تفصیل | شهادت 

20th August, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د قرآن کریم سره د ژوند کولو عملي لارې چارې

.

2018-01-13

د قرآن کریم سره د ژوند کولو عملي لارې چارې

الحمد لله والصلوة والسلام علی رسول الله و علی آله و أصحابه و من والاه و بعد!
دا یو تاریخي واقعیت دی چې کله مسلمانانو د قرآن کریم سره عملي ژوند درلود، عزت یې په برخه ؤ او د نړۍ سیادت او قیادت یې په لاس کې ؤ، خو کله چې د مسلمانانو پاملرنه د قرآن کریم نه کمه شوه نو په مسلمانانو کې نفاق او اختلافات را پیدا شو، عزت یې په ذلت بدل شو، سیادت او قیادت یې له لاسه ووت. څومره چې مسلمانان د قرآن نه لېرې شول په هماغه اندازه بد بخته شول، د دغه بد بختي نه د نجات یوازنۍ لار په قرآن منګولې لګول او د قرآن سره عملي ژوند پیلول دي.

قرآن کریم کوم نمایشي کتاب ندی چې مونږ یې یوازې په شتون وویاړو، او نه هم یوازې د عبادت او په لمانځه کې د لوستلولپاره نازل شوی دی، او نه هم داسې کتاب دی چې یوازې د اجر او ثواب د ترلاسه کولو په موخه یې په تلاوت ځانونه ملزم وګرځوو او نه هم داسې کتاب دی چې د خلکو د غولولو لپاره په ناحقه قسمونه ورباندې وخورو، بلکې د دغه ستر الهي کلام نزول د بشریت د هدایت او لارښوونې لپاره شوی دی دا داسې کتاب دی چې د بشر د ژوندانه ټولو اړخونو ته شامل کتاب دی زمونږ د ژوند ټول کړه وړه ورپورې تړلي دي، زمونږ د ژوند ښېګڼه ورپورې تړلې ده. مونږه هغه وخت مونږه یو چې دغه قرآن زمونږسره وي د مونږ د ژوند برنامه وي.

قرآن کریم د بشر د هدایت تر ټولو اصلي سر چینه ده چې په هر وخت کې او د هرې ټولنې د حالاتو سره سم د مصالحو او منافعو تأمینوونکی دی، د مسلمانانو د اساسي قانون او شرعي وثیقې په توګه د لوی څښتن تعالی  له لوري را لېږل شوی دی.
قرآن کریم نه یوازې د عقیدې په برخه کې چې د اسلام زیر بنا ده، د انسانانو لپاره هدایت دی بلکې د ژوند په هره برخه کې ښایسته او ښکلې لارښوونې لري.
دا چې څرنګه کولای شو د قرآن لارښوونې په خپل ژوند کې عملي کړو، او د قرآن سره عملي ژوند ولرو، قرآن د خپل ژوند کړنلاره او دستور العمل و ګرځوو، ژوند مو د قرآن سره تېر کړو؟ په دغې مقالې کې همدغو موخوته د رسېدو لپاره هڅه شوې ده څو ځینې اغېزمنې لارې چارې په لاندنې مطالبو کی په مختصره توګه شرحه کړم.

۱- په ټول قرآن باندې پوره یقین او باور لرل:

په قرآن کریم باندې یقین او باور لرل په دې معنا دی چې په ژبه اقرار وکړو چې دغه الهي کلام د بشر د هدایت لپاره د الله تعالی له لوري د جبرئیل پو اسطه په محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم باندې رانازل شوی دی. او په زړه کې خپله همدا خبره تصدیق کړو او کلک یقین او باور ورباندې ولرو. او شک او شبهه پکې ونکوو.
په هره اندازه چې په قرآن باندې د انسان یقین او باور زیات وي په هماغه اندازې سره انسان د عمل جوګه کیدلی شي ځکه ایمان او عمل لازم او ملزوم د یوبل دي.

دا چې علت په څه کې ؤ چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو به د قرآن سره زیاته مینه درلوده، د تلاوت نه به یې نه مړیدل، هر څومره به چې ستړي وو په لمونځونو کې به یې تلاوت زیات کاوه په ځانګړې توګه د تهجد په لمونځونوکی؟ یوازنی علت یې دا ؤ چې د هغوی ایمانونه زیات کلک او محکم وو.

مونږه چې د قرآن تلاوت نکوو، یایې د تلاوت نه هسې خوند نه اخلو چې صحابه کرامو اخیست، علت یې دادی چې په قرآن کریم باندې زمونږه ایمانونه سست او ضعیفه دي. نو یوازنۍ لاره یې داده چې مونږه دغه کتاب ته رجوع وکړو چې زمونږه ټول ژوند ورپورې تړلی دی. او په دې باندې باید کلک یقین او باور ولرو چې دغه الهی کلام د بشر د هدایت لپاره راغلی او د ژوند په هر برخه کې لارښوونې لري.

د قرآن کریم په ټولو احکامو باندې یقین او باور لرل د مسلمان له مکلفیتونو نه شمېرل کېږي کله چې د مسلمان یقین او باور په قرآن باندې کلک شي نو د احکامو په عملي کولو یې خامخا ځان ملزم ګرځوي. ځکه چې هغه په دې پوهېږي چې د قرآن کریم ټول احکام چې د ژوند په هره برخه کې وي د انسانانو د نېکمرغۍ او سو کالۍ، او د سالمې پر مخ تللې ټولنې د رامنځ ته کیدو لپاره راغلي دي.

همدارنګه د ایمان او عقل غوښتنه هم داده چې ټول هغه احکام چې په قرآن کې راغلي دي د انسانانو د ښېګڼو لپاره دي باید عمل ورباندې وشي داسې نه چې ځینې یې عملي کړو او ځینې نور یې شاته وغورځوو لکه چې قرآن کریم د بنی اسرائیلو په هکله داسې وایي: {أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ فَمَا جَزَاءُ مَنْ يَفْعَلُ ذَلِكَ مِنْكُمْ إِلَّا خِزْيٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يُرَدُّونَ إِلَى أَشَدِّ الْعَذَابِ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ (85)} [البقرة : 85]

(آیا تاسې ځینې کتاب منۍ او له ځینې نورو څخه بیا انکار کوئ؟ نو د هغو خلکو جزا چې دا وړ کارونه کوي پرته له دې بل څه نده چې: په دنیوي ژوند کې به له رسوایي سره مخ او د قیامت په ورځ به خورا سخت عذاب ته وروستل شي. او الله تعالی ستاسې له کړنو څخه نا خبره نه دی.)

