تفصیل | شهادت 

22nd April, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د محترم حكمتيار صاحب د مطبوعاتي كنفرانس د مقدماتي وينا بشپړ متن :

.

2018-01-04

بسم الله الرحمن الرحيم
دوستانو ته ښه راغلاست وايم، مننه كوم چي ما ته ئې يو ځل بيا دا فرصت راكړ چي د هېواد د ځينو مهمو قضاياوو په اړه خپل عرائض د دوى مخي ته كښېږدم. 
اجازه راكړئ تر هر څه وړاندي د وروستيو دردوونكو پېښو قربانيانو ته دعاء وكړم، شهداوو ته د جنت لوړي درجې او مجروحينو ته د عاجل او كامل صحت تمنا كوم.
هيله ده زموږ په جنگ ځپلي هېواد كي د وينو تويېدو لړۍ د تل لپاره پاى ته ورسېږي، او داسي ډاډمن او تلپاتى امنيت راشي چي د هر افغان سر، مال او عزت له هر راز تېري او تجاوز خوندي وي. 
زموږ مظلوم ولس له هغي بدمرغي جگړي بې زاره او ستومانه دئ چي يوازي افغانان په كي وژل كېږي او د افغانانو كورونه په كي ورانېږي. غواړي دا جگړه چي څلور لسيزي ئې دوام وكړ، له بهره تپل شوې، د افغانستان دښمنان ئې پر دوام پانگوني كوي؛ ژر پاى ته ورسېږي. ولس مو له جنگ او جنگ غوښتونكو او د دوى له خونړيو شعارونو او غلطو تگلارو كركه لري.
موږ په دې غوښتني او تمناء كي د خپل ولس په څنگ كي ولاړ يو، سوله غواړو، ټول لوري تفاهم ته رابلو، ټولو ته د ورورۍ لاس اوږدوو، د جگړو او ناامنيو عاجل او دائمي پاى غواړو، يو ځل بيا ټولو ته بلنه وركوو چي راشئ، تر يوه سقف لاندي د وروڼو په څېر كښېنو او د بحران لپاره ډاډمن افغاني حل ولټوو، د تېرو ترخو او خونړيو تجربو د تكرار او بيا بيا آزمويلو مخه ونيسو، د وسله والو رقابتونو په ځاى د سالم سياسي رقابت لار غوره كړو. 
روان بحران او جنگ كورني او بهرني عوامل لري، يوازي هغه مهال پاى ته رسېدى شي چي عوامل ئې له منځه ولاړ شي، ستر عامل ئې دا دئ چي څلور لسيزي وړاندي شوروي اتحاد د افغانستان د اشغال پرېكړه وكړه، د خپلو ځواكونو په زور ئې زموږ پر هېواد د يوه وړوكي ټولگي د تپلو هڅه وكړه، دا جگړه همغه مهال پيل شوه او تر نن ئې دوام وكړ، له شوري اتحاد ناټو ته په ميراث پاته شوه، د جنگ په دوران كي او د بهرنيو ځواكونو د مټو په زور او هغه مهال چي زموږ هېواد كي د يوه مضبوط او پر اوضاع مسلط حكومت تشه رامنځته شوه، په بهرنيو متكي مفسد او جنگ غوښتونكي ټولگي د هېواد په مختلفو برخو مسلط شول، د اقتدار او واك مستقل جزائر رامنځته شول، چا ته ولايت په لاس ورغى، له دولتي واك او ځواك په استفادې سره ئې خپل سياسي او قومي رقيبان وځپل، ځيني ئې ترور كړل او ځيني ئې له سيمي وتلو ته اړ كړل، د هغوى زمكي او كورونه ئې غصب كړل، چا ته سرحدي بندرونه په لاس ورغلل او د وړيا او پراخو عوائدو منبع ئې په برخه شوه، او د گمرك له عوائدو ئې دومره څه راغونډ كړل چي ځان ته مستقل جنگي ځواك جوړ كړي، چا ته وزارت او رياست په لاس ورغى او له هغه ئې د خپل قوم، گوند او ټبر مورچله جوړه كړه، دا دئ گورئ چي نن دولت په خپله له داخله او په دولت كي د شامل ډلو، افسرانو او مسئولينو له داسي ننگونو او گواښونو سره مخامخ دئ چي كه تر وسله والو مخالفينو ئې شر او ضرر زيات نه وي نو لږ خو په هيڅ توگه نه دئ. 
