تفصیل | شهادت 

20th September, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د مطبوعاتو هینداره : د ورور حکمتیار پرونې خبري غونډې

ح م

2018-01-05

رادیو آ زادی :  د حزب اسلامي مشر وايي له عراق او سوریې څخه یو شمېر داعشیان د ایران له لارې د افغانستان شمال ته انتقال شوي دي.

ښاغلي حکمتیار چې نن‌یې په کابل کې یوې خبرې غونډې ته خبرې کولې وویل چې ایران غواړي د سوریې او عراق لوبه په افغانستان کې هم تجربه کړي.

ښاغلی حکمتیار په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې تر دې وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویلي و چې داعش د سیمې د استخباراتو له لوري جوړه شوې ډله ده او غواړي په دې ترتیب په افغانستان کې نړیواله ټولنه مصروفه وساتي.

بی بی سی پشتو: د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، په عراق او سوریه کې د داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې جنګیالي د ایران له خاورې افغانستان ته لېږل کېږي او ایران غواړي په افغانستان کې هم د داعش لوبه تر سره کړي.

نوموړي نن پنجشنبه د جنورۍ په ۴مه په یوه خبري ناسته کې وویل، د اسلامي دولت نومې یا داعش ډلې وسله وال له عراق او سوریې څخه د ایران له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي:

" ایران غواړي هغه لوبه یې چې د داعش په نامه په سوریه او عراق کې وکړه، په افغانستان کې یې هم وکړي."

ښاغلي حکمتیار پخپلو خبرو کې دا هم وویل چې ایران او پاکستان د افغانستان په اړه له امریکا سره ډېره مرسته کړې ده.

د نوموړي په خبره، د دغو هېوادونو په اړه د امریکا وروستي دریځونه په سیمه کې د امریکا پر ضد د ټلوالې جوړېدو په اړه له شته اندېښنو سرچینه اخلي.

له وسله والو ډلو د ایران د ملاتړ په اړه دا هم ویل کېږي چې د خپلو ګټو د خوندیتابه پار له هرې ډلې سره هوکړه کوای شي چې ښه بېلګه یې له وسله والو طالبانو د دغه هېواد د ملاتړ په اړه راپورونه دي.

وسله وال طالبان چې یو وخت ایران خپل دوښمنان ګڼل اوس ویل کېږي ملاتړ یې کوي.

د حزب اسلامي او افغان دولت ترمنځ له سولې کابو کال په تېرېدو دی، خو ښاغلي حکمتیار دولت د سولې په اړه د شوي تړون په نه پلي کولو تورن کړ.

هغه په ځانګړي ډول بې له قید او شرطه د اسلامي حزب اړوند د سیاسي او جنګي زندانیانو خوشې کولو ته اشاره وکړه او هغه یې له دولت سره د شوې هوکړې اصلي شرط وباله.

ښاغلي حکمتیار وویل، تر اوسه یې ۷۰ زندانیان ازاد شوي او زیاته یې کړه چې په نږدې راتلونکي کې به ۹۱ نور زندانیان هم ازاد شي.

ګلبدین حکمتیار پخپلو خبرو کې وویل، یو شمېر (شرخوښي) بهرنیو سفارتونو ته ځي او د زندانیانو د هویت په اړه ناسم معلومات ور کوي چې دغه بهیر وځنډوي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي په وروستیو کلونو کې د افغان دولت د وسله والو مخالفانو له ډلې و.

د افغان دولت او اسلامي حزب تر منځ د سولې هوکړه د ۱۳۹۵ کال د تلې په لومړ‎ۍ لاسلیک شوه.

پژواک : د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار، د ټاکنو په تر سره کېدو او د انتخابي حکومت پر تشکيل د ټينګار تر څنګ وايي چې افغانستان يوه پياوړي مرکزي حکومت ته اړتيا لري، خو د اوسني حکومت له کمزورۍ سره هم موافق نه دى.

حکمتيار چې نن يې يوې خبري غونډې ته خبرې کولې، د عطا محمد نور او حکومت تر منځ يې ناندريو ته په اشارې سره وويل:((دا د ملي يووالي حکومت يوه کورنۍ ستونزه ده، موږ په دې موضوع کې لاسوهنه نه کوو، هيله ده چې جنجال حل شي، خو له بده مرغه چې ددې وضعيت شاهدان يوو.))

نوموړي زياته کړه:((موږ په هېواد کې سوله او ثبات غواړو، د حکومت له کمزوري کولو سره هېڅ موافق نه يو، افغانستان يوه پياوړي مرکزي حکومت ته اړتيا لري، ټول بايد دا حقيقت ومني او د حکومت د کمزوري کولو هڅه ونه کړي.))

حکمتيار وويل چې د نور او حکومت تر منځ ناندرۍ د افغانستان د ښمن ته له ګټې رسولو او د جګړې له دوام پرته بله ګټه نه لري، دا يوه کوچنۍ موضوع ده او حکومت يې حل کولى شي.

د حزب مشر ټولې ډلې تفاهم ته را وبللې او ويې ويل، ټاکل شوې وه چې د ټولو ګوندونو او سياسي ډلو له غړو سره په ګډه د هېواد اوسني وضعيت په اړه د رايې ورکولو لپاره يوه ستره ناسته کې ګډون وکړي، خو ځينو سياسي جريانونو له دې ناستې ډډه وکړه، خو بيا هم هڅه کوي چې د ګڼو استازو د غړو په شتون کې دا   ناسته راتلونکي کې تر سره کړي.

حکمتيار وويل چې له اوسني کړکېچ نه د هېواد ساتلو يوازينۍ لار د ټاکنو تر سره کول او د يوه انتخابي حکومت تشکيل دى. هغه وويل چې ايتلافي حکومتونه د يوه هېواد د تجزيې پيلامه ده.

