تفصیل | شهادت 

24th February, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

فقي مصادر- دویم درس : دقرانکریم او احادیثو اطاعت

احمد الله عاطفي

2018-02-14

داسلام بنسټ دالله سبحانه وتعالی کتاب(قرآنکریم) او دحضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) احادیث دي.

الله سبحانه وتعالی دقرانکریم په متعددو ایتونو کې داسلام ددي دوو سترو اصیلو بنسټونو دمنلو او تابع داري حکم فرمائلی.

سیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) ددنیاوي ژوند په وروستیو کي هم اسلام ددي ستروبنسټونو دکلک نیولو حکم فرمايلي.

وَعَنْ مَّالِکِ بْنِ اَنَسِ ، مُرْسَلًا قَالَ : قَالَ رَسُوْلُ اﷲِ صلی اللہ علیه وسلم :تَرَکْتُ فِیْکُمْ اَمَرَیْنِ لَنْ تَضِلُّوْا مَا تَمَسَّکْتُمْ بِھِمَا: کِتَابُ اﷲِ وَسُنَّة رَسُوْلِهِ. (رواہ : الموطا)

ژباړه:حضرت مالک بن انس (رضی اللہ تعالیٰ عنه) نه مرسلًا روایت دی: حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) وفرمائل: ما، ستاسو تر مینځ دوه آمره پریښودل،ترهغه چي مو دا کلک نیولي وي(اطاعت اوعمل پري کوئ) هیڅکله به بي لاري نه شئ، هغه دالله سبحانه وتعالی رالیږلی کتاب(قرآنکریم)او دالله (جل جلاله) درسول سنت(احادیث) دي.

حضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) په تاکید سره حکماً وفرمایل:یعني ما تاسوته دوه آمره پریښودل( کتاب الله او سنت الرسول الله) که دا مو کلک ونیول او منګولي مو پري ښخي کړې، عمل مو پرې وکړ او خپل ژوند مو دهدا یاتو سره برابر کړ هیڅکله به ګمراه،بي لارې او نا کامه نه شئ.

قرآنکریم داسلام اوفقي مسائلو اعلی او لمړی مصدر دی چې هیڅ شک او شبه پکي نشته بلکه په یو حرف کې هم شک نشته، همدا راز د اسلامي فقي دویم مصدر نبوي احادیث دي  .

قرآنکریم او احادیث یو له بله بیلولی نشو ځکه دواړه الهي وحي دي، په هیڅ صورت او توګه د تغیر وړ نه دي.     

داسلام ددي دوو سترو او اصیلو منابعو داحکامو په رڼاکې دصحابه کرامو په شمول ددین بزرګانو دفقي او شریعت مصادر بیان کړي او وضعه کړي، چې د قرآنکریم او احادیثو له هدایاتو سر چينه اخلي .

هر حکم چې داسلام ددي دوو سترو منابعو( قرآنکریم او احادیث) دحکم په خلاف وي (حکماً ،اشارتاً او دلالتا) مردود دی،کوم احکام چې دوخت دضرورتونو په بنأدقراني نصوصو په نظائرو ددین بزرګانو ورکړي او یا ورکول کیږي که هغه دشریعت دهر مصدر په اساس وي روا او جائز دی که هغه قیاس وې یا نور، ځکه  تر قیام دقیامته امت ته نوي مسائيل ټوکیږي چې دځینو متعلق په قرآنکریم او احادیثو کي عبارت النص موجود دی او دځينو احکامو حکم  مستقیماً نه دی ورکړل شوی بلکه د فروعي احکامو حل په اصولو قیاسول دي نن او سبا نه بلکه تر قیامته، چې ددي غوره بیلګه: په صدر اسلام او وړاندي زمانو کي دسپرلي لپاره څار وي  او کشتي وو چې خپله رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) او اصحابو تري ګټه اخستي اوس دساینس دور دي دسپر لیو لپاره دموټرو، الوتکو او نورو نه استفاده کيږي چې د روا والي په اړوند ئې قراني حکم شته چې قیاس پري کیږي، الله سبحانه وتعالی په سورت النحل کې فرمايې... 

قال الله تبارک وتعالی :وَالْأَنْعَامَ خَلَقَهَا ۗ لَكُمْ فِيهَا دِفْءٌ وَمَنَافِعُ وَمِنْهَا تَأْكُلُونَ. (۵)

ژباړه:او څاروي ئې پيداکړل چي په هغو کي درته تودوخي توکي دي او نوري ګټي او له ځینو ئې خواړه کوئ. 

وَلَكُمْ فِيهَا جَمَالٌ حِينَ تُرِيحُونَ وَحِينَ تَسْرَحُونَ.(۶)

ژباړه:او په هغوی کي تاسوته ښکلا ده هغه مهال چي بیرته ئې راولئ او هغه مهال چې بهر ئې بیاېئ.  

