تفصیل | شهادت 

21st August, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

فکري یرغل او په وړاندې یې د مقاومت لارې چارې

دکتور حسان محمد

2018-02-12

– په اسلامی نړۍ باندی فکري یرغل یو ښکاره حقیقت دي چې په تیر کې پیل په حاضر کې د یوی بدرنګه او منحوسی څیری سره څرنګند او د راتلونکی لپاره ډیره ماهرانه برنامه ریزی کوی. کله چې وایو چې دا یو ښکاره حقیقت دی ، نو دا په دی مانا ده چې مونږ د ارواحو، خیالاتو او غیر واقعی فرضیو خبره نه کوو. بلکه هغه مسایل تر بحث لاندی نیسو چې دښمن یی په اړه ژور فکر کوي، او هغه توطیی او دسیسي تر څیړنو لاندي نیسو چې دښمن یی د طرحی او جوړولو او پلانولو په فکرکې دی.

مونږ عملا د سر په سترګو وینو چې په سل ګونو شرقی او غربی، پټو او ښکاره ، د خلکو او حکومتي ، دیني او غیر دیني، عسکري او مدني ادارو ، بنسټونواو ارګانونو په یو منسجم او منظم صف کې سره لاسونه ورکړي، راټول شوي، تړونونه یی کړي، او خپل قوتونه یي د داخل څخه د اسلامی امت د له مینځه وړلو لپاره یوځای او په کار اچولي دي. تر څو اسلامی امت په مختلفو هیوادونو کي په مختلفو طریقو په نښه او له داخل څخه یی ونړوي او له مینځه یی یوسي.

اګر چې له بهر څخه پر اسلامي امت نظامي یرغلونه لا هم تر اوسه دوام لري، چې اسلامی هیوادونه لکه افغانستان او عراق او داسي نور ملکونه یي ښې بیلګې دي، اما کوم یرغل چې د داخل څخه صورت نیسي د ډير استقرار درلودونکي ، خورا ډیر غښتلی او ډیر ژور دي. پرته له دي چی کومه هاها را مینځ ته کړي، او یا په بین المللی سطحه څه ستونزي راولاړي کړي، تر سره کیږي. ځکه چې: له بهر څخه په یرغل سره به بین المللی توازن ګډوډیږي!! د شرق او غرب تر مینځ به پټ او سري تعلقات د نظامی یرغلونو په وجه د بحران سره مخ کیږي، اما د داخل څخه یرغل له پورته ذکر شویو خطرونو څخه کاملا خوندي او محفوظ دي. د یرغلګرو مصالح تامین، ګټی یی خوندي ، اتفاق یی پرځای ، سرونه یی بچ ، مال او پیسی یی بچت او ویني یي نه توییږي.

د فکرې جګړی د ارزښتونو او اهمیت په نظر کې نیولو سره ، باید ووایو چې د دی جګړی په وړاندی مقاومت نه یواځي دا چې ډیر اړین دي، بلکه د اسلامی امت د شتون او بقا جوهر ګڼل کیږي. زمونږ بقا او شتون یواځی او یواځی زمونږ د تناسل په توان کی نه بلکه زمونږ په قوی مقاومت، دوامداره عمل، د شخصیت په اثبات او د امت د سرنوشت په ټاکلو او اظهار کی نغښتی ده. دا چې فکري یرغل د یو سلسله شومو توطیو او تهدیدونو ټولګه ده ، پس د دی یرغل په وړاندی مقاومت هم یو سلسله تاکیداتو او مجوزاتو ته اړتیا لري، چی په لاندی څو ټکو کي یی را نغاړو:
لمړی- زمونږ دینی شرف او عزت:

په دي کې هیڅ شک نشته چې زمونږ خیر او صلاح پرته له دین نه په بل څه کي ممکنه نه ده، او زمونږ بقا یواځی او یواځی په همدي دین کي ده. ځکه خو په دې مبارک دین باندي د شر د قوتونو هر اړخیزه حملي څه تصادفی او ناڅاپي خبره نه ده، په دي کې هیڅ شک نشته چې زمونږ خیر او صلاح پرته له دین نه په بل څه کي ممکنه نه ده، او زمونږ بقا یواځی او یواځی په همدي دین کي ده. ځکه خو په دې مبارک دین باندي د شر د قوتونو هر اړخیزه حملي څه تصادفی او ناڅاپي خبره نه ده بلکه څومره چې د دی دین شان او دبدبه اوچته ده او څومره چې د دی‎ مبارک دین عظمت دي، په هماغه اندازه پری د یرغل شدت او وحشت زیات دی. که اسلام د کسالت تنبلۍ ، غیر معقول او د خرافاتو، مبهماتو او چټیاتو یوه ټولګه وای، نو هيڅکله به د شر قوتونو د هغی د له مینځه وړلو له پاره هڅه نه کوله .

