تفصیل | شهادت 

19th April, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

داروين او هډوكي ئې وراسته شوي :

ورور حكمتيار

2018-02-08

 او د هډوكو او فسيلونو د تشابه پر بنسټ ولاړە نظريه ئې د تاريخ په زړې هديرې كي دفن شوې

متأسفانه موږ په خپل هېواد كي داسي وگړي هم لرو چي د پرديو د زړو افكارو په ژوولو كي د فخر او مباهات احساس كوي، داسي افكار او نظريې چي د علمي نظريو له قطاره ايستل شوي او نور ئې د تاريخ په موزيم كي لټوي خو دوى ئې داسي گڼي چي گواكي د يوويشتمي پېړۍ او د كمپيوتر د عصر زېږنده قطعي علمي نظريې په لاس ورغلې، هر هغه نظر او رأيه ورته غلطه او زړە برېښي چي د دې خلاف ئې مومي!! د دوى مثال كټ مټ هغو ته ورته دئ چي د غربي هېوادو د ليلامي جامو په كوڅه كي كومه دريشي خوښه كړي، وائې غوندي، يوه استعمال شوې نيكټائي يا مفلر هم په لاس ورشي او په غاړە ئې كړي، د سر او مخ وېښتان هم د غربي اوباشانو په بڼه كي جوړ كړي، له كوره بهر ووځي، يو لاس ئې د پتلون په جيب كي، شپېلكى وهي او مست مست درومي، هر هغه چا ته په سپكه سترگه گوري چي د ده په څېر نه دئ!!! نور په ده پوري خاندي او دى پر نورو!!
داروين يوه پېړۍ مخكي دا نظريه وړاندي كړە چي انسان د يو ډول بيزو (شمپازي) د ودي او ارتقاء په نتيجه كي رامنځته شوى، د نظريې بنسټ ئې د انسان او شمپازي تر منځ د فسيلونو او هډوكو نسبي تشابه او ورته والى وو. د دواړو د فسيلونو تر منځ ژورو توپيرونو ته ئې داسي توجيهات وړاندي كول چي عقلمنو او حقپالو ته ئې منل گران وو، داسي فسيل ئې هم نشو وړاندي كولى چي تدريجي ارتقاء ترې ثابته شي، او د انسان او شمپازي د فسيلونو تر منځه تشه ډكه كړي، د دې اعتراض په ځواب كي ئې د ځغلنده او غيرعادي ارتقاء فرضيه وړاندي كوله، گواكي انسان د تدريجي ارتقاء په يوه خاص پړاو كي له يوه حالت بل ته د ټوپ وهلو په بڼي كي اوښتى!! دې ته ئې هم ځواب نه درلود چي ولي د شمپازي ټول نسل په انساني نسل نه دئ بدل شوى او ولي تر نن پوري د هغوى د نسل بقايا مومو!! 
نه داروين او نه ئې نني پلويان توانېدى شي دې پوښتني ته د منلو وړ ځواب ووايي: ولي ويروس، بكتريا، او نور ساده او بسيط حيوانات په خپل حال او له هغي ارتقاء محروم پاته شوي چي داروين ئې ادعاء كوي. دا له يوه بل ته د اوښتو لړۍ ولي متوقف شوې. 
داروين ته نه د ډايناسور فسيل په لاس ورغلى وو او نه د لوړ قد انسانانو فسيلونه، هغه د انسانانو د لومړۍ پيدايښت په اصلي ټاټوبي كي خپل تحقيقات نه وو كړي، د محققينو له نظره د انسان د پيدايښت لومړى ټاټوبي يا افريقا او يا آسيا وه، لومړى ئې افريقا لومړنى ټاټوبى گڼلو خو اوس دې نتيجې ته رسېدلي چي دا ټاټوبى آسيا وو، دلته ئې د انسانانو داسي فسيلونه موندلي چي ښيي د لومړنيو انسانانو قد او ونه تر اوسني ډېره لوړە او دنگه وه. اوس څېړونكو ته د انسان داسي فسيلونه هم په لاس ورغلي چي تر درې نيم مليونه زيات كلونه پرې تېر شوي، خو سره له دې د جوړښت له پلوه اوسني انسان ته په بشپړە توگه ورته دئ!! داروين په آستراليا كي څېړني كړې، په داسي حال كي چي آستراليا ته انسانان ډېر وروسته رسېدلي. هلته ئې يوازي داسي فسيلونه موندلي چي قد ئې تر ولاړي شمپازي لږ لوړ وو. دې فسيل ته لږ ځير شئ چي وگورئ په آسيا كي د موندل شوو لومړنيو انساني فسيلونو قد څومره لوړ وو:
درېيم انځور د يوه انسان د سر هډوكى دئ چي تر يوه اوسني بشپړ انسان ستر دئ.
