تفصیل | شهادت 

19th July, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د حزب اسلامي مشر خوست ته روان شو :

د ح ا ا د فرهنګي چارو رياست

2017-12-09

د حزب اسلامي مشر انجينر ګلبدين حکمتیار نن سهار د موټرو او خلکو له لوی کاروان سره د خوست په لور وخوځيد

ښاغلی حکمتيار به خوست ته له رسېدو سره سم نېغ په نېغه د ولایت مقام ته ځي او د خوست د والي لخوا به يې تود هرکلى وشي.
د حزب اسلامي مشر به د یک شنبې په ورځ د خوست په ستر لوبغالي کې يوې لويې ولسي غونډې ته وينا وکړي او له هغه وروسته د بېلا بېلو قومونو له مشرانو، مدني فعالانو، مېرمنو او چارواکو سره په جلا جلا ډول وويني.
له ورور حکمتيار سره په دې سفر کې د حزب اسلامي د اجرائيه شورای غړي، جهادي قومندانان، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې يو شمېر غړي، قومي مشران او د حزب اسلامي يو زيات شمېر پلويان ملتيا كوي .
د حزب اسلامي مشر تر دې مخکې هرات ته تلی و.

د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي چارو رياست

مطبوعاتي څانګه



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th July, 2018