وَتَحْمِلُ أَثْقَالَكُمْ إِلَىٰ بَلَدٍ لَّمْ تَكُونُوا بَالِغِيهِ إِلَّا بِشِقِّ الْأَنفُسِ ۚ إِنَّ رَبَّكُمْ لَرَءُوفٌ رَّحِيمٌ. (۷)

ژباړه:او ستا سو درانه بارونه تر داسي ښارونو پر(خپلي) شا وړي چي ور رسیدونکي نه ئې مګر دځان په زحمت( کي اچولو) سره یقیناً چي ستاسو رب مهربان روف دئ. 

 وَالْخَيْلَ وَالْبِغَالَ وَالْحَمِيرَ لِتَرْكَبُوهَا وَزِينَةً ۚ وَيَخْلُقُ مَا لَا تَعْلَمُونَ.(۸) 

ژباړه: او آسونه، کچري او خره ئې پیداکړل چي پرې سپاره شئ او دښایست په توګه، او هغه څه پیداکوي چي تاسو نه پري پوهیږئ.

الله سبحانه وتعالی په دي لنډ بیان کې څومره ستر او بلیغ کلمات په تل پاتي توګه بیان کړل، چې تر قیامته د نوښتونو او لاسته راوړنو پوره حالات او امکانات پکي روښانه شوي او داهم چې نن دښایست ،اسودګي او بیلا بیلو ګتو اخستو جوګه دي،په راتلونکي کې به دا او دیته ورته  نور نور ډیر څیزونه به ستاسو دخو چارو لپاره پیدا اوجوړ کړی(اختراع او کشف) شي.

الله سبحانه وتعالی دڅارویو پیدا کیدو په حکمت کي فرمايې: (لَكُمْ فِيهَا دِفْءٌ وَمَنَافِعُ ) په هغو کي درته تودوخي توکي دي او نوري ګټي، نن دساینس او تکنالوژۍ په دي دور کې دڅارویو نه بیلا بیلي ګټي ترلاسه کیږي،له څرمن او وړیونه ئې د وړینو جامو سربیره  دزینت او ښایست ټوکې جوړیږي.

 په زیاترو خواړو کې حتی د هډوکو له ژرندي او هم د درملو په چوړیدو کې تري استفاده کیږي.

الله سبحانه وتعالی ددرندو بارونو انتقال  په هکله فرمايې:(وَتَحْمِلُ أَثْقَالَكُمْ ) دترقي په دي دور کي هم دڅارویو له خدمتونو استفاده کیږي، په لیری پرتوسیمو او سختو لارو همدا څاروي دي چي سهولیتونه راوړي. 

 (لِتَرْكَبُوهَا وَزِينَةً ) نه یواځي دکلي بانډو اوسیدونکي دڅارویو په سپرلیود زینت احساس او خپل ضرورتونه پوره کوي بلکه لدي سربیره دهمدي څارویو نه ځیني دسترو مادي قوتونو په ځانګړیو ځایو او مراسمو کي همدا اوس په افتخار تري استفاده کیږي، الله سبحانه وتعالی دبندګانو  لپاره ځيني څارويې د ښایست او جمال صاحب بللي  خو په یاد ولري چې جمال، پاکوالی او ښایست الله سبحانه وتعالی خوښوي خوغرور او تکبر نه خوښوي دتکبر او پاکوالي ترمینځ باید فرق ولرو .

د(وَيَخْلُقُ مَا لَا تَعْلَمُونَ)که څه هم مفسرین کرامو ددي مبارک کلام په تفسیر کي دالله سبحانه وتعالی هغه مخلوقات بیان کړي چې مونږ ورباندي همدا او س علم نه لرو او همدا راز دقرآنکریم دنزول په وخت کي چې اوس اختراعات شوي چا علم نه درلود په همدي اساس په مبارک کلام کې تر قیام دقیامته چې دسپرلیو او باروړلو لپاره هر ابزار او ماشین الات جوړیږي دهمدي مبارک کلام په دائري کي هم داخل دي، دالله بندګان دعلیم ذات دورکړي پوهي او فکرسره  دالله سبحانه وتعالی خلق کړي بیلا بیلو توکو نه کښتۍ، ریل ګاډي موټر، الوتکي او نور داسي ماشن الات او دسپرلیو او حمل ماشینونه جوړ کړي چې پخوا پري چا علم نه درلود، له فلزاتو او مایعاتو سربیره دګازاتو له ترکیبه وینو چې څومره د درندو بارونو وړنکي ماشینونه او په رفتار کي څومره سریع توکې جوړ شوی چې څو سوه کاله وړاندي په خوب او خیال کي هم نه راتلل، وروسته به هم داسي اختراعات او لاسته راوړني وشي چې اوس زمونږ له علمه بهر دي.

ددي بحث نه مطلب دادی چې قرآنکریم مونږ ته په هره برخه کې اصول وضع کړي او تګ لاره ئې مشخصه کړي، روا او ناروائې څرګند کړي دهمدي مبارکو اوصولو په بنأ ددين بزرګانو دشرعي فقي مصادر بیان کړي.   



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

24th February, 2018