تفصیل | شهادت 

21st August, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د حزب اسلامي پلاوي د ټاکنو په څلورمه ملي مشورتي ناسته کې ګډون وکړ

فرهنګي او مطبوعاتي چارو رياست

2018-02-14

نن د روان کال د سلواغې میاشتې په ۲۵مه نېټه، د ټاکنو څلورمه ملي مشورتي غونډه جوړه شوه، چې پکې د حزب اسلامي د سياسي هیئت رئیس ډاکتر غیرت بهیر او د سياسي کمېټې غړي انجنیر محمد امین کریم ګډون درلود.

په دې ناسته کې د حزب اسلامي د سياسي هئیت رئیس ډاکتر غیرت بهیر د ټاکنو په هکله د خپل ګوند رسمي دريځ بیان کړ او په خپل وخت د ټاکنو په ترسره کېدو يې ټینګار وکړ.
ډاکتر غيرت بهير وويل، د هېواد د روان بحران ختمولو، د جګړې د ژر او دايمي پای ته رسولو او د بشپړې او ډاډمنې سولې د تأمین لپاره، اړينه ده چې ټول سياسي ګوندونه پدې توافق وکړي، چې د راتلونکو ټاکنو څخه د بحران د حل وسيله جوړه کړو.
نوموړي زياته کړه، چې موږ د ټاکنو په اړه خپله طرحه له اغېزمنو او مطرحو سیاسي ګوندونو سره شریکه کړې او ډیرو ورسره توافق کړی چې نیږدې راتلونکي کې به په دې هکله خپل ګډ دریځ هم اعلان کړو.
د حزب اسلامي د سياسي هیئت رئیس وویل، اوسني حکومت ته سره له کمزوري او ناتواني یې مهلت ورکوو، چې خپله قانوني موده بشپړه کړي، له مزید کمزوري کولو یې ډډه کوو، د تعویض لپاره یې غیر اصولي یو اړخیزې او لانجمنې لارې نه غوره کوو هر تغیر باید له سوله ایزې لارې او د ټولو ګوندونو په توافق رامنځ ته شي.
ډاکتر غېرت بهير څرګنده کړه، انتخابات باید حتماً پخپل وخت او له ځنډ پرته ترسره شي. په هېڅ بهانه او پلمه ونه ځنډیږي. د دې لپاره چې د انتخاباتو شفافیت تامین او نتایج یې ټولو لوریو ته د منلو وړ وي باید د انتخاباتو د ټولو چارو په اړه د اغیزمنو سیاسي ګوندونو توافق ترلاسه او د انتخاباتو په ټول بهیر له پیل تر پایه د سیاسي ګوندونو بشپړ نظارت تضمین شي، ځکه چي د سیاسي ګوندونو د عدم مطرح کېدو په صورت کې دیموکراسي او منتخب نظام خپله فلسفه او مفهوم له لاسه ورکوي.
ډاکتر غيرت بهير وویل، حزب اسلامي شفاف او عادلانه انتخابات اقتدار ته د رسېدو یوازینۍ اصولي او سوله ییزه لار ګڼي او له دې پرته هېڅکله له نا مشروع لارو قدرت ته د رسیدو هڅه نه کوو.
دغه راز ډاکتر غيرت بهير د حزب اسلامي دریځ او غوښتنې په لیکلي بڼه هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون رياست ته وسپارلې. 
غونډې ته د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رئیس ډاکتر عبدالبدیع صیاد په خپلو خبرو کې وویل، چې رڼې او عادلانه ټاکنې له ناخوالو څخه د وتلو یوازېنۍ د حل لاره ده، کمیسیون خپلواک دی او دا ملي پروسه ستاسو له مرستې او همکارۍ پرته پر مخ نشو بېولی.
نوموړي ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې مونږ ستاسې طرحو، سپارښتنو او مشورو ته درناوی لرو، له همدې امله مو دا ملي مشورتي غونډه جوړه کړې ده.
عبدالبدیع صیاد زياته کړه، د کمېسیون چارې په ښه توګه پر مخ ځي، د خلکو رايه له موږ سره امانت ده او دا امانت به هغه چاته سپارو چې وړتیا يې ولري.
غونډې ته د ټاکنیزو شکايتونو د کمېسیون سرپرستې مېرمن حمیرا حقمل، د نفوسو د ثبت او احوال عمومي ادارې مشر همايون محتاط او همدارنګه د سياسي ګوندونو او مدني ټولنو استازو هم خبرې وکړې او ددې پروسې په بېلا بېلو اړخونو يې رڼاوچوله.

د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي او مطبوعاتي چارو رياست

۱۳۹۶/سلواغه/۲۵



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st August, 2018