تفصیل | شهادت 

23rd January, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

بالآخره حضرت عمر (رض) بیت المقدس ته را ورسید !!

ترجمه : عبد الله

2017-12-14

کله چې حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه خلیفه شو خالد بن ولید یې د شام او عراق د نیولو لپاره ستر سپه سالار مقرر کړ او د هغه تر مشرتابه لاندې د شام فتوحات روان و چې بالآخره د یرموک معرکه هم په کال ۶۳۶میلادې کې د مسلمانانو په ګټه پای ته ورسیده، عیسایانو ته له بیت المقدس پرته بل خوندې ځای نه و پاتې، نو ټول بیت المقدس ته را غونډ شول او په بیت المقدس کې یې ځانونه خوندې کړل، کله چې ابوبکر صدیق رضی الله عنه وفات شو او حضرت عمر رضی الله عنه خلیفه شو نو حضرت عمر رض، خالد بن ولید د قومندانۍ نه لرې کړ او د شام د ټول لښکر سرقومندان یې ابو عبیده بن جراح رضی الله عنه وټاکه، مسلمانانو ډیر انتظار کاوه چې د بیت المقدس د نیولو امر راشي، چې څه وخت پس همداسې وشول امیرالمؤمنین عمر بن خطاب خپل ستر قومندان ابوعبیده بن جراح ته امر وکړ چې د بیت المقدس د فتحې لپاره حرکت وکړي، مسلمانان د دې خبرې په اوریدو ډیر خوشاله شول چې بیت المقدس به فتحه شی او دوی ته به په بیت المقدس کې د لمونځ کولو فرصت زر په لاس ورشي.
د حضرت عمر د هدایت سره سم اسلامې لښکرو د شام نه بیت المقدس ته حرکت وکړ او په دې لښکر کې د اسلام ستر ستر سپه سالاران لکه خالد بن ولید، یزید بن ابی سفیان، شرحبیل بن حسنه، عمرو بن معدیکرب، قعقاع بن عمرو،عمرو ابن العاص او نور جلیل القدر صحابه و هم شتون درلود.
مسلمانانو بیت المقدس محاصره کړ او لس ورځې مسلسل د دوی تر منځ جنګ روان و، عیسایان د خپل آخری مرکز نه د دفاع لپاره سخت وجنګیدل، همدا لامل شو چې د بیت المقدس فتحه کول سخت شو او کلابندي هم لږه اوږده شوه چې څلورو میاشتو ته ورسیده
عیسایانو باندې حالات سخت شول نو د دوی مشر پادری د مسلمانانو سره د مذاکراتو او تسلیمۍ خبرې پیل کړې چې بیا مذاکرات بریالي شول او عیسایانو یو شرط دا کیښود چې بیت المقدس ته به د ټولو نه لومړی امیر المؤمنین عمر بن خطاب ننوځې. دا شرط هم ومنل شو.
حضرت عمر ته خبره ورسیده هغه د مدینی منورې نه یوازې د یو خادم سره بیت المقدس ته په اوښه باندې روان شو. او په دې اوښه به حضرت عمر او د هغه خادم په نوبت سره سپرلي کوله، دا د عمر بن خطاب هغه سفر دی چې د تاریخ په کتابونو کې د ضرب المثل په توګه یادیږي. که حضرت عمر غوښتی د ځان سره یې د شاهسوارانو یو لوی کاروان هم بیولی شوی، خو حضرت عمر داسې ونکړل، هغه غوښتل چې د نړۍ بادشاهانو ته وښيي چې عزت یوازې د الله تعالی سره دی او بس.
بالآخره حضرت عمر بیت المقدس ته ورسید، او عیسایانو د هغه د نندارې لپاره د بیت المقدس په دیوالونو او کلاګانو کې انتظار کاوه، د هغه په لیدو هک پک حیران شول او ځانونو سره به یې ویل چې دا (ساده عمر) د دې لویو زړورو لښکرو مشر دی!!
حضرت عمر د ټولو نه مخکې بیت المقدس ته ورننوت، د عیسایانو او مسلمانانو تر منځ هوکړې یې عملی کړې او بیایې د خپلو قومندانانو له حالاتو نه ځان خبر کړ څو وګوري چې په دوی کې غرور او تکبر پیدا شوی که نه؟ همدا راز د خپل ستر قومندان ابو عبیده بن جراح کور ته هم ورغی، ګورې چې د ابوعبیده بن جراح په خاورین کور کې یوازې یو کوچنی زوړ فرش غوړیدلی دی او د رفاهیت او عصریت څه نښې نښانې پکې نه تر سترګو کیدې، حضرت عمر ډیر خوشحاله شو او ویې ویل:
تغیرت الدنیا وما تغیر ابوعبیده!! یعنې نړۍ ټوله بدله شوه خو ابوعبیده همغسې ساده ژوند لري. او د دې فاني دنیا ژوند ورباندې هیڅ ډول اغیز نه دی کړی.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

23rd January, 2018