تفصیل | شهادت 

15th December, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

هغه امت اوس هغسې نه دی!

محمد وقايت الله

2017-12-07

د تاريخ زرينې پاڼې چې د چا په نومونو ښکلې شوي دي او د تاريخ په منځ کې چې څوک د ډېرو وياړونو، کارنامو او مجدونو خاوندان دي، هغوی اوس هغسې نه دي.

هغوی چې پرون په خپله آزاد وه او د نورو د آزادۍ بوللې ېې ويلې، نن په خپله د غلامۍ په زنځيرونو تړل شوي دي او د خپلې غلامۍ او آزادۍ تر منځ د بېلتون احساس هم نه شي کولای، د نورو آزادي خو لا ډېره لرې خبره ده.
هغوی چې پرون د هر مثبت ډګر مخکښان او سرلاري وو، په خواشينۍ سره نن د وروسته پاتې والي په اور سوځي او هېڅ نه پوهېږي چې خپل له لاسه وتلی پت او پرمختګ څنګه يو ځل بيا لاسته راوړي، تر څو خلکو ته وښايي چې زمونږ موخه څه ده او ستاسې ليد بايد زمونږ په اړه څه وي؟

هغوی چې پرون ېې د حجاز په شګلنه زمکه کې د نفرتونو ريښې وباسلې، خلک ېې د يوبل سره وروڼه کړل، د خلکو زړونه ېې د يوبل په مينه ډک کړل او د خلکو تر منځ ېې په يوبل د باور کچه زياته کړه، نن په خپله خاورينه ځمکه د نفرتونو ريښې پالي، نن هڅه کوي چې يو مسلمان له بل مسلمان سره واچوي، نن غواړي چې د خلکو ترمنځ واټن زيات کړي، بې باوره ېې کړي او په بلا زياتو نفرتونو کې خپله هم ښکېل دي او د نورو د رانيولو لپاره هم هڅې کوي.

هغوی چې پرون ېې د نړۍ ناامنه سيمې له امن او ټېکاو څخه برخمنې کړې، نن په خپله د بدامنيو ښکار دي او د خپل ورور د ضرر له امله د شپې خوب نه لري او د ورځې د حلالې روزۍ کوم درک.

هغوی چې پرون اوسېدل، له ننيو څخه غوره دي او شايد نني به له سبانيو غوره وي، مګر که الله تعالی وغواړي، ځکه څومره چې څوک د برکتي او غوره پېړيو يعنې: خيرالقرون ته نږدې وي، هومره به د نېکيو د لاسته راوړو په چل د پوهېدلو ښه توان لري او څومره چې څوک شرالقرون کې وروسته راځي او ډېر پاتې کېږي، نو په ډېرو فتنو کې ېې د غورځېدو وېره وي.

هغوی چې پرون ېې د نړي واګي په خپل لاس کې اخيستې وې، په ټوله دنيا ېې راج چلېدو او ټولې دنيا ورته د احترام ښکارونه کړي وه، نن هغسې نه دي، نن د هغوی واګې بل چا په لاس کې اخيستي او څه چې ېې زړه غواړي پرې کوي ېې.

هغوی چې د قانون پيلامه ېې په اقرء شوې ده او پرون د علم، قلم او کتاب ستوري وو، نن هغسې نه دي، نن نه يوازې دا چې له لوست لرې دي، ليک ېې هم پرېښې، علم، قلم او کتاب هر څه ورته بې ارزښته ښکاري او د اقرء پرونی امت نن د لوستونکي امت په نومولو سره نه ارزي، ځکه چې پرون ېې غوڅ اکثريت له علم برخمن ؤ او نن مو غوڅ اکثريت له رښتيني علم بې برخې دی.

هغوی چې چارواکي به ېې د تواضع بېلګې وې، شپه او ورځ به ېې د ولس په خدمت تېرولې او د ولس لپاره به ېې د خپلو وختونو، استعدادونو او شتمنيو سرښندنه د ځان لپاره نېکمرغي ګڼله، نن له هاغسې چارواکو محروم دي، نن ېې د واکمنو تر ټولو ستر هدف د خپلو جېبونو ډکول او د خپلو شهوتونو پالل دي، نن که د ولس خدمت هم کوي يوازې د ولس په سترګو کې د خاورې د شيندلو په خاطر دی، نن ېې په واکمنو کې داسې خلک هم شته چې شايد غرور ېې د موسی عليه السلام له فرعونه کم نه وي.

هغوی چې پرون ېې د غوره اخلاقو له کبله ډلې ډلې خلک مسلمان کېدل، په خواشينۍ سره چې نن ېې د اخلاقي تعامل کچه هومره نه ده او ورځ تر بلې ېې اخلاق مخ په ځوړ روان دي.

هو، هغوی چې پرون څنګه وو، نن هاغسې نه دي، نو ځکه خو ورته خپلې پرونۍ شېبې چې په نېکمرغيو، برياوو او پرمختګونو رنګينې وې، د يو داستان په توګه پاتې دي او د هغې له برکت څخه اوس ډېر لږ برخمن دي، ځکه د پرون خلک په پروني سوغات ښاييدل او د نن خلک لا د هغې ډالۍ جوګه شوي نه دي!



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

15th December, 2017