تفصیل | شهادت 

21st November, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د عامه نظم يو افسر چې له تېرو شپږو کلونو راهيسې روژه دی، د حزب اسلامي له مشر سره وکتل

فرهنګي او مطبوعاتي چارو رياست

2018-01-20

د عامه نظم يو افسر نظام الدين فروتن چې له تېرو شپږو کلونو راهيسې يې په هېواد کې د اداري فساد د له منځه تلو او سولې لپاره روژه نيولې ده، نن يې د حزب اسلامي له مشر انجنير ګلبدين حکمتيار سره وکتل.

په دې کتنه کې ښاغلي فروتن د سولې له بهير سره د ښاغلي حکمتيار د يو ځای کېدو هرکلی وکړ او هيله يې وښوده، چې نورې وسله والې ډلې هم له دې بهير سره يو ځای شي.
نوموړي له ښاغلي حکمتيار څخه وغوښتل، چې د سولې په برخه کې خپلې هڅې لا پسې ګړندۍ كړي او طالبانو ته هم بلنه ورکړي، چې خپله وسله پر ځمکه کيږدي او د خبرو ميز ته کيني.
د حزب اسلامي مشر هغه ته د ښه راغلاست ويلو تر څنګ ژمنه وکړه، چې د سولې او امنيت د ټينګښت لپاره به خپلې هڅې جاري ساتي .
د حزب اسلامي مشر له افغانانو وغوښتل، چې حوصله ولري او مايوسه کيږي دې نه، ځکه شوروي ځواکونو په افغانستان کې ماتې وخوړه او نور ډير ستر کارونه تر سره شوي دي.
د حزب اسلامي مشر په پای کې نظام الدين فروتن ته خپل يو شمېر چاپي آثار هم ډالۍ کړل. 

د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي او مطبوعاتي چارو رياست

۱۳۹۶/مرغومی/۳۰



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st November, 2018