تفصیل | شهادت 

15th December, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

اسلامی سیاست _ ۴ برخه:شرعي سیاست د اسلام د سپیڅلي دين يو فصل دې

ژباړن:استاد قريب الرحمن سعيد

2017-12-06

شرعي سیاست

د اسلام د سپیڅلي دين يو فصل دې :

لیکوال: مولوي ګرهررحمن

(حَدَّثَنِي مُحَمَّدُ بْنُ بَشَّارٍ حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ جَعْفَرٍ حَدَّثَنَا شُعْبَةُ عَنْ فُرَاتٍ الْقَزَّازِ قَالَ سَمِعْتُ أَبَا حَازِمٍ قَالَ قَاعَدْتُ أَبَا هُرَيْرَةَ خَمْسَ سِنِينَ فَسَمِعْتُهُ يُحَدِّثُ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّې اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ كَانَتْ بَنُو إِسْرَائِيلَ تَسوسهُمْ الْأَنْبیاءُ كُلَّمَا هَلَكَ نَبِيٌّ خَلَفَهُ نَبِيٌّ وَإِنَّهُ لَا نَبِيَّ بَعْدِي وَسَيَكُونُ خُلَفَاءُ فَيَكْثُرُونَ قَالُوا فَمَا تَأْمُرُنَا قَالَ فُوا بِبَيْعَةِ الاول فَالاول أَعْطُوهُمْ حَقَّهُمْ فَإِنَّ اللَّهَ سَائِلُهُمْ عَمَّا اسْتَرْعَاهُم .)

 [ ابوحازم سلمان الاشجعې رحمة الله عليه ويلي  چې زه پنځه کاله دسیدنا ابوهريره رضې  الله تعالی  عنه په مجلسونوکې شريك وم ،ما د هغه نه اوريدلې چې رسول الله صلې الله عليه وسلم فرمايلي دي د بنې  اسرائيلو سیاست د هغو د پيغمبرانو عليهم السلام په لاسونوکې و، كله به چې يو پيغمبر وفات كيده نوپه ځاې به ئې بل پيغمبر راته، زما څخه وروسته بل پيغمبرنه راځي- خو زما خلفاء استاذې به موجود وي دا خلفاء به كله ديوه نه زیات هم وي. صحابه كرامو (رضې  الله عنهم اجمعین)  ترې پوښتنه وكړه چې د داسې حالاتوپه اړه به مونږ ته ستاسو حكم څه وي؟ هغه وفرمايل : د هغه بيعت پوره کړې چې لومړې ځل ورسره بيعت شوې وي [ ترمخه ټاکل شوې وي] ، دخپلو خلفاو د اطاعت او فرمان  وړنې  حقوق اداکړئ    ځکه الله جل جلاله به د   هغوی نه د هغوی د رعيت په اړه پوښتنه وکړې[1] ].

د نبې اكرم صلې  الله عليه وسلم د دې حديث څخه دا را په ډا ګه   کیږي چې سیاست د انبیاء عليهم السلام او پيغمبرانو عليهم السلام دنده   او مسؤليت و خو د نبوت د پاې ته رسيدونه وروسته دا مسؤلیت د هغوی د خلفاو په اوږو ايښول شوې دې- نوښکاره ده چې هرهغه كار چې د انبیاؤ په فرايضوکې شامل وي نو هغه د اسلام يوه برخه وي. د نبیانو  او د هغو د خلفاؤ   اصلي وظيفه ددين قائمول دي نو هغه كار چې دين پورې نه  وي تړلې   هغه په انبیاؤعليهم السلام پورې هم نه تړل کیږي .

یو شمیر وګړي  چې د اوسنۍ  زمانې د سیاست لوبغاړي او د اخلاقو او تهذيب نه لرې سیاست  کې  ککړ دي  خلک  یې د سیاست د كليمې نه هم نفرت کولو ته اړ کړي دي ، خو د سیاستوال د خپل غرضۍ او ورانكارۍ په اساس د سیاست د كليمې  څخه نفرت كول د عقل او پوهې نه لرې خبر ده، لكه څنګه چې علم په دوه برخوويشل کیږي:

 (۱)نافع علم [گټه وره پوهه] او(۲)غيرنافع علم [بېګټې یا مضره پوهه].