۲- د قرآن کریم تعلیم او تعلم:

د قرآن کریم زدکړه او بل ته یې ورښودل د دې سبب ګرځي چې خلک قرآن ته مخه وکړي، قرآن په سمه توګه زده کړي، ژباړه او تفسیر یې زده کړي، په قرآن ښه پوه شي، عقیده یې سمه شي په اصلي دین پوه شي او د هر ډول بدعت او د دین خلاف کار نه ځان وژغوري، نو دغسې کسان خامخا د قرآن احکام په خپل ژوند کې نافذوي، خپل ژوند د قرآن له احکامو سره سم عیاروي.

رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: ” خَيْرُكُمْ مَنْ تَعَلَّمَ الْقُرْآنَ وَعَلَّمَهُ ” د تاسو نه بهتر هغه څوک دی چې قرآن زدکړي او خلکو ته یې ور زده کړي.

د قرآن کریم د تعلیم او تعلم نه مقصد یوازې د کلماتو او الفاظو زدکول او یادول ندي، بلکې معنی او مفهوم یې هم مراد دی. چې په دواړو برخو یې په مختصر ډول سره په لاندې توګه بحث کېږي.

د قرآن کریم د الفاظو زدکړه: د قرآن کریم لفظ باید ښه په غور او دقت سره زده شي، ځکه د قرآن د لفظ زدکړه د معنا د زدکړې لپاره مقدمه ده. هر مسلمان ته لازمه ده څو تر خپلې وسې پورې د قرآن کریم الفاظ د تجوید سره زده کړي. الله تعالی فرمایي:{وَرَتِّلِ الْقُرْآنَ تَرْتِيلًا (4)} [المزمل : 4]
(قرآن په تر تیل سره ښکاره ښکاره او واضح واضح ولوله). ښکاره او واضح لوستل په دې معنی سره دي چې هر توری یې له خپل مخرجه، سره له صفاته یې ادا شي.

د قرآن کریم د معنا زدکړه: د قرآن کریم نه د نزول مقصد یوازې د الفاظو زدکړه او د هغه تلاوت ندي بلکې د قرآن د نزول اصلي او اساسي مقصد په قرآن د پوهیدو، په قرآن کې د فکر او غور کولو، او بالآخره د قرآن کریم نه د لارښوونو ترلاسه کول دي. دغه اهداف هغه وخت تر لاسه کیدای شي چې د قرآن په ترجمې او تفسیر باندې ځانونه پوه کړو. وروسته بیا تفکر او تدبر په کې وکړو او احکام او مسایل یې نوروته هم ور زده کړو. الله تعالي فرمايي: {وَهَذَا كِتَابٌ أَنْزَلْنَاهُ مُبَارَكٌ فَاتَّبِعُوهُ وَاتَّقُوا لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ (155)} [الأنعام : 155]

(او مونږ دا له برکته ډک کتاب قرآن نازل کړی دی. تابعداري ترې وکړئ او پرهیز ګاره شئ تر څو پر تاسې رحم وکړای شي.)
د قرآن نه تابعداري داده چې قرآن خپل امام او د لارښود کتاب وګرځوو او ټولې هغه لارښوونې چې په دې قرآن کې دي په خپل ژوند کې عملي کړو.

په ښوونیزو او روزنیزو مرکزونو کې د قرآن کریم تعلیم اوتعلم ته اولویت ورکول: په پوهنتونونو مکتوبونو او دیني مدرسوکې د نورو علومو تر څنګ د قرآن کریم تعلیم او تعلم ته ځانګړې پاملرنه د مؤمنانو دیني وجیبه ده.

کله چې یو محصل د طب له پوهنځي نه فارغیږي د دې تر څنګ چې یو ښه ډاکتر وي یو ښه قرآن پوه به هم وي.
د انجینیري د پوهنځي محصل به ددې تر څنګ چې په خپل مسلک کې متخصص وي په قرآن باندې به هم ښه پوهېږي.
همدارنګه د اسلامي ټولنې حقوق پوهان او سیاستمداران به د قرآن په زدکړو سمبال کسان وي.

د مکتب او لېسې د دورې نه فارغ زده کوونکي به د قرآن په تعلیماتو سمبال او د قرآن د احکامو په هکله به پوره معلومات لري
د دینی مدرسو شاګردان باید د نورو فنونو او علومو تر څنګ د قرآن تعلیم او تعلم ته پوره پاملرنه وکړي څو د فراغت سره سم ټولنې ته یو قرآن پوه عالم وړاندې شي.
په دیني مدرسوکې د شاګردانو ټول وخت په فنونو باندې تېرېږي پنځلس شپاړس کاله د فنونو په درس کی تېروي چې یو ښه منطقي، صرفي یا نحوي عالم ترې جوړیږي سره له دې چې د قرآن په ترجمې ښه پوهیږي ولې د قرآن عالم نوي ځکه قرآن ته یې وخت نوي ورکړی د قرآن تعلیم او تعلم یې نوي کړی د قرآن له تلاوت نه یې ځان بې برخې کړی وي. سره لدې چې د قرآن او حدیثو د زده کولو په موخه یې د فنونو علم تر لاسه کړی ولې د قرآن او حدیثو په هکله یې پوره علم ندی تر لاسه کړی او د قرآن او حدیثو نه د مسائلو او احکامو استنباط نشي کولای.

په جوماتونو کې د قرآن کریم تعلیم او تعلم:

جوماتونه چې د مسلمانانوعبادت ځایونه او دیني مرکزونه دي د قرآن کریم د تعلیم او تعلم لپاره ډېر مناسب او غوره ځای دی.
په جوماتونوکې د قرآن کریم د درس او تدریس په هکله په احادیثو کې سپارښتنه شوې ده.
په کوم جومات کې چې د الله بندګان د قرآن د زده کولو لپاره یو ځای شي هلته د الله تعالی رحمت راوریږي هغه خلکوته سکون او آرامي پیدا کېږي. ملائکې داسې مجلسونه په خپلو وزرونو پټوي.

کله چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل:” وَمَا اجْتَمَعَ قَوْمٌ فِي بَيْتٍ مِنْ بُيُوتِ اللهِ، يَتْلُونَ كِتَابَ اللهِ وَيَتَدَارَسُونَهُ بَيْنَهُمْ، إِلاَّ نَزَلَتْ عَلَيْهِمُ السَّكِينَةُ، وَغَشِيَتْهُمُ الرَّحْمَةُ، وَحَفَّتْهُمُ الْمَلاَئِكَةُ، وَذَكَرَهُمُ اللهُ فِيمَنْ عِنْدَهُ، وَمَنْ بَطَّأَ بِهِ عَمَلُهُ لَمْ يُسْرِعْ بِهِ نَسَبُهُ”
د خلکو یو ټولی د خدای د کورونو په یوه کور کې د الله تعالی د کتاب د تلاوت او په خپل منځ کې د تدریس لپاره نه سره را ټولیږي مګر داچې په هغوی باندې اطمینان را نازلیږي، او د الله تعالی رحمت یې را نغاړي، او ملائکې یې په وزرونو پټوي، او الله یې د هغه چا په وړاندې یادوي چې الله ته مقرب دي.

