تفصیل | شهادت 

15th December, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د افغانستان بانک او د افغان ملي بانک یو شمېر کارکوونکو د حزب اسلامي له امیر سره وکتل :

فرهنګي او نشراتي څانګه

2017-12-05

د حزب اسلامي امیر ورور انجنیر ګلبدین حکمتیار نن د افغان ملي بانک له رئيس او د افغانستان بانک له یو شمېر کارکوونکو سره په کتنه کې د هېواد په روان اقتصادي، سیاسي او امنیتي وضیعت خبرې وکړې. د افغان ملي بانک رئیس جاوید وفا سوله د هېواد د روان بحران د حل یوازینۍ لاره وبلله او د هېواد په روان ناوړه امنیتي او اقتصادي وضیعت یې خواشیني څرګنده کړه. ښاغلي رشاد پوپل، د هزاربوزو د شورا رئيس حاجي جعفر او حاجي زرغون هم خبرې وکړې دوی هم په هېواد کې سرتاسري سوله او امنیت د هېواد د پرمختګ او سوکالۍ لپاره اړین وبلل. 

د حزب اسلامي امیر ورور انجنیر ګلبدین حکمتیار د هېواد روان څلوېښت کلن ناورین د جګړې، پردیو د لاسوهنې او د هېوادوالو د بې اتفاقۍ له کبله وباله چې لا هم دې ناوړه حالت زموږ هېوادوال له ډول ډول محرومیتونو سره مخ کړي دي، ویې ویل، له بده مرغه جګړه، لوږه، فقر، ناامني، اعتیاد، کډوالۍ او نورو ناخوالو زموږ له هېوادوالو ژوند تروړلی دی، حکومت یې له کابو کولو عاجز او له داخلي ستونزو سره مخ دی. ورور حکمتیار د هېواد د روان بحران د حل لاره سوله او ازادې، رڼې او سرتاسري ټاکنې وبللې چې په وینا یې باید په خپل وخت د یوه ځواکمن بې پرې او اسلام او هېواد ته ژمن کمیسیون لخوا ترسره شي، زیاته یې کړه، د ټاکنو په کمیسون کې د حکومت او نور چا لاسوهنې په هېڅ صورت د منلو وړ نه دي. 

ورور حکمتیار په هېواد کې د شته سیاسي ګوندونو په اړه وویل، د سیاسي ګوندونو شمېر د بهرنیانو په خوښه او غوښتنه تر سلو لوړ شوی، دوی په خپلو هېوادونو کې له دوو یا دریو مقتدرو ګوندونو زیاتو ته د فعالیت او جوړېدو اجازه نه ورکوي خو زموږ په هېواد کې د خپلو شومو موخو لپاره چې د دې واحد او مظلوم ولس ټوټه کېدل یې مهمه هغه ده دومره شمېر ګوندونه جوړ کړی چې ډېری یې پردوی پورې تړلي دي او د دوی پر مرستو د دوی د ګټو لپاره کار کوي چې دغو ګوندونو اوس په ولس کې خپل اعتبار او حیثت له لاسه ورکړی دی. 

ورور حکمتیار د حزب اسلامي په اړه وویل، حزب اسلامي په هېواد کې پنځوس کلنه جهادي او سیاسي مخینه لري او د خپل سپېڅلي هدف لپاره د نړۍ له دوو زبرځواکونو سره له اوږدې او سختې مبارزې بریالی راوتی، اوس یې په ټولو برخو کې وضیعت تر پخوا ځواکمن او غښتلی دی، د خپل سپېڅلي هدف لپاره به تل چې د اسلام حاکمیت او د ګران هېواد خپلواکي ده د هېواد په ټولو پېښو او جریاناتو کې ځواکن او ټاکونکی رول ولري. 

د حزب اسلامي امیر «د ملي تفاهم مجمع» چې د حزب اسلامي لخوا د هېواد د روان بحران د حل لپاره جوړه شوې عملي طرحه ده چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې ټولو ښکېلو اړخونو ته په کې د بحث او خبرو وړاندیز شوی، د ځینو هغو اړخونو لخوا چې په جګړه پانګونه او ټینګار کوي او خپلې ناولې ګټې په جګړه او د دې مظلوم ولس په تباهۍ کې لټوي؛ لا تر اوسه ځنېډلې او نابریالۍ وبلله. 

د حزب اسلامي د امیر دفتر – فرهنګي او نشراتي څانګه 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

15th December, 2017