تفصیل | شهادت 

20th November, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د وياړونو ورځ

عبد القدیر منصف

2018-02-15

د سلواغې ٢٦مه له ګران هېواد افغانستان څخه د شوروي يرغلګرو او وحشي پوځونو د تښتې ورځ ده.

د وخت د شوروي اتحاد يرغلګر او په پرمخ تللو وسلو سمبال پوځيانو، د ١٣٥٨ کال د مرغومي په ٦مه، زموږ پر ګران هېواد يرغل وکړ، تر څو خپل لاسپوځى نظام د افغانانو د قهر له څپو وژغوري او په دې توګه افغانستان د تل لپاره تر خپل واک لاندې راولي.

خو دغه سره پوځيان د افغانستان د مجاهد او پر خداى مين ولس د سرښندنو په پايله کې نږدې لس کال وروسته دې ته اړ شو، چې د مجاهدينو له وطن او د شهيدانو له ستر ټاټوبى ( افغانستان ) څخه خپلې پښې سپکې او خپله له شرمه ډکه ماتې ومني.

د ځينې راپورونو له مخې، له مجاهدينو سره په جګړو کې ١٤٤٥٣ شورويان وژل شوي، ٤٩٩٨٣ ټپيان شوي او ٣٣٠ تنه لادرکه شوي دي.

دغه راز د روسانو د يرغل پر مهال شاوخوا يو نيم ميليون افغانان شهيدان شول، په ميليونونو ګاونډيو او نورو هېوادونو ته هجرت وکړ او ګران هېواد مو د شورويانو په وحشيانه هوايي او مځکنيو بريدونو کې په کنډواله بدل شو. 
د دې قربانيو په پايله کې د افغانانو بريا، شوروي پوځيان داسې وېرولي، چې بيا به کله هم پر کوم ملک د يرغل خوب ونه ويني.

يو روسی جنرال بوريس ګروموف، وايي: " زه د شوروي وروستى سرتېرى وم، چې له افغانستان څخه ووتم، په وروستو شېبو کې مې يو عجيب احساس درلود، ځکه چې زما په مخ کې يوه تياره او ګونګه راتلونکې وه او تر شا مې يوه تشه او پر اوبو لاهو ماضي پرې اېښې وه."

د افغان مجاهدينو د قربانيو په پايله کې د شوروي اتحاد نوم د نړۍ له نقشې لرې شو او په دې توګه نه يواځې دا چې افغانستان د شورويانو له شر څخه وژغورل شو، بلکې د منځنۍ اسيا هېوادونو هم خپلواکي تر لاسه کړه .

دغه راز د افغان مجاهد ولس دې لويې او تاريخي بريا، د افغانستان ګاونډي هېوادونه ( پاکستان او ايران ) او دغه راز غربيان هم د شوروي له ګواښ څخه بې غمه کړل.

نو ځکه خو په کار ده چې د سلواغې ٢٦مه نه يواځې په افغانستان او اسلامي نړۍ کې بلکې په ټوله نړۍ کې ونمانځل شي.

تل د وي اسلام

تل د وي افغانستان

ورک او شرمېدلي دې وي د اسلام او افغانستان دښمنان



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th November, 2018