خلفای راشدینو او صحابه کرامو رضی الله عنهم په جوماتونو او کورنو کې د قرآن مدرسې جوړې کړې وې. هغو کسانو به چې په دغو مدرسوکې د قرآن علم زده کړ نو د نورو خلکو د تعلیم لپاره به نورو منطقو ته استول کیدل. چې په دې توګه د قرآن دغه د تعلیم مرکزونه او درسي حلقې د یو ستر انقلاب او بدلون ذریعه وګرځیدله.

په یوه حدیث کې چې عقبه بن عامررضی الله عنه روایت کړی راځي چې نوموړي وویل: خَرَجَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- وَنَحْنُ فِي الصُّفَّةِ ، فَقَالَ « أَيُّكُمْ يُحِبُّ أَنْ يَغْدُوَ إِلَى بُطْحَانَ ، أَوْ إِلَى الْعَقِيقِ فَيَأْتِيَ كُلَّ يَوْمٍ بِنَاقَتَيْنِ كَوْمَاوَيْنِ زَهْرَاوَيْنِ فَيَأْخُذَهُمَا فِي غَيْرِ إِثْمٍ بِاللَّهِ وَلا قَطِيعَةِ رَحِمٍ».

فقلنا يَا رَسُولَ اللَّهِ ، نُحِبُّ ذَلِكَ ، قَالَ « فَلأَنْ يَغْدُوَ أَحَدُكُمْ إِلَى الْمَسْجِدِ فَيَتَعَلَّمَ آيَتَيْنِ مِنْ كِتَابِ اللَّهِ خَيْرٌ لَهُ مِنْ نَاقَتَيْنِ وَثَلاثٌ خَيْرٌ مِنْ ثَلاثٍ وَأَرْبَعٌ خَيْرٌ مِنْ أَرْبَعٍ وَمِنْ أَعْدَادِهِنَّ مِنَ الإِبِلِ».
رسول الله صلی الله علیه وسلم له جوماته راووت، او مونږه د جومات په صوفه کې اوسیدلو، نو ویې فرمایل: د ستاسو نه څوک خوښوي چې هره ورځ بطحان یا عقیق ته ولاړشي. او دوه غټ کواوین لرونکي اوښان له ځان سره راوړی بې له دې چې صله رحمي قطع کړي یا د ګناه مرتکب وګرځي؟ مونږه وویل: یا رسول الله! مونږه ټول داخوښوو. ویې فرمایل: ولې یو د تاسې سهار د وخته جومات ته نه ځي.

څو دوه آیته د الله تعالی د کتاب نه زده کړي یا یې قرآئت کړي، چې دغه غوره دی ورته له دوه اوښانو نه، او درې آیته غوره دي ورته له دریو اوښانو نه، او څلور آیته ورته غوره دي له څلورو اوښانو نه، او په هر تعداد سره چې وي له اوښانو نه ډېر غوره دي.
په دغه حدیث کې یوازې د قرآن کریم د جملو او کلماتو زدکړه هدف نه ده بلکې علم او عمل هم ورنه مقصد دی، ځکه خو په دغه حدیث کې لږو آیتونو ته اشاره شوې ده څوعمل ورباندې ممکن وي.

په کورونو کې د قرآن کریم تعلیم او تعلم: قرآن کریم د مسلمانانو مؤمن به کتاب دی د دې کتاب تعلیم او تعلم د هر مؤمن فرد وجیبه او مکلفیت دی.

هر مؤمن په دې مکلف دی څو د قرآن کریم او د هغه د احکامو په هکله چې څومره علم لري په خپلو کورونو کې دې خپلو میندو، خویندو، ښځو، لوڼو او ماشومانو ته ور وښایي. همدارنګه ښځې هم مکلفې دي څو خپلو کورونو کې د نارینه و نه د قرآن لفظ معنی او مفهوم زده کړي.

د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په زمانه کې د هفتې یوه خاصه ورځ د ښځو لپاره ځانګړې شوې وه چې په هغه ورځ کې به رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ښځو ته د قرآن کریم احکام او د دین تعلیم ور زده کاوه.

په کلي او کوڅو کې چې ګاونډیان دي هغوی د یو تر بله د قرآن په تعلیم او تعلم اقدام وکړي د هغه چا سره چې د قرآن علم وي په قرآن پوهېږي د قرآن معنی او تفسیر کولی شي هغه دې هغو نورو ته چې نه ورباندې پوهېږي د قرآن په رسولو کې اقدام وکړي.

او هغه کسان چې په قرآن نه پوهېږي هغوی مکلف دي چې د قرآن د زدکړې لپاره هغه چاته ورشي او قرآن د ترې زدکړي چې قرآن یې زده وي او ځانونه دې د رسول اکرم د دغه حدیث مصداق وګرځوي چې وایي (خَيْرُكُمْ مَنْ تَعَلَّمَ الْقُرْآنَ وَعَلَّمَهُ) غوره د تاسې هغه کسان دي چې قرآن خپله زده کوي او نوروته یې ور زده کوي.

۳- د قرآن کریم ورځنی تلاوت:

د قرآن کریم یوازې یو ځل لوستل او ځان ورباندې پوهول کافي ندي بلکې دغه کتاب باید په مرتب او دوامداره توګه تلاوت شي.

هر مسلمان باید په شپه او ورځ کې یو ساعت د قرآن کریم د تلاوت لپاره مشخص کړي، او په دوامداره توګه د په ټول عمر کې هره ورځ حد اقل یوه پاره(یو جزء) تلاوت وکړي. چې په دې توګه په هره میاشت کې مسلمان کولی شي قرآن یو ځلي ختم کړي.
د قرآنکريم تلاوت کوونکی به د قيامت په ورځ د قرآنکريم د آياتونو د تلاوت په اندازې سره په درجو باندې پورته کېږي.

رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایي: « يُقَالُ لِصاحبِ الْقُرَآن: اقْرأْ وَارْتَقِ وَرَتِّلْ كَما كُنْتَ تُرَتِّلُ في الدُّنْيَا، فَإنَّ منْزِلَتَكَ عِنْد آخِرِ آيةٍ تَقْرَؤُهَا » د قیامت په ورځ به د قرآن ملګري ته وویل شي چې قرآئت کوه او پورته خیژه او په آرامۍ سره یې لوله لکه چې په دنیا کې به د په آرامۍ سره لوسته، نو یقیناٌ ستا منزل او کور د وروستني آیت په نزد دی چې ته یې قرآئت کوې.

نو ای تلاوت کوونکیه! اوس اختیار تاته دی چې په جنت کې په هره اندازه چې لوړه مرتبه غواړې په هماغه اندازه تلاوت زیات کوه څو د په جنت کې مرتبې لوړې شي.

د قرآن کریم د هر توري د تلاوت او لوستو په مقابل کې لس چنده اجراوثواب ورکول کیږي. رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایي: “من قرأ حرفا من كتاب الله فله به حسنة والحسنة بعشر أمثالها لا أقول ألم حرف ولكن ألف حرف ولام حرف وميم حرف” څوک چې د کتاب الله يو توری تلاوت کړي نو د ده لپاره د هغه په مقابل کې يوه نېکې ده او يوه نېکي لس چنده ده زه داسې نه وايم چې الم ټول يو توری دى لکن الف يو توری لام بل توری او ميم بل توری دى.

د قرآن کریم تلاوت په کورونو کې د خیر او برکت سبب ګرځي، هغه کور کې چې د قرآن تلاوت کېږي هغه کورته د رحمت ملائکې را کوزیږي او شیطان ترې تښتي په دی هکله رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایي: “الْبَيْتُ الَّذِي يُقْرَأُ فِيهِ الْقُرْآنُ يَكْثُرُ خَيْرُهُ، وَيُوَسَّعُ عَلَى أَهْلِهِ، وَيَحْضُرُهُ الْمَلَائِكَةُ، وَيَهْجُرُهُ الشَّيَاطِينُ، وَإِنَّ الْبَيْتَ الَّذِي لَا يُقْرَأُ فِيهِ يُضَيَّقُ عَلَى أَهْلِهِ، وَيَقِلُّ خَيْرُهُ، وَيَهْجُرُهُ الْمَلَائِكَةُ، وَيَحْضُرُهُ الشَّيَاطِينُ” هغه کور چې په هغه کې قرآن لوستل کېږي، په هغه کور کې خیراتونه او برکات زیاتیږي، په اهل د هغه کور وسعت او فراخي راځي ( اهل ته په کارونو کی مخه پیداکیږي) هغه کور ته ملائکې راځي، او شیطان له هغه کوره ځي. او په هغه کور کې چې قرآن نه لوستل کېږي د هغه د کور غړي به په مشکلاتو کې وي خیر یې کمیږي ملائکې له هغه کوره وځي او شیطان هغه کور ته ننوځي. د قرآن کریم د تلاوت د فضیلت په هکله زیات احادیث روایت شوي دي چې د بحث د اوږدیدو له امله په همدې اندازه اکتفاء کوم.

۴- د قرآن کریم د تلاوت اوریدل:

څرنګه چې د قرآن کریم تلاوت په زړونو تأثیر لري او عبادت شمېرل کېږي دغه راز د قرآن کریم د تلاوت اوریدل هم عبادت دی او هم د رحمت د نزول ذریعه ده . الله تعالی فرمایی: {وَإِذَا قُرِئَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُوا لَهُ وَأَنْصِتُوا لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ (204)} [الأعراف : 204] (کله چی قرآن ولوستل شي نو ورته غوږشئ او چپ ووسئ ښایي چې پرتاسې رحم وشي.)

۵- د قرآن کریم د یوې برخې یادول:

څرنګه چې قرآن کریم زمونږه د ژوند کړنلاره او دستور العمل دی نو لازمه ده څو د قرآن کریم یوه برخه په ځانګړې توګه ځینې آیتونه او سورتونه په یاد ولرو. په یو حدیث کې راځي: “إنَّ الَّذي لَيس في جَوْفِهِ شَيْءٌ مِنَ القُرآنِ كالبيتِ الخَرِبِ” هغه څوک چې یو څه یې د قرآن له یاده نوي د کنډوالې په څېر دی.

د قرآنکريم حافظان اولوستونکي د الله تعالى اهل شمېرل کېږي. حضرت انس رضي الله تعالی عنه روايت کوي چې وايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: ” إِنَّ لِلَّهِ عَزَّ وَجَلَّ أَهْلِينَ مِنْ النَّاسِ قَالَ قِيلَ مَنْ هُمْ يَا رَسُولَ اللَّهِ قَالَ أَهْلُ الْقُرْآنِ هُمْ أَهْلُ اللَّهِ وَخَاصَّتُهُ” بېشکه په خلکو کې د الله تعالى اهل شتون لري. انس وایي وویل شول چې اى د الله رسوله! دا کوم خلک دي؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل: چې د قرآنکريم اهل د الله تعالى اهل دی

هغه کسان چې د قرآن حافظان دي یا د قرآن یوه برخه یې یاد وي د هغو حرمت او عزت په مسلمان باندې لازم دی ځکه چې دغه کار رسول اکرم صلی الله علیه وسلم کړی دی. له ابوهریره رضی الله تعالی عنه نه روایت شوی دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم یو هیأت یوې منطقې ته لیږه، د هیأت په ترکیب کې چې هر څونفره ؤ له هر یوه نه یې پوښتنه وکړه چې څومره قرآن یې یاد دی د هیأت له غړونه یو نفر چې تر ټولو ځوان ؤ دا پوښتنه وکړه چې څومره قرآن په یاد لرې؟ ویې ویل چې دغه سورت او دغه سورت او د بقرې سورت! د الله رسول ورته وویل د بقرې سورت دې هم په یاد دی هغه وویل هو! رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ورته وویل: ته مې د دې ټولي امیر مقرر کړې.

د دغه حدیث نه ښکاري چې د ټولنې مشران د ادارې چارواکي باید د قرآن حافظان وي.
ولې ډېر د تأسف ځای دادی چې د قرآن کریم حفظ او یادول مو غریبانو او بې وزله کسانو ته پریښي دي او د یو مستحب عمل په سترګه ورته ګورو. خو د خارجي ژبو زدکول په تجربي او تخنیکي علومو خپل ځانونه او اولادونه سمبالول مو د مهمو فرایضونه ګرځولي دي.

