تفصیل | شهادت 

23rd May, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

حزبیانو وروڼو ته توصیه:

.

2018-02-15

د محترم مجاهد امیر ګلبدین حکمتیار او د حزب اسلامي په اړه تېر څلوېښت کاله مختلتفو رژیمونو، ناوړه تبلیغات کړي دي، مثلآ ,حکمتیار د پاکستان سره د هېواد په ارضي تمامیت د کانفډریشن یا کانفدرسیون معامله کړې ده ....!
په اصطلاح د مجاهدینو؟ د حکومت مشرانو  به ویل چې حکمتیار له ځانه پرته بل څوک نه غواړي، ځکه زموږ د مشروع؟ حکومت پر ضد جنګیږي  .....!
طالب واکمنو به ویل چې حکمتیار د ملا، طالب او مدرسې پر ضد دی، ځکه یې د اسلامي؟ امارات پر ضد جبهه نیولې ده!.... 
نو له حزبي وروڼو جدآ غواړم، چې باید په سړه سینه، په لوړ متانت، ژور اطمنان، په پخو او محکمو دلایلو له ځان او حزبه دفاع وکړي، له غیر مشروع، د اسلامي آدابو او اخلاقو منافي کړنو، ډډه وکړي.
دښمن او پر دوی پورې تړلې مېډیا جدآ غواړي چې حزبیان غیر آدبي او غیر مشروع غبرګون او عکس العمل ته اړ او وهڅوي، تر څو یې، په ملت کې بدنام او د پراخ ولسي ملاتړ او محبوبیت کچه او ګراف یې ټیت وښي او په ضمن کې خپلو تېرو دروغجنو تبلیغاتو ته چې وړاندې مو ترې یادونه هم وکړه، یو ډول مشروعیت او حقوقي حیثیت ور وبښي.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

23rd May, 2018