تفصیل | شهادت 

18th September, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د حزب اسلامي افغانستان ۶۴ تنه زندانيان له بند څخه خوشې شول :

د ح ا ا د فرهنګي چارو رياست

2018-01-11

د حزب اسلامي افغانستان ۶۴ تنه زندانيان د يو لړ خاصو او ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د بګرام او څرخي پله له زندانونو آزاد او له خپلو کورنيو سره يو ځای شول.

په همدې موخه نن د څرخي پله زندان کې يوه غونډه جوړه شوې وه، چې پکې حکومتي چارواکو، د حزب اسلامي د عدلي او قضايي کمېسيون غړو او د څرخي پله زندان مشر عبدالتواب احمدزي ګډون کړی و.
په دغو مراسمو کې د کورنيو چارو وزارت د محاکمو د اړيکو رئيس پاسوال شاه مير اميرپور وويل، د زندانيانو په خوشې کولو کې له بشپړ احتیاط څخه کار اخلي او يواځې هغه کسان خوشې کيږي، چې د کورني او بهرني امنیت پرضد په جرمونو تورن شوي وي.
نوموړي هغه تورونه په کلکه رد کړل چې ګويا خوشي شوي کسان له داعش سره اړيکې لري او يا يې په جنايي پېښو کې لاس درلود.
ښاغلي اميرپور وويل، د خوشې شويو کسانو په ډله کې ۳۸ تنه د بګرام په زندان او پاتې د کابل څرخي پله په محبس کې بندیان و، چې ټول د جمهور رئيس محمد اشرف غني د فرمان پر بنسټ خوشې شول.
د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې پلې کېدو د ګډ کمېسيون مشر نصرالله صفاري وويل، چې تر دې وړاندې هم په دوو پړاوونو کې د حزب اسلامي ٧٠ زندانيان خوشي شوي دي.
نوموړي څرګنده کړه، افغان حکومت د حزب اسلامي له ازاد شوو کسانو غوښتنه کوي چې د هېواد د اساسي قانون ټولو موادو ته ژمن پاتې شي.
ښاغلي صفاري زياته کړه، ياد ګډ کمېسيون هڅه کوي چې يو په بل پسې د دولت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د هوکړې مواد پلي شي.
د حزب اسلامي د عدلي او قضايي کمېسيون مشر قاضي عبدالحي فقيري د يادو کسانو پر خوشي کولو خوښي وښوده او ويې ويل، چې د افغانستان په زندانونو کې ددې ګوند شاوخوا ۲۵۰۰ غړي بندیان دي چې دوی یې د خوشې کولو غوښتنه کوي.
ښاغلي فقيري خوشې شوي کسان ددې هېواد رښتيني بچيان وبلل او هيله يې وښوده چې د سولې او امنيت په ټينګښت کې به بنسټيز ګامونه پورته کړي.
دغه راز خوشې شويو زندانيان هم د خوښۍ احساس درلود او د حزب اسلامي له مشرانو څخه يې ځانګړې مننه وکړه چې د دوی په راخلاصولو کې يې هلې ځلې کړې دي.
د حزب اسلامي مشر ښاغلي حکمتيار نن مازيګر له خوشې شويو بنديانو سره وکتل او د هغوی په خلاصون يې خوښي څرګنده کړه.
د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د شوې هوکړې له مخې دا درېیمه ډله بندیان دي چې له څرخي پله او بګرام څخه خوشې کېږي.

د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي چارو رياست
مطبوعاتي څانګه



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th September, 2018