تفصیل | شهادت 

18th September, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د حزب اسلامي امیر او اجرائیه شورا له ۶۴ ازادو شوو بندیانو سره وکتل :

فرهنګي او نشراتي څانګه

2018-01-12

 د حزب اسلامي او دولت ترمنځ د سولې له توافقلیک وروسته د حزب اسلامي درېیمه ډله بندیان چې شمېر یې ۶۴ کسانو ته رسېده، ازاد شول. په دغو بندیانو کې ۳۸ د باګرام او ۲۶ له پلچرخي زندان څخه را خوشې شول او په ویاړ یې د حزب اسلامي امیر انجنیر ګلبدین حکمتیار او د حزب اسلامي د اجرائیه شورا غړو د دوی را ازادېدل په یو لړ مراسمو کې ونمانځل. تمه وه چې ۹۱ هغه بندیان چې تر ټولو رسمي پروسو تېر شوي وو راخوشې شي، خو د ځینو مغرضو کړیو د لاسوهنو له کبله ۶۴ یې راخوشې شول. 

دغه مراسم چې د حزب اسلامي د امیر په کور کې د پنجشنبې په ماښام ترسره شول، د حزب اسلامي امیر انجنیر ګلبدین حکمتیار وویل، له دولت سره د حزب اسلامي د هوکړې یو مهم بند د حزب اسلامي د ټولو بندیانو د ازادولو و چې د هوکړې له لاسلیک وروسته باید په دوو میاشتو کې د حزب اسلامي ټول بندیان راخوشې شوي وای، د دغو بندیانو شمېر کابو (۲۴۰۰) کسانو ته رسېده، نوملړ یې هم دولتي چارواکو ته سپارل شوی و؛ خو له بدمرغه د دوی په راخوشې کېدو کې د ځنډ لوی لامل په دولت کې د هغو مرضي او غرضي کړیو موجودیت دی چې نه غواړي په هېواد کې د سولې او ثبات راوستو تجربه بریالۍ شي او د دولت نورې مخالفې ډلې هم سولې ته زړه ښه کړي. 

د حزب اسلامي امیر زیاته کړه، دا هغه منفورې څېرې دي چې د هر یرغلګر او ظالم سره یې د خپلو هېوادوالو پر ضد لاس یو کړی، تل یې د خپلو هغو رقیبانو پر ضد د پردیو ملاتړ کړی چې د دین او هېواد د ملي ارزښتونو په ساتنه کې د قربانیو میدان ته راوتلي دي. په دوی کې دومره قوت نشته چې خپل رقیبان وځپي، دوی تل خپل رقیبان د خپلو بادارانو په مټو ځپلي دي. موږ ژمن یو او هڅه مو دا ده چې زموږ د هېواد ټول هغه سپېڅلي مجاهدین له زندانونو راخوشې شي چې د خپل دین، خاورې او ملي ارزښتونو د دفاع په لار کې بندیان شوي دي او دا مهال د هېواد لسګونه زندانونه ترې ډک دي. 

ښاغلي حکمتیار وویل، زندان د مسلمان او مؤمن مبارز لپاره تر ټولو اغېزمنه مدرسه ده، زموږ پیغمران زنداني شوي دي، زموږ د امت په کابو هر یوه لوی شخصیت ظالمانو د زندان دوره تېره کړې ده، له دې دورې وروسته یې ارادې لا پخې شوې دي او لویې سوبې یې په نصیب شوې دي چې د اسلام تاریخ له داسې بېلګو ډک دی. ښاغلي حکمتیار د یوسف علیه السلام د زنداني کولو کیسه د بېلګې په ډول یاده کړه. 

د حزب اسلامي امیر زیاته کړه، زموږ په دین کې هم سوله او هم جنګ شته. موږ ته د اسلام د لارښوونې تر ټولو لویې سرچینې قران عظیم الشأن او پیغمبر علیه سلام دی، زموږ رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په خپل عمل سره موږ ته لارښوونه کړې چې مسلمانان باید هم سوله وکړي او هم د اړتیا په وخت کې د جهاد ډګر ته راووځي. زموږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم له یهودو او قریشو سره هم سوله کړې. موږ د خپلو دیني اعتقاداتو له مخې د هر یرغلګر او ظالم په وړاندې جهاد او د سولې په وخت کې مو سوله کړې، موږ سنګر بدل کړی؛ خوشې کړی مو نه دی. د ژوند تر پایه به خپل دین ته وفادار پاتې کېږو، په دې اړه له هېڅ ډول سختۍ څخه نه په شا کېږو او پرته له اسلامي نظام په بل هېڅ څه نه راضې کېږو. زموږ هېوادوال مسلمانان دي، اسلام یې د باور تر ټولو لویه زېرمه ده، زموږ هېواد دا مهال سولې او ثبات ته اړتیا لري، موږ ډاډه یو چې خپلو اهدافو ته د سولې له لارې د جګړې په پرتله په اسانۍ سره رسېدلی شو، له همدې کبله مو سوله وکړه او پر خپلې سولې راضې یو. 

