تفصیل | شهادت 

21st April, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د کابل نيوز تلويزیون مشرتابه او کارکوونکو د حزب اسلامي له امير سره وکتل

فرهنګي او مطبوعاتي چارو رياست

2018-02-10

د کابل نيوز تلويزیون مشرتابه او کارکوونکو د حزب اسلامي له امير سره په کتنه کې د هېواد په روانو حالاتو او د رسنيو پر وضعیت تفصيلي خبرې وکړې.
په دې کتنه کې چې د حزب اسلامي د مشر په هستوګنځي کې ترسره شوه، په پېل کې د کابل نيوز تلويزیون مشر غلام جيلاني ځواک له ښاغلي حکمتيار څخه مننه وکړه، چې د رسنيو له کارکوونکو سره ناستې لري، له هغوی سره د هېواد په روانو حالاتو خبرې کوي او نظرونه سره تبادله کوي.
د حزب اسلامي مشر هغوی ته د ښه راغلاست ويلو تر څنګ وويل، سره له دې چې په تېره کابو نيمه پېړۍ کې د حزب اسلامي پر ضد پراخ منفي تبلیغات شوي، خو خلکو ددغو تبلیغاتو پرواه نده کړې او نن اکثریت ملت د حزب اسلامي ملاتړ کوي. 
ښاغلي حکمتيار څرګنده کړه، چې قدرت ته د رسېدو يواځنۍ او مشروع لاره ټاکنې دي، حکومت بايد د ټاکنو په پروسه کې هېڅ ډول مداخله و نه کړي، خپله بېطرفي وساتي او د شفافو او عادلانه ټاکنو د ترسره کېدو لپاره لاره هواره کړي.
د جهاد او آزادۍ رهبر وويل، زموږ ټينګار دادی چې ټاکنې بايد په خپل وخت ترسره شي، سياسي ګوندونه بايد د ټاکنو په پروسه له پېل نه تر پايه بشپړ نظارت ولري او هېڅ چاته دا موقع نه ورکوو چې په ټاکنو کې مداخله وکړي.
د حزب اسلامي مشر دا هم وويل، د انتخاباتو پرځای د قیادي شورا جوړول، نه عملي دي او نه ستونزې حل کولی شي، بلکې زموږ وړانديز دادی چې د ټولو سياسي ګوندونو د مشرانو ګډه ناسته دايره شي او په دې ناسته کې د راتلونکو ټاکنو په هکله يو توافق ته ورسېږو.
ښاغلي حکمتيار زياته کړه، قیادي شورا په دې هدف، چې د جمهوري ریاست په صلاحیتونو کې شریکه شي او یا انتخابات نفي کړي، نه مطرح ده، نه عملي او نه هم ستونزې حل کولی شي.
د حزب اسلامي مشر په خپلو خبرو کې يو ځل بيا د بيان پر آزادۍ ټينګار وکړ او زياته يې کړه، هېڅوک حق نه لري چې د بيان د آزادۍ مخه ونيسي .
د رسنيو د اوسني حالت په هکله ښاغلي حکمتیار وويل، له بده مرغه چې موږ د خپلواکو رسنيو له کمښت سره مخ يو، زموږ ډیری رسنۍ بشپړه خپلواکي نه لري او د پرديو له لوري رامنځته شوي دي.
نوموړي وويل، موږ ملي او خپلواکې رسنۍ غواړو چې د پرديو د فرهنګ مخه ونيول شي او خپل ملي رسالت په سمه توګه ترسره کړي.
په دې ليدنه کې د کابل نيوز تلویزیون د خپرونو مسؤل نذیر احمد سهار او نورولي خپلواک هم خبرې وکړې او د کابل نيوز تلویزیون د خپرونو او فعاليتونو په هکله يې د حزب اسلامي مشر ته معلومات ورکړل.

د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي او مطبوعاتي چارو ریاست

۱۳۹۶/سلواغه/۲۱



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st April, 2018