۶- ځان د قرآن کریم مخاطب ګڼل:

په قرآن کریم کې چې څه اوامر یا نواهي ذکر شوي دي که یې انسان خپله لولي یا یې له بل چانه اوري باید تر ټولو وړاندې ځان د هغو اوامرو او یا نواهیو مخاطب فرض کړي او داسې باور د وکړي چې دغه خطاب ماته متوجه دی، زه باید تر هر چا لومړی عمل ورباندې وکړم.

همدارنګه که د وعد یا وعید آیتونه لولي یایې له چانه اوري ځان دې د هغو آیتونو مخاطب وشمېري، که د قصصو او پخوانیو اقوامو د حکایاتو اړوند آیتونه یی لوستل یا یې د چانه اوریدل، باید په دې د پوه شي چې له دغو آیتونو نه هدف د وخت تېرول، او یا د انسانانو مصروفول ندي بلکې په دې آیتونو کې انسانانو ته د پند او عبرت ذکر شوی دی، انسانان باید د خپل ژوند درسونه له همدې آیتونو نه واخلي. لکه چې الله تعالی فرمایی: {لَقَدْ كَانَ فِي قَصَصِهِمْ عِبْرَةٌ لِأُولِي الْأَلْبَابِ} [يوسف : 111]
( بېشکه د دوی په قصوکې د عقل د خاوندانو لپاره د عبرت درسونه دي.)

۷- په قرآن کې تدبر:

د قرآن کریم د تلاوت په فضیلت کې آیتونه او روایتونه زیات دي او په هکله یې کتابونه او لیکنې هم شته خو پوښتنه دا پیداکیږي چې په زیات تلاوت او لوستلو کې حکمت څه دی؟

په یوه وخت کې زیات تلاوت غوره دی؟ یا د تلاوت په وخت کې زیات فکر او تأمل؟ د زیات ثواب د ترلاسه کولو لپاره زیات تلاوت او ژرژر لوستل غوره دي؟ او که د یوه آیت په بار بار تکرار چې انسان تر خپلې اغېزې لاندې راولي؟

هغه کسان چې د قرآن تلاوت کوي او غوږ هم ورته نیسي خو په قرآن کې تدبرنکوي د هغو په هکله قرآن داسې وایي: {أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ أَمْ عَلَى قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا (24)} [محمد : 24]
(آیا په قرآن کې تدبر نکوي؟ او که زړونو ته یې قفلونه اچول شوي دي.)
ابن قیم جوزي رحمه الله ویلي دي: الله تعالی قرآن د دې لپاره را نازل کړی دی. څو په هغه کې تدبر او تفکر وشي. نه دا چې یوازې د اجر او ثواب په موخه د تلاوت کړی شي.

امام شوکاني رحمه الله ویلي دي: چې الله تعالی قرآن یوازې د تدبر او تفکر لپاره را نازل کړی دی نه د دې لپاره چې یوازې په تلاوت یې بسنه وکړو او تفکر پکی ونکړو.

نو د دې لپاره د قرآن کریم له خیر نه مو ځانونه محروم کړي نوي د قرآن کریم د تلاوت تر څنګ باید په هغه کې تدبر او تفکر هم وکړو.

۸- په قرآن کریم باندې عمل:

قرآن کریم د عمل کتاب دی د عمل لپاره را نازل شوی دی، په قرآن باندې ایمان او همدارنګه ورباندې عمل کول لازم او ملزوم د یو بل دي څوک چې په قرآن باندې ایمان لري او عمل ورباندې نکوي ایمان او باور یې ضعیفه دی.

په قرآن باندې عمل انسانان د تیارونه د رڼا لوري ته راباسي رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په یوه حدیث کی فرمایي: “القرآن خحة لک او علیک” قرآن کریم ستا لپاره حجت دی څو خپل ځان ته د عمل کولو په صورت کې ورباندې نجات ورکړې، او یا په تا باندې حجت دی یعنې چې د بې عملي په صورت کې به ورباندې ملامت کړی شي.

په یو بل اوږد حدیث کې راځي چې یو صحابي وایي چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ” الا انها ستکون فتنة” آګاه ووسئ یقینا چې ډېر ژر ده چې ډېره غټه فتنه به موجوده شي. نو ما پوښتنه وکړه چې “ماالمخرج منها یا رسول الله؟” ای د الله تعالی رسوله! د دغې فتنې څخه د وتلو لاره کومه ده؟ نو ویې ویل چې “کتاب الله …” د وتلو لار فقط د الله تعالی کتاب دی چې عمل ورباندې وشي.

څوک چې په قرآن کریم باندې یقین او باور ولري نو بې له شکه چې عمل هم ورباندې کوي ځکه چي یقین او باوریې د عمل خواته هڅوی وي. که چېرې څوک په قرآن عمل نکوي نو په ایمان کې یې کمزورتیا ده، لازمه ده څو خپل ایمان ته رجوع وکړي.
د اسلام د ښمنانو په انګلستان کې یو لوی مجلس دایر کړی ؤ څو د مسلمانانو د پیشرفت او ترقي لاملونه وڅېړي.

د مجلس په پایله کې د انګلستان د صدر اعظم ګلادستون د خبرې په تائید فیصله وشوه هغه داچی! څو دغه قرآن د مسلمانانو په منځ کې وي اروپا به هېڅکله په شرق باندې مسلط نشي او نه به خپله اروپا د اسلام او مسلمانانو د نفوذ نه په امن کې پاتی شي.

د دې لپاره چې مسلمانان د قرآن کریم سره عملي ژوند ولري او هېڅ استعماري قوت ورباندې مسلط نشي لازمه ده څو په قرآن کریم باندې عمل وکړي.

څومره چې د قرآن سره د انسان علاقه کمه شي په هماغه اندازې سره عمل کمیږي، کله چې عمل کم شي په ژوند کې تنګي او ناکراري را منځ ته کېږي الله تعالی فرمایي: {وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى (124} [طه : 124]
(چاچې زما له یاد نه مخ اړولی نو بېشکه هغه ته تنګ ژوند دی او د قیامت په ورځ به یې ړوند راپورته کړو.)

په او سني وخت کې هم چې مسلمانان بد مرغه او ذلیل شوي دي سره له دې چې د عزت کتاب یې په لاس کې دی علت یې دادی چې مسلمانان د دغه ستر الهي کتاب په وړاندې بي اعتنا دي.

