تفصیل | شهادت 

15th December, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

بیت المقدس د ابراهیمي ادیانو مرکز

2017-12-08

بیت المقدس په تورات کې د ( اورشلیم) په نوم یاد شوی دی. په تیرو شاوخوا ۴۰۰۰ کلونو کې پر دې ښار د دریو اسماني کتابونو پیروانو تل مخالفت سره کړی دی.

د قدس پر ښار لږ تر لږه ۱۶ ځله داسې ستر بریدونه شوې دي چې یا یې پخواني استوګن له یو مخه وژل شوي، یا شړل شوي یا پکې دین بیخي بدل شوی دی.

په تورات کې راغلي دي چې خدای پاک یعقوب بن اسحاق بن ابراهیم د اسراییل په نوم یاد کړی دی. د همدې لپاره په تورات کې د یعقوب ع اولادې ته بني اسراییل خطاب شوی دی.

بیت المقدس هغه وخت مشهوره شو چې موسی ع د خدای په امر له خپلو لارویانو سره پر قدس حمله وکړه او دا ښار یې د موسویانو د توحید مرکز کړ.

د قدس له فتح سره مخالفتونه شروع شول، نژدې څلویښت کاله وروسته د موسی ع لومړي خلیفه یوشع بن نون قدس بیا دا سیمه فتح کړه.

وروسته بیا داوود ع جالوت له منځه یووړ او یو ځل بیا بني اسراییل د داوود ع په مشرۍ متحد شول.

داوود ع نیت وکړ چې په بیت المقدس کې جومات ودان کړي خو د داوود ع په زمانه کې دا کار ترسره نه شو. کله چې د داوود ع زوی سلیمان ع پاچا شو هغه دا جومات ودان کړ. دغه جومات اوس د سلیمان په هیکل مشهور دی، په دې ځای کې تر ۵۸۷ م کال پورې یهودیانو عبادت کاوه. دغه عبادتځای بیا د بخت النصر بابلي له لورې تخریب شو. یهودیانو نن سبا دغه ځای بیا ودان کړی دی.

قدس نژدې درې پیړۍ د ابراهیمي توحید مرکز و او د تورات احکام پکې پلي کیدل. بیا د بابل پاچا پر قدس واکمن شو. یهودیانو بغاوت وکړ. د بابل پاچا بغاوت وځپه او د تاریخي روایتونو له مخې شاوخوا ۵۰۰۰ یهودیان یې ووژل د قدس نور استوګن یې غلامان کړل او بابل ته یې بیولل. دغه کسان شاوخوا ۱۲ کاله په بابل کې اسیران وو بیا دا کسان خوشي شول او بیرته اورشلیم ته ستانه شول چې هلته یې یوځل بیا د سلیمان هیکل جوړ کړ.

کله چې یهودیان د بابلیانو له لورې وځپل شول تر هغه وروسته بیا کمزوري شول، کله به د مصر فرعونانو پرې واک چلاوه او کله به هم د روم واکمنان پر حاکمان وو.

د عیسی ع له راتګ سره یهودیان له رومیانو سره متحد شل. د عیسویت له خپریدو وروسته شاوخوا ۲۰۰ کاله یهودیان له عیسویانو سره په نښتو وو. په ۲۵۰ میلادي کال کې چې کله د روم پاچا عیسوی شو، یهودیان هم تسلیم شول او د قدس ښار یې عیسویانو ته پریښود. له ۲۵۰ م تر ۶۲۰ م کلونو پورې قدس د عیسویانو په لاس کې و او پر یهودیانو یې بندیز لګولی و چې قدس ته ورشي. یهودان په دې پیړیو کې سره تیت پرک وو، دوی په مکه مکرمه، مدینې منورې، عراق، خیبر، یمن، یو شمیر په ایتالیا، اسپانیا، د اروپا په ځینو نورو سیمو او منځنۍ اسیا او افغانستان کې میشت وو. پر هر یهودو بندیز لګیدلی و چې بیت المقدس ته داخل شي.

د حضرت عمر رض د خلافت په څلورم کال خلیفه د شام څلورو قوماندانانو ته لارښوونه وکړه چې د قدس په لورې روان شي. دغو قوماندانانو د قدس ښار محاصره کړ. دې محاصرې د ځینو روایتونو پر بنسټ څلور میاشتې او ځیني وايي چې یو کال څو دوام وکړ. بیا په خپله حضرت عمر له مدینې منورې ور روان شو. کله چې د قدس ښار محاصرې ته ورسید عیسویانو ته یې د سولې تړون واستاوه. په دې تړون کې راغلي:

الف: عیسویان دې په خپله خوښه مسلمانانو ته د قدس ښار پریږدي

ب: مسلمانان ژمنه کوي چې هر مسیجي چې غواړي په قدس کې پاتې شي، هغه، د هغه کلیسا او انجیل به په امان کې وي او دوی به د زکات پر ځای هر کال مسلمان ته جزییه ورکوي

جیم: هغه مسیحیان چې په قدس کې نه پاتیږي کولی شي له خپلې ټولې شتمنۍ سره له ښاره کډه وکړي

مسلمانانو په ورته وخت کې مسیحیانو ته ژمنه ورکړه چې یهود به نه پریږدي چې بیرته بیت المقدس ته ستانه شي.

