تفصیل | شهادت 

23rd January, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

لویې پکتیا ته د حزب اسلامي د امیر سفر او تاریخي غونډه :

فرهنګي او نشراتي څانګه

2017-12-10

د حزب اسلامي افغانستان امیر انجنیر ګلبدین حکمتیار د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کې له هرات وروسته دا ځل د لویې پکتیا له ولسونو سره خپله کړې ژمنه پوره کړه، خوست ښار ته یې سفر وکړ څو د لویې پکتیا د دریو ولایتونو خوست، پکتیا او پکتیکا له علماوو، قومي مشرانو، مخورو او ځوانانو سره له نږدې وګوري. 
ورور حکمتیار دغه څو ورځنی سفر د شنبې په ورځ له یو لوی موټریز کاروان سره له کابله پیل کړ او د یکشنبې په ورځ په هغې لویې ولسي غونډې کې راڅرګند شو چې د دغو ولایتونو له مرکزونو او لیرې پرتو ولسوالیو څخه یې په زرګونو پلویانو په کې برخه اخیستې وه. 
په دې غونډه کې د خوست والي پوهندوی حیکم خان حبیبي، په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازي عبیدالله بارکزي، د خوست د ولایتي شورا غړو او په ولسي جرګه کې د خوست استازو هرکلی ووایه. 
دوی ټولو د حزب اسلامي د امیر په مشرۍ له راغلي پلاوي څخه مننه وکړه چې خوست ولایت ته یې سفر وکړ او دلته یې له خلکو سره له نږدې ولیدل. 
د خوست والي پوهندوی حکیم خان حبیبي ورور حکمتیار په هېواد کې د جهاد بنسټ اېښودونکی او د ازادۍ لپاره د اوږدې مبارزې سالار وباله او هیله یې څرګنده کړه چې لویه پکتیا لکه څرنګه یې چې په جهاد کې ونډه لویه او غښتلې وه، همداسې به دا قومونه خپله سیمه د سولې په کور بدلوي. 
د حزب اسلامي امیر انجنیر ګلبدین حکمتیار د لویې پکتیا له ولسونو مننه وکړه چې له لیرې پرتو سیمو څخه غونډې ته راغلي دي، ده همدا راز د خپلو خبرو په پیل کې د لویې پکتیا هغو لسګونه زرو شهیدانو ته دعا وکړه چې د جهاد او ازادۍ په لار کې یې خپل سرونه نذرانه کړي دي. ورور حکمتیار وویل، د تاریخ په اوږدو کې د لویې پکتیا غیرتي ولس لویې پرېکړې کړې او عملي کړې یې هم دي، یقینأ په هېواد کې هغه حکومت غښتلی وي چې د لویې پکتیا د قومونو ملاتړ ورسره وي. 
ورور حکمتیار وویل، د لويې پکتیا تاریخي شالید ته په کتو سره زه پوره باوري یم چې که لویه پکتیا د جګړې د ختمولو او د سولې لپاره ملا وتړي، په ټول افغانستان کې سوله راتلی شي. زه لویې پکتیا ته راغلی یم چې له غیرتي ولس یې ژمنه واخلم چې لویه پکتیا به د سولې، ورورولۍ او سوکالۍ په ټاټوبي بدلوو او د راروانو پارلماني ټاکنو له لارې به پارلمان ته باضمیر، زړه سواندې او اسلام او افغانستان ته ژمن استازي لېږو. 
ورور حکمتیار په خپلو خبرو کې د جګړې پر بندولو ټینګار وکړ، له ټولو ښکېلو اړخونو یې یو ځل بیا وغوښتل چې د دې جګړې ګټه د اسلام او افغانستان دښمنانو ته رسېږي او زیان یې یوازې افغان مظلوم ولس ته رسېږي، چې د بندولو لپاره یې تر ټولو ښه او عملي لار رښتیني بین الافغاني مزاکرات دي چې باید هم دولت او هم طالبان ورته په رښتیني ډول او پوره جرئت سره راوړاندې شي. 
ورور حکمتیار رڼې، سرتاسري او عادلانه ټاکنې د هېواد د روان بحران د حل یوازینۍ لار وبلله چې باید حکومت د ولس دغې سپېڅلې غوښتنې ته پوره ژمنتیا ولري زیاته یې کړه، موږ به هېچا ته اجاز ورنه کړو چې په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي. په وینا یې موږ به په پوره ځواک سره په کې برخه اخلو، دا حالت به د تل لپاره پای ته رسوو چې پارلمان د وکیلانو د پېر او پلور مارکېټ وي. 
ورور حکمتیار همداراز وویل، د مهاجرینو شمېر پنځه میلیونه او دوه سوه زرو ته رسېدلی، په دوی کې ډېری داسې دي چې ځمکې یې د زورواکو لخوا غصب شوې دي، د خپلو سیاسي او قومي رقیبانو د زورواکۍ له کبله نشي کولی خپلو پلرنیو مېنو ته لاړ شي، په همدې ډول د هېواد په ځینو سیمو کې د قومي تصفیې بهیر روان دی چې حکومت باید ورته جدي پام وکړي. په وینا یې حزب اسلامي د ټولو وروڼو قومونو ورورولي غواړي، داسې یوې فضا د رامنځته کول غواړو چې ټول وروڼه قومونه پرته له کومې وېرې د یو بل په څنګ کې ژوند وکړي او د ټولو هغو قومي ټېکه دارانو ټغر ټول شي چې په ناروا د قومونو د حقوقو غوښتلو ترنامه لاندې د دې واحد ولس ټوټه کېدل او بې اتفاقۍ ته لمن وهي. 
ورور حکمتیار زیاته کړه، که حکومت وغواړي د غلو، زورواکو، غاصبینو، د ملي شتمنیو غارتګرو او قدرت د ځانګړو جزیرو چې په وزارتونو او ولایتونو کې واکمنې دي پروړاندې اقدام وکړي؛ موږ به یې په ټینګه ملاتړ کوو او په دې چاره کې یې په هره برخه کې مرستې ته چمتو یو، د حکومت دا چاره به د ولس له بې مثاله ملاتړ سره هم مخ شي. 
د حزب اسلامي امیر د بیت المقدس په تړاو د امریکا د جمهور رئیس وروستۍ پرېکړې ته په اشارې وویل، چې د دې پرېکړې عملي کېدل به په سیمه کې یوې بلې خونړۍ جګړې ته لاره هواره کړي. ده په اسلامي نړۍ کې د ایران لاسوهنو ته هم اشاره وکړه چې په وینا یې په ډېری اسلامي هېوادونو کې ایران د خپلو ناولو ګټو لپاره لاسوهنې کوي او په عراق، او افغانستان یې د امریکا د یرغل تر ټولو لوی مرستندوی یې یاد کړ. 
 د حزب اسلامي امیر په پای کې د لویې پکتیا لپاره په خوست کې د یو معیاري او لوی پوهنتون جوړولو ژمنه هم وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به یې د بنسټ ډبره کېښودل شي. 


د حزب اسلامي د امیر دفتر – فرهنګي او نشراتي څانګه  



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

23rd January, 2018