تر هغه چي دا حالت وي جنگ به دوام كوي، د همدې حالت له كبله نن موږ تر شپږ مليونه زيات مهاجرين لرو، چي يا له هېواد بهر مېشت دي او يا د هېواد دننه نسبتاً خوندي سيمو ته تللي، زمكي او شتمني ئې د همدغو مفسدينو، غاصبينو، لوټمارانو او جنگ غوښتونكو له لوري غصب شوې. تر هغه چي د غصب، لوټمار، د خپلو رقيبانو د ترور او شړلو لړۍ پاى ته نه وې رسېدلې جگړه به دوام كوي. 
سوله د (حق) او (عدالت) له تأمين پرته نشي راتلى، څوك چي سوله غواړي بايد حق او عدالت ته غاړه كښېږدي، تېرو تجربو وښوده چي بې عدالتي، د نورو پر حقوقو تېرى او د يوه واړه ټولگي له لوري د اقتدار انحصار په جگړي منتج كېږي. 
د هېواد د وروستيو پېښو په اړه مشوش يو، په ټولو ذيدخلو لوريو غږ كوو چي د وضعيت عاجل مهارولو لپاره نوې، مثبته او رغنده تگلاره غوره كړي، له داسي اقداماتو او اظهاراتو ډډه وكړي چي شخړي او نښتي زېږوي او تشنج زياتوي. 
موږ يو ځل بيا وايو: په دې حكومت كي برخه نه لرو، د مشاركت غوښتنه نه كوو، د جنگ په ختمولو كي د نظام بلاقيد و شرط مرستي ته چمتو يو. 
څوك چي له ناسالمو او غيراصولي لارو او په يوه اړخيز توگه د دې نظام بدلول او نسكورول غواړي؛ نه ورسره موافق يو او نه اجازه وركوو. په نظام كي تغيير بايد له اصولي لاري، په سوله ايزه توگه، د ټولو په توافق او هغه مهال راشي چي غوره او مناسب بديل ورته ولرو. هغه چي په همدې كړكېچن حالت كي تغيير او د نظام د نسكورولو كچه شعارونه وركوي؛ ترې پوښتو: بديل دي څه دئ؟ د جنگ دوام كه د مخالفينو په لاس د كابل سقوط؟ آيا له كومي ولسوالۍ او حتى له كومي مورچلي د دفاع توان او همت هم لرې؟ كه د څو افرادو په خوښه د نظام نسكورولو دود رائج شي نو بيا خو به هيڅوك د څو ورځو حكومت كولو مجال او فرصت هم ونه مومي!!
د كابل او نورو ښارونو د وروستيو خونړيو پېښو په اړه بايد ووايو:
دا پېښي د هغو بهرنيو جنگ غوښتونكو له لوري مهندسي شوې چي د جنگ له دوام سره ئې خپلي گټي غوټه كړې، دا څو لسيزي د جنگ پر دوام پانگوني كوي، له افغانستان د يوه داسي ماركيټ په توگه استفاده كوي چي اجير جنگيالي په وړيا او ارزانه بيع په كي پېرلى شي او د خپلو ناولو موخو لپاره ئې هم په افغانستان كي جنگوي او هم ئې نورو هېوادو ته د جنگ لپاره لېږي!! 
ځيني سپېرې كړۍ داسي دي چي مأموريت ئې د فتنو راولاړول او لانجې او نښتي رامنځته كول دي، د تفرقې شعارونه وركوي، قومي، ژبني او مذهبي تعصباتو، لانجو او نښتو ته لار آواروي. دا كړۍ بايد د ټولو له لوري ورټل شي، رسنۍ ئې ولس ته رسوا كړي، رسنۍ بايد د دوى منبر نشي او د دوى شعارونه او افكار منعكس نه كړي.
افغانان له ډېر پليت، فتنه گر، مرموز، شيطان صفت او ذليل دښمن سره مخامخ دي، پټ دښمن، په ظاهر كي دوست او خوا خوږى خو په حقيقت كي تر ټولو سخت او لدود دښمن، هم فتنې راولاړوي، افغانان وژني او هم په وژل شوو اوښكي تويوي او ځان د هغوى د وينو وارث ښيي. 
د سولي دښمنان په كمين كي دي، گام په گام او له هر فرصت په استفادې سره غواړي د سولي په وړاندي خنډونه او موانع راولاړ كړي، همدا كړۍ دي چي له يوې خوا خونړۍ پېښي رامنځته كوي او له بلي خوا هڅه كوي د دولت او وسله والو مخالفينو تر منځ د روغي جوړي هر خوځښت او ابتكار له خنډونو سره مخامخ كړي او حتى په ټول توان طاقت هلي ځلي كوي چي د حزب اسلامي او دولت تر منځ د سولي معاهده عملي نشي. د سولي له بهير د ملت پراخ حمايت وېرولي او شرارتونو ته ئې هڅولي. 