که مسلمانان غواړي چې د عزت ژوند ولري نو لازمه ده چې د قرآن تلاوت وکړی، ځانونه ورباندې پوه کړي، عمل دې ورباندې وکړي قوانین دې پر ځمکه پلي کړي، څو انسان ته عزت او طاقت ورپه برخه کړي. د اسلام ستر لارښود محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم په هکله فرمایي: « إِنَّ اللَّه يرفَعُ بِهذَا الكتاب أَقواماً ويضَعُ بِهِ آخَرين » الله تعالی په دغه کتاب باندې ځینې قومونه اوچت او سر لوړي کوي او ځینې نور ورباندې ټیټوي. یعنی هغه قومونه چې په قرآن عمل کوي قوانین یې په ځمکه کې پلي کوي په خپل ژوند کې قرآن دستور العمل ګرځوي هغوی اوچتوي او هغه قومونه چې د قرآن سره ژوند نه تېروي یوازې د قرآن نه د وسیلې په توګه کار اخلي نو هغه قومونه ټیټوي.

۹- په قرآني اخلاقو ځان سمبالول:

ددې لپاره چې مونږ مسلمانان د قرآن سره عملي ژوند ولرو پکارده چې خپل ټول فردي او ټولینز کړه وړه د قرآن کریم له دستوراتو سره سم تر سره کړو. زمونږ چال چلند باید د غیر مسلمینو له چال چلند سره زیات توپیر ولري. مونږ باید په قرآني اخلاقو سمبال ووسو.

قرآني اخلاق هغه اخلاق دي چې ام المؤمنین حضرت عایشه رضی الله تعالی عنها د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په وصف کې بیان کړی دی. هغه وخت چې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د اخلاقو په هکله د ام المؤمنین حضرت عایشې رضی الله تعالی عنها نه پوښتنه وشوه هغې وویل: ” كاَنَ خُلُقُهُ القُرْآنَ ” د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم اخلاق قرآني اخلاق ؤ.
انسان هغه وخت دغه قرآني اخلاق په ځان کې راوستی شي چې د متقیانو، مؤمنانو، نېکو کارانو او عبادالرحمن په اخلاقو ځان متخلق کړي او د قرآن کریم د اوامرو په امتثال او د نواهیو په اجتناب کې پوره هڅه وکړي.

په یوه حدیث کې را ځي چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایي:” إنما بعثت لأتمم مكارم الأخلاق ” زه را لیږل شوی یم څو ښه اخلاق پوره کړم.
رسول الله صلی الله علیه وسلم ځکه د مسلمانانو لپاره اسوه او ښه نمونه ګرځول شوې ده چې په قرآني اخلاقو سمبال ؤ. الله تعالی فرمایي: {لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا (21)} [الأحزاب : 21]
(په یقین سره چې د الله تعالی رسول ستاسې د هغو خلکو لپاره ښه او غوره نمونه ده چې د الله تعالی او د آخرت د ورځې هیله ولري او الله تعالی ډېر یادوي.)

صحابه کرامو رضی الله عنهم په قرآني اخلاقو متخلق او د اسلام د مدرسې داسې روزل شوي افراد وو چې د قرآن کریم د هر آیت په عملي کولو به یې ځانونه ملزم ګرځولي وو.

۱۰- د صحابه کرامو په څېر د قرآن کریم په احکامو عمل کول:

صحابه کرامو قرآن کریم خپله د ژوند برنامه ګرځولې وه، هر وخت به یې قرآن ته رجوع کوله او ټول کړه وړه یې د قرآن سره سم ؤ.
کله به چې کوم آیت را نازل شو بې له درنګه او بې لدې چې کومه بهانه ورته جوړه کړي په عملي کولو به یې اقدام کاوه.
د صحابه کرامو لپاره د قران زده کول او یادول د عمل لپاره ؤ ابن مسعود رضی الله عنه وایي:” كان الرجل منا إذا تعلم عشر آيات لم يجاوزهن حتى يعرف معانيهن والعمل بهن” کله به چې یو له مونږه لس آیته زدکړل څو به یې چې د هغه معنی نوه زده کړې او عمل به یې ورباندې نه ؤ کړی نور آیتونه به یې نه ویل.

ابوعبدالرحمن سلمي رضی الله عنه وایي: ” إنما أخذنا القرآن عن قوم أخبرونا أنهم كانوا إذا تعلموا عشر آيات لم يجاوزوهن إلى العشر الأخر حتى يعلموا ما فيهن من العمل قال : فتعلمنا العلم والعمل جميعا “

هغو صحابه کرامو رضی الله عنهم چې مونږه ته قرآن راښوده مونږ ته به یې ویل چې: هغوی لس آیتونه د رسول اکرم نه زده کول لس نور آیتونه به یې تر هغه نه زده کول څو د هغه لس لومړني آیتونو په هکله به یې علم او عمل نه ؤ تر لاسه کړی. هغه وایي مونږ په دغه ډول علم اوعمل تر لاسه کاوه.

صحابه کرامو به قرآن د معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه نه لوست بلکې هر آیت به یې چې څرنګه واورید نوعمل به یي ورباندې کاوه. دادی د بېلګې په توګه د انفاق او جهاد موضوع چې د انسانانو په ژوند کې ډېرې مهمې دي او عملي کول یې په اوسني شرائطوکې د ځینو کسانو لپاره ستونزمن ښکاري یو یو مثال په لاندې توګه راوړم.

د انفاق په هکله

کله چې د قرآن کریم دغه آیت را نازل شو {لَنْ تَنَالُوا الْبِرَّ حَتَّى تُنْفِقُوا مِمَّا تُحِبُّونَ وَمَا تُنْفِقُوا مِنْ شَيْءٍ فَإِنَّ اللَّهَ بِهِ عَلِيمٌ (92)} [آل عمران : 92]
(تاسو پوره نېکي هېڅکله ترلاسه کولی نشئ تر څو چې تاسو خپل غوره څیزونه خیرات نکړئ، او هر څیز چې تاسو خیراتوئ نو هغه الله تعالی ته ښه معلوم دي.)
د حضرت انس بن مالک رضی الله عنه نه روایت شوی دی چې د دغه آیت د تفسیر په هکله یې ویلي دي: په مدینه کې د ابو طلحه رضی الله عنه مال تر ټولو زیات ؤ او تر ټولو غوره او محبوب مال ورته یو باغ ؤ چې د بیرحا په نامه سره یادیده مخامخ جومات ته واقع ؤ کله نا کله به رسول اکرم صلی الله علیه وسلم هم هغه باغ ته ورته او د هغه له اوبو نه به یې څښل. حضرت انس رضی الله عنه وایي: کله چې دغه آیت نازل شو” لَنْ تَنَالُوا الْبِرَّ حَتَّى تُنْفِقُوا مِمَّا تُحِبُّونَ…” ابو طلحه وویل ای د الله رسوله! الله تعالی فرمایی: د نېکانو مرتبوته نه رسېږي مګر دا چې هغه څه چې ورته خوښ وي انفاق یې نکړي. ماته تر ټولو غوره مال د بیرحا باغ دی چې د الله تعالی په لاره کې یې صدقه کوم، هیله لرم چې الله تعالی یې ثواب د آخرت توښه راته وګرځوي.

