تفصیل | شهادت 

18th September, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د مرحـوم حاجي صاحب صــديق الله درنې كورنۍ ته د حزب اسلامي افغانستان امير د تسلیت پيغام :

ورور حکمتیار

2017-12-28

بسم الله الرحمن الرحيم
إنا لله و إنا إليه راجعون
د مرحـوم حاجي صاحب صــديق الله درنې كورنۍ ته   السلام عليكم و رحمة الله و بركاته و بعد:
د مرحـوم حاجي صاحب صــديق الله د وفات په مناسبت تاسو،  ستاسو ټولو خپلوانو او دوستانو ته او د حزب اسلامي ټولو مؤمنو غړو ته تسليت وړاندي كوم، الله تعالى دي د ده نېكي هيلي او آرمانونه په دنيا او آخرت كي ترسره كړي، په جنت الفردوس كي دي د ده مقام او منزلت لوړ ولري او د ده تش ځاى دي اسلام او هېواد ته په ژمنو او صادقو شخصيتونو ډك كړي. 
يقيناً چي د ده په وفات سره موږ له يوه داسي مخلص داعي او د اسلام او ملت په درد دردمند مجاهد شخصيت محروم شو چي له تنكۍ ځوانۍ ئې د الله تعالى په لار كي د مبارزې لپاره ملا وتړله او د ژوند تر وروستۍ سيلگۍ په دې لار كي هوډمن او مصمم پاته شو. 
مطمئن يو چي إن شاء الله د دغو مخلصو دعوتگرانو او مجاهدينو د قربانيو په نتيجه كي به زموږ د هېواد روان ناورين پاى ته رسي او په خپلواك او سرلوړي افغانستان كي به زموږ د مؤمن ولس د خوښي اسلامي نظام قائمېږي. د هغي ورځي د رارسېدو په هيله. والسلام عليكم و رحمة الله و بركاته
                                                                               په احترام         
                     
                                                                                حكمتيار



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th September, 2018