د حزب اسلامي مشر پر ټاکل شوي وخت د ټاکنو پر تر سره کېدو د ټينګار تر څنګ له حکومت او ټاکنيزو ارګانونو وغوښتل چې ټاکنې دې د امن او درغليو پاکه فضا کې تر سره کړي، څو پايلې يې ټولو ته د منلو وړ شي.

نوموړي ددې پوښتنې په ځواب کې چې د برېښنايي پېژندپاڼو په اړه يې نظر څه دى؟ وويل، له بده مرغه چې د ځينو کسانو ماموريت تعصباتو ته لمن وهل او د فتنې رامنځته کول دي، ځينې هم د نفاق اچولو لپاره دا ډول موضوعات مطرح کوي چې دا کار ملي يووالي ته زيان رسوي او د خلکو تر منځ کرکه ډېروي. حتى داسې کسان شته چې ځان افغان نه ګڼي.

هغه په ډاګه کړه:(( موږ د برېښنايي پېژندپاڼو غوښتونکي يو، بايد د افغان کلمې تر څنګ د هر قوم نوم هم ياد شي، خو د برېښنايي تذکرو په وېش کې ځنډ بايد هېڅکله د ټاکنو د ځنډ لامل نه شي.))

هغه د خپلو خبرو په يوه بله برخه کې له طالبانو، القاعدې او نورو وسله والو مخالفو ډلو سره د خپل ګوند اړيکو په اړه وويل:((که چېرته ووايم چې اوسمهال داعش د عراق او سوريې نه د ايران له لارې افغانستان ته صادرېږي، مبالغه مې نه ده کړې.))

هغه زياته کړه چې د داعش را استوونکى يوازې ايران دى، ايران غواړي چې د عراق او سوريې لوبه په افغانستان کې هم تر سره کړي.

هغه وويل چې ګوند يې اوسمهال له طالبانو سره په اړيکه کې دى، څو دغه ډله د سولې خبرو ته وهڅوي. هغه زياته کړه:((موږ راغلي يوو، نور هم سولې ته رابولو، له طالبانو سره اړيکه لرو، دا اړيکه سولې ته د هغوى د رابللو په مانا ده، څو د سولې له بهير سره يو ځاى شي، زه همدومره ويلى شم ، څومره اړيکې چې حزب  اسلامي  له طالبانو او بېلابېلو ډلو  سره لري، هېڅ کوم بل سياسي ګوند او دولت يې نه لري.))

د هغه په خبره، که چېرته دولت چمتو والى څرګند کړي، ددې وړتيا پيدا کړي چې وسله وال مخالفين ومني، د هغوى غوښتنې قبولې کړي، نو ډاډ ورکوي چې له سولې سره يې يو ځاى کېدل، د تسليمېدو مانا نه لري، اسلامي ګوند په دې برخه کې رول لوبولى شي.

طلوع : د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن (پنجشنبې د مرغومې په ۱۴ مه) په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې ایتلافي حکومتونه د یو هېواد د تجزیې پیل وباله.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار زیاتوي، ټاکل شوې وه چې په نېږدې ورځو کې د ټولو ګوندونو او سیاسي ډلو د مشرانو په ګډون د هېواد د روانو حالاتو په اړه د سلا مشورو په پار یوه لویه غونډه ترسره شي خو د ځینو ګوندونو د مشرانو د نه ګډون له کبله دغه ناسته وځنډېدله.

ښاغلی حکمتیار د عطا محمد نور او د حکومت ترمنځ روانه شخړه ډېره وړه مسله بولي او وایي، نه غواړي چې په دې مسله کې لاسوهنه وکړي.

نوموړی وایي، په برېښنایي پېژاند پاڼو کې د افغان او د قوم نوم ولیکل شي خو  داسې کسان هم شته چې ان افغان او افغانستان نه مني.

د حزب اسلامي مشر وایي، په ټاکنو کې هر ډول ځنډ او خنډ نه مني.

ښاغلي حکمتیار د حزب الله اسلامي ډلې د بندیانود خوشې کولو په بهیر کې پر ځنډ هم نیوکې کړې دي.

ټاکل شوې وه چې په دغې اوونۍ کې د حزب اسلامي ۹۱ بنديان ازاد شي، خو هغه څه چې د ځينو کسانو شریرانه هڅې بولي، دغه بهیر له ځنډ سره مخ شوی دی.

 آریانا :   ګلبدین حکمتیار په افغانستان کې وروستیو کورنیو لانجو ته په اشاره کې وویل، چې په کور د ننه د نظام ننګونکي له هغو سخت دریځو خطرناک دی، چې عملاً جګړه کوي.

د حزب ا سلامي رهبر ګلبدین حکمتیار د ارګ او عطا محمد نور تر منځ را پیدا شوې ستونزه وړه ګڼي او وايي، چې دوی پرې کار نلري.

د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار ایران تورن کړ، چې افغانستان ته داعش جګړه مار رالیږي او هڅه کوي د افغانستان شمال پرې ناامنه کړي.

په کابل کې د ایران سفارت بیا د حکمتیار دغه څرګندونې بې بنسټه ګڼي.

حکمتیار دا هم وویل، چې ټاکل شوې وه د حزب ۹۱ زندانیان په روانه اوونۍ کې راخوسشې شوي وه؛ خو داسې ښکاري، چې بیا وځنډیدل.  

حکمتیار په دې باور دی، چې ائتلافي حکومتونه د هېوادونو تجزیې ته لاره اواروي.

نوموړی له دغه حالت څخه د وتو لپاره پخپل وخت د ټاکنو په تر سره کیدو ټينګار کوي.......



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th September, 2018