تفصیل | شهادت 

21st August, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

خاطره : ١٣٦٧ د دلوى ٢٦ - د سرۍ امپراتورۍ د ړنګیدا په ورځ

ډاکټر داؤدزی

2018-02-15

نری نری باران وریده د کلی تود مسجد مسافرخانه کې سپین ږیری او ځوانان په بروزو ناست وه خورا ګرمی کیسی روانی وی بیرون خوړ کې زموږ کلی ته د ولايت مرکز عمرزیو نه راغلی ګډوال ......لټیری خرڅول له دیګ نه ئی حلته هم ځوانان ګرم راتاو وه یو نیم شور به سه ټیل وهل غیږ نیونه به شروع سوه یوه ګل ورینه له خوښیو ډکه فضا خوره وه د ژمی سړه هوا کې شلیدلو سرو بنداره څپلکو کې داسې سرلوړې ګرځیدم چې تابه ویل د کومی ستری فتحی خبر مې اوریدلاې وی فکری ټال لږ شیبه ډیر وزنګولم د کلی شهیدان به مې لکه بریښنا له سترګو تیر سوه خصوص هغه ورځ مې له سترګو ډیره تیره راتیره سوه چې د شهید محمد انور ،شهید عمرګل او شهید محمد عمر جنازی پتمنو خویندو په اوږو کورو ته راوړی نه مې حیریږی هغه سخته چې د شهید محمد انور پتمتی کونډی د خپل میړه د بدن غوښي د تکبیر په نارو راټولولی او جنازه ئی تر کوره په خپلو اوږو راوړه په لوړ اواز هسکه غاړه ئی خپلو بچيو ته غږ کړ د پلار شهادت مو مبارک سه د پلار شهادت مو مبارک سه همدې سره ئی دویم ځوی تواب غیږ کې ټینګ ونیوه ونیو له اوښکو ډکی سترګی ئی د کلی راغلو تورسرو ته راواړولي ويئ ویل کلی کې خو سړی نسته ټول د جهاد په سنګرونو کې دي د روسانو قوه هم ولاړه ده مبمباری هم روانه ده که له ما سره د شهید په خښولو کې مرسته وکړی ‌د دغې پتمنې خور لوړ همت د حیرانتیا تر سنګ په چیغو چیغو تر کوره په منډو کړم دا درد به مې د ژوند تر پایه حیر نه سی په کلی کې د کور خوا سره مو د دريوو زلمیو جنازی پرتې وي کلیوالو تورسرو او د شهیدو شازلمیو کورنیو ستاینې پر ما داسې لږیدې لکه حماسی تراني .

يوه بجه وه ګورم چی سپاره په اسونو راغلل شهید انجنیر شیر محمد مخکی او مجاهدین ورپسی دي د مسجد مخه کې ودریدل مشر ورور می ویل کورته لاړ سه موږ ډوډی نده خوړلی یو سه تیار کي لمونځ کوو درځو د شهید انجنیر شیر محمد اس له ماسره ډیر بلد وه په زین کړي آس مې لینګته واړوله کورته لاړم که څه هم لار لنډه وه خو د اس خوندوری سورلی په سکینډ کې کور ته ورسولم په کور کې مو غوړی نه وه د کلی منځ لاره کې په منډه منډه لاړم معلم صیب محمد سید دوکاندار نه مې غوړی په پور راوړل مور ته مې غږ کړ ادی وا ادی دا مو غوړی زه ځم چې مجاهدین نن ډیر خوشحاله دی کلیوال هم ډیر راټول سوه تاسی ډوډی تیاره کې په منډه کور نه د مسجد په لور ووتم د مجاهدینو مخابرو کې د مبارکې غږونه اوریدل کیدل مرحوم پلار مې د شهید انجنیر شیر محمد غاړه کې له خوښیو اوښکی توی کړی د مرحوم پلار دا خوښی به مې هم د ژوند تر پایه حیره نسی انجنیر شیر محمد مې پلار ته مخ راواړوه کاکا دعا راته وکه چې شهادت مې نصیب سی.
نه ما له خوښی په کور کې د میلمنو تعداد ویلې وه او نه رانه چا پښتنه وکړه ګورم چې له پنځوسو زیات ګرد وهلی څڼور سپیڅلی ستړی ستړی مجاهدین مې پلار پسی را روان سو انجنیر شیر محمد درانه درانه قدمونه زموږ د کور په لور ایخودل زه تری مخکی کورته په منډه لاړم مال ادی ادی وااا ادی میلمانه ډیر دي ګورم چې په تنور مشنګه ترور کوچیاني ګردی ګردی لوی ډوډی پخوي مشنګه مې د پلار دینی خور وه له خوراوي بانډې ئی له ځان سره موږ ته د لاندی غوښه راوړې وه مور مې له هغی خونې چې دری ستنکی ئی درلودی راووته مال ادی میلمانه ډیر دي وای ځویه تاخو موږ ته ونه ویل وای زه مشنګی ترور دې لږ غوښه راوړې وریزی مو ورسره پخي کړی ډوډی هم سته مال نا ادی میلمانه ډیر دي مخ ئی راته راواړوه ځویه تشویش مه کوه دا برکتی میلمانه دي د دوي ډوډی هیڅ کله نه کمیږی په خدای چې د مشر ورور کور ودانی او ادی مې له مشنګی ترور سره لسو کسو ته ډوډی تیاره کړی وه هغه خواړه له شپیتو کسو هم زیات شوه په رختیا چې سپیڅلو مجاهدینو سره برکتونه وه صداقت وه اخلاص وه محبت وه میلمه پالنه وه .
له ډوډی وروسته انجنیر صیب شیر محمد مې یوځل بیا پلار سره په خبرو سه وای کاکا
روسی امپراتورۍ خو د افغان ولس د قربانیو په نتیجه کې ړنګه سوه د کمونیزم د پاتی شونو سره په سپیڅلی جهاد کې د الله تعالی راته شهادت نصیب کی زیاته ئی کړه کفری هیوادونه به زموږ د سپیڅلو قربانیو نتیجو او لاسته راوړنو مخه نيسی زه داسی انګیرم چی امریکا، روسیه به مو د سیمی او ګاونډیو هیوادونو په مټ خپل منځی جګړه کې ښکیل کي نه غواړي چې هيواد کې مو اسلامی نظام حاکم سی د ځینو پلورل شوو په مټ به جګړې ته دوام ورکی همداسې وسوه جګړه تر ننه روانه ده خو دو وياړلو شهیدانو،کونډو،یتیمانو او معيوبينو دردونه ئی موږ ته پریخودل انجنیر شیر محمد چې د نورستان ولایت وه خو د لغمان ولايت حزب اسلامی عمومی امير وه د کا جی بی کمونیستی رژیم نجیب لخوا په ایخودل شوی ماین زما ورور ټپی او انجنیر شیر محمد د شهادت جام نوش کړ 
روح ئی ښاد 
جنت الفردوس ئې ځاې

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st August, 2018