تفصیل | شهادت 

24th February, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

له فرعونه مو څه زده کړل؟!‎

ژباړه: (ع رقیب)

2018-01-28

سپینږیری مصر ته لاړ، د فرعون مجسمې ته ودرید، که ګوري له مجسمې سره یو څوک ناست دی او خطاب ورته کوي، سپینږیری پټه خوله ورسره کښېناست، هغه شخص فرعون ته داسي وایې:

[فرعونه! له تا مي زده کړل، فرعونه! له تا مي لس پندونه زده کړل]

[اول]

له تا مي زده کړل چي د الله تعالی فیصله هرو مرو نافذه ده، تا زرګونه ماشومان په دې منظور حلال کړل چي موسی را نه شي، کله چي راغی په خپل کور کي دي لوي کړ!

[دوهم]

له تا مي زده کړل چي زړونه د الله په لاس کي دي، نه د خلکو په لاس کي، کله چي تا موسی د خپلي مور له زړه بېل کړ، الله ورباندي ستا د ښځي زړه مهربان کړ، تا غوښتل چي د مور له سیوري یې بې برخي کړي، الله ورته په خپلي مور سربېره بله مور پیدا کړه.

[دریم]

له تا مي زده کړل چي د هیڅ چا له لاسه پوره نه ده چي بل فاسد کړي، په کومه ماڼۍ کي چي تا داسي شعار غږول «أنا ربکم الأعلیٰ» آسیې د څنګ په کوټه کي داسي ویل: سبحان ربي الأعلیٰ!

[څلورم]

له تا مي زده کړل چي کورونه اسرار دي، كېداي شي چي تر یوه چت لاندي مېرمن او خاوند اوسې، حال دا چي یو له بله بېل وي، د دوو تر منځ چي یوځاي والی راوستلاي شي هغه د زړه خاوند دی، نه د چت خاوند!

[پنځم]

له تا مي زده کړل چي مکمل لښکر له ایمانه د یو مومن په اړولو کي عاجز دی، نه ستا لښکر ساحران ووېرول او نه ستا خوټېدلیو تېلو یوه مینځه ووېروله!

[شپږم]

له تا مي زده کړل چي وینه نه اوبه کیږي، یوې وړې نجلۍ خپل ورور خپلي مور ته بیا راوړ کله چي یې داسي وویل «هل أدلکم»؟! او دا چي ورور دومره شریف وو چي په ځغرده یې اقرار وکړ چي ورور ور نه فصيح دی!

[اووم]

له تا مي زده کړل چي مرييان خپل جلادان په خپلو لاسو جوړوي، او دا چي ستا په وسه نه ده پوره چي د خپلو خلکو په اوږو سپور شې، که دوي درته چُوک نه شي او تا سپور نه کړي!

[اتم]

له تا مي زده کړل چي کله الله وغواړي چي د یو بنده مرسته وکړي په داسي لکړه یې مرسته کولاي شي چي یواځي د تکیې او پسونو د څړ لپاره کارنده وه، او کله چي وغواړي یو بنده ته شکست ورکړي د لښکر په منځ کي ېې متولاي شي!

[نهم]

له تا مي زده کړل چي ټول هغه څه چي په ځمکه کي دي داسي اسباب دي چي په انسان اجبار را وړلاي شي، په الله یې نه شي را وړلاي! او دا چي هغه نهر چي طبیعت یې ماشوم غرقول دی استازی ګرزي او تاته هغه ماشوم راوړي چي ته یې په لټه کي وې! او دا چي هغه سمندر چي خلک یواځي په بېړیو کي ورباندي پوریوتاي شواي، یو قوم ته وچیداي شي او ټول قوم ورباندي پیاده پوریوتاي شي!

[لسم]

له تا مي زده کړل چي د ځمکي ټول موجودات د الله له لښکرو نه یو لښکر دي، الله سبحانه د جنګ لپاره ورنه یو انتخابوي، کله چي تا خپل لښکر را وېست الله کولاي شواي چي ستا د لښکر مثل را وباسي لٰکن د الله په نزد په دې نه ارزېدې، نو یې په هغو اوبو ووژلې چي ټول شیان یې ورباندي ژوندي کړي دي! پاکي هغه ذات لره ده چي تنها او بریمن دی.

(لَقَدْ كَانَ فِي قَصَصِهِمْ عِبْرَةٌ لِأُولِي الْأَلْبَابِ…. َ)

بې شکه چي د دوي په قصو کي د عقل خاوندانو لپاره پندونه او عبرتونه شته دي.

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

24th February, 2018