متأسفانه د نظام په منځ كي داسي واكمني او ځواكمني كړۍ شته چي هم له داخله دا نظام تخريبوي، په خپلو كړنو او تصرفاتو سره د دولت او ولس تر منځ واټن او بېلوالى رامنځته كوي او هم د دولت له مورچل، يونيفورم، وسلو او امكاناتو د خپل سياسي او قومي حريف او رقيب د پرځولو او څملولو لپاره استفاده كوي، يو مثال ئې دا دئ: د حزب اسلامي د 2400 سوه زندانيانو له ډلي بايد 91 تنه په همدې ورځو كي آزاد شوي وى، فهرست ئې له ټولو فلترونو تېر شو، د حزب اسلامي او دولت گډ كميسيون، څارنوالي، د ملي امنيت رياست او نورو اړوند ادارو توافق وكړ، خو يوې شريري ډلگۍ د خپل سپك او سپېره ماهيت په حكم د گڼ شمېر سفارتونو دړي وټكولې او دا هڅه ئې وكړه چي له متفقه او نهائي شوي فهرست د يو شمېر مهمو زندانيانو نومونه حذف او آزادول ئې وځنډېږي! دا همغه ذليل او پرديپال جاسوسان دي چي د جنگ دوام ئې مأموريت دئ، د سولي په وړاندي د خنډونو راولاړل ئې دنده ده، كه جنگ ختم شي د دوى ټغر د تل لپاره ټولېږي. د دوى په اړه د دوى خپل مخكني ملگري ليكي: كله چي د ملي امنيت رياست ورپه غاړه وو نو بهرنيو ځواكونو ته د جعلي او دروغجنو راپورونو په وركولو سره ئې د حزب اسلامي او طالبانو 82000 غړي ونيول، او د كلونو كلونو لپاره ئې د زندان تورو خونو ته واستول. همدا دوى دي چي د خپلو رقيبانو پر كليو او كورونو د بمونو او راكټونو د ورولو لپاره بهرنيو ځواكونو ته غلط كورديناتونه وركوي. دا شپږ مليونه افغانان د دوى له لاسه مهاجر شوي. 
باور لرم هغه ورځ به حتماً او ښايي ډېر ژر راشي چي امريكايي چارواكي ووايي: موږ په افغانستان كي د غلو او لوټمارانو په داسي ټولگيو اعتماد وكړ او قدرت مو هغوى ته وسپارو چي زموږ د رقيبانو د استخباراتو په خدمت كي ول، له افغانستان سره زموږ ټولي مرستي ئې لوټ كړې، او موږ ئې په يوه ناكام اوږده جنگ كي ښكېل كړو!! دا اوس هم ډېر هوښيار امريكايان د افغانستان په جنگي ستراټيژي همدا اعتراض لري. 
كابل ته له راتگ وروسته د حزب اسلامي په وړاندي يو له مهمو او اساسي كارونو دا وو چي د هېواد د اوسنيو ظروفو او شرائطو سره سم او د حزب اسلامي پراخوالي، قوت او پراخ ولسي حمايت ته په پام سره منظم شي، مركزي شورى دائره شوه، له 170 غړو ئې نږدې 72 تنه يا شهيدان شوي او يا وفات شوي وو، پاته غړي راغونډ شول، مسلسل غونډي ئې درلودې، دا مهمي پرېكړي ئې وكړي:
په درې زره كسيزي ستري مركزي شورى ئې توافق وكړ او غړي ئې انتخاب كړل. دې شورى چي د افغانستان په اوږده تاريخ كي ئې سارى نه دئ ليدل شوى، په ځانگړې توگه د كيفيت له پلوه او په ولس كي د غړو د رسوخ او نفوذ له پلوه، د لوي جرگې په خيمې كي درې ورځنۍ غونډي درلودې، د حزب د تگلاري، تشكيلاتو، د حزب دننه انتخابات، په راتلونكو انتخاباتو كي د حزب اسلامي د مشاركت څرنگوالي او نورو مهمو مسائلو باندي ئې ژور بحثونه وكړل او مناسبي پرېكړي ئې وكړې. 