که داسی نه وی نو آیا په وضعی دینونو لکه بوداییزم ، هندوییزوم او کنفوشیزم چا دحملی تابیا کړیده او چا ورته د تخریب او له مینځه وړلو نیت کړی دی، او یا یی ورباندی د یرغل اراده کړیده؟ د یهودیت او نصرانیت په تحریف شویو دینونو چا یرغل کړیدی؟
هوکی! هجوم او یرغل د هر لوری یواځی په اسلام روان دی، او دا پدی خاطر چې اسلام یوه ژوندۍ عقیده ، یو شامل او کامل تنظیم او یو متکامل او بشپړ فکر دی. نو ځکه هر د تهمت غشی د همدی دین په لوری ګذاریږی، او هر پیغور او طعنه یواځی اسلام ته متوجه ده، او هر دسیسه او توطیه د اسلام پر ضد تر سره کیږی.

دوهم – دخیر او شر تر مینځ تل پاتی دښمنی:

د خیر او شر تر مینځ د ښمنی د دي پدیدو د پیدایښت له وخته تر اوسه پوری په راز راز څیرو او اشکالو را څرګنده شویده. که نن سبا مونږ د خپل ایمان د جوهر او د خپل فکر د سپیڅلتیا تمثیل کوو، او د یو میلیارد مسلمانانو د شتون سره سره چې د څلویښتو نه په زیاتو هیوادونو کی خواره دی، یرغلګر داسی فکر کوی چې البته مونږ د ایمان سرمایه له لاسه ورکړیده، او د خپلی دفاعی کرښی د عمق او ژورتیا څخه لاس په سر شوی یو!!

مګر واقعیت داسې نه دي، مونږ تر اوسه پوری دغه پانګه او سپما له ځان سره لرو، او په ټول قوت له خپلی ستراتیژیکی منطقی او قلمرو څخه ساتنه کوو. اګر چې نن سبا به داسی کسان شتون ولری چې اګاهانه او یا د نا پوهۍ له وجې زمونږ د ایمان او عقیدی پر دی ځلانده سرچینه باندی خاوری شیندي او کوشش کوي تر څو یی ځلا او نورانیت د خلکو له سترګو پټ وساتي.
مګر د اسلام دغه ځلانده سر چینه لا تر اوسه صفا، ځلیدونکی او د دفاعی کرښی ژورتیا یی لا هماغسی محفوظه او ساتل شویده، او هغه شی چې تر هر څه د مخه ورته اړتیا لرو هغه اوسپنیز هوډ، قوي اراده، د مخکښو لارښونکیو صلاح او مشوره او د دفاع استمرار او دوام دی. که ځینی له مسلمانانو بی لاری او په عمل او کړنو کی یی د ایمان د جوهر څرک نه لیدل کیږی، لامل یی له اسلام څخه د پوره او بشپړی پوهی نه درلودل او جهالت دی. په اسلامی ټولنه کی په میلیونونو داسی وګړی شتون لري چې په همدی ټولنه کی رالوی شویدي اما له اسلام نه کاملا بی خبره دي، او په هیڅ نه پوهیږي او د خپلو عملونو له وجی د اسلام یو ناقص تصور او انځور وړاندی کوي. پرته له هرڅه د شته حوادثو په نظر کې نیولو سره د دی ناوړه حالت مسولیت اسلامی تنظیمونو او د هغوی قیادتونو ته متوجه کیږي، چې د اسلامی فعالیتونو ذمه وار دي، مخکی له دی چې تبشیری قوتونه او کړۍ ګرم ، ملامت او مسول وګڼل شي.

دریم – د یرغل بیرحمی او وحشت:

ننی یرغل د شر د یوه مثلث یانی صهیونیزم، استعمار او کپیتالزم څخه تشکیل شویدی، چې په خپلو کې نږدی او ژور تړاوونه لري، او د بلوری منشور په څیر یی اضلاع او صفحی یو د بل سره تړل شویدي.

په هیڅ صورت نه شو ویلای چې دغه شیطانی مثلث د متضادو او مخالفو لوریو او جهتونو څخه جوړ دی، بلکه دغه خبیث مثلث د داسی تارونو په واسطه اوبدل شویدی، چې ځینی یی ښکار ه او ځینی یی پټ دي، مګر قاعده او بنسټ یی مشترک او موخې او اهداف یی سره تړلي دي.
کله کله به د دغه مثلث په سطحو کې څه فرقونه او درزونه را مینځ ته کیږي، اما د حوادثو جریان او په دقت سره یی څیړنه د شر د دغه ثالوث تر مینځ د اړیکو غښتلی بیلګی رسوا او دسایس او توطیی یی را څرګندولای شي.