 همدا راز علماء اوپوهان هم په دوو برخو ويشل کیږي ، (۱)ربانیين علماء  او(۲) سؤ علماء، نو همدا راز سیاست هم په دوه برخو ويشل کیږي، لومړې هغه سیاست دې چې د شريعت د اصولو او احكامو پابند وي، ددیني سیاست په نوم یادیږي اوبل هغه سیاست دې چې د دين او اخلاقو د قيد نه اّزاد وي نوهغه ته جاهلي سیاست ويل کیږي چې دغه دویم ډول سیاست په حقيقت کې د واك او قدرت په سر جنګ  او جګړې ته  ویل کیږي – نو د دې ډول سیاست  كونكو او سیاسي تجارانو چې څومره بدۍ بیان کړل شي بیا هم كمه ده. او په ځاې دې چې يومسلمان ددې  ډول سیاسي دلالانو څخه لرې او ترې کرکه وکړي او دا د ايمان غوښتنه هم ده .خو د شرعي اصولو په بنسټ ولاړ سیاست پخپله دين او د انبیاو فريضه ده، نو ددې ډول سیاست  نه نفرت كول اویا ترې لريوالې کول په حقيقت کې ددين ديوې څانګې څخه لريوالې کول دي .

په پورتنې مبارك حديث کې " د تسوسهم الانبیاء " دكلمو تشريح حديث پوهانو په دې ډول کړې ده :

( اې تتولې امورهم كما تفعل الامراء والولاه باالرعيه و السیاسة القیام علې الشيء بما يصلحه و ذالك لانهم كانوا اذا اظهروا الفساد بعث الله نبیا يزيل الفساد عنهم و يقيم لهم امرهم و يزيل ما غيروا من حكم التوراة)

[د بني اسرائيلو   پيغمبرانو عليهم السلام د هغوی د امورو نظم ونسق په داسې ډول جوړاوه   لكه څنګه چې حكام د خپل رعيت د امورو نظم او نسق جوړوي ، نو سیاست د يو شي د اصلاح له پاره د عزم او استقامت څخه عبارت  دې ،دا سیاست  پدې ډول و  چې كله به چې خلكو په فساد لاس پورې کاو ه نو الله جل جلاله به هغوی ته خپل نبي عليه السلام  ورلیږه ترڅود فساد مخه ونيسي، هغه به  د هغوی د حالت د ښه كولو هڅه كوله اود هغو تحريفاتو او تغيراتو تصحیح  به یې کوله  چې هغوی به  په تورات کې  راوړي و] .

امام ابن جوزې رحمة الله چې په ۵۹۷ هجري قمري كال کې وفات شوې دارنګه فرمايې :

[شيطان د وخت حاكمان غولوي او دې ته ئې هڅوي چې په سیاسي امورو کې د خپل نظر مطابق عمل وکړي ،هغوی هم د همدې شيطاني وسوسې په اساس د شريعت په ځاې په  خپل نظر او وګړېز فكر عمل کوي او دا غټه تيروتنه ده ځکه چې شريعت الهي سیاست دې او دا شوني  نه ده  چې په الهي سیاست کې دې كومه نيمگړتیا موجوده وي اود هغې نيمگړتیا په اساس دې د مخلوق جوړ کړي سیاست ته اړتیا  شتون  ولري. 

 الله جل جلاله فرمايي:

(مَافَرَطنَافِې  الكِتابِ مِن شَيءٍ)

[ مونږ په كتاب کې د هیڅ شي كمې او نيمگړتیا نه ده پرې ايښې ] [2]

هر هغه څوك چې د دې بې دينه سیاست دعوه كونکې وي نوهغه په اصل کې په شريعت کې د نيمگړتیا دعوه كونکې دې او دا د كفرخبره ده.