د قائم مقام شورى په نامه ئې داسي منتخبه شورى جوړه او غړي ئې غوره كړل چي د ضرورت په وخت كي به د ستري شورى په استازيتوب غونډي كوي.
157 كسيزه د تصميم عالي شورى ئې تصويب او غړي ئې غوره كړل، دا شورى به د ورځنيو مسائلو په ارتباط د تصميم تر ټولو لوړه او باصلاحيته مرجع وي، د اجرائيه شورى غړي به غوره كوي، او پر اجرائي امورو به نظارت كوي.
د تصميم عالي شورى د اجرئي شورى د څوارلسو رياستونو رئيسان، پر دغو رياستونو د نظارت هيئتونه او د هغوى رئيسان غوره كړل.
اوس حزب اسلامي يوه درې زره كسيزه موقته مركزي شورى لري، د ټول هېواد ټولي ولسوالۍ او اداري واحدونه په دې شورى كي منتخب استازي لري، ټول قومونه او توكمونه په كي تمثيل شوي، د تصميم عالي شورى كي د ټولو ولاياتو منتخب غړي شامل دي، په اجرائيه شورى كي له دوه ثلثه ولاياتو منتخب غړي حضور لري. 
پرېكړه دا ده چي دا تشكيلات موقت دي، په حزب كي تر راتلونكو انتخاباتو به دوام كوي، د اساسنامې مطابق انتخابات بايد ژر او د جمهوري رياست تر انتخاباتو وړاندي ترسره شي. 
دا هم بايد واضح كړم چي د مركزي شورى له دغو درې زرو مخكنيو او اوسنيو غړو يوازي درې څلور غړي بهر پاته شوي، چي هيله ده دا ستونزه هم حل شي. 
دا هم بايد ووايم حزب اسلامي اوس راتلونكو پارلماني انتخاباتو لپاره چمتو دئ، دا پرېكړه ورته آسانه ده چي په هري حوزې كي څوك راوړاندي كړي او د حزب اسلامي ټول غړي د هغه حمايت ته چمتو كړي.
زموږ تصميم دا دئ چي صالح، اسلام او هېواد ته ژمن نوماندان به راوړاندي كوو او د هغوى ملاتړ به كوو كه څه هم د حزب اسلامي غړي نه وي. 
نورو گوندونو ته مو مشوره دا ده چي ملت شمول او افغانستان شمول شي، د قوم او سمت پالني له تنگ او گنده ډنډ ووځي، په هر سياسي گوند كي بايد د افغانانو ملي وحدت تمثيل شي، قومي او سمتي گوندونه زموږ ملي وحدت ته صدمه رسوي. 
حكومت بايد په گوندونو، ائتلافونو او قومونو ونه وېشل شي، ائتلافي حكومتونه تل او په هر ځاى كي ناكام شوي.
پر قومونو د واك وېش هېوادونه تجزيه كړي، واك بايد اهليت ته په پام سره وړ شخصيتونو ته وسپارل شي، منتخب جمهور رئيس او په انتخاباتو كي بريالى حزب د حكومت جوړولو اختيار ولري. 
اجازه راكړئ د رسنيو او مسئوليتونو په اړه ئې هم ځيني عرائض ولرم: 
رسنۍ د يوه ملت د ژبي، سترگو او غوږونو په څېر دي. رښتيني رسنۍ داسي دي لكه شفافه هنداره.
د اصلاح لپاره آزادو، رغنده او رښتينو رسنيو ته ضرورت لرو. آزادي رسنۍ يعني هغه چي صداقت ته ژمني وي، نه كوم لوري او د هغه گټو، تگلارو او معيارونو ته. 
موږ د داسي آزادو رسنيو درناوى، ستاينه او ملاتړ كوو او په ټولني كي ئې فعال او رغنده حضور يو مبرم ضرورت گڼو.
هيله مو دا ده چي خپلواكي رسنۍ د حقائقو په انعكاس كي ملي گټي، د ملت ديني او ملي ارزښتونه، صداقت، شفافيت او بې طرفي؛ تل او په هر حال كي په پام كي ولري، له مبالغو، له تحقيق او تبيين پرته قضاوتونو او تبصرو ډډه وكړي، يوازي هغه خبر منعكس كړي چي حقيقت لري او هېواد ته ئې گټه رسي. د حقائقو په اړه هم دې ته متوجه وي چي انعكاس ئې گټور وي. 