طبیعی خبره ده چې دغه شیطانی برنامی زړی قصی او د پولس داستانونه نه دي، بلکه د مستمرو ،دوامداره او منظمو نه ستړی کیدونکیو هڅو او هلو ځلو پایلی دي، او کلونه کلونه ورته خواری او کوښښ شویدی، هوډمن ، او د کلک عزم خاوندان یی اداره کوی، په میلیاردونو ډالر لګښت پری کیږي او بهترین استعدادونه ، پوهان او تجربه لرونکی سره را تولیږی او……….
د دغه پروګرامونو او برنامو د جوړلو او د فکری یرغل د تر سره کیدو په موخه د مختلفو څانګو علما او متخصصین لکه ارواح پوهنی، ټولنپوهنی، وګړ پوهنی، ژبپوهنی ، تاریخ، اقتصاد، سیاست ، ستراتیژی جوړونی او دین پوهنی تجربه لرونکی پوهان د فرهنګی نفوذ، مغز مینځلو ، او له مغزنو څخه د خاطراتو او یادګارونو د محوه کولو په موخه سره را ټولیږی او په ګ‌ډه سره شپه او ورځ کوښښ او کار کوي.

اګر چې زما پورته خبری، او یا یوه برخه به یی تاسی ته زیاتی ښکاري او فکر به کوۍ چې زه دا موضوعات او کړنی د اصلی حالت څخه زیاتې درنې او خطرناکې در ښیم ، مګر حقیقت له دی نه هم ډیر تریخ ، ډیر زورونکی، او واقعییتونه له دی نه څو چنده دردناک، غم لړلي او هیښونکي دي.

دا خو ټول منو چې نظامی یرغل او د ملکونو لاندی کول د هوا پیژندنی، جغرافیی، مځکی پیژندنی، اقتصاد، عسکری روزنی او د ستراتیژیکو پروګرامونو سوق او اداري پوهانو ته اړتیا لري. مګر په دی باید و پوهیږو چې فکری یرغل له دی څخه ډیر پیچلی ، ژور او دقیق دی. ځکه چې په فکری یرغل کی دښمن په ملکونو او مځکو یرغل نه کوي او هغه نه لاندی کوي، بلکه عقلونه هدف ګرځوي، د لښکر او نظامی قطعاتو سره نه مخامخ کیږي، بلکه د ملتونو سره مخ کیږي، کومه مځکه نه اشغالوي بلکه فرهنګ له مینځه وړي، پر سنګرونو حملی نه کوي بلکه شخصیتونه خپله موخه ګرځوي، د یوی څاه اوبه په زهرو نه لړي ، بلکه ښارونه په زهرو لړي او وسایل او مادی جوړښتونه نه ورانوي، بلکه فرهنګ او ثقافت تباه کوي. بنا پردی دا یرغل ډیر خطرناک، پیچلی، ژور او بربادونکی دی او ډیر اوږد زغم ، ژور فکر او خورا ډیری هوښیارتیا او زیرکانه عمل ته اړتیا لري. باید و پوهیږو چې فکری یرغل له دی څخه ډیر پیچلی ، ژور او دقیق دی. ځکه چې په فکری یرغل کی دښمن په ملکونو او مځکو یرغل نه کوي او هغه نه لاندی کوي، بلکه عقلونه هدف ګرځوي، د لښکر او نظامی قطعاتو سره نه مخامخ کیږي، بلکه د ملتونو سره مخ کیږي، کومه مځکه نه اشغالوي بلکه فرهنګ له مینځه وړي

څلورم- د یرغل ډول ډول اړخونه :

د فکری یرغل موخه یواځی زمونږ د ژوندانه په یوه اړخ پوری منحصره نه ده، بلکه اقتصاد، قانون، تعلیم، روزنه ، رسنۍ، هنر، ژبه ، دود او دستور، لباس….. دا ټول سره رانغاړي. او په لنډ ډول ویلای شو چې دغه یرغل عقل او نقل، دین او دنیا، د مځکی لاندی او د مځکی مخ ټول هدف ګرځوي.

پس څرنګه چې د فکری یرغل طبیعت هر اړخیز دی، نو لازمه ده او ډیره اړینه ده چې د دفاع طبیعت هم هر اړخیزه وي، د مځکو او د مځکو د واکدارانو څخه په یوه وخت دفاع وکړي، ځوان نسل او آینده نسلونه وساتي، او په دی لړ کې د راتلونکی نسل ساتل او حفاظت تر ټولو ډیر اړین دي. فکری یرغل د راتلونکی نسل مغزونه او فکرونه هدف ګرځوي، او غواړي په یو نه یوه ډول هغه د خپلو غوښتنو سره سم عیار کړي. پس پر مونږ ده چې راتلونکی نسل ښه و روزو داسی چې په راتلونکی کې زمونږ سره پاتی شي، نه دا چې زمونږ پر ضد د دښمن په صف ودریږي، د اسلامی امت د مصلحت سره سم عمل وکړي، نه دا چې د دښمن سره لاس یو کړي او پر مونږ یرغل وکړي.