حافظ ابن قيم رحمة الله عليه چې په ( ۷۵۱) هجرې قمري كال کې وفات شوی لیکي : (ولا نقول ان السیاسة العادلة مخالفة للشرعية الكاملة بل هې جزء من اجزائهاو باب من ابوابها و تسميتها سیاسة امراصطلاحې والا فاذا كانت عدلا فهېمن الشرع)

 [ مونږدا نه وايوچې دا عادلانه سیاست دكامل شريعت په خلاف دې بلكه دا د شريعت د اجزاوْ څخه يوجز دې اود ابوابو څخه یې يو باب نو دې ته سیاست ويل يوازې يوه اصطلاح ده اوكه نه كله چې د عدل او انصاف خبره شي نودا د شريعت يوه برخه ده[3]].

د «معين الحكام»  اقتباس ترمخه نقل شوي چې ويلي یې و : [د شرعي سیاست خپلول واجب دي  او د هغه مخالفت كول د شرعي نصوصو او د راشدينوخلفاؤ  د نه منلو  سره برابر    دي  .]

ابن نجيم مصرې حنفي رحمة الله  د« مقريزې »د كتاب الخطط په حواله لیکي چې : ( والسیاسة نوعان سیاسة عادلة تخرج الحق من الظالم الفاجر فهې من الشرعيه علمها من علمها وجهلها من جهلها و قد صنف الناس فې السیاسة الشرعية كتبا متعدده و النوع الاخر سیاسيه ظالمة فالشريعه تحرمها)

 [ سیاست دوه ډوله دې،عادل سیاست چې ددې سیاست په واسطه د ظالم او فاجرڅخه د مظلوم حق واخستل شي او دا د شريعت يوه برخه ده - هغه څوك چې پوهیږي او هغه څوك چې نه پوهیږي ، که  پیژني ئې او که نه ئې پیژني. او ليكوالانو ددې شرعي سیاست په اړه ډیرې ليكنې   کړې بل ډول ئې  ظالمانه سیاست دې چې د شريعت لخوا حرام ګرځول شوي[4].]

 


[1] -  صحيح بخارىكتاب الانبياء باب ماذكر عن بنىاسرائيل 2 ټوک 491 مخ - صحيح مسلم كتاب الاماره باب وجوب الوفا ببيعه الخليفه .

-[2]  تلبيس ابليس اوم فصل.

-[3]  الطريق الحكميه لابن القيم رحمه الله عليه 17 مخ - اعلام الموقعين 4 ټوک

[4] - البحرالرائق كتاب الحدود حد السرقه 5 ټوک 776مخ

 

د شرعي سیاست  ډولونه   :

 

اوس نودا خبره پوره  روښانه   شوه چې[Poltics] پوليټكس يوازې د حكومت په چلولو پورې تړلې دې خو د عربي ژبې د سیاست په كليمې  کې ټول ښیګنړیز، اصلاحي او تأدیبې تدبيرونه شامل دي  په دې اساس دا په لاندې  توګه  په څو ډولونو ويشل كيداې شي

  1. سیاسة النفس : د نفس د اصلاح تدبيرونه، ترڅو خپله كړنه اصلاح کړې.
  2. سیاسة البيت : په ښه توګه دخپل كور د امورو د پرمخ وړلو تدبيرونه .
  3. سیاسة المنزل : په ښه توګه   دكورني  نظام د چلولو تدبيرونه .
  4. سیاسة الوعاظ: د ښوونې او روزنې او وعظ اونصيحت په واسطه د ټولنې د اصلاح كارپه غاړه اخستل.
  5. سیاسة مدينه : په ښه توګه د حكومت د نظم ونسق چلول .
  6. سیاسة الدواب : د حيواناتو تابع كول اود هغونه په ښه طريقې سره دكاراخستلو تدبيرونه .

امام غزالي رحمة الله چې په( ۵۰۵) کې وفات شوي د سیاست د اهميت او ډولونو په  اړه  لیکي :

[د انسان د اصولي اعمالو څخه تر ټولو لوړ او مهم عمل د سیاست هنر او فن دې ، د همدې عمل په واسطه په  خلكو کې محبت ، مينه او يووالې را پيدا کیږي او اصلاح ئې صورت نيسې ،او د همدې  لارې خلكوته هغه لارښوول کیږي چې په هغې باندې د تللو په اساس هغوی د دنیا او اّخرت بریاوې   لاس ته راوړې شي .]

