تفصیل | شهادت 

14th December, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د کابل د ۱۶ مې ناحیې رئیس او یو شمېر جهادي مشرانو د حزب اسلامي له امیر سره وکتل

د حزب اسلامي د امیر دفتر

2018-02-12

 نن دوشنبې د حزب اسلامي امیر انجنیر ګلبدین حکمتیار د کابل ولایت د ۱۶ ناحیې له رئیس او یو شمېر علماوو، مجاهدينو او قومي مشرانو سره په خپل هستوګنځي کې وکتل او په دغه ناحیه کې یې د حزب اسلامي د مجاهدینو او غړو په انسجام، تشکیلاتو، دفتر او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وکړې. 

په سر کې استاد محمد عارف مخلص، مولوي نجم الدین الفت او محمد عیسیٰ شفایي د نورو په استازیتوب د کابل په ختیځه سیمه کې د حزب اسلامي د غړو د فعالیتونو، د دوی د ستونزو، په دغه سیمه کې د حزب د دفتر په فعالیتونو او یو شمېر نورو مسایلو خبرې وکړې. 

دوی په خپلو خبرو کې وویل، موږ ستاسو په راڅرګندېدو او ګړندیو فعالیتونو د زړه له تله خوښ یو، ویاړو چې د لسیزو مبارز او رښتینی ګوند مو یو ځل بیا د هېواد په سیاسي بهیر کې حرکت پیل کړ، ولس تاسو د یو رښتیني مجاهد او ازادي غوښتونکي مشر په توګه پېژني، ستاسو هلې ځلې او رهبري وه چې هېواد د روسي ښکېلاک څخه ازاد شو، دا ولس دیندار دی، تر هر څه خپل دین او خپلو دیني او ملي ارزښتونو ته لمړیتوب ورکوي او په دې لاره کې یې تل قربانۍ ورکړې دي. موږ په خپله سیمه کې په زرګونو کورنۍ اوسېږو چې ډېری یې د لوګر، لغمان، پروان، کاپیسا، ننګرهار او پکتیا ولایتونو څخه دي، ډېرې یې د حزب اسلامي خواخوږي دي، موږ په خپلو کمو امکاناتو خپل متعهد وروڼه منسجم کړي دي، په خپلو کې په اړیکه کې یو، د حزب په نامه خپل دفتر لرو چې د وروڼو لخوا یې چارې په پوره صداقت سره پر مخ بېول کېږي. 

دغو مشرانو همداراز د قاضي رحمان داد چې د حزب اسلامي یو رښتینی مجاهد دی، او د څو کلونو راهیسې په باګرام زندان کې بندي دی، په راخلاصېدو ټینګار وکړ. 

د حزب اسلامي امیر د دوی د نېکو احساسات او فعالیتونو څخه د مننې او قدردانۍ تر څنګ وویل، زه او ټول حزب مو تر خپلې وسې په هره برخه کې ملاتړ یو، له ټولو وروڼو هیله مند یو چې په هېواد کې د سولې، سوکالۍ او یوه رښتیني اسلامي نظام د راوستو لپاره لاس په کار شي، دوی کولی شي چې په خپلو کې د ښه تنظیم او انسجام په ترڅ کې په راتلونکو ټاکنو کې د برخه اخیستو له لارې د ښو او متعهدو وروڼو په ملاتړ سره خپله دیني او اسلامي وجیبه ادا کړي څو دین او هېواد ته ژمن شخصیتونه په خپلو پاکو رایو پارلمان ته ورسوو او له دې لارې یو باعزته، ځواکمن او د ولس ملاتړ لرونکی پارلمان ولرو. 

د حزب اسلامي امیر زیاته کړه، دا ټول ولس او نړۍ ته جوته ده چې د حزب اسلامي تر شا افغان ولس د هغه د لوړو آرمانونو او سپېڅلې عقیدې په خاطر ولاړ دی، حزب اسلامي، هېواد شموله ګوند دی، د هر قوم، او سمت وګړي په کې په متوازن ډول د وروڼو غوندې فعالیت کوي. 

ورور حکمتیار له بند څخه د قاضي صاحب رحمان داد او نورو مجاهدینو د راخلاصېدو په اړه وویل، محترم قاضي صاحب او زموږ ډېر شمېر نور مؤمن وروڼه له بده مرغه لا هم په زندانونو کې شپې تېروي، موږ دولت ته د ټولو معلومات سپارلي، د قاضي صاحب نوم هم له ټولو فلترونو تېر شوی، خو په دولت کې د یو شمېر مغرضو کړیو د لاسوهنو له وجې زموږ د موافقتنامې د تعمیل مخنیوی کېږي، وروڼو ته ډاډ ورکوو چې ان شاءالله دا ستونزې به حتمأ او ژر حلېږي. 

د حزب اسلامي د امیر دفتر – فرهنګي او نشراتي څانګه  

۲۳/۱۱/۱۳۹۶



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

14th December, 2018