تفصیل | شهادت 

20th July, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د قیامت ورځ

محمد ع بصيرت

2018-01-28

د سهار نهه بجې نیږدې وې، د خپلو ملګرو سره د نجم د اسلامي روزنې د پنځه ورځنۍ دورې په تنظیمولو کې مصروف وم. ناڅاپه مې د یوې سترې چاودنې غږ واورید. د لومړۍ چاودنې د ځای په فکر کې وم چې څو نورې چاودنې وشوې او په همدې ډول د سختو مرمیو د تبادلې غږونه اوریدل کیده. هیڅ مې پرې ذهن نه رسیده چې د چاودنو او جګړې ځای به کوم وي. په هر حال د اسلامي روزنې د دورې د دریمې ورځې درسونه هم پای ته ورسیده، د پای په دعا کې مو د ملګرو او وطنوالو د ژوند لپاره د زړه نه دعا وکړه؛ او د کور په لور راغلو.

څو شیبې په کور کې وم چې خبر راغې، د برید لاندې دفتر کې زمونږ د ملګرو ترڅنګ ډیر شمیر هیواد وال او دفتر کارکوونکي بند دي. د دوی په اند د دفتر کارکوونکي د زیرزمیني په سیف روم کې بند پاتې دي. په منډه مې ځان ساحې ته ورساوه تر څو خپلو ملګرو او نورو هیوادوالو ته تسلیت ورکړم.

کله چې ساحې ته ورسیدم، ګورم چې په سلګونه ځوانان، سپین ږیري او ماشومان د برید ساحې ته څیرمه کوڅه کې د خپلو کورنیو د غړو، خپلوانو او عزیزانو د لیدلو منتظر دي. دوی خفه ولاړ دي، له سهاره یې تر دې دمه له ستوني څخه د خوراک څه شی نه دي تیر شوي.

دوی په ډیر حیرت یو د بل نه پوښتل؛ ایا ستاسې د کورنۍ غړي خو تاسې ته تازه احوال نه دي درکړي؟. کله به لاړل او د امنیتي ځواکونو څخه به یې پوښتنې وکړې چې ایا څه نوي معلومات شته دی او که نه؟ مګر متأسفانه چې د لومړي سر نه تر اخر وخته پورې امنیتي ځواکونو یوه خبره تکراروله چې هغه هم په پای کې دروغ معلومه شوه.

خلک ټول منتظر وه، د ماسپښین اذانونه وشول، خلک مسجد او یا هم نیږدې کورونو ته لاړل ترڅو د ماسپښین لمونځ اداء کړي. هر چا په بیړه لمونځ اداء کړ، مګر په عذر او زارۍ یې د خپل عزیز د بیا لیدو لپاره د الله جل جلاله دربار ته لاسونه نیولي وو. د لمانځه څخه به هر یو داسې په چټکۍ را روان وه ته وایې عزیز ورته منتظر ولاړ دی، او دی یې لیدلو ته ځان تر ټولو مخکې رسوي. مګر کله به چې ساحې ته راغلل متأسفانه هغه فکر او سوچ به یې بیرته په سیند لاهو شو.

لا هم خلک منتظر ول، یو بل ته یې په غټو غټو لیدل مګر د دقیقو معلوماتو پسې یې سترګې وختلې. په دوی باندې نه تنها د خپلو عزیزانو د مرګ غم وه بلکې ناسمو معلوماتو یې غم یو په دوه کړ. منتظر خلک به ډلې ډلې د یو دیوال او بل دیوال غاړې ته ودریدل. که څه هم دوی یو بل ته د ډاډ او تسلیت څخه پرته بل څه نشو ورکولای مګر بیا به یې هم کله نا کله د یو بل د خوشحالولو لپاره یوه نیمه د خوښۍ خبره وکړه خو د خوښۍ جرأت له هیچا سره نه وه.

د دې ټولو حالاتو زغم په ډیر سخت زړه کیده، مګر له صبر پرته بله چاره نه وه. تر ټولو دردوونکې به هغه صحنه وه چې کله به کوم ستر امنیتي او یا ملکي چارواکی راغی، خلک به پرې د مچیو په څېر را ټول شول،خو  چارواکو به دوی ته فقط د دعا کولو توصیه کوله او بس… مګر د منتظرو خلکو د زړونو هغه لیونۍ پوښتنې به کله دې خبرو ځوابولې؛ دوی خو پخپله هم ځانونو ته د صبر او دعا توصیې کولې.

د مازدیګر لمونځونه وشول، نور د انتظار سختې شیبې راورسیدلې. نور د خلکو د زړونو درزا زیاته شوه. له دې وروسته چا د خپلو عزیزانو د ژوند هیله نه درلوده؛ ځکه دوی په دې اند وو که چیرته شپه شي، حالات خرابیږي او بیا به یې ښايي امنیتي ځواکونه هم د کنترول وسه ونلري. دوی په ډیر شدت خپلې پوښتنې بار بار له امنیتي منسوبینو او مسؤلینو څخه کولې.

ما د دوی رنګا رنګ خبرې واوریدلې. ځینو به ویل چې د دفتر په سیف روم کې د دفتر نیږدې پنځوس کارکوونکي بند دي، ښايي د اکسیجن د کمبود احساس وشي او له دې امله ومري. ځینو نورو به ویل که چیرته امنیتي ځواکونه په دفتر د ګاز استعمال وکړي، کیدای شي د دفتر کارمندان له منځه یوسي. دا او دې ته ورته دردوونکې پوښتنې هر چا کولې. خو د ځواب لپاره هر څوک منتظر وو، مګر ځواب یې په منتظرو خلکو کې د هیچا له وسې هم پوره نه وه.

دروند انتظار دوام درلود، چې په یو ناڅاپي د ټولو منتظرینو تیلیفونونو ته زنګ راغی..
هلو..مونږ الحمدلله محفوظ راووتلو، مونږ خوندي وساتل شو، مونږ روغ راووتلو، مونږ په خیر راووتلو، مونږ جوړ یو او نور  ورته د خوښۍ پیغامونه مو واوریدل…
خلک د ډيرې خوښۍ نه یو بل ته ورغاړې وتل، د خوښۍ اوښکې یې له سترګو په بې کچې ډول روانې وې، هر چا یو بل ته مبارکیاني ورکولې، د خلکو خولې د خندا نه ډکې وې، او خوشحالۍ شوې…
پای



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th July, 2018