  سیاست څلور مرتبې لري :

۱-(السیاسة العلیا) [ لوړاو اعلې سیاست ] :

 دا د انبیا ْو سیاست دې چې د هغې له مخې  د خلكوښکاره  او پټه  اصلاح کیږي ، دا سیاست په هرخاص او عام پورې تړلې دې، د دې سیاست په واسطه په ښکاره توګه د احكامو او قوانينو نفاذ او انتظام صورت نیسي ا ود هغې د ښوونې  او روزنې له مخې د خلكو په زړونوکې نيك صفات او غوره اخلاق   ځاې  پيدا کوي .

۲-(سیاسة الخلفاء والملوك) [ د حكامو سیاست ] :

كه څه هم د هغوی سیاست د هرخاص او عام وګړي له پاره وي خو د هغوی حكم ئې يواځې په ظاهري ژوندکې چلیږي ، خو په پټه او زړونوحكومت كول د هغوی په واک  کې نه دې [مګردا چې حاكم عادل، متقې ، زاهد او د نرم زړه خاوندوي ] .

۳-(سیاسة العلماء والفقهاء) [ علما وْ او فقهاو سیاست ] :

 د هغوی سیاست د مادي قوت نه پرته د ښوونې اوروزنې  په اساس صورت نیسي ځکه چې هغوی حاكميت نه لري  مګر ذهین خلك اود علم مينه وال ورڅخه گټه اخلي او د هغوی فقيري خپل ځانته پادشاهي ګڼي، د اسلام په تاريخ کې داسې علماء ډیر تير شوي دي او اوس هم شته چې خلك ئې د پاشاهانو څخه زیات احترام کوي او حكم ته ئې د حكمرانانو د حكم نه   ډیر اهميت ورکوي .

۴-(سیاسة الوعاظ) [ د خطيبانواو واعظانو سیاست ] :

 دوي د وعظ ، نصيحت او خطابت په واسطه د خلكو اصلاح کوي  او د خلكو زړونو تسخيروي او حكومت پرې کوي[1] .

 

د سیاست په هکله د « اخوان الصفاء» بیان کړې  ډولونه  :

په څلورمه پیړۍکې د اخوان الصفاء ټولنې، سیاست د يو ځانگړي  فن  په شكل معرفې کړې و  که  څه   هم  د هغوی ځینې افكار بې لارې  كوونکي هم و خو دې ټولنې د سیاست علم د اخلاقو د علم يوه څانګه ګرځولې ده ،ددې علت دا دې چې دا خلك تر ډیره  ځایه  پورې، «   د افلاطون( ۳۴۷ د ميلاد دمخه)  »، دنظریاتو  تر  اغیز لاندې وو .

افلاطون په خپل كتاب« الجمهورية» او په بل كتاب« النواميس» کې د سیاسي بحثونو او څيړونو په وخت  کې د اخلاقو یادونه هم کړې ده .  [د هغه په  آند، يو نمونه  سیاستپوه او مثالي حكمران هغه دې چې د علم اوفلسفې  له اړخه  هم په ټولو برلاسې وي اود اخلاقواو اعمالوپه اساس هم د ټولوترمخه وي .]

د اخوان الصفا د رسالو په اومه ګڼه  کې سیاست په پنځو برخو ويشل شوې :

۱-( السیاسة النبوية) [ دانبیاؤ  سیاست ] :

دا سیاست په پاكو او مقدسو اصولو بناء شوي چې د فاسدو افكارو او انګیرنو څخه د انسانې نفسونو د ساتنې لاره او علاج په ګوته کوي.

۲-( السیاسة الملوكية) [ دحاكمانو سیاست ] :

 دا سیاست د شريعت ساتنه کوي په نيکۍ حكم کوي او د بديوڅخه مخنيوي کوي. شرعي سزاگانې او حدود نافذوي ،د ظلم مخه نیسي ،د دښمنانو جرړې پرې کوي او د نيكو خلكوكومك اوبسپنه کوي . دا د پيغمبرانو ، خلفا ْو او نيك خويه عادلوحاكمانو سیاست دې كوم چې د هرې معاملې پریکړه  د حق او انصاف په بنیاد سره کوي .

