تفصیل | شهادت 

18th September, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د پکتیا د بېلا بېلو ولسواليو قومي او جهادي مشرانو د حزب اسلامي له امير سره وکتل

د ح ا ا د فرهنگی چارو ریاست

2018-01-09

د حزب اسلامي مشر انجنير ګلبدين حکمتیار د دوشنبې په ورځ د پکتیا د یو شمېر ولسوالیو له قومي او جهادي مشرانو سره په کتنه کې، خلک په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې برخې اخيستلو ته راوبلل او له هغوی نه يې وغوښتل، چې په راتلونکو ټاکنو کې وړ، ژمن او مؤمن اشخاص د خپلو استازو په توګه غوره کړي.

د حزب اسلامي مشر وويل، که غواړئ چې جګړه ختمه شي، سوله راشي او حکومت د يوې کوچنۍ ډلګۍ په خدمت کې نه وي، نو د شفافو او عادلانه انتخاباتو له لارې ژور بدلون راتللی شي.
د حزب اسلامي مشر د لويې پکتيا له ولسونو وغوښتل، چې متحد شي، د جګړې د پای ته رسولو او سولې لپاره کار وکړي او په راتلونکو ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.
نوموړي وويل، راتلونکو پارلماني ټاکنو کې داسې چاته رايه ورکړئ، چې خپل ضمير و نه پلوري او شمله مو هسکه وساتي.
ښاغلي حکمتيار زياته کړه، موږ يو پیاوړی مرکزي حکومت غواړو، چې منتخب جمهور رئيس او معتبر پارلمان ولري او په ګوندونو و نه وېشل شي .
د جهاد او آزادۍ رهبر وويل، کوم حکومتونه چې په ګوندونو او قومونو وېشل کيږي، تل ناکام وي او دا کار د هېواد تجزيې ته لاره هواروي.
ښاغلي حکمتيار په خپلو خبرو کې دا هم وويل، چې د واک لېږد بايد په سوله ييزه توګه او د بهرنيانو له مداخلې پرته ترسره شي او هر هغه چا چې د ملت اکثريت رايې ترلاسه کړې، بايد د ۵ کلونو لپاره حکومت وکړي.
د جهاد او آزادۍ رهبر يو ځل بيا ټينګار وکړ، چې په ګډه بايد هېواد له روان بحران څخه وباسو، د سولې د ټينګښت لپاره هلې ځلې وکړو او خپل هېواد په خپله ودان کړو.
د حزب اسلامي امير وويل، سره له دې چې د لويې پکتيا ولسونو د جهاد په کلونو کې قربانۍ ورکړي، له ملي او اسلامي ارزښتونو يې په کلکه ساتنه کړې او ډير زيات محروميتونه يې ګاللي دي، خو د دوی سيمو ته هغسې چې پکار ده، پاملرنه نده شوې.
ورور حکمتيار د پکتيا له قومي مشرانو سره ژمنه وکړه چې د دوی ستونزې به په پام کې نيسي او د امکان تر حده به ورته رسيدګي وشي.هغه دا هم وويل چې ډیر ژر به په خوست کې د يوه ستر پوهنتون د جوړېدو چارې پېل کړي.
په ياده غونډه کې د پکتيا يو شمېر جهادي او قومي مشرانو هم ويناوې وکړې او يو ځل بيايې له ښاغلي حکمتيار څخه خپل ټينګ ملاتړ څرګند کړ. دوی پکتيا ته د لا زياتې پاملرنې او همدا راز په ياد ولايت کې د يو ستر فرهنګي مرکز د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي چارو رياست
مطبوعاتي څانګه



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th September, 2018