قرآن د نوح عليه السلام په اړە فرمايي چي 950 كاله ئې قوم ته بلنه وركړە، له دې معلومېږي چي د مخكنيو انسانانو عمرونه زيات وو. 
قرآن د عاد قوم په اړە وايي چي الله تعالى داسي دنگي وني او قدونه وركړي وو چي بېلگه ئې په نورو سيمو او ښارونو كي نه موندل كېده، دا لومړى انځور په همدې قوم پوري مربوط انځور گڼل شوى چي په جزيرة العرب كي ترلاسه شوى. 
ډاروين د تحقيقاتو لپاره د بريتانيا مستعمرې اسټراليا ته په يوې خاصي كشتۍ كي ولېږل شو، په يوه ځنگله كي له خپلي يوې ملگرې مېرمني سره مېشت شو، دا هغه مهال وو چي پر بريتانيا د كليسا ضد خوځښت مسلط وو، له داسي افكارو او نظريو سره ئې علاقه درلوده چي ديني ارزښتونه او عقائد تر پوښتنو لاندي ونيسي، هغوى له ماركس، انگلز، داروين، فرويد او نورو د علمي تحقيقاتو او نويو نظرياتو اتلان جوړول. 
نن او د كمپيوټر په 21 پېړۍ كي د فسيلونو د تشابه له مخي د انسان د پيدايښت، جوړښت او له نورو سره تشابه او توپير نظريې ته د يوې زړې او له موډە لوېدلې فرضيې په سترگه كتل كېږي. اوس د زړو هډوكو له مخي نه بلكي د DNA د جوړښت له مخي دا پرېكړە كېږي چي كوم ژوى په خپلي نوعي كي له بل سره شباهت او ورته والى لري او له بلي نوعي سره څه شباهتونه او توپيرونه. اوس په لابراتوار كي د يوه وېښته له مخي دا پرېكړە كولى شو چي دا د چا او د كومي كورنۍ د غړي وېښته دئ. 
د انسان او شمپازي د DNA په جوړښت كي دومره ژور او پراخ توپيرونه شته چي له مخي ئې هيچا ته په دې كي د شك مجال نه پرېږدي چي انسان او شمپازي بېل بېل ژوي دي او دومره توپيرونه لري لكه انسان چي ئې له نورو ژوو سره لري. 
د انسان او شمپازي مغز اصلاً د مقايسې وړ نه دي، كه د انسان مغز له يوه كمپيوتر سره مقايسه كړو نو ويلى شو: په 21 پېړۍ كي د انسان له لوري تر ټولو ستر او مخكى تللى جوړ شوى كمپيوټر د انسان د مغز په پرتله داسي دئ لكه په ستر ښار كي يو وړوكى كور. د انسان د مغز د پېچلي جوړښت او پراخو فعاليتونو په اړە د متحده ايالاتو جمهور رئيس اوباما دا وينا كافي ده چي وئې ويل: موږ تر مريخ پوري ورسېدو خو لا د انسان د يو پونډ مغز په اړە كافي او بشپړ معلومات نه لرو!! 
ښايي دا حقيقت به له تاسو سره مرسته وكړي چي د انسان او نورو ژوو د مغز تر منځ توپير څومره ژور دئ: د انسان په بدن کې د توليد شوې انرژي نږدې ۵۲ سلنه په مغز کې مصرفېږي، حال دا چي په بیزوگانو کي نږدې ۸ سلنه او په نورو تي لرونکو ژوو کي له ۳ تر ۴ سلنه د مغز په فعالیتونو کي کارول کېږي.
د ژوو د تنوع په اړە دوه نظريې وړاندي كولى شو: يوه دا چي د پيدايښت په پيل كي يوازي څو محدود انواع پيدا شوي او همدا په تدريجي توگه په مختلفو انواعو اوښتي او له يوې نوعي گڼ شمېر انواع رامنځته شوي. بله دا چي له لومړي سر او د زمكي په هغه پسرلي كي چي د ژوو د پيدايښت لړۍ پيل شوې؛ د هري نوعي لومړۍ نطفه پيدا شوې، همدا نطفه په ځينو كي په مذكر او مؤنث تجزيه شوې، او د هري نوعي دا جوړە د هغې د تناسل او تكاثر وسيله گرځېدلې، له همدې لاري ئې نسل دوام كړى، او په هري نوعي كي هر تغيير او ارتقاء د همدې نوعي په محدوده كي ترسره شوې نه دا چي يوه نوع په بله اوښتې وي. 
د قرآن له وينا په ډېر وضاحت سره معلومېږي چي انسان د خپل پيدايښت له پيل او له هغه مهاله چي لومړۍ جوړە ئې پيدا شوې، يو بشپړ انسان او تر ټولو غوره مخلوق پيدا شوى. 
 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th April, 2018