که پیښو او جریاناتو ته په زیر سره وګورو و به وینو چې فکری یرغل نسبت زړو ته د امت ځوانانو ته ډیره توجه ورکوي او هغوی خپله موخه ګرځوی، او د امت راتلونکی ته د امت د حال په نسبت ډیره پاملرنه کوی. هغوی غواړی ځوانان د اسلامی امت څخه جلا کړي، د خپل سپیڅلی اسلامې ثقافت او فرهنګ سره یی نا اشنا کړي. په دی هکله ‌ډیری زیاتې بیلګې او مثالونه موجود دی ، ډیری پیښی په تاریخ کې ثبت دي . اما د دی ټولو دسیسو ، توطیو او کوښښونو سره سره د اسلامی امت ځوان نسل په هر ځای او هر حال کی ویښ د پورته کیدو او قیام په حال کې ، او پر خپله عقیده باندی کلک ولاړ او پر خپل پاک دین باندی په پوره پوره ایمان او باور سره یی هر ډول ګمراهی ، انحراف او بیلاریتوب رد کړی دي. هغوی له هغی ناحیی څخه چې فکر یی کولو چی اسلام به له مینځه یوسي، الله ج له هماغی ناحیی څخه د سپیڅلی اسلام خیر او مصلحت تامین کړی دي او د هغی ساتنه یی کړیده. نن د امت د مسلمانو ځوانانو پدیدی د ټولی نړۍ پام ځان ته اړولی دي. د نورو باطلو ایډیالوژیو د رواجونکیو او بی لیاری ګوندونو د توقعاتو برخلاف، د نړیوالی ټولنی میلان د اسلام په لور پیل شویدي، سره د دی چي دوی ګمان کاوه چې د فکری کار او فعالیت ساحه بالکل خالی ده او پرته له دوی داسی کوم بل جریان وجود نه لری، اما واقعیتونو د دوی پر دغه دروغجنه دعوه د بطلان کرښه راښکله. د فکری جګړی رهبرانو غوښتل تر څو سیکولاریزم د ژوند د فلسفی او اجتماعی نظام په حیث پر خلکو ور وتپي، اما په وړاندی یی سپیڅلی خوځښتونه په جوش راغلل او د ایمان مرغلری په داسی یوی ځلا سره و پړکیدی او د هیلو ډیوی داسی بلی شوی چې حتی په هغه ټولنو کی چې سیکولاریزم او کفری فکر ورباندی شپیته کاله تپل شوی او د اوسپنی او اور په زور یی پر هغوی حکومتونه کړي وه ، د هغوی سترګی هم و بریښولی ، او د ایمان ځلا یی د ټولنو تیاره کونجونه سپینه رڼا کړل.

پنځم- د یرغل د شکلونو زیاتوالی:

څرنګه چې فکری یرغل د ژوند یواځی یو اړخ هدف نه ګرځوي ، نو شکلونه یی هم ډول ډول او مختلف دي. کله له بهر نه حمله کوي، او کله له داخل نه زهر شیندي، کله په مستقیم ډول حمله راوړي او کله له پټو لارو نه نفوذ کوي، کله د پاسه نه په پرواز راشي او کله هم د ښکته نه نفوذ کوی، کله یی (( دینی شخصیتونه )) صدارت په غاړه واخلی او کله یی سیاستمداران او علما رهبری په غاړه واخلی، کله د راهب څادر واغوندي او کله د ډاکتر په سپینه چپنه کې را څرګند شي، کله مستقیما پر دین حمله وکړي، او کله هم د اسلام په نامه ګمراه مذهبونه د اسلام د تخریب لپاره را مینځ ته کړي او هغه بیا اسلام ته منسوب کړي.

