تفصیل | شهادت 

19th June, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د مسلمان دعوتګر لپاره لازم علوم

2018-02-10

اګر چې د دعوت د كاروان هر غړى په دې مكلف نه دى چې بايد په هر اړخ د علم او معرفت كې پوره رسيدلى وي ځكه دا ډول غوښتنه سخته بلكې نا شونې ښكاريږي .

خو ولې هر دعوتګر بايد د قران كريم په تلاوت، تجويد او تفسير باندې پوه وي او د حديثو علومو ته بايد لاس رسى ولري . له نبوي سيرت ، د صحابوو د ژوند او د اسلام د سترو شخصياتو په اړه بايد كافي معلومات ولري ځكه د همدوى كړنلاره په حقيقت كې عملي درسونه او تجربې دي چې د همدې له منځ نه دعوتګر خپل بيلګه توب لاس ته راوړى شي تر څو بيا په ده پسې خلك ولاړ شي او پيروي يې وكړي .
په فقهي مسائلو كې هم بايد دومره معلومات ولري چې د هغو پر بنسټ عبادات او معاملات سم كړي .

كيداى شي دومره يې په توان كې نه وي چې د قران ،سنت ،سيرت او فقهې د علمونو په ټولو برخو كې تبحر او تخصص ترلاسه كړي .خو ولې تاكيدا بايد پوه شي چې دا علوم د هر مسلمان لپاره د اسلامي احكامو مرجع ده او دا هم ضروري ده چې كومې قضيې چې د دين د ضروري برخو او اساساتو نه دي بايد پرې پوه شي او د تطبيق صورت يې وپيژني .

داعي بايد اسلام له اصلي معيارونو څخه را واخلي او بيا لومړى دا په خپله تمثيل كړي بيا يې نورو ته نقل كړي .يعني بايد پوه شي چې :

اسلام يو كامل او شامل دين دى د ژوند ټولو اړخونو ته شامل دى ، اسلام هم عقيده ده او هم صحيح عبادت ، هم دولت دى او هم وطن ، هم حكومت دى او هم امت ، هم اخلاق دى هم قوت ، هم رحمت دى هم عدالت ، هم فرهنګ دى او هم قانون هم علم دى هم قضاء ، اسلام هيڅ ډول تجزيه نه قبلوي او دعوتګر د اسلام د اجزاءو تر منځ جدايي نه پيژني .

اسلام سترګو، غوږونو او زړونو ته سخته پاملرنه كوي، غواړي چې د خرافاتو نه يوه پاکه ټولنه رامنځ ته كړي . داسې ټولنه چې د هر ډول وهمونو او ګومانونو څخه پاكه وي د بيهوده ګيو او سادتوبونو څخه لوړه وي ، د الله تعالى كتاب او د رسو ل الله سنت پرې حاكم وي نه بې معنى او بې مفهومه رسمونه او رواجونه چې د الله تعالى له پلوه پرې كوم دليل موجود نه وي .
{ وَمَا لَهُمْ بِهِ مِنْ عِلْمٍ إِنْ يَتَّبِعُونَ إِلاَّ الظَّنَّ وَإِنَّ الظَّنَّ لا يُغْنِي مِنْ الْحَقِّ شَيْئا}(النجم /28 )

“نه شته د دوى سره په دې (خپله خبره ) باندې هيڅ علم ، پيروي نه كوي مګر د ګمان او يقينا چې ګمان د يو شي د حقيقت پيژاندلو ته هيڅ فائده نه وركوي “

د اسلامي شريعت احكام د قرآن او سنت څخه اخيستل كيږي په كوم ځاى كې چې نص موجود وي هلته اجتهاد روا نه دى . همدا ډول (مصالح معمول بها ) چې د شريعت د قواعدو سره ټكر نه خوري عمل به پرې كيږي ، او دا مصالح او احكام د ظروفو، د هرې منطقې د عرف او عادت په بدلون سره بدليږي .

پرته د رسول اكرم صلى الله عليه وسلم څخه ، د هر چا اجتهاد د منلو او ردولو وړ دى ، كوم اقوال او اجتهادات چې د سلف صالحينو څخه رانقل دي كه د كتاب الله او د رسول الله صلى الله عليه وسلم د سنت سره موافق وه قبلوو به يې او كه موافق نه وه نو د الله تعالى كتاب او د رسول الله صلى الله عليه وسلم سنت ډير غوره دي چې عمل پرې وشي .

هر مسلمان چې د شرعي احكامو په دلائلو كې د نظر او ترجيح درجې ته نه وي رسيدلى كولى شي چې د دين د امامانو څخه د يوه امام پيروي وكړي . او غوره دا ده چې پيروي سره سره د خپل توان مطابق كوښښ وكړي چې د خپل امام دلائل وپيژني .

د هغه چا لارښوونه چې صداقت او كفايت يې ورته ثابت وي په دې شرط چې دليل پرې ولري بايد قبوله كړي .په دې طريقې سره بايد خپلې نيمګړتياوې مكمل كړي كه عالم وي ترڅو خپل ځان د ترجيح او تحقيق درجې ته ورسوي .
فقهي او فروعي اختلافات بايد هيڅكله په دين كې د تفرقې لامل جوړل نه شی او په هيڅ صورت كې بايد په جګړو، دښمنيو او كينو سره بدل نه شي .

په هغه مسئله كې چې عمل كول پرې بنا نه وي بحث كول او په كې مصروف كيدل هغه تكلف او جدل دى چې شرعا ترې منع شوي يو ، تر څو زمونږ د صفونو يووالى خوندي پاتې شي عقلونه مو په ضرري اختلافي مسائلو كې د مشغول كيدو نه په امان كې پاتې شي .

د الله تعالى پيژاندنه او توحيد او د هغه پاك ګڼل د هر ډول نقص او تشبيه څخه ،په اسلام كې د لوړو عقائدو څخه دي د متشابه صفاتو په آيتونو او په دې اړه چې كوم صحيح احاديث راغلي پرته له تاويل، تعطيل او تمثيل څخه ايمان لرو او په دې اړه چې د علماءو تر منځ كوم اختلافات راغلي په هغو كې لاس نه وهو .

عقيده د عمل اساس او بنسټ دى د زړه عمل د جوارحو له عمل څخه غوره دى او په دواړو (عقيده او عمل ) كې د كمال درجه ترلاسه كول شرعا مطلوب دي .
اسلام عقل ازاد پريښى او په كائناتو كې دقت او فكر كولو ته يې هڅولى او هيڅكله به درست او علمي حقائق د شرعي ثابتو قواعدو سره ټكر نه شي .

هغه مسلمان چې په شهادتينو يې اقرار كړى او په غوښتنو يې عمل كړى كافر نه ګڼو ځكه مونږ دعوتګر يو نه قاضيان .
دا هغه اصول دي چې امام شهيد حسن البنا رحمه الله د باب “الفهم” لاندې په خپله رساله “رسالة التعاليم ” كې ذكر كړي.

هر يو د عوتګر بايد دا زده كړي ، تطبيق يې كړي او نورو ته يې ورسوي .دعوتګر بايد پوه شي چې اسلامي كار او فعاليت په يوه غړي يا يوه تنظيم او ډله پورې خاص نه دى بلكې دا د هر يوه مسلمان ځانګړتيا او دنده ده كه تر هر يوه نوم لاندې وي كه په هر هيواد كې ژوند كوي او كه د هر يوه توكم سره تړلى وي .

(د ننني مسلمان ځانګړتیاوې) له کتاب څخه



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th June, 2018