوالیو کې اوسېږي چې وسله‌والې نښتې پکې روانې دي او امنیت يې خراب دی.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

15th December, 2017