ښاغلي حکمتیار زیاته کړه، موږ په پوره ژمنتیا سره وایو چې په هېواد کې د سولې د تجربې د سر ته رسولو لپاره ژمن یو، کوشش کوو چې د سولې دښمنان د خپلې حوصلې او صبر په قوت هم مات کړو څو دا مظلوم ولس نور د سولې، ثبات او ارامۍ خواږه وڅکي او د جګړه غوښتونکو او هغو منفورو څېرو مخه ونیسو چې د جګړې پر دوام پانګونه کوي او خپلې ګټې یې د جګړې پر دوام کې نغښتې دي. 

د حزب اسلامي امیر وویل، له بده مرغه د هېواد وضیعت داسې دی چې کابو پنځه میلیونه او آته سوه زره مهاجر له هېواد بهر مېشت دي او دوه میلیونه داخلي بېځایه شوي لرو چې ډېری یې هغه دي چې کور کلی یې د جګړو او ناامنیو له کبله پرې اېښی دی، ځمکې او کورونه یې عضب شوي دي، په دې اړه له دولت څخه په ټینګه غواړو چې خپل مسؤلیت ترسره کړي او د ټولو کډوالو د راستنېدو لپاره ګړندي عملي ګامونه واخلي. 

له باګرام زندان څخه د نورستان ولایت یو راخوشې شوي بندې مولوي سمیع الله چې ۱۸ کاله قید پرې ختلی و او شپږ کاله یې تېر شوي وو او د حزب اسلامي د راخوشې شوو بندیانو په لړ کې و، وویل، موږ د اسلام نظام د راوستو، د قران د حاکمیت او هېواد د آزادۍ په تور زندانونو ته اچول شوي وو، د دې سپېڅلو موخو په پار مو ډول ډول ربړونې او ځورونې وګاللې. د حزب اسلامي له امیر او مشرانو د زړه له تله مننه کوم چې په خپلو هڅو یې نن د لسګونو مظلومو مجاهدینو کورونو ته خوښۍ ډالۍ کړې. ده د بندیانو په استازیتوب د باګرام د وحشي زندان دردوونکې کیسې وکړې، چې په وینا یې په دغه وحشي زندان کې په زندانیانو ډول ډول ظلمونه کېږي، خو د غږ اورېدو یې څوک نشته. د بشر حقونو درواغجنو ټېکه دارانو هېڅکله د باګرام د وحشي زندان او پلچرخي د دردونکي زندان کتو ته سر ورښکاره نه کړ. زیاته یې کړه، موږ له خپل امیر، ولسمشر او نورو چارواکو په ټینګه غواړو چې په دغو زندانو کې د بندیانو د ربړولو په اړه خپل مسؤلیت ادا کړي. 

په پای کې ورور حکمتیار وویل، زه هم د خپلې مبارزې په درشل کې ۱۸ میاشتې بندي شوی یم، په زنداني کېدو سره مې اراده لامظبوطه شوې ده، دا ۱۵ کاله په یو ډول زنداني وم، بلکې له زندان څو برابره سخت حالت راباندې تېر شوی دی، د نړۍ د ټولو جاسوسي شبکو تر تعقیب لاندې وم، زما د شهیدولو لپاره په وار وار کمانډویي عملیات ترسره شوي او په میلیونونه ډالر جایزه راباندې ټاکل شوې وه، خو زه له خپل رب او خپل مؤمن ولس د زړه له تله مننه کوم، چې په خپل امن کې یې وساتلم. 

له تاسو ټولو غواړم چې په هېواد کې د اسلامي فکري انقلاب لپاره خپلې هڅې جاري وساتئ. موږ ټول به په ګډه د خپلو سپېڅلو موخو لپاره کار کوو، د اسلام د حاکمیت لپاره به مبارزه کوو، دا مو د الله عزوجل، خپلو مظلومو شهیدانو او ملت په وړاندې ژمنه ده. له توپیر پرته به د خپلو ټولو سپېڅلو او مظلومو بندیانو د راخوشي کېدو لپاره هڅې کوو څو د هېواد په هېڅ زندان کې د اسلامي او ملي ارزښتونو دفاع کوونکی پاتې نه شي، بلکې زندان د هغه چا لپاره شي چې فساد یې کړی وي، ملي شتمنۍ یې لوټ کړې وي، او په اسلامي او ملي ارزښتونو یې سوداګري کړې وي. 

د حزب اسلامي د امیر دفتر – فرهنګي او نشراتي څانګه 

۱۳۹۶/مرغومی/۲۲



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th September, 2018