۳-( السیاسة العامية) [ د پرگنو سیاست ] :

داهغه  سیاست او واك دې چې كوم سردار ته د خپلې قبيلې په خلكو،یا د ښار په اوسيدونكو د ښار واكدارانو ته ،اویا په عسكرو   د هغوی قوماندان ته ور په  برخه  شوې وي .

۴-( السیاسة الخاصية) [ دكورنۍ  چارو سیاست ] :

 دا هغه  واك دې چې هر انسان ته په خپل كورکې ور په برخه شوې ، هغه دکورنۍ د  نظم د جوړښت له پاره  هر هغه  تدبير تر لاس  لاندي نیسي  چې ورته  اړتیا  ولري ، اوهغه لارې خپلوي چې دهغوی  له مخې یې  اقتصادې اړتیاوې  پوره کیږي . دا په اصل کې وګړېز او كورنې سیاست دې .

۵-( السیاسة الذاتية) [ د خپل نفس داصلاح سیاست ]:

 دا سیاست د نفس او اخلاقو سره اړه لرې دا په اصل کې د خپل نفس محاسبه ده چې د هغې په اساس انسان هروخت د خپلوكړو او ويناړ ، پټو او ښکاره اعمالوحساب کوي[2] .

 امام فخرالدين رازې رحمة الله ،چې په ۶۰۶ هجرې كال کې مړ شوي، سیاست ئې په څوبرخوويشلې  دې :

۱- (سیاسة الملاك) [ دمالكانوسیاست ] :

دا هغه سیاست دې چې مالكانوته په خپلو ملكيتونوکې وربرخه شوې وي  يعنې د خپل ملكيت او جائيداد نظم اونسق پرمخ وړل .

۲-( سیاسة الملوك) [ د حاكمانو سیاست ] :

د مادي ځواك او حاكمانه واك سره د هيواد چارې او د رعيت د معاملاتو نظم او نسق پر مخ بوتلل .

۳-( سیاسة الملائكة) [ د پريښتو سیاست ] :

د الله جل وعلې شانه د حكم اود هغه دوركړل   شوي  ځواک په واسطه په مخلوقاتوکې د ډول ډول دندو ترسره کول..

۴-( سیاسة ملك الملاك )[ دپادشاهانود پادشاه سیاست ] :

 دكائناتو د پيداكوونكي تكويني نظام چې هغه ئې په خپل قدرت سره پرمخ وړي .

سیاست د انسانې فطرت غوښتنه ده:

 (هوَ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَجَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا لِيَسْكُنَ إِلَيْهَا )

[د الاعراف سورت ۱۸۷اّيت]

[ همدغه « الله جل جلاله » هغه ذات دې چې پيداكړ يې تاسې له يوه نفس څخه، اوپيدا کړې ئې ده لدې نفس څخه ښځه،  ددې له پاره چې  تاسې د هغې سره اّرام پيداکړئ ] .

د« ليسكن »كلیمه په  دغه  رواني  حقيقت دلالت کوي  چې ټولنيز ژوند د انسان د فطرت غوښتنه ده. اّدم عليه السلام ئې جنت ته لیږلې و چيرته چې اّرام او سكون او هر ډول اسانتیاو شتون  درلود خو الله جل جلاله د انسان پدې فطري غوښتنې پوه و چې دا «انسان» يوازیوالې نه شي زغملائې، نوپه همدې خاطرئې د هغې جوړه «ښځه »د هغه د جنس نه پيدا كړه ترڅو دواړه  په ټولنيز ژوند  کې   آرام  او سکون  تر لاسه  کړي .

