تفصیل | شهادت 

20th September, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د ترانسپورټي شرکتونو مسئولينو د حزب اسلامي له امير سره وکتل

فرهنګي او مطبوعاتي چارو رياست

2018-02-08

د مسافربري او باربري ترانسپورټي شرکتونو يو شمېر مسئولينو د پنج شنبې په ورځ د حزب اسلامي له امير انجنير ګلبدين حکمتیار سره د ترانسپورټ په برخه کې د پرتو ستونزو په اړه خبرې وکړې  .
د لویو لارو پر سر د ناقانونه پيسو اخیستل، د امنيتي مسؤلینو له لوري د موټر چلوونکو وهل ټکول، په ترازوګانو کې فساد او د بار وړونکو موټرو لپاره په قانون کې ستونزې، هغه موارد و چې د باربري ترانسپورټ مسؤلينو یې په اړه اعتراض درلود. 
په پېل کې د خصوصي باربري ترانسپورټ مشر حاجي طلا محمد اتمانخیل د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او د وسله والو کسانو له خوا د موټر چلوونکو د ځورولو او غلاوو څخه يې شکایت وکړ.
اتمانخيل وويل، بابري ترانسپورټ د خلکو سرمايه ده او حکومت بايد په دې برخه کې له بشپړې امانتدارۍ او شفافيت څخه کار واخلي.
نوموړي زياته کړه، موږ له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان يو او له تاسو مو هيله داده چې د ستونزو په هوارولو کې راسره مرسته وکړئ.
د حزب اسلامي مشر د ت  رانسپورټي او باربري شرکتونو له مسئولينو سره د هغوی د ستونزو په هواري کې د مرستې ژمنه وکړه او له اړوندو مسوولینو يې وغوښتل، چې خپل شکايتونه او غوښتنې په ليکلي ډول ورته وسپاري او د حل لارې هم ورته وړانديز کړي.
د حزب اسلامي مشر په خپلو خبرو کي دا هم وويل، چې ستونزې به يې له لوړ پوړو حکومتي چارواکو سره به يې شريکې کړي تر څو د حل مناسبې او عملي لارې ورته ولټول شي.
د حزب اسلامي مشر څرګنده کړه، که څه هم موږ په حکومت کې برخه نلرو او په دې ناکاميو کې ورسره شریک نه يو، خو د مظلومانو ملاتړ کوو او د ظلم په مقابل کې دريږو.
په پای کې د يادو شرکتونو مسئولينو د حزب اسلامي له مشر څخه مننه وکړه، چی دوی يې خپل حضور ته ومنل او د ستونزو په هواري کې ورسره مرسته کوي.
 
د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي او مطبوعاتي چارو ریاست

۱۳۹۶/سلواغه/۱۹



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th September, 2018