کله قیادتونه جسما له مینځه یوسي، او کله یی بیا په وړاندی مصنوعی قیادتونه را مینځ ته کړي، کله د غنمو او وچو شیدو د توزیع له لاری را مخ ته شی، کله د تهدید له لاری او کله د شخصیتونو د تطمیع او اخیستلو له لاری ، کله د لوږی را مینځ ته کولو، کله د را وارد شویو فکرونو خپرولو، کله د مرستی په بانه ، کله د اړیکو په پریکولو، کله د مسلمانانو سره په پیوستون، کله د فتنو په را مینځ ته کولو او کله هم د فتنو په له مینځه وړلو، کله د اقلیتونو سره د کومک په پلمه او کله هم د اقلیتونو په را واردلو، کله په دولتی ادارو کې د نفوذ له لیاری ، کله د کودتاګانو په واسطه او کله هم د نظامونو په وړاندی د خوځښت د را مینځ ته کولو په واسطه، کله د خیریه ټولنو د تاسیس په بانه، کله بیا بیرته د همدی موسساتود ړنګولو په بانه، کله د قدس د اشغال له لیاری او کله هم د قدس د آزادۍ د شعار تر نامه لاندی ، کله هم د افغانستان اشغال او کله د عراق، او کله هم د افغانستان د آزادۍ لپاره د تنظیمونو ایجاد، کله د سولی له لاری، کله د پریکون او اقتصادی محاصری له لیاری، کله د وسلو د پټ لیږد، او کله هم د وسلو په پلورلود بندیز، او کله د اسرایلو په ایجاد او کله هم د اسراییلی حکومت په رسمیت پیژندلو له پاره بلنه، کله په فرانسوی جوړلو………..او داسی نورو مختلفو پلمو او چل ول په مختلفو جهتونو او راز راز طریقو سره حرکت کوي، او د همدی حرکتونو په مټ خپلی ولکی ته ټنګښټ ورکوي او د اسلامی تشخص د ذوب کولو لپاره خپلی هڅی او کوښښونه لا منظم ،ژور، منسجم او چټکوي.

پس باید د یرغل د پورته ډول ډول اشکالو په نظر کې نیولو سره زمونږ مقاومت هم په همدی مستوی کی وي، همدومره بلکه له دی څخه باید ډیر زیات پراخه ، دقیق او ژور وي او همدومره مهم او ارزښتناک و ګڼل شي.

دا به غټه سهوه وی که زمونږ د دفاع شکل ساده او بسیط، سطحی او په څو خاصو مواردو کی منحصر وی، په داسی حال کې چې یرغل ډیر ژور، سنجول شوی او هر اړخیز دی .

دا به لویه تیروتنه وی چی دفاع او مقاومت ګوښی په وعظ او خطابو کې خلاصه شی، په داسی حال کې چې یرغل ډیر پراخه ، ډیر دقیق او ډیر په غور سره په لاره اچول شویدي.
د حیرانتیا وړ خبره به وی که دفاع ساده او سطحی وی، په داسی حال کې چې د یرغل اشکال او طریقی مختلفی، او تر ټولو دقیق او قوی مغزونه او عقلونه او تر ټولو ستر امکانات او ډیر هوښیار او چالاکه پوهان او دانشمندان یی په خدمت کې دي.

بنا پردی، د مقاومت وسایل باید د یرغل له وسایلو په پرتله قوی او موثر وي، تر څو د یرغل د وسایلو قوت له مینځه یوسي، او دهغی ورانوونکی تاثیرات خنثی کړي، وروسته له دې چې د دفاع وسایل مو د یرغل له وسیلو څخه قوی او غښتلی شول، نو بیا د یرغل په وړاندی د مقاومت پر ځای په یرغل لاس پوری کړو، د مقاومت له سنګره د دښمن په لور حرکت پیل او خپل مقاومت پر یرغل بدل او د هر لوری نه په دښمن تندریزی حملی پیل کړو.

شپږم- پرله پسی او دوامداره یرغل:

یرغل له تیر څخه پیل په حاضر کې روان او په راتلونکی کې به هیڅکله هم ټکنی نه شی، ګوښی شکل، کړنلاری او څیری یی د حالاتو او حوادثو مطابق تغیر کړیدی. پس مقاومت او دفاع باید هم مستمره او دوامداره وي، هیڅ ډول سستی په کې را مینځ ته نه شي، د خپل حرکت په جریان کی باید د تیر یادونه وکړي او تل یی په یاد وساتي، له حاله دفاع وکړي، او د راتلونکی ساتنه وکړي.
د تیر توضیح او یادونه په دی مانا چې تیر برم او عظمت یی بیان شي او ښایست، ارزښت او هیبت یی څرګند پاتی شي، تیر عبیبونه پاک سهوی او تیروتنی یی جبیره او ترمیم شي، ځکه دغه مسله د یو خاص ارزښت او اهمیت دلودونکی ده. دا ځکه چې، هیڅ داسی امت نشته چې په تاریخ کی یی لوړی ژوری، سهوی او تیروتنی شتون و نه لري، په دی امر باندی په اعتراف سره باید د تیرو تیروتنو څځه د را منیځ ته شویو ناروغیو د علاج او د سهوو او غلطیو د جبران لپاره مټی راونغاړو. تیر ته نه پاملرنه او په تیرو سهوو او اشتباهاتو باندی پرده اچول به ساده ګی او ځان غولونه وي، او د ګټی پر ځای به یی تاوان ډیر زیات وي .

