تفصیل | شهادت 

23rd October, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د پکتيا د بېلا بېلو قومونو مشرانو او ځوانانو د حزب اسلامي له امير سره وکتل

د ح ا ا د فرهنګي چارو رياست

2017-12-10

د حزب اسلامي مشر انجنير ګلبدين حکمتیار خلک په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې برخې اخيستلو ته راوبلل او په خپل وخت د ټاکنو په ترسره کېدو يې ټينګار وکړ.

د حزب اسلامي مشر خوست ته د سفر په دوهمه ورځ د پکتيا ولايت د بېلا بېلو قومونو له مشرانو سره په کتنه کې وويل، که غواړئ چې جګړه ختمه شي، سوله راشي او حکومت د يوې کوچنئ ډلګۍ په خدمت کې نه وي، نو د انتخاباتو له لارې بدلون راولئ.
د حزب اسلامي مشر وويل، که د لويې پکتيا ولسونه په ټاکنو برخه واخلي، نو په نتيجه کې به يې د خلکو د خوښې حکومت او پارلمان رامنځته شي، جګړه به ختمه او سوله به تأمين شي.
ښاغلي حکمتيار زياته کړه، راتلونکو پارلماني ټاکنو کې داسې چاته رايه ورکړئ، چې ستاسو له حقونو په کلکه دفاع وکړي او شمله مو هسکه وساتي.
د جهاد او آزادۍ رهبر څرګنده کړه، له نظام نه بهر او په نظام کې دننه داسې کړۍ شته چې د سولې دښمنان دي، د سولې په وړاندې خنډونه جوړوي او نه غواړي چې سوله تآمين شي.
نوموړي دا هم وويل، چې ډیری طالبان او د دولت وسله وال مخالفین جنګ ته اړ شوي او که چېرته له طالبانو سره بين الافغاني خبرې پېل شي، پايلې به يې مثبتې وي.
د حزب اسلامي مشر له حکومت څخه وغوښتل، چې طالبانو سره خبرې وکړي او د هغوی معقولې غوښتنې ومني .
دغه راز نوموړي زياته کړه په هېواد کې د روان ناورين يو لوی لامل دادی چې د حکومت او ملت ترمنځ ژور واټن موجود دی او حکومت د ملت له ملاتړ نه برخمن نه دی.
ورور حکمتيار د پکتيا له قومي مشرانو سره ژمنه وکړه چې د دوی شکايتونه به په پام کې نيسي او د امکان تر حده به ورته رسيدګي وشي.
هغه دا هم وويل چې ډیر ژر به په خوست کې د يوه ستر پوهنتون د جوړېدو چارې پېل کړي.
په ياده غونډه کې د پکتيا يو شمېر جهادي او قومي مشرانو هم ويناوې وکړې او خوست ته يې د ښاغلي حکمتيار سفر مهم او تاريخي وباله .

د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي چارو رياست
مطبوعاتي څانګه



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

23rd October, 2018