تفصیل | شهادت 

15th December, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د حزب اسلامی اعلامیه د بیت المقدس به اړه :

حزب اسلامي افغانستان

2017-12-07

بسم الله الرحمن الرحيم

د حزب اسلامي افغانستان اعلاميه

بيت المقدس د اسرائيلو د پلازمېني په توگه منل د يوې بلي خونړۍ جگړي مقدمه ده!

حزب اسلامي افغانستان د متحده ايالاتو د جمهور رئيس له لوري بيت المقدس د اسرائيلو د پلازمېني په توگه اعلانول په كلكو الفاظو غندي، دا اعلان پر سيمي د يوې بلي جگړي د تپلو پيلامه او هڅه گڼي، او دا د ټول اسلامي امت او ټولو آزادي غوښتونكو، عدالتپالو او د سولي او امن پلويانو ديني او انساني وجيبه بولي چي په ضد ئې خپل غږ اوچت كړي او د مظلومو فلسطيانو ملاتړ وكړي، امت بايد متحد شي او په گډه د دې اقدام او بدو پايلو ئې مخنيوي وكړي. كه داسي ونه كړي نو تر دې به له لازياتو شرارتونو او غميزو سره مخامخ شي. دلته د نږدې دوه مليارد مسلمانانو لومړۍ قبله اسرائيلو ته سپارل كېږي، او تر دې لنډه موده وړاندي د امت د سپېڅلي قبلې (كعبې) په لور د ايران پلو حوثيانو له لوري توغندي توغول كېږي. 

كه اسلامي امت متحد وى، د كور دننه له داسي دښمن سره مخامخ نه وى چي تل له بهرني دښمن سره يو ځاى شوى او مسلمانان ئې له شا په خنجر وهلي؛ نو هيچا به د اسلامي امت په ضد د داسي سپېرو او له اهانت او تحقير ډكو اقداماتو جسارت او جرأت نه وو كړى. 

دا څو لسيزي كېږي چي د نړۍ ټولي جگړي په اسلامي هېوادو كي رواني دي او قربانيان ئې مسلمانان دي. دا جگړي له بهره تپل شوې، د ايران له انقلاب وروسته چي كومي جگړي رامنځته شوې او لمن ئې ورو ورو پراخه شوې، كه دا د ايران له لوري پر عراق بريد وو، كه په گن شمېر هېوادونو كي د شيعه _ سني جنگ، كه پر افغانستان او عراق بريدونه، كه د سوريې جگړه، كه د حوثيانو بغاوت او ډېري نوري پېښي؛ دا ټولي د يوې خبيثي شيطاني منصوبې كړۍ دي چي موخه ئې پر اسلامي امت د يوه اوږده جنگ تپل، له دې لاري د اسلامي امت ځپل، پر ټولو زېرمو ئې مسلط كېدل او د لوى اسرائيل جوړول دي. پر عراق بايد جگړي تپل شوې وى، دا ځكه چي د اسرائيلو په وړاندي يو كلك سنگر وو، عراق د سيمي د ځواكمن هېواد په توگه د اسرائيلو د بانيانو او حاميانو له لوري او د ايران په مرسته وځپل شو، د موصل او فلوجې په څېر ستر ستر تاريخي ښارونه ئې په بشپړه توگه وران او په داسي كنډوالو بدل شول چي ولاړ دېوال او روغ چت په كي نه ليدل كېږي، په سلگونو زره ټنه بمونه پرې وورېدل، د حلب او رقه په څېر د سوريې ستر ستر تاريخي ښارونه له ورته برخليك سره مخامخ شول، ايران په دواړو كي د يرغلگرو ملگرتيا وكړه، نه يوازي په خپله د يرغلگرو تر قومندې او د دوى د جهازونو تر وزر لاندي د عراق او سوريې مسلمانانو په ضد وجنگېدل بلكي په زرگونو افغانان او لبنانيان ئې هم استخدام او د جنگ په لومړيو كرښو كي وجنگول، په يمن كي ئې د بلي جگړي اور بل كړ، عربي هېوادونه ئې وگواښل، د مكې او رياض په لوري ئې توغندي وتوغول، خپل زوړ حليف د يمن پخوانى جمهور رئيس علي عبدالله صالح ئې په غدر او خيانت سره او هغه مهال ترور كړ چي غوښتل ئې له عربي ائتلاف سره د مذاكراتو له لاري د يمن روانه خونړۍ جگړه پاى ته ورسوي. همدا حوادث د دې باعث شول چي نن امريكا بيت المقدس د اسرائيل د پلازمېني په توگه مني؛ په داسي حال كي چي د اسلامي امت له لوري د كوم جدي غبرگون وېره او اندېښنه نه لري.    

حقيقت دا دئ چي د اسلام او اسلامي امت ستر او خطرناك دښمن او د ډېرو اوسنيو ستونزو او جگړو اصلي عامل او دا چي نن ئې نه مقدسات خوندي دي، نه سپېڅلي ځايونه، نه كعبه او بيت المقدس، او نه جوماتونه او ديني ارزښتونه، باعث ئې هغه كورنى دښمن دئ چي د اسلام تر نامه لاندي نن هم له اسلام او مسلمانانو سره جنگېږي او د تاريخ په اوږدو كي هم تل جنگېدلى. 

حزب اسلامي افغانستان

16 قوس 1396



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

15th December, 2017