ای د الله رسوله! هر ډول چې غواړې په هکله یې تصمیم ونیسه. د الله تعالی رسول ورته وویل: اوهوهو! دادی ګټور مال او دارایي! دادی ګټور مال او دارایي! ستا دغه وړاندیزمنم زه یې په هکله داسې نظر لرم چې د خپلو نږدې خپلوانو ترمنځ یې تقسیم کړې. ابو طلحه همدا کار وکاوه او هغه یې د خپلو خپلوانو او د ترو زامنو تر منځ تقسیم کړ.

د جهاد په هکله
صحابه کرامو رضی الله عنهم به جهاد ته د تلو په هکله یو له بل سره رقابت کاوه. حتی د هغه وخت تنکي ځوانان به چې کم عمره وو د پښو د ګوتو په څوکو تلل څویې قدونه جګ معلوم شي او د جهاد اجازه ورکړل شي. هغه چاته به چې اجازه نه ورکول کیده د هغه چاسره چې د جهاد اجازه به یې تر لاسه کړې وه د غیږنیولو وړاندیز کیده څو د جهاد اجازه ورکړل شي.

عمرو بن جموح رضی الله عنه چې سپین ږیری او په یوه پښه ګوډ ؤ د احد غزا ته د تلو په سر یې د خپلو دریو زامنو سره چې جهاد ته روان ؤ جنجال پیداشو زامنو یې هغه ته د تګ اجازه نه ورکوله ځکه له یوې خوا ډېر سپین ږیری ؤ او له بلې خوا ګوډ ؤ او لوی خدای معذور ګرځولی ؤ عمرو بن جموح رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته شکایت وکړ چې زامن یې غواړي هغه له دغه خیر نه منع کړي او ګوډ والی یې دلیل نیسي هغه سوګند یادوي چې هیله لرم په خپله ګوډه پښه جنت ته ور ننوځم.

همدارنګه حضرت حنظله رضی الله عنه د احد د غزا په شپه چې د واده شپه یې وه له خپل پالنګ څخه را پاڅیږي او د احد د میدان په لوري روانیږي او د واده د شپې په سبا د احد په میدان کې په شهادت رسیږي او په غسیل الملائکه باندې یادیږي.

۱۱- قرآن کریم د ژوند برنامه ګرځول:

قرآن کریم د انسانانو د ژوند په هره برخه کې برنامه لري، او د تیارونه د رڼا لوري ته د را ویستلو یوازنی کتاب دی.
د اسلام د لومړني عصر مسلمانان ځکه کامیاب وو چې هغوی قرآن کریم خپله د ژوند برنامه ګرځولې وه. د قرآن کریم ټول احکام یې په ژوند کې عملي کړي وو. د ژوند ټول کړه وړه یې د قرآن کریم د اصولو سره سم ؤ.

قرآن کریم سره له دې چې د ژوند برنامه ده د انسان رابطه د الله تعالی سره، د انسان رابطه د ځان سره، د انسان رابطه د نورو انسانانو سره، د انسان رابطه د چاپیریال سره تنظیموي.

د الله تعالی سره د انسان رابطه په دې معنا سره ده چې انسان باید الله تعالی وپېژني، کوم حق چې په بندګانو باندې لري هغه په کامله توګه اداء کړي، او عبادت یې د شرعي اصولو سره سم تر سره کړي.
د انسان رابطه د ځان سره په دې معنا سره ده چې انسان د فطرت سره سم په هر څه کې د ځان په هکله زیات میلان لري، قرآن دغه میلان تنظیم کړی دی. د بېلګې په توګه انسان فطرتاً مال خوښوونکی دی الله تعالی فرمایي: {وَتُحِبُّونَ الْمَالَ حُبًّا جَمًّا (20)} [الفجر : 20]
(او له مال سره مو له اندازې ډېره مینه ده.)

قرآن کریم د مال د تر لاسه کولو لاره انسان ته مشخصه کړې ده چې مال به له حلالې لارې لاس ته راوړي لکه بیع، میراث، غنایم، هدیې تحفې او داسې نور. او د حرامو لارو نه به د مال د تر لاسه کولو نه ځان ساتي لکه سود، غلا، غصب او داسې نور. همدا رنګه د مال په مصرفولو کی به هم میانه روي کوي. الله تعالی فرمایي: {وَالَّذِينَ إِذَا أَنْفَقُوا لَمْ يُسْرِفُوا وَلَمْ يَقْتُرُوا وَكَانَ بَيْنَ ذَلِكَ قَوَامًا (67)} [الفرقان : 67]

(عباد الرحمن هغه کسان دي چې کله مال لګوي نو نه اسراف کوي او نه بیخي لاس نیسي، بلکې د داوړو په منځ کې روان وي.)

د انسان رابطه د نورو انسانانوسره په دې معنا سره ده چې هر انسان یو په بل باندې حقوق او واجبات لري. مور او پلار په ژوند کې او پس له مرګه حقوق لري، اولادونه حقوق لري، ښځه په مېړه باندې حقوق لري، مېړه په ښځه باندې حقوق لري، ګاونډیان، دوستان او خپلوان یو په بل باندې حقوق لري. همدارنګه د غیر مسلمان سره باید څرنګه چال چلند ولرو؟
د انسان رابطه د چاپیریال سره په دې معنا سره ده چې انسان د ځمکی آبادي خپل مسؤولیت وګڼي. الله تعالی فرمایي: {هُوَ أَنْشَأَكُمْ مِنَ الْأَرْضِ وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا} [هود : 61]
(همغه تاسې له ځمکې نه پیدا کړي او د هغې د آباد ولو دنده یې در کړې.)

او په ځمکه کې هر راز فساد حرام او ناروا وبولي. الله تعالی فرمایي: {وَإِذَا تَوَلَّى سَعَى فِي الْأَرْضِ لِيُفْسِدَ فِيهَا وَيُهْلِكَ الْحَرْثَ وَالنَّسْلَ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الْفَسَادَ (205)} [البقرة : 205]

( او کله چې ستا له مخې ولاړ، یا واکمن شي نو ټوله هڅه یې همدا وي چې په ځمکه کې فساد جوړ، کښتونه او نسلونه تباه کړي او الله پاک فساد نه خوښوي.)