ځینی ساده ګان په دی عقیده دي چې د تاریخ په تورو پیرونو پرده غوړول او یا د تیروتونو غیر منطقی توجیه کول، د عقدو او کینې څخه د یو پاک او عاری نسل د را مینخ ته کیدو ضمانت کوي. په داسې حال کې چې حقیقت برعکس دي، که چیری نوی نسل ته تاریخی تیروتنی او او غلطۍ ور ونه ښودل شي، نو زر دي چې د ځان د ستر ګڼلو، د غرور ښکار او د دښمن په لومو کې به په آسانۍ سره را ګیر شي.

پس په لمړي قدم کې په تاریخی تیروتنو اعتراف وکړو تر څو نوی نسل د مناقشی د یوه غښتلي توان درلودونکی او قضایا په سمه توګه تحلیل کړای شي. نه دا چی هغوی کاڼه غوږونه او پټې سترګې د دښمن په واسطه د حوادثو او تاریخی واقعاتو د ستر ښودنی او تجسیم له وجې ښکار شي. له حال نه باید په کلکه دفاع وکړو ، سپیڅلی دفاع د حق له شهادت سره یو ځای.
په اسلامی هیوادونو باندی حاکم نظامونه او حکومتونه داسی انیګری چې سازمانونه او ټولنی باید تل د دوی په ثنا او صفت لګیا او د علاج ، نقد او رغولو کلمی باید په خوله وانخلي. د دی شیطانی تصور په پایله کی به ځوان نسل په یوه ګنګ او متزلزله حالت کې پاتی شي. هره ټولنه او هر سازمان په ستایلو او صفت کولو بوخت دي، پداسی حال کې چې د شر او فساد عوامل یی په شاوخوا کی ښه پراخه او ظلم او ستم او تجاوز له حد نه وتلي دي!

بنا پردی، په هر حکومت او هر حاکم باندی غږ کوم چی د حال نه دفاع د هغوی د سپیڅلتیا او تبریی په مانا نه ده ، باید په دی پوه شی چې دغه تصور او طرز برخورد د ځوان نسل د مقاومت د کمزورتیا لامل او د هغوی د شخصیت بنسټونه به سست او کمزوری کړي.
همدا لامل دي چې نن سبا د اسلامی نړۍ ځوان نسل په ډیر شوق او لیوالتیا غربی فرهنګ او کلتور ته مخه کوي، په دی هیله چې هلته د مناقشی آزادي، نقد، تحلیل، رد، استجواب او استفسار شتون لري.

د اسلام د سپیڅلی دین د دستور العمل مطابق، په اساسی جوړښت باندی یی په ټینګار د اړوند ارزښتونو په پام کی ساتلو، د حالاتو سره په تړاو، د عصر د ننګونو قوت او غښتلتیا اوغوښتنو ته په کتو باید د راتلونکی ساتنه او حفاظت وشي. په دی صورت کې به راتلونکی زمونږ او زمونږ په مصلحت وی، نه د دښمن او دښمن په مصلحت.
او دا کار پرته له خورا سمی برنامی ، ژور فکر او تدبیر او قوی بصیرت نا ممکن دی.

باید پدي و پوهیږو چې ، په ډیرو حالاتو کې د دښمن کامیابی یواځی د دوی د مادی وړتیا او غښتلتیا پوری اړه نه لري، بلکه زمونږ غیر دقیقه او پر ځای محاسبه ده چې د ښمن ته کله کله د کامیابۍ لاره هواروی. د ښمنان په لسګونو کلونه مخکی پلانونه او برنامی جوړوی په داسی حال کې چې مونږ ایله په او سنی مات ګوډ حاضر کې بوخت یو، او حتی چې حاضر خو لا څه، له دی نه هم وروسته پاتی یو او په فروعی مسایلو کې په خپلو کې سره اړم یو.