اّدم اوحوا عليهما السلام دواړو تر هر څه  د مخه  (سیاست البيت) [ د كور نظام ] برابركړ چې  بنسټ  یې  نه  د ودانۍ په   تړون ایښول شوې و، نه په ميراثي پادشاهۍ،اونه د ظلم او ناروا په حكومت ، بلكه دا د انسانې فطرت غوښتنه وه. د هغوی دواړو ترمنځ د ميړه او ښځې نه پرته د اّمر او مامورپه څیر تړون هم و- نوپه دې اساس یې  ځمکې ته د راليږلو سره سم   ور ته د سیاست او ریاست [كورنې ریاست ] اصول هم وروښوول- او د ځمکې په سرئې د شتو شیانو نومونه  هم ور په ګوته کړل- دهغوی ټولنه  د ځمکې په سر د انساني ټولنې لومړنې فطري او ساده حكومت و- خوكله چې د انسانانو شمير زیات شو نو "سیاست البيت " په " سیاست المنزل " [ دكورنۍ سیاست ] اوبیایې په   "سیاسة مدينة" [ولسي  سیاست]  بدلون و موند.

ترلسو پيړيو پورې همدا نظم د يوڅو وړو خرابيو نه پرته په ډیره ښه توگه پرمخ روان و  خو د هغې نه وروسته د شرك او دنیا پالنې ناروغتیا د  وبا په څیر  راگډه شوه چې د اصلاح له پاره ئې نوح عليه السلام راواستول شو.

ابن الائير رحمة الله عليه ،چې په(۶۳۰)هجرې كال کې مړ شوي، دارنګه فرمايي(وكان اّدم عليه السلام مع ما اعطاه الله  من الملك نبیا  رسولاً الې ولده و انزل الله عليه احدې  وعشرين صحيفه كتبها اّدم بيده علمه ایاها جبريل عليه السلام)

 [اّدم عليه السلام ته الله جل جلاله د ځمکې په سرحكومت ورکړې و، خوددې تر څنګ هغه د خپل اولاد له پاره نبي او رسول هم و، په  هغه   باندې الله  جل جلاله يوويشت صحيفې نازل کړي دي چې هغه د جبرائيل عليه السلام د ښوونې په اساس په خپل لاس لیکلې وې ] [3] .

(وصارت الریاسة من بعد وفاة  اّدم لشيث فانزل الله عليه فيما روي عن رسول الله خمسين صحيفة)

 [ د اّدم عليه السلام د مړينې څخه  وروسته د ریاست چارې د هغه زوی شيث عليه السلام ته وسپارلې شوی چې الله تعالی جل جلاله په هغه پنځوس صحيفې را نازلې  کړې وی  لكه څنګه چې د رسول الله صلې  الله عليه وسلم څخه روايت دې ] [4].

( وقام انوش بعد مضې ابيه شيث عليه السلام لسبيله بسیاسة الملك و تدبيرمن تحت يديه من رعيته مقام ابيه ولم يزل علې ما ذكرعلې منهاج ابيه لا يوقف منه علې تغيير و لاتبديل وكان جميع عمرانوش فيما ذكراهل التوراة تسع مائه سنة  وخمس سنين)

 [ د شيث عليه السلام د تلو نه  وروسته د هغه زوي انوش د ملکي سیاست او د رعيت د نظم ونسق دبرابرولو له پاره د خپل پلار په ځاې كيناست ، انوش د خپل پلار په لاره اوطريقه صحيح  روان و او د هغه په سیاست کې  د هیڅ ډول بدلون نښه را برسیره نشوهد تورات د پيروانو  وينا ده چې د انوش عمر د(۹۵۰)کاله و].  

د تاريخ په كتابونو کې د ملك ، ریاست، او سیاست كلیمات راغلي چې د هغې نه دا معلومیږي چې[ انسان په ځمكې د قدم ايښودو سره سم يو ساده حكومت جوړکړې و .]

د انسان د کلیمې لغوي څيړنه : .................

 


-[1]  احياء العلوم كتاب العلم لومړى باب لومړى ټوک 9 مخ

[2] - رسائل اخوان الصفاوخلان الوفا 7 رساله 1957عيسوى كال د بيروت چاپ

[3]  الكامل لومړى ټوک 48 مخ 1965 عيسوى كال بيروت چاپ

[4]  تاريخ طبرى لومړى ټوک 74 مخ 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

15th December, 2017