۱۲- قرآن کریم د اسلامي ټولنې اساسي قانون:

قرآن کریم د اسلامي ټولنې د ادارې لپاره اساسي قانون، شرعي وثیقه او ښه کړنلاره ده. چې په تحکیم سره یې د ټولنې ټولې ناخوالي او مفاسد ختمیږي سوکاله او آرامه ژوند رامنځ ته کېږي ټولنیز عدالت پلي کېږي.

دا د الله تعالی قانون دی دا د هر وګړي او د هرې ټولنې د شرایطو سره سم د تطبیق وړ قانون دی دا د فیصلو کتاب دی په دې کتاب کې د الله تعالی قانون بیان شوی دی، چې په تنفیذ سره یې انسانانو او ټولنوته خیر او ښېګڼې ور په برخه کېږي.

الله تعالی فرمایی: {إِنَّا أَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِتَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ بِمَا أَرَاكَ اللَّهُ} [النساء : 105]
(مونږه قرآن په حقه تاته نازل کړی دی تر څو د خلکو په منځ کې د الله د لارښونو په رڼا کې پرېکړې او فیصلې وکړې.)

۱۳- د قرآن کریم د احکامو خپرول:

د قرآن کریم ټول احکام د انسانانو د خیر او ښېګڼې لپاره را نازل شوي دي، د دغه خیر او ښېګڼو تر لاسه کول هغه وخت امکان لري چې انسانان د قرآن کریم له احکامو سره عملي ژوند ولري. د دې لپاره چې خلک د قرآن کریم احکامو ته پوره لاس رسی ولري، د قرآن کریم په احکامو باندې پوه وي نو د قرآن کریم د احکامو خپرول، د قرآن کریم د پیامونو بیانول، د قرآن کریم د تعلیماتو عامول او دغه الهي ستر کلام لوري ته دعوت او بلنه د هر مسلمان وګړي له اولویتونو څخه شمېرل کېږي. نو هر مؤمن ته په کار ده څو د صحابه کرامو په څېر ددغه قرآن کریم احکام د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسوي.

الله تعالی فرمایی: {هَذَا بَلَاغٌ لِلنَّاسِ وَلِيُنْذَرُوا بِهِ وَلِيَعْلَمُوا أَنَّمَا هُوَ إِلَهٌ وَاحِدٌ وَلِيَذَّكَّرَ أُولُو الْأَلْبَابِ (52)} [إبراهيم : 52]
( دا قرآن د ټولو انسانانو لپاره یو پیغام دی، چې هغوی پرې وډارول شي او پوه شي چې معبود یوازې همغه یو ذات دی او بلآخره د عقل خاوندان به ترې پند واخلي.)

۱۴- قرآن کریم د اولویتونو د تشخیص معیارګڼل:

په قرآن کریم کې چې کوم مسائل بیان شوي دي، د مسائلو د زیات بیانولو په تناسب باید په هماغه اندازه مسائلو ته زیاته پاملرنه وشي یعني قرآن کریم چې کومې موضوع ته زیات اهمیت ورکړی وي هغه ته د باید زیات اهمیت ورکړل شي.

په قرآن کې اعتقادي آیتونه، د احکامو آیتونه، د اخلاقو آیتونه، د وعد او وعید آیتونه، او داسې نور آیتونه زیات ذکر شوي دي. نو پکارده چې دغو ټولو آیتونو ته پوره پاملرنه وشي. داسې نه چې د قرآن یوې برخې ته پاملرنه وکړو او بله برخه یې پاتې شي.

لکه ځینې کسان چې یوازې فرعي فقهي شاذو مسائلو ته زیاته توجه لري او د قرآن نوره برخه یې پریښي وي د قرآن د زدکړې په وړاندې بې اعتنا وي، د قران له تلاوت نه یې ځان محروم کړی وي. د قرآن ترجمه تفسیر او معنا یې زده نوي، د احکامو استنباط خو بلکل نشي کولی.

داسې کسانو ته پکارده څو لومړی ټول قرآن ته پوره پاملرنه وکړي، د قرآن تعلیم او تعلم دې خپله وظیفه وګڼي، په دوامداره توګه دې هره ورځ د قرآن تلاوت وکړي او هڅه دې وکړي څو په ټول قرآن باندې ځان پوه کړي، وروسته د بیا فقهي مسائلوته مخه وکړي.

په قرآن کریم کې په ټولیزه توګه عقیدوي، عبادي، اخلاقي، او معاملوي مسائلوته زیاته توجه شوې ده نو هر مسلمان ته پکار ده څو د قرآن کریم د مسائلو د بیان په تناسب باید مسائلو ته پاملرنه ولري.

نتیجه
په آخر کې دې نتیجې ته رسیږو چې قرآن کریم د ټولې نړۍ د ټولنو او افرادو د هدایت، سعادت او لارښوونې یوازنۍ سر چینه ده، او ددې لپاره رانازل شوی دی څو د الله تعالی بندګان د تیارونه د رڼا لوري ته را وباسي. او دا هغه وخت امکان لري چې د قرآن سره عملي ژوند ولرو.

د قرآن سره عملي ژوند هغه وخت راتلای شي چې په قرآن باندې پوره یقین او باور ولرو، د قرآن تعلیم او تعلم عام کړو د قرآن الفاظ ښه زدکړو، د قرآن په معنی او تفسیر ځانونه پو ه کړو، هره ورځ د قرآن د یوې برخې تلاوت په ځان الزامي وګرځوو، د تلاوت اوریدل او د قرآن د یوې برخې یادول ډېر مهم دي، ځانونه باید د قرآنکریم د آیتونو مخاطب وګڼو، په قرآن کې تفکر او تدبر د قرآن سره د سړي علاقه زیاتوي، په قرآن باندې عمل ډېر مهم دی د اوامرو په امتثال کې او د نواهیو په اجتناب کې د قرآن سره د انسان اړیکې پیاوړي کوي.

ځانونه باید په قرآني اخلاقو سمبال کړو، د صحابه ؤ په څېر د قرآن کریم په احکامو عمل په ځانونو باندې الزامي وګرځوو، زمونږ د ژوند ټولې چارې باید د قرآن کریم په رڼاکې تر سره شي. هره فیصله باید د قرآن کریم له اساساتو سره سم وشي، د قرآن احکام باید په ټولنه کې خپاره کړو څو زمونږ ټول عمر د قرآن سره تېر شي د قرآن سره ژوند کول انسان ته آرامي خوښي او خوشحالي ور په برخه کوي.

څېړندوی عبدالرحمن حامد



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th August, 2018