تفصیل | شهادت 

15th December, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د مشرانو جرګې دوهم نائب او يو شمېر سناتورانو د حزب اسلامي له امير سره وکتل :

د ح ا ا د فرهنګي چارو رياست

2017-12-07

د مشرانو جرګې دوهم نائب ډاکتر محمد آصف صديقي او يو شمېر سناتورانو د چهار شنبه په ورځ د حزب اسلامي افغانستان له امير انجينر ګلبدين حکمتیار سره په کتنه کې د هېواد په روانو سیاسي او امنيتي حالاتو او راتلونکو پارلماني ټاکنو مفصلې خبرې وکړې.

په دې کتنه کې چې د حزب اسلامي د مشر په هستوګنځي کې ترسره شوه، د مشرانو جرګې دوهم نائب ډاکتر محمد آصف صديقي د سولې په برخه کې د ښاغلي حکمتیار هلې ځلې وستايلې او د جګړې په ژر پای ته رسېدلو يې ټينګار وکړ.
ورپسې په مشرانو جرګه کې د کاپیسا استازي سناتور مولوی غلام محي الدین منصف خبرې وکړې او له ښاغلي حکمتيار څخه يې وغوښتل، چې په دولتي ادارو کې د يو شمېر وړ او په کار پوه کسانو د ګمارنې لپاره هڅې وکړي. 
نوموړي زياته کړه د حزب اسلامي غړو په تېرو څو لسيزو کې ستونزې او محروميتونه ګاللي دي او دوی ته بايد په دولتي ادارو کې د خدمت کولو موقع ورکړل شي.
دغه راز ښاغلي منصف د حزب اسلامي لخوا د يو پوهنتون او يو تلویزیون د جوړولو غوښتنه هم وکړه او زياته يې کړه چې په فرهنګي او مطبوعاتي برخه کې د حزب اسلامي رول بايد غښتلی وي.
د حزب اسلامي مشر د دوی د خبرو او مشورو تر اورېدو وروسته وویل، حزب اسلامي په ملت کې ژورې ريښې لري او د نورو ګوندونو په پرتله د ملت له اعتبار نه برخمن دی او لامل يې دادی چې دوی خپل ثبات ساتلی او په خپلو تعهداتو ټينګ ولاړ دي.
ښاغلي حکمتیار څرګنده کړه، نور ګوندونه په اقتدار کې دي، خو د ملت له کرکې او نفرت سره مخامخ دي، خو په حزب اسلامي کې د هېواد نېک او صالح خلک راټول شوي دي او همدا لامل دی چې ورځ تر بلې د خلکو د ملاتړ کچه لوړيږي.
د جهاد او آزادۍ رهبر وويل، یو شمېر کړۍ هڅه کوي، په دغه هېواد کې د سولې بهیر ناکام کړي، د ټاکنو د ترسره کېدو مخه ونيسي او حکومت سقوط کړی، خو د دوی شمېر ډیر کم دی او په ملت کې يې خپل اعتبار او اعتماد له لاسه ورکړی دی.
هغه دا هم وويل چې دغه ډلې د ټاکنو د ترسره کېدو څخه په ويره کې دي، ځکه دوی پوهيږي چې حزب اسلامي په ټاکنو کې بريا ترلاسه کوي، نو هڅه کوي چې د ټاکنو د ترسره کېدو مخه ونيسي.
ښاغلي حکمتيار د ټاکنو په کمېسيون کې وروستيو بدلونونو ته په اشارې وويل، چې دغه بدلونونه د حکومت په غوښتنه د بهرنيانو لخوا رامنځته شوي او لامل يې دادی چې ددې کمېسيون ډیری غړي د حزب اسلامي اړوند کسان دي.
ورور حکمتيار څرګنده کړه، موږ غواړو چې ټاکنې په خپل وخت ترسره شي، جګړه پای ته ورسيږي او ټاکنې له روان بحران څخه د وتلو وسيله وګرځي .
د حزب اسلامي مشر له خلکو وغوښتل چې په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې په اسلام او هېواد مئين، نيک او غوره کسانو ته رایه ورکړي، تر څو په دې توګه د خلکو د خوښې پارلمان رامنځته شي.
د حزب اسلامي مشر زياته کړه، د پوهنتون او يو تلویزیون د جوړولو لپاره ابتدايې ګامونه اوچت شوي او تعليمي مؤسساتو ته ځانګړې پاملرنه کوي.

د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي چارو رياست
مطبوعاتي څانګه



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

15th December, 2017