یو ځل بیا په تکرار سره وایم چې د دښمن سره زمونږ د جګړی ډګر او سنګرونه به په راتلونکې لا تاوده وي، او زمونږ بریا او کامیابې د راتلونکې لپاره په قوي مبارزه او مقاومت کې نغښتې ده، که په دغه کار کې سستې او تنبلې وشي، پدی صورت کې بیا باید نور ملامته نه کړو، ځکه عیب په مونږ کې دی او سهوه او خطا زمونږه ده. ځکه د عقل او انصاف نه به لیری وي چې پرته له بشپړ تیاري مسابقی ته داخل شو او او پرته له درسونو له تکراره د امتحان په ډګر پل کښیږدو. د ښمنان په لسګونو کلونه مخکی پلانونه او برنامی جوړوی په داسی حال کې چې مونږ ایله په او سنی مات ګوډ حاضر کې بوخت یو، او حتی چې حاضر خو لا څه، له دی نه هم وروسته پاتی یو او په فروعی مسایلو کې په خپلو کې سره اړم یو

اووم- زمونږ طبیعی ثروت ته تمه :

زمونږ طبیعی زیرمی او شته ، ستراتیژیک موقعیت، د کالیو د مصرف ګرم بازار، ارزانه کارکونکی او مالی سرچینې، دا هغه څه دی چې د شر معاصر شیطانی مثلث یی د تر لاسه کولو په تکل کې او په تمه دی. هغوی زمونږ د شتو د تر لاسه کولو لپاره هر طرف ته جالونه خواره کړیدي، او د بیلاریتوب او ګمراهۍ په خورولو لګیا دي، ځکه پوهیږی چې په دغه ټولو شتو باندی تسلط یواخی او یواخی د اسلامی امت د تشخص د ذوب او له مینځه وړلو پرته ممکن نه دی. پس پدی خاطر چې دغه شته تر لاسه کړي نو باید د هیوادونو سیاستونه د هغوی تابع وګرځی ، او دا هغه وخت کیدای شي چې زمونږ شخصیتونه ذوب ، یا جسما له مینځه ولاړ یا تری تم او یا هم عقلا تباه شي.

پس د شخصیتونو اشغال د هیوادونو اشغال دی.
پر عقلونو باندی تسلط پر بازارونو باندی له تسلط نه ډیر مهم دی.
ځکه عقل د ثروت او شتو د تر لاسه کولو وسیله ده. شخصیتونه د هیوادونو کونجی ګانی دي. او تربیت د نظامی پایګاه نه ډیری قوی ریښی او موثریت لری.
رسنۍ او خپرونی له زور آزمایی او ورانولو څخه موثر او پرځای عمل کوي.
که چیری ورانۍ او بربادۍ ته اړتیا ولیدل شي نو د پردیو او بهرنیو قوتونو پر ځای داخلی او محلی قیادتونه دا کار ډیر په ښه توګه تر سره کولای شي.

پس دی موخي ته د رسیدو په خاطر باید چې له فکری او فرهنګی یرغل او جګړی څخه کار واخیستل شي، تر څو شیطانی مثلث خپله ولکه لا ټينګه ، غښتلی، قوی نفوذ وکړی او خپلی ريښی لا پسی ژوری وغځوی. نو همدا لامل دی چي وایو د مقاومت او دفاع سنګرونه باید ګرم وساتو او ټینګ یی کړو تر څو وکولای شو د خپلو شتمنیو زیرمو او خپل حنیف دین او حقیقی تشخص او هویت ته بیرته ور وګرځو.

د پورته اوو نکتو په نظر کې نیولو سره د دی خطرناک فکری یرغل په مقابل کی دفاع او مقاومت په یوه حیاتی مسله او زمونږ د موجودیت په اصل او جوهر بدله شویده، او د مسلمانانو د بقا او استمرار یواځینۍ لاره ده، د تنفس او تغدیی څخه لا ډیره مهمه او ستره ده، مګر پرته له فکری طهارت او پاکوالی او اسلامی روح له درلودلو څخه به دغه تنفس او تغذیه څه مانا ونه لري. څه ګټه به وکړی چی تنفس مو له تغریب (غربیت) او تهوید (یهودیت) څخه وی، او په زهرو لړلی غذا څخه تغذیه شو، حتی هغه ژوند به چې د نورو په اقتصادی او او سیاسی ولکه کې یو، په څه درد وخوری؟ له همدغه ځایه ده چې د دی بحث ارزښت ( په اسلامی نړۍ کې د فکری یرغل په وړاندی د مقاومت وسایل ) څرګندیږي. طبعا پرته د فکری جګړی د درستی او سمی پیژندنی، او د هغی د تاریخ په اړه کافی مالوماتو نه درلودلو په صورت کې نا ممکنه ده چې د مقاومت وسایل و پیژنو، نو ځکه د دی کتاب لمړی او دوهم فصل په همدی وسایلو را څرخي.
وروسته له دی د کتاب دریم فصل پیل کیږي، هلته ډیر تر کیز د مقاومت په اساساتو کیږي، تر څو د مقاومت ځانګړنی مشخصی او د فکری ککړتیا پر وړاندی لاس په کار شي، او د پلان شویو وحشیانه یرغلونو او زهر شیندلو په مقابل کي د دفاع سنګرونه ټینګ او ایجاد کړي، او پدی وسیله د مسلمان شخصیت محفوظ، د دفاع توان تر لاسه ، پښی یی کلکی قدمونه یی ثابت او استوار او هر ډول ایثار او قربانۍ ته آماده شي. د دی خطرناک فکری یرغل په مقابل کی دفاع او مقاومت په یوه حیاتی مسله او زمونږ د موجودیت په اصل او جوهر بدله شویده، او د مسلمانانو د بقا او استمرار یواځینۍ لاره ده

