تفصیل | شهادت 

22nd January, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د حضرت بلال ( رض ) داستان

ژباړه: محمد عزيز پردېس

2018-01-11

د رسول الله ( ص ) د مړينې څخه وروسته، حضرت بلال نور ونشو کولی چې په مدينه منوره کې ژوند وکړي، د مدينې منورې کوڅو او واټونو د نبي کريم ( ص ) د نشتون له امله بلال ته ځای نه ورکوه، بلال له حضرت ابوبکر صديق ( رض ) څخه د سفر اجازه وغوښته، د سفر تــوکي يې برابر کړل، شام ( سوريه ) ته ولاړ ، هلته يې واده وکړ او ژوند يې اختيار کړ.

يو ورځ بلال په درانه خوب ويده و، چې ناڅه راويښ شو او په ژړا يې پيل وکړ، مېرمنې يې ترې وپوښتل، څه کيسه ده ای بلاله چې ژاړې؟

بلال وويل: نبي کريم ( ص ) مې په خوب وليده چې راته وايي:

ای بلاله! دا څه جفا چې مونږ سره يې کوې، ولې مو ليدو ته نه راځې؟

د بلال مېرمنې د سفر توکي برابر کړل او بلال ته يې وويل:
لاړ شه، د نبوي ښار ( مدينې منورې ) څخه ليدنه وکړه، بلال مدينې منورې ته ورسېد، اميرالمومنين حضرت ابوبکر صديق ( رض ) او حضرت عمر ( رض ) بلال په غېږ کې ونيو او د خوښۍ اوښکې يې په سترګو کې رڼې شوې، ابوبکر صديق ( رض ) له بلال څخه هيله وکړه چې اذان وکړي، بلال د بښنې په غوښتلو سره وويل:

ای اميرالمومنينه! وروسته د نبي کريم ( ص ) څخه مې اذان نه دی کړی او نه يې د کولو توان لرم، عمر( رض ) هم ټينګار درلود، خو بلال ونه منله او بښنه يې وغوښته.

هغه وروسته د بي بي عايشې ( رض ) خونې ته ولاړ، د رسول الله ( ص ) قبر څنګ ته کښېناست او ژړل يې،
حسن او حسين ( رض ) يې څنګ ته راغله، بلال دواړه په غېږ کې ونيول او ويې ويل: له تاسو څخه مو د نيکه ښکلی بوی راځي، بلال دواړه هلکان ( حسن او حسين ) يې همدارنګه په غېږ نيولي و چې، دواړه په يوه خوله له بلال څخه وغوښتل چې اذان وکړي،  بلال د دوی غوښتنه رد نشوه کړای.

لاړ همغه ځای ته چې تل به يې هلته اذان کوه، ودرېد او په اذان يې پيل وکړ، الله اکبر الله اکبر

د مدينې خلکو يو ځل ټکان وخوړ او فکر يې وکړ چې پيغمبر بيا ځلې مبعوث شوی دی، کله چې بلال وويل: اشهدان لااله الاالله.

ښځو، نرانو، سپين ږيرو او ځوانانو… په سراسيمه ګۍ سره د نبوي جومات پر لور منډې کړې،  همدا چې بلال د دې جملې ويلو ته ورسېد.

اشهدان محمد الرسول الله.

ستونی يې زيږ شو او ويې نشو کولی چې اذان ته دوام ورکړي.

په مدينې منورې کې ژړا او چيغو دومره زور واخېست چې د رسول الله ( ص ) د مړينې څخه وروسته تر هغې دمه د مدينې ښار د داسې غمګينې ورځې شاهد نه و پاتې شوی.

هو! خوږو دوستانو

هغه د رسول الله ( ص ) مينه وه چې د بلال د زړه څخه يې څړيکه وکړه او د مدينې ټولو خلکو ته يې ټکان ورکړ.

لويه ربه!

زمونږ په زړونو کې د نبي کريم ( ص ) مينه ځای پرځای کړې،  مونږ د رسول الله ( ص ) ريښتيني مئينان وګرځوې، زموږ کړنې او خلاق د نبي کريم ( ص ) کړنو او اخلاقو ته ورته کړې.

اللهم امين يارب العالمين



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

22nd January, 2018