دغه تړون په ۱۵ هجري کال لاسلیک شو او  حضرت عمر بیت المقدس ته داخل شو.

له دې وروسته نژدې ۴۰۰ کاله قدس د مسلمانانو په لاسونو کې وو. د هجرت په څلورمه پیړۍ کې د ایتالیا د پاپ په فتوا فرانسې او انګلستان د جګړې اعلان وکړ. د دوی ځواکونه د مدیترانې له لارې تیر شول او د مصر له لارې یې د لاذقیه بندر ونیو. بیا یې د حیفا بندر تصرف کړ او قدس یې محاصره کړ. له دغو ځواکونو سره ویل کیږي چې د مصر فاطمیانو مرسته وکړه او ډیر ژر یې قدس ونیو.

تر دې وروسته نژدې یوه پیړۍ بیت المقدس له مسیحیانو سره وو. عباسیانو په دې موده کې چې ځواکمن هم وو، هڅه ونه کړه چې بیرته قدس ونیسي. همهغه و چې د عراق د کردانو مشر نورالدین محمود زنګي ځواکونه سره راغونډ کړل او د دمشق لور ته یې لښکر روان کړ. ده هلته حکومت جوړ کړ. زنګي مصر له فاطمیانو ونیو، هلته یې خپل وراره صلاح الدین یوسف ابن ایوب خپل ځای ناستی وټاکه. په خپل زنګي هم په مصر کې وفات شو.

صلاح الدین ایوبي د زنګي له مړینې وروسته دمشق ته راغی. په دمشق کې یې ځواکونه سره منظم کړل بیا یې د قدس په لور لښکر په مخه کړ.  د ایوبي ځواکونو بیت المقدس محاصره کړ. وروسته له څلور کاله مسلمانانو قدس ونیو.

بیت المقدس بیا تر ۱۹۴۸ پورې د مسلمانانو په لاس کې وو. د اسلامي هیوادو د تاریخونو پر بنسټ له ۱۹۱۹ م تر ۱۹۴۸ کلونو پورې انګریزانو دې ته زمینه برابره کړه چې یهودان او فلسطنیان ګډ دولت سره جوړ کړي همهغه و چې په ۱۹۴۸ کې د قدس ښار په دوو برخو وویشل شو، پخوانی قدس چې هلته اقصی جومات دی مسلمانانو ته وسپارل شو او نوی قدس چې دولتي دوایر پکې ودان وو د یهودانو شو.

البته مسلمانانو کولی شول چې بیت المقدس ته تګ راتګ وکړي. په ۱۹۶۷ کې د عربو او اسراییلو جګړه وشوه، په دې جنګ کې مصریان مات شول او د قدس ښار یهودیانو ونیو.

یهودیان بیت المقدس د سلیمان ع د پاچاهي مرکز ګڼي او مذهبي یهودیان په دې باور دي چې همدغه سیمه که له دوی سره وي نو د سلیمان ع سلام په څیر به پراخه واکمني ولري.

په بیت المقدس کې د عربو او اسراییلو تر جګړې راوروسته هرکال یهودانو له عربانو کورونه او شتمنۍ اخیستې دي. په دولتي ځایونو کې هسې هم د اسراییل حکومت له نورو هیوادو خپل خلک راوستي او اباد کړې دي. عربان شکایت لري چې په ختیځ بیت المقدس کې باید یهودان خپل کورونه جوړ نه کړي. پر دې مسالې ملګرو ملتو هم اعتراض کړی دی.

له لویه سره که ورته وکتل شي په بیت المقدس کې هم د مسلمانانو، هم د یهودانو او هم د عیسویانو مهم تاریخي مذهبي ځایونه شته.

په دې ښار کې د « ندبه دیوال»، د مقدس قبر کلیسا چې « د قیامت کلیسا» هم ورته وایي هغه ځایونه دي چې یهودانو او مسیحیانو ته سپیڅلي دي.  د « قبه الصخره» لاندې کاڼي بیا دریو سره دینونو ته سپیڅلی دی د اقصی جومات د حضرت پیغمر ص د معراج د کیسې لپاره مسلمانانو ته ځانګړی اهمیت لري او دا ځای یو زمان د مسلمانانو قبله هم وه.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

15th December, 2017