په څلورم فصل کې د ومقاومت د وسایلو تفصیل راځي، او په هغی کې منظم او غیر منظم ، اجتماعی او فردی، بهرنی او داخلی او بلاخره یرغلیز او دفاعی وسایل تر څیړنی لاندی نیول کیږي تر څو د نن ورځی مسلمان له زیات نه زیات قوت او توان څخه برخمن شي، تر څو وکولای شي یرغلونه په شا و تمبوي او له هغی نه په رامینځ ته شویو ستونزو، کړاونو او کړکیچونو برلاسی شي.
په پای کې پنځم فصل ته رسیږو او په دغه فصل کې په ډیر لنډ ډول د هغو برنامو او پروګرامونه اساسی خطونه ترسیموو کوم چې د اسلامي نړۍ د راتلونکی ساتنه کوی او د هغی د فکري، جغرافیوي، اقتصادي او بشري چاپیریال څخه په کلکه دفاع کوي.

دغه څو کرښي ګوښې خطرونه او ننګوني په ګوته کوي، نه دا چې د رولونو او مسولیتونو لپاره به منظمی، مشرح او ټولیزی برنامی او نقشی پر کښې تشریح کیږي. ځکه د داسی برنامو او پروګرامونه طرح او تشریح د یو فرد او یو کتاب له حوصلی پورته ده. او د پوهانو، علماواو مخورو ټولیزو هڅو، د ټولنو همکاریو او د هیوادونو د هڅو او کوښښونو یو والی او توحید ته اړتیا لري. تجربو ښودلي او ثابته کړیده چې په دي لاره کې فردي کوښښونه ډیر کمزوری حیثیت لري او پایلی یي په نشت حساب دي.

د دغه ناروغۍ درملنه په خواره واره کوښښ او تلاش، تندو او تیزو ویناګانو، او انفعالی او مات ګوډ حرکتونو نه کیږی، بلکه هر اړخیز کوښښ، مالی او بشری امکاناتو ، د یو منظم مهالویش درلودونکي مرحله واری او نژدی او لیری موخو درلودونکی برنامی او پلان ته اړتیا لري. سربیره پردي، برنامی باید په هره مرحله کې ارزیابي شي، تر څو له یوه طرفه د کوښښونو او توانمدیو د ضایع کیدو مخنیوی وشي، او له بله طرفه سنګرونه یو پر بل پسی له لاسه ورنکړو، پرته له دی چې د تیرو او حاضرو حسابونو فهرست او لاس ته راوړنی په پام کې ولرو او خپل زیانونه او تاوانونه له پامه ليری وساتو.
د خپلی ګټی او زیان په اړه باید هم لږ سوچ او تامل وکړو، ځکه ځینی په دی اند دي چې مونږ په مستمر تاوان او زیان کی روان یو، او ځینی بیا ګمان کوی چې نه مونږ تل کامیاب او بریالي یو!
پداسی حال کې چې دواړه اندونه د کمی پاملرنی، د موضوعیت د نشتوالی او لږ دقت له وجی خطا دي.

حقیقت دا دي چې دواړه خواوی ګټه او زیان څنګ په څنګ حرکت کوي، او هغه څه چې یوی خوا ته پر بلی برتری او دروندوالی ورکوي، هغه د مسلمانانو کوښښ، د هغوی د درک او فهم اندازه، د حساب ساتلو میتود، پر دریځونو باندی د ټنګار اندازه، د روزنی ډول، د تولید مستوی، په خپل دین باندی د تمسک اندازه او د یووالی ژورتیا ده.
اوس څنګه وکولای شو چې د لاس ته راوړونو نوملړ اوږد او زیانونو او خساراتو هغه را لنډ کړو؟

اسلامی نړۍ څنګه او له کومی نقطی خپل حرکت پیل او څرنګه په بشپړه زیرکتیا او ژور لید د خبیثو دسیسو او توطیو سره مقابله وکړي کوم چې د هر لوري یی چاپیره او کلا بنده کړیده؟

د (جنګ فکري و راه های مقاومت) له کتاب څخه !

لیکوال: دکتور حسان محمد حسان

ژباړه: عبدالوکیل فروغ



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st August, 2018