ځينو زموږ په خلاف افتراءات كړي، زموږ وينا ئې تحريف كړې، ځينو همدا افتراءات نقد كړي، د سپكاوي او اهانت پرېوتې ژبه ئې كارولې، موږ له غبرگون ډډه كړې او خپلو خواخوږو ته مو ويلي: حوصله وكړئ او عكس العمل مه ښيئ، موږ سوله غواړو، د ملي اجماع په لټه كي يو، ټول رابلو چي له تقابل، جنگي ادبياتو، ښكنځلو، يو د بل سپكاوي لاس واخلي، جگړو او د مخكنيو ناكامو، كرغېړنو او خونړيو تجربو د بيا تكرار شوق دي نه كوي. 
موږ د تحمل او يو بل زغملو لار غوره كړې، نه غواړو شرخوښوونكي بريالي شي او نښتي او تصادم رامنځته كړي.
موږ د ثبات او امنيت جدي حاميان يو او په دې لار كي له هر لوري سره جدي او صادقانه ملگرتيا ته چمتو يو.
د ملي تفاهم او ټولو گوندونو تر منځ ناسته مو له هغو مهمو كارونو وو چي غوښتل مو كابل ته له راتگ سره سم ترسره شي، متأسفانه ځينو گوندونو د تفاهم پر ځاى د تقابل لار غوره كړه، له خپلو ژمنو په شا شول او هغه غونډه دائره نشوه، اوس غواړو د هغو گوندونو گډه غونډه ولرو چي د ملت او هېواد په وړاندي د مسئوليت احساس كوي او غواړي د تفاهم او گډي ناستي له لاري روان بحران ته افغاني حل ومومو. إن شاء الله دا غونډه به په نږدې راتلونكي كي دائره شي.
په دې غونډي كي به د نورو مهمو ملي مسائلو تر څنگ د انتخاباتو په اړه هم بحث وشي او مناسب تصاميم به ونيول، موخه دا ده چي انتخابات حتماً او په خپل وخت ترسره، شفاف او عادلانه وي، د تقلب مخنيوى وشي، نتائج ئې ټولو ته د منلو وړ وي، د انتخاباتو پر ټول بهير؛ له پيل تر پاى د ټولو مهمو سياسي گوندونو نظارت تضمين شي. 
اجازه راكړئ په پاى كي دا هم ووايم: زموږ هغه گاونډيان چي د جگړي اور ته لمن وهي بايد اوس پوه شوي وي چي د دې اور سپرغۍ د دوى په كور كي هم د همداسي اور بلېدو باعث شوې. 
په ايران كي وروستى ولسي پاڅون چي لمن ئې ټولو سترو سترو ښارونو ته غزېدلې ده د همدې حقيقت گواهي وركوي، ايراني ولس د حكومت په جنگي تگلارو سخت اعتراض لري، په دې اعتراض لري چي ايراني چارواكو ولي د افغانستان، عراق، سوريې او يمن پر جنگونو په ملياردونو ډالر لگولي، د دغو غلطو جنگي سياستونو له كبله ولس له گڼ شمېر اقتصادي او اجتماعي ستونزو او كړاوونو سره مخامخ دئ، د فقر، بېكاري، قيمتي، بې عدالتي او بې امنيو له كبله نږدې پنځه مليونه ايرانيان د هېواد پرېښودو ته اړ شوي، او دا لړۍ د انقلاب له پيل تر ننه په شدت سره روانه ده او لمن ئې ورځ په ورځ پراخېږي، ولس دې ته اړ شوى چي د رژيم په ضد سړكونو ته راووځي، او د مرگ پر ديكتاتور شعارونه وركړي. ايراني چارواكي د دې پر ځاى چي د خپل مظلوم ولس غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي؛ هغوى گواښي او ورته وايي: په اوسپنين سوك به پاڅون كوونكو ته ځواب وركړو!! اوسپنين سوك د هغو په ضد كارول چي په خالي لاس او د عدالت غوښتني لپاره سړكونو ته راوتلي!! وبه گورو چي د دې گواښونو او اوسپنين سوك كارولو بدي پايلي به څنگه وي!! خو ايراني چارواكو ته وايو: په خپلو غلطو او جنگي تگلارو كي تجديد نظر وكړئ، د گاونډيو په چارو كي لاسوهني مه كوئ، له افغانستان، عراق، سوريې او يمن ووځي، دلته د جنگونو پر دوام پانگوني بندي كړئ، كه داسي ونه كړئ نو حتماً به د عراق او سوريې له برخليك سره مخامخ شئ. 
والسلام عليكم و رحمة